13. سورت الرعد
سورت الرعد د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
الف، لام، ميم، را، دا د كتاب ایتونه دي او هغه (كتاب) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى، حق دى او لېكن زیاتره خلق ایمان نه راوړي
— Zakaria Abulsalam
الله هغه ذات دى چې اسمانونه يې اوچت كړي دي، بې له ستنو، چې تاسو هغه وینئ، بیا يې په عرش باندې برقرار شو، او ده لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو يې تر مقررې نېټې پورې روان دى، هغه، د هر كار تدبیر كوي، دلیلونه ښه په تفصیل سره بیانوي، د دې لپاره چې تاسو د خپل رب پر ملاقات یقین وكړئ
— Zakaria Abulsalam
او دى همغه ذات دى چې ځمكه يې غوړولې ده او په هغې كې يې پاخه غرونه ايښي او نهرونه يې روان كړي دي او له هر قسمه مېوو نه يې په دغې كې دوه دوه جوړې پېدا كړي دي، هغه په شپې سره ورځ پټوي، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره يقينًا نښې دي چې فكر (او غور) كوي
— Zakaria Abulsalam
او په ځمكه كې څنګ په څنګ پیوستې ټوټې دي او د انګورو باغونه دي او فصلونه دي او د كجورو ونې دي چې له یوهٔ بېخه پورته شوي دي او ځینې ځان ته (جدا) بېخ لري، چې په یوهٔ قسم اوبو سره اوبه كولى شي او مونږ په هغو كې ځينو ته په نورو باندې په مېوه (او خوند) كې فضيلت وركوو، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره یقینًا نښې دي چې له عقل نه كار اخلي
— Zakaria Abulsalam
او كه ته تعجب كوې، نو د دوى (دا) خبره ډېره عجیبه ده چې(وايي:) ایا چې كله مونږ خاورې شو، ایا نو مونږ به په رښتيا نوي تخلیق كې یو (بيا به له نوي سره پيدا كولى شو)؟ دوى همغه كسان دي چې په خپل رب سره كافران شوي دي او دغه كسان دي چې طوقونه به يې په غاړو كې وي او دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې تل ترتله وي
— Zakaria Abulsalam
او دوى له تا نه له نېكۍ (رحمت) نه مخكې بدي ژر غواړي او یقینًا له دوى نه مخكې (له عبرته ډك) عذابونه تېر شوي دي او بېشكه ستا رب د خلقو لپاره د هغوى د ظلم باوجود یقینًا د لوى مغفرت والا دى او بېشكه ستا رب یقینًا ډېر سخت عذاب والا دى
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، وايي: ولې په ده باندې د خپل رب له جانبه كومه نښه نه ده نازل كړى شوې؟ یقینًا همدا خبره ده چې ته وېروونكى يې او د هر قوم لپاره یو لار ښودونكى دى
— Zakaria Abulsalam
الله پوهېږي پر هغه څه چې هره ښځه يې (په خپله خېټه كې) اوچتوي او پر هغه څه چې رحمونه يې كموي او پر هغه څه چې زیاتوي يې او هر شى له هغه سره په اندازې سره دى
— Zakaria Abulsalam
د غیبو او د ښكاره و عالم دى، ډېر لوى، لوړ برتر دى
— Zakaria Abulsalam
(د هغهٔ په وړاندې ټول) يو برابر دي، څوك چې په تاسو كې خبره ورو وكړي او څوك چې يې څرګنده وكړي او هغه څوك چې هغه په شپه كې پټېدونكى دى او په ورځ كې ظاهرېدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
د دغه (انسان) لپاره د ده له مخې او د ده له شا نه نوبت په نوبت په یو بل پسې راتلونكي (ملايك) دي چې د الله په امر سره د ده ساتنه كوي، بېشكه الله د هېڅ قوم حالت نه بدلوي تر هغه پورې چې هغوى (پخپله) د خپلو نفسونو حالت بدل كړي او كله چې الله یو قوم ته د بدۍ (او تكليف رسولو) اراده وكړي، نو د هغې لپاره هېڅ بېرته ګرځېدل نشته او د دوى لپاره له هغه نه غیر هیڅوك مددګار نشته
— Zakaria Abulsalam
دى همغه ذات دى چې تاسو ته برېښنا د وېرولو او طمع دركولو لپاره درښیي او درنې ورېځې پیدا كوي
— Zakaria Abulsalam
او رعد د هغه له حمد سره تسبیح وايي او ملايك (هم) د هغه له وېرې نه او هغه تندرونه لېږي، نو چا ته چې وغواړي دا ورته رسوي، په داسې حال كې چې دوى د الله په باره كې جګړه كوي او هغه ډېر سخت سزا والا دى
— Zakaria Abulsalam
خاص د هغه لپاره حق بلل دي او هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه نه پرته بلي؛ هغه د دوى هېڅ دعا نشي قبلولى مګر په شان د هغه كس چې اوبو ته خپل دواړه ورغوي (لاسونه) غځوونكى وي، د دې لپاره چې هغه د ده خولې ته راورسي، حال دا چې دغه (اوبه خولې د) ده ته رسېدونكې نه دي او د كافرانو دعا نه ده مګر بېخي په تاوان كې ده
— Zakaria Abulsalam
او خاص الله ته سجده كوي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په خوښه او په زور او د هغوى سيوري (هم سجده كوي) سبا او بېګاه
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: د اسمانونو او ځمكې رب څوك دى؟ ته ووایه: الله دى، (نو ورته) ووایه: ایا نو تاسو له هغه نه غير نور كار سازان (دوستان) جوړ كړي دي چې د خپلو ځانونو لپاره نه د نفعې اختیار لري او نه د ضرر (لرې كولو) ته ووایه: ایا ړوند او بینا سره برابر دي؟ بلكې (دا ورته ووایه:) ایا سره برابرې دي تیارې او رڼا، یا دوى د الله لپاره داسې شریكان مقرر كړي دي چې د هغه د پیدا كولو په شان پیدا كول يې كړي دي، بیا په دوى باندې پیدا كول مشتبه شوي دي؟ ته ووایه: الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هم هغه یو دى، ډېر غالب دى
— Zakaria Abulsalam
هغه له بره نه اوبه نازلې كړې، نو خوړونه په خپلې اندازې سره وبهېدل، نو سیلاب اوچت شوى ځګ راپورته كړ او له هغو څیزونو نه هم چې دوى پرې په اور كې د ګاڼې، یا سامان جوړولو لپاره بلول كوي، د دې په مثل ځګ وي، همدارنګه الله (مثال د) حق او باطل بیانوي، نو هر چې ځګ دى، نو هغه بې كاره لاړ شي او هر چې هغه څیز دى چې خلقو ته فايده رسوي، نو هغه په ځمكه كې پاتې كېږي، همدارنګه الله مثالونه بیانوي
— Zakaria Abulsalam
هم د هغو كسانو لپاره نېكه بدله ده چې د خپل رب حكم يې قبول كړى دى او هغه كسان چې د هغه حكم يې نه دى قبول كړى كه له دوى سره په رښتیا هر هغه څه وي چې په ځمكه كې دي ټول او د دغو په مثل نور هم له ده سره وي (، نو) خامخا به دوى هغه په فدیه كې وركړي، دغه كسان دي چې د دوى لپاره بد حساب دى او د دوى استوګنځاى جهنم دى او هغه بد ارام ځاى دى
— Zakaria Abulsalam
ایا نو هغه څوك چې پر دې پوهېږي چې بېشكه هغه (قرآن) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى، حق دى، د هغه چا په شان دى چې هغه ړوند دى؟ یقینًا همدا خبره ده چې نصیحت د خالصو عقلونو والا اخلي
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې د الله وعده پوره كوي او پخه وعده نه ماتوي
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې هغه څه وصل كوي چې الله د هغه د پيوست ساتلو حكم كړى دى او له خپل رب څخه وېرېږي او له بد حساب نه وېره كوي
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې د خپل رب د مخ لټونې لپاره يې صبر كړى دى او لمونځ يې قايم كړى دى او له هغه څه نه يې چې مونږ ورته وركړي دي؛ په پټه او ښكاره انفاق كړى دى او هغوى په نېكۍ سره بدي دفع كوي دغه كسان چې دي د دوى لپاره د اخرت ښه انجام دى
— Zakaria Abulsalam
چې د تل اوسېدلو جنتونه دي، دوى به هغو ته داخلېږي، او هغوى به هم (داخلېږي) چې صالح (صلاحيت لري) وي د دوى له پلرونو څخه او د دوى له جوړو (ښځو) څخه او د دوى له اولادونو څخه او ملايك به په دوى باندې له هرې دروازې نه ورننوځي
— Zakaria Abulsalam
(او وايي به) ستاسو د صبر كولو په سبب دې پر تاسو باندې سلام وي، نو (دا) د اخرت ښه انجام دى
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې د الله عهد ماتوي د هغه (عهد) له پخولو نه وروسته او هغه څه پرېكوي چې الله د هغه د وصلولو حكم كړى دى او په ځمكه كې فساد كوي، هم دغه كسان دي چې د دوى لپاره لعنت دى او هم د دوى لپاره د اخرت بدي ده
— Zakaria Abulsalam
الله روزي فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې (چا ته چې يې وغواړي) او دوى پر دنيايي ژوند خوشحاله شوي دي او دنيايي ژوند د اخرت په مقابله كې نه دى مګر لږه متاع (سامان)
— Zakaria Abulsalam
او وايي هغه كسان چې كفر يې كړى دى: په ده باندې د خپل رب له جانبه كومه نښه (معجزه) ولې نه ده نازل كړى شوې؟ ته (ورته) ووایه: بېشكه الله چې چا ته وغواړي ګمراه كوي يې او خپل طرف ته هغه چا ته هدایت كوي چې رجوع وكړي
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د هغوى زړونه د الله په ذكر سره مطمئن كېږي، خبردار شئ! يواځې د الله په ذكر (ياد) سره زړونه مطمئن كېږي
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره ښه حال دى او ښه استوګنځاى دى
— Zakaria Abulsalam
(اى نبي) همدارنګه ته مونږ په داسې امت كې لېږلى يې چې یقینًا له هغه نه مخكې ډېر امتونه تېر شوي دي، د دې لپاره چې ته دوى ته هغه (پېغام) ولولې چې مونږ تا ته وحي كړى دى، په داسې حال كې چې دوى په رحمٰن سره كفر كوي، ته ووایه: هغه زما رب دى، له هغه نه غير د عبادت هېڅ لايق نشته، خاص پر هغه باندې ما توكل كړى دى او خاص هم هغهٔ ته زما بېرته ورتله دي
— Zakaria Abulsalam
او كه بېشكه (دا) قرآن چې دى (داسې شي چې) په ده سره غرونه روان كړى شي، یا په ده سره ځمكه ټوټې كړى شي، یا په ده سره مړي په خبرو راوستل شي (بیا به هم دوى ایمان رانه وړي) بلكې امر (اختیار) ټول خاص الله لپاره دى، ایا نو هغه كسان چې ایمان يې راوړو (د دغو خلقو له ایمان نه) نا امېده شوي نه دي، (حال دا چې دغه مومنان پوهېږي چې) كه الله غوښتلى، نو یقینًا ټولو خلقو ته به يې هدایت كړى و او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، همېشه به دوى ته د خپلو كړو عملونو په سبب زړه ټكوونكى (عذاب) رسېږي، یا به د دوى كورونو ته نژدې راكوزېږي، تر هغه پورې چې د الله وعده راشي، بېشكه الله د وعدې خلاف نه كوي
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا له تا نه په مخكې رسولانو پورې استهزا (او مسخرې) شوې وې، نو ما كافران شويو خلقو ته مهلت وركړ، بیا مې هغوى ونیول، نو (بیا) زما عذاب څنګه و؟
— Zakaria Abulsalam
ایا نو هغه ذات چې ولاړ (او نګران) دى پر هر نفس باندې سره د هغه د هغو عملونو چې كوي يې (نو بل څوك د ده برابر كېدى شي؟) او دوى د الله لپاره شریكان مقرر كړل، ته (ورته) ووایه: تاسو د دوى نومونه (او صفتونه) ذكر كړئ، یا تاسو هغه (الله) ته د هغه څه خبر وركوئ چې هغه يې په ځمكه كې نه پېژنې، بلكې تاسو په ظاهره (بې دليله) وينا سره (تش په خولې، دوى شریكان جوړوئ) بلكې كافران شويو كسانو ته خپل مكرونه (او دروغ) ښايسته كړى شوي دي او له سمې لارې نه بند كړى شوي دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ هدایت وركوونكى نشته
— Zakaria Abulsalam
شته دى د دوى لپاره عذاب په دنيايي ژوند كې او خامخا د اخرت عذاب ډېر سخت دى، او د دوى لپاره به د الله (له عذاب) نه هېڅ ساتونكى نه وي
— Zakaria Abulsalam
د هغه جنت حال چې له متقیانو سره يې وعده شوې ده (دا دى چې) د هغهٔ له لاندې ولې بهېږي، د هغهٔ مېوې همېشنۍ دي او د هغهٔ سیورى هم، دغه (جنت) د هغو كسانو انجام (او د رجوع ځاى) دى چې پرهېزګاري كوي او د كافرانو انجام اور دى
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې مونږ هغوى ته (له تا نه مخكې) كتاب وركړى دى، هغوى په هغه (كتاب، قرآن) باندې خوشحالېږي چې تا ته نازل كړى شوى دى، او ( د اهل كتابو) په ډلو كې ځینې هغه دي چې د ده ځينې برخې نه مني، ته (دوى ته) ووایه: ما ته د دې حكم شوى دى چې د الله عبادت كوم او له هغه سره شریك ونه نیسم، خاص د هغهٔ طرف ته بلنه كوم او خاص هم هغهٔ ته زما ورتله دي
— Zakaria Abulsalam
او همداسې مونږ دا (قرآن) نازل كړى دى، په عربۍ ژبه حكم كوونكى او قسم دى كه ته د دوى د خواهشاتو پېروي وكړې وروسته له دې چې تا ته علم راغى (،نو) تا لپاره به د الله په مقابله كې نه هېڅ كارساز وي او نه بچ كوونكى
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې رسولان لېږلي وو او مونږ دوى ته ښځې او اولادونه وركړي وو، او د هېڅ رسول لپاره دا اختیار نه و چې كومه معجزه راوړي مګر د الله په اذن (او حكم) سره، د هرې مودې (دور) لپاره یو لیك (، كتاب او قانون) دى
— Zakaria Abulsalam
الله محوه كوي هغه چې اراده يې وكړي او ثابتوي يې او له هغه سره اصل د كتاب دى
— Zakaria Abulsalam
او كه واقعًا مونږ تا ته ځینې له هغه (عذاب) نه وښیو چې دوى ته يې مونږ وعده وركوو، یا خامخا مونږ تا وفات كړو، نو پر تا خو يواځې تبلیغ كول دي او پر مونږ باندې حساب كول دي
— Zakaria Abulsalam