11. سورت هود
سورت هود د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې ایتونه يې محكم كړى شوي دي، بیا د ښه حكمت والا، پوره خبردار ذات له خوا نه په تفصیل سره بیان شوي دي
— Zakaria Abulsalam
دا چې تاسو عبادت مه كوئ مګر يواځې د الله، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه (رالېږل شوى) وېروونكى او زېرى وركوونكى یم
— Zakaria Abulsalam
او دا چې تاسو له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته توبه وباسئ (، نو) هغه به تاسو ته د یوې مقررې نېټې پورې ډېره ښكلې فايده دركړي او هر فضل والا ته به د هغه فضل وركړي او كه چېرې تاسو وګرځېدئ، نو بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې سترې ورځې د عذاب وېره لرم
— Zakaria Abulsalam
خاص الله ته ستاسو واپس ورتله دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
خبردار شئ! بېشكه دوى خپلې سینې دوه قته كوي، د دې لپاره چې له هغه نه پټ شي، خبردار شي! كله چې دوى خپلې جامې اغوندي، هغه (الله) پوهېږي پر هغه څه چې دوى (يې) پټوي او پر هغه څه چې دوى (يې) څرګندوي، بېشكه هغه د سینو پر پټو خبرو (هم) ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
او په ځمكه كې هېڅ خوځنده (ذي روح) نشته مګر د هغه رزق خاص په الله باندې دى، او هغه د هغهٔ د اوسېدلو ځاى او د هغهٔ د سپارېدلو ځاى پېژني (دا) هر څه په واضح كتاب كې (لیك) دي
— Zakaria Abulsalam
او دى هماغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، په دې حال كې چې د هغه عرش په اوبو باندې و، د دې لپاره چې هغه تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ څوك ډېر ښه دى او یقینًا كه ته (دې خلقو) ووايې چې بېشكه تاسو به له مرګ نه پس ژوندي كولى شئ (نو) هغه كسان به چې كافران شوي دي هرومرو لازمًا ووايي: نه دى دا مګر ښكاره جادو (باطل)
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا كه چېرې مونږ له دوى نه عذاب تر یو شمېرل شوې مودې پورې وروسته كړو (،نو) دوى به ارومرو لازمًا وايي: څه شى دغه (عذاب) ایساروي؟ خبردار شئ! په هغې ورځ كې چې دوى ته هغه (عذاب) راشي (،نو) هغه به له دوى څخه ګرځولى نشي او له دوى نه به هغه څه چاپېره شي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا كه چېرې مونږ پر انسان له خپل جانبه رحمت وڅكو، بیا مونږ هغه له ده نه راكش كړو (ترې محروم يې كړو، نو) بېشكه هغه (بیا) یقینًا ډېر نا امېده، ډېر ناشكره شي
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا كه چېرې مونږ په ده باندې نعمت وڅكو له هغه تكلیف نه وروسته چې ده ته رسېدلى و (،نو) ارومرو لازمًا به هغه وايي: زما څخه ټولې سختۍ لاړې، (بيا نو هغه یقینًا (او) بې شكه ډېر خوشالېدونكى وي، ډېر فخر كوونكى وي
— Zakaria Abulsalam
مګر هغه كسان چې صبر يې وكړ او نېك عملونه يې وكړل، دغه كسان (چې دي) د همدوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر دى
— Zakaria Abulsalam
نو ښايي چې ته پرېښودونكى يې ځینې برخې د هغه (قرآن) لره چې تا ته وحي كولى شي او په ده سره دې خپله سینه تنګېدونكې ده (له دې وېرې) چې دوى به وايي: په ده باندې خزانه ولې نه ده نازله كړى شوې، یا له ده سره مَلَك (ولې نه دى) راغلى؟ بېشكه همدا خبره ده چې ته (يواځې) وېروونكى (او خبردار كوونكى) يې او الله په هر شي باندې نګران دى
— Zakaria Abulsalam
ایا دوى وايي چې دا يې له خپله ځانه جوړ كړى دى؟ ته (ورته) ووایه: نو تاسو د ده په مثل لس سورتونه راوړئ، چې له خپله ځانه جوړ كړى شوي وي او له الله نه غير چې څوك كولى شئ راوغواړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ
— Zakaria Abulsalam
نو كه چېرې دوى تاسو ته جواب درنه كړي (ستاسو دعا قبوله نه كړي)، نو تاسو پوه شئ چې یقینًا هغه د الله په علم سره نازل كړى شوى دى او دا چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، نو ایا تاسو اسلام راوړونكي یئ؟
— Zakaria Abulsalam
هر څوك چې (داسې) وي چې دنيايي ژوند او د ده ښايست غواړي (،نو) مونږ به په همدې (دنیا) كې هغو ته د خپلو عملونو بدله پوره وركړو، په داسې حال كې چې له دوى نه به په دې (دنیا) كې څه كمولى نشي
— Zakaria Abulsalam
دا هغه كسان دي چې د دوى لپاره په اخرت كې نشته مګر اور او هغه څه برباد شول چې دوى په دې (دنیا) كې كړي وو او باطل دي هغه عملونه چې دوى به كول
— Zakaria Abulsalam
ایا نو هغه څوك چې د خپل رب له جانبه په څرګند دلیل باندې وي او د هغه له جانبه (د ده په تاييد كې) په ده پسې یو شاهد هم راغلى وي، او له ده نه مخكې د موسٰى كتاب و، چې پیشوا او رحمت و، دغه كسان پر ده ایمان لري او له ډلو څخه چې څوك په ده سره كافر شو، نو اور د هغه د وعدې ځاى دى، نو ته د ده په باره كې په هېڅ شك كې مه كېږه، بېشكه هم دا ستا د رب له جانبه حق دى او لېكن اكثره خلق ایمان نه راوړي
— Zakaria Abulsalam
او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، دغه كسان به د خپل رب په وړاندې پیش كړى شي، او ګواهان به ووايي: دا هغه كسان دي چې پر خپل رب يې دروغ تړلي وو، خبردار شئ! د الله لعنت په ظالمانو باندې دى
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې د الله له لارې نه منع كول كوي او په هغې (لاره) كې كوږوالى لټوي او له اخرت نه انكار كوونكي (هم) همدوى دي
— Zakaria Abulsalam
دغه كسان كله هم په ځمكه كې (الله لره) عاجزه كوونكي نه دي، او د دوى لپاره له الله نه سوا هیڅوك مدد كوونكي نشته، دوى ته به دوه چنده عذاب وركولى شي، نه دوى اورېدل كولى شول او نه دوى لیدل كول
— Zakaria Abulsalam
دا هغه كسان دي چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى او له دوى نه هغه څه ورك شول چې دوى به دروغ تړل
— Zakaria Abulsalam
حقه خبره دا ده چې یقینًا هم دوى په اخرت كې تر ټولو زیات زیان كاران دي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او خپل رب ته يې عاجزي كړې ده، دغه كسان د جنت صاحبان دي، دوى به په هغه كې همېشه وي
— Zakaria Abulsalam
د دواړو ډلو مثال د ړانده او كاڼه او (په مقابِل كې د) لیدونكي او اورېدونكي دى، ایا دغه دواړه ډلې د حال په لحاظ سره برابرېدى شي؟ ایا نو تاسو پند نه اخلئ؟
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ نوح خپل قوم ته لېږلى و، (ورته ويې ویل) بېشكه زه تاسو لپاره ښكاره وېروونكى (راغلى) یم
— Zakaria Abulsalam
چې تاسو له الله نه غير (د هیچا) عبادت مه كوئ، بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې دردوونكې ورځې له عذاب نه وېرېږم
— Zakaria Abulsalam
نو د هغه له قومه كافر شویو مشرانو وویل: مونږ تا نه وینو مګر زمونږ په شان یو بشر او مونږ نه وینو تا چې ستا پیروي كړې ده مګر هغو كسانو چې دوى زمونږ تر ټولو لاندې خلق دي، په سرسري فكر سره، تاسو لپاره مونږ په خپل ځان باندې هېڅ بهتري (غوره والى) نه وینو، بلكې مونږ پر تاسو باندې د دروغجنو ګمان كوو
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ كه زه یم پر هغه څرګند دلیل باندې چې زما د رب له جانبه دى او هغه ما ته له خپل جانبه رحمت راكړى وي، بیا پر تاسو باندې هغه پټ كړى شوى وي، ایا مونږه په هغه باندې تاسو مجبوره كولى شو، په دې حال كې چې تاسو هغه لره بد ګڼونكي یئ
— Zakaria Abulsalam
او اى زما قومه! زه له تاسو نه په دغه (تبلیغ) باندې مال نه غواړم، زما اجر يواځې په الله باندې دى او زه د هغو كسانو شړونكى نه یم چې ایمان يې راوړى دى، بېشكه دوى له خپل رب سره ملاقات كوونكي دي او لېكن زه تاسو وینم داسې قوم چې جهالت كوئ
— Zakaria Abulsalam
او اى زما قومه! له الله نه به ما څوك بچ كړي كه زه دوى وشړم؟ ایا نو تاسو نصیحت نه قبلوئ!
— Zakaria Abulsalam
او زه تاسو ته (دا) نه وایم چې زما سره د الله خزانې دي او نه دا (وايم) چې زه پر غیبو پوهېږم او نه (دا) وایم چې بېشكه زه مَلك یم او نه زه د هغو كسانو په حق كې چې ستاسو سترګي يې سپك ګڼي دا وایم چې الله به دوى ته له سره څه خیر ورنه كړي، الله ښه عالم دى پر هغو (خبرو) چې د دوى په نفسونو كې دي، بېشكه زه به په دغه وخت كې خامخا له ظالمانو څخه یم
— Zakaria Abulsalam
دوى وویل: اى نوحه! یقینًا تا زمونږ سره جګړه وكړه، نو زمونږ (سره) جګړه دې ډېره زیاته كړه، لهذا ته مونږ ته هغه (عذاب) راوله چې ته يې زمونږ سره وعده كوې (او مونږ پرې وېروې)، كه ته له صادقانو څخه يې
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: يواځې الله هغه (عذاب) راولي كه ويې غواړي او تاسو عاجزه كوونكي نه یئ (الله لره)
— Zakaria Abulsalam
او زما نصیحت (او خير خواهي) تاسو ته نفع نه دررسوي كه زه تاسو ته د نصیحت (او خير خواهي) كولو اراده هم وكړم، كه چېرې الله ستاسو د ګمراه كولو اراده لري، هم هغه ستاسو رب دى او خاص هغه ته به ورګرځولى شئ
— Zakaria Abulsalam
بلكې دوى وايي: ده له ځانه دا (قرآن) جوړ كړى دى، ته ووایه: كه ما دا له ځانه جوړ كړى وي، نو خاص په ما باندې دى (انجام) زما (د) جرم او زه بري یم له هغو جرمونو نه چې تاسو يې كوئ
— Zakaria Abulsalam
او نوح ته وحي وكړى شوه چې بېشكه شان دا دى چې ستا له قومه به (څوك هم) ایمان رانه وړي غير له هغو نه چې ایمان يې راوړى دى، نو مه غمجن كېږه پر هغو كارونو چې دوى يې كوي
— Zakaria Abulsalam
او زمونږ د سترګو په وړاندې او زمونږ د وحي مطابق بېړۍ جوړه كړه او د هغو كسانو په باره كې له ما سره خبرې مه كوه چې ظلم (شرك) يې كړى دى، بېشكه دوى غرقېدونكي دي
— Zakaria Abulsalam
او هغه (نوح) بېړۍ جوړوله، په داسې حال كې چې كله به هم په ده باندې د ده له قومه څه مشران تېرېدل (نو) په ده پورې به يې مسخرې كولې، هغه وویل: كه تاسو په مونږ پورې مسخرې كوئ، نو بېشكه مونږ به هم په تاسو پورې مسخرې وكړو، لكه څنګه چې تاسو مسخرې كوئ
— Zakaria Abulsalam
نو ژر به تاسو هغه څوك وپېژنئ چې ورته به داسې عذاب راشي چې هغه به رسوا كړي او (هغه چې) پر هغه به دايمي عذاب راكوز شي
— Zakaria Abulsalam
تر هغه پورې چې كله زمونږ حكم راغى او تنور راوخوټېده، مونږ وویل: په دې (بېړۍ) كې له هر قسمه (حيواناتو) نه (نر او ښځه) جوړه د دوو په شمېر كې سوره كړه او خپل اهل هم، (خو) غير له هغه چا نه چې پر هغه باندې خبرې سبقت كړى دى او هغه څوك هم (سواره كړه) چې ایمان يې راوړى دى او له ده سره ایمان نه و راوړى مګر ډېرو لږو (خلقو)
— Zakaria Abulsalam