12. سورت يوسف – آیتونه 81–111
سورت يوسف د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
تاسو خپل پلار ته بېرته لاړ شئ، نو (ورته) ووایئ، اى زمونږ پلاره! بېشكه ستا زوى غلا كړې ده (ځكه نو هغه ونيول شو) او مونږ يواځې هغه څه بيانوو چې مونږ ته يې علم شوى دى او مونږ د غيبو ساتونكي (نګهبانان) خو نه وو
— Zakaria Abulsalam
او ته له هغه كلي (والو) نه تپوس وكړه، چې مونږ په كې وو او له هغې قافلې نه (هم) چې مونږ په هغې كې راغلو او بېشكه مونږ لازمًا رښتیا ویونكي یو
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: بلكې تاسو لپاره ستاسو نفسونو یو كار ښايسته كړى دى، نو (زما كار) صبر جمیل دى، امېد دى چې الله به ما ته هغوى ټول راولي، بېشكه هغه، هم هغه ښه پوه، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
او له هغوى نه يې مخ وګرځاوه او ويې ويل: اى زما غمه په (جدايۍ د) یوسف باندې! او د هغه دواړه سترګې له غمه تكې سپینې شوې، نو هغه (له غمه) ډك و
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: پر الله قسم دى چې ته به همېشه یوسف یادوې، تر هغه پورې چې ته په وېلې كېدو سره مرګ ته قریب شې یا ته له هلاكېدونكو نه شې
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: بېشكه همدا خبره ده چې زه د خپلې پرېشانۍ او غم فرياد الله ته كوم، او زه د الله له جانبه پر هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ
— Zakaria Abulsalam
اى زما زامنو! تاسو لاړ شئ، نو د یوسف او د هغه د ورور لټون وكړئ او د الله له رحمت نه مه نا امېده كېږئ، بېشكه حقيقت دا دى چې د الله له رحمت نه كافر خو يواځې نا امېده كېږي
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې دوى پر هغه ورننوتل، دوى وویل: اى عزیزه! مونږ ته او زمونږ كورنۍ ته سختي رسېدلې ده او مونږ ناقصه (كمه) پنګه راوړې ده، نو ته مونږ ته پوره پېمانه راكړه او پر مونږ صدقه وكړه، بېشكه الله خیرات كوونكو ته بدله وركوي
— Zakaria Abulsalam
ويې ويل: ایا تاسو پر هغه فعل عالمان یئ چې تاسو له یوسف او د هغه له ورور سره كړى و، كله چې تاسو ناپوهان وئ؟
— Zakaria Abulsalam
ويې وویل: ایا یقینًا (او) واقعًا همدا ته یوسف يې؟ هغه وویل: هم زه یوسف یم او دغه مې سكه ورور دى، یقینًا الله پر مونږ احسان وكړ، بېشكه حقيقت دا دى چې څوك تقوىٰ اختیار كړي او صبر وكړي، نو بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوي
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: قسم پر الله چې یقینًا په رښتیا سره الله ته پر مونږ باندې غوره كړى يې او بېشكه مونږ خامخا خطا كار وو
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: نن ورځ پر تاسو باندې هېڅ ملامتي نشته، الله دې تاسو وبخښي او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
تاسو زما دا كمیس یوسئ، نو دا زما د پلار پر مخ واچوئ، هغه به بېرته بینا شي او تاسو، سره له خپل اهله ټول ما ته راشئ
— Zakaria Abulsalam
او كله چې قافله (د مصر له حدودو) ووتله، د هغوى پلار وویل: بېشكه زه چې یم يقينًا د یوسف خوشبويي محسوسوم كه چېرې تاسو ما ته د بوډاوالي د كم عقلۍ نسبت ونه كړئ (نو زما تصدیق به وكړئ)
— Zakaria Abulsalam
(ده ته حاضرینو) وویل: بېشكه ته چې يې، خامخا په خپلې پخوانۍ خطا كې پروت يې
— Zakaria Abulsalam
نو هغه وخت چې زېرى كوونكى څنګه راغى، نو د ده پر مخ يې هغه (كمیس) واچوه، نو دى بینا وګرځېده، هغه (یعقوب) وویل: ایا ما تاسو ته نه وو ویلي؟ بېشكه زه ( د الله په ښودنې سره) پر هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: اى زمونږ پلاره! زمونږ لپاره (له الله نه) زمونږ د ګناهونو بخښنه وغواړه، بېشكه مونږ خطا كار وو
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: عنقریب به زه تاسو لپاره له خپل رب نه بخښنه وغواړم، بېشكه هغه، هم هغه، ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې دوى پر یوسف ورننوتل، نو خپل مور و پلار يې خپل ځان ته رانژدې كړل او ويې ويل: تاسو مصر ته داخل شئ، په داسې حال كې چې په امن كې به يئ كه الله وغواړي
— Zakaria Abulsalam
او خپل مور و پلار يې (له ځان سره) په تخت باندې پورته كړل، او دوى (ټول) ده ته پرېوتل سجده كوونكي او ده وویل: اى زما پلار جانه! دا زما د هغه خوب تعبیر دى چې مخكې مالېدلى و، یقینًا هغه زما رب رښتیا وګرځاوه، او یقینًا هغه پر ما احسان وكړ كله چې يې زه له جېل نه راووېستم او تاسو يې له میرې (صحرا) نه راوستئ، وروسته له دې چې شیطان زما او زما د وروڼو په مینځ كې جګړه غورځولې وه، بېشكه زما رب باریك تدبیر والا دى، د هغه (شي) لپاره چې اراده يې وكړي، بېشكه هغه، هم هغه، ښه عالم، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
اى زما ربه! یقینًا تا ما ته (د) څه (علاقې) بادشاهي راكړې ده، او تا ما ته د خوبونو د تعبیر علم راكړى دى، اى د اسمانونو او ځمكې پېدا كوونكیه! په دنیا او اخرت كې هم ته زما كارساز يې، ته ما ته وفات راكړه، په داسې حال كې چې مسلمان یم او ته ما له نېكانو صالحانو سره یو ځاى كړه
— Zakaria Abulsalam
دا د غیب له خبرونو ځنې دي چې هغه مونږ تا ته وحي كوو او ته له هغوى سره نه وې كله چې هغوى د خپل كار پخه اراده وكړه، په داسې حال كې چې دوى مكر (او فرېب) كاوه
— Zakaria Abulsalam
او زیاتره خلق، اګر كه ته (د دوى پر ایمان راوړلو) حرص وكړې (بیا هم) هېڅكله ایمان راوړونكي نه دي
— Zakaria Abulsalam
او ته له دوى نه په دې (تبلیغ د قرآن) باندې هېڅ اجر نه غواړې، نه دى دا مګر د ټولو خلقو لپاره (د الله له جانبه) نصیحت
— Zakaria Abulsalam
او څومره ډېر دلیلونه دي په اسمانونو او ځمكه كې، چې دوى پرې تېرېږي، په داسې حال كې چې دوى له هغو نه مخ اړوونكي وي
— Zakaria Abulsalam
او د دوى زیاتره پر الله ایمان نه لري، مګر په داسې حال كې چې دوى شرك كوونكي وي
— Zakaria Abulsalam
ایا نو دوى په امن كې شوي دي له دې نه چې په دوى باندې د الله له عذاب نه پټوونكې (راګېروونكې) برخه راشي، یا په دوى باندې ناڅاپه قیامت راشي، په داسې حال كې چې دوى به نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: دا زما لاره ده، د الله په طرف بلنه كوم، په ښه بیان او بصیرت سره، زه او هغه څوك چې زما پیروي كوي، او الله پاك دى، او زه له شرك كوونكو ځنې نه یم
— Zakaria Abulsalam
او مونږ له تا نه مخكې (د رسولانو په طور) نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ به هغوى ته وحي كوله، چې د كلیو (ښارونو) اوسېدونكي وو، ایا نو دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي، پس چې لیدلي يې وى چې د هغو (مجرمو) كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، او یقینًا د اخرت كور د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې (له شرك او كفر نه) ځان ساتي، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ؟
— Zakaria Abulsalam
تر هغه پورې چې رسولان به (د خلكو له ايمان راوړو نه) نا امېده شول او هغو (كافرو خلقو) به دا یقین وكړ چې بېشكه دغو (رسولان) چې دي، یقینًا دوى ته دروغ ویل شوي دي (،نو) دوى (رسولانو) ته به زمونږ مدد راغى، بیا به هغه چا ته نجات وركړى شو چې مونږ به غوښتل او زمونږ عذاب له مجرمو (كافرو) خلقو نه نشي دفع كېدلى
— Zakaria Abulsalam
یقینًا یقینًا د دوى (د قصې) په بیان كې د خالصو عقلونو والاوو لپاره ښه عبرت دى، دغه (قرآن) داسې خبره بېخي نه ده چې له ځانه په دروغو جوړه كړى شوې وي او لېكن (دغه قرآن) د هغو (كتابونو) تصدیق دى چې له ده نه مخكې وو او د هر شي تفصیل (بیان) دى او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې (پر الله او د هغه پر رسول) ایمان لري
— Zakaria Abulsalam
Learning plans for Surah Yusuf
Structured daily lessons to study this surah with reflection and consistency.
Browse all learning plans →Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.