11. سورت هود – آیتونه 41–80
سورت هود د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
او هغهٔ وویل: په دې كې سواره شئ (او وایئ:) د الله په نامه سره د دې روانېدل او د دې ودرېدل دي، بېشكه زما رب یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
دې به دوى په داسې چپو كې وړل لكه غرونه، او نوح خپل زوى ته اواز وكړ، په داسې حال كې چې هغه په یوې غاړه كې (له دوى نه) جدا (ولاړ) و: اى زما بچوړیه! زمونږ سره راسور شه او له كافرانو سره مه كېږه
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: ژر به زه د داسې غره په سر كې ځاى ونیسم چې ما به له اوبو نه بچ كړي، هغه (نوح) وویل: نن ورځ د الله له حكم نه هیڅوك ساتونكى (بچ كوونكى) نشته مګر هغه چې دغه (الله) پرې رحم وكړي، او د دواړو په مینځ كې چپه حايله شوه، نو دى شه له غرق كړى شويو نه
— Zakaria Abulsalam
او وویل شول: اى ځمكې! خپلې اوبه ونغړه (جذب كړه) او اى اسمانه! اوبه ورول بند كړه او اوبه كمې كړى شوې او كار پوره كړى شو او هغه (بېړۍ) پر جودي غر ودرېده او وویل شول: لرې والى دې وي (له رحمت نه) د ظلم كوونكو خلقو لپاره
— Zakaria Abulsalam
او نوح خپل رب ته اواز (سوال) وكړ، نو ويې ويل:اى زما ربه! بېشكه زما زوى زما له اهله دى او بېشكه هم ستا وعده حقه ده او ته تر ټولو ښه فیصله كوونكى يې
— Zakaria Abulsalam
ويې ويل:اى نوحه! بېشكه هغه (ستا زوى) ستا له (مومن) اهله ځنې نه دى، بېشكه هغه (خاوند د) ناكاره عمل دى، نو له ما نه د هغه څیز سوال مه كوه چې تا ته د هغه په باره كې څه علم نه وي، بېشكه زه تا ته نصیحت كوم (او تا منع كوم) له دې نه چې ته شې له جاهلانو نه
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: اى زما ربه! بېشكه زه په تا پورې پناه نیسم له دې نه چې له تا نه د هغه څه سوال وكړم چې ما ته د هغه په باره كې څه علم نه وي او كه ته ما ته بخښنه ونه كړې او پر ما رحم ونه كړې (،نو) شم به زه له تاوانیانو نه
— Zakaria Abulsalam
وویل شو: اى نوحه! كوز شه په سلامتۍ سره زمونږ له جانبه او سره د هغو بركتونو چې پر تا باندې شوي دي او پر څو هغو ډلو باندې شوي دي له هغو ځنې چې له تا سره دي او نورې ډلې دي چې ژر به مونږ هغوى ته نفع وركړو، بیا به هغوى ته زمونږ له جانبه ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي
— Zakaria Abulsalam
دغه د غیبو له خبرونو ځنې دي چې مونږ يې تا ته وحي كوو، له دې نه مخكې نه تهٔ پر دې عالِم وې او نه ستا قوم، نو صبر كوه، بېشكه ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى
— Zakaria Abulsalam
او (مونږ لېږلى و) قومِ عاد ته د هغوى ورور هود، هغهٔ وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر هېڅ حق معبود نشته، نه یئ تاسو مګر دروغ تړونكي
— Zakaria Abulsalam
اى زما قومه! زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې څه مزدوري نه غواړم، زما اجر نه دى مګر پر هغه ذات چې زه يې پیداكړى یم، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ!
— Zakaria Abulsalam
او اى زما قومه! له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته رجوع وكړئ، هغه به پر تاسو باندې باران راخوشي كړي، چې په شېبو شېبو به ورېدونكى وي او ستاسو قوت ته به (نور) قوت ورزیات كړي او تاسو (له ایمان او توبې نه) مخ مه ګرځوئ، په دې حال كې چې مجرمان یئ
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: اى هوده! تا مونږ ته څه واضح دلیل نه دى راوړى او ستا د وینا له وجې مونږ هېڅ كله هم خپل خدایان پرېښودونكي نه یو او هېڅ كله هم مونږ پر تا ایمان راوړونكي نه یو
— Zakaria Abulsalam
(ستا په باره كې) مونږ يواځې همدا وایو چې تا ته زمونږ په خدایانو كې چا څه ضرر دررسولى دى، هغهٔ وویل: بېشكه زه الله ګواه كوم او تاسو (هم) ګواه شئ چې یقینًا زه له هغو (خدایانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې (له الله سره) شريكوئ
— Zakaria Abulsalam
غیر له هغه (الله) نه، نو تاسو ټول ما ته تدبیرونه جوړ كړئ، بیا ما ته مهلت مه راكوئ
— Zakaria Abulsalam
بېشكه ما پر الله باندې توكل كړى دى چې زما رب دى او ستاسو رب دى، نشته هېڅ یو خوځنده مګر هم دغه (الله) د هغه وچولي (د تندي وېښتانو) لره نیوونكى دى، بېشكه زما رب پر نېغه لار دى
— Zakaria Abulsalam
نو كه تاسو مخ واړوئ، نو یقینًا ما تاسو ته هغه (پېغام) درورساوه چې زه په هغه سره تاسو ته رالېږل شوى وم او زما رب به له تاسو نه غیر بل قوم ستاسو پر ځاى راولي او تاسو به هغه (الله) ته هېڅ ضرر ونه رسولى شئ، بېشكه زما رب په هر شي باندې ښه نګران او ساتونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او كله چې زمونږ حكم (عذاب) راغى (،نو) مونږ هود ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و؛ له خپل جانب نه په رحمت سره نجات وركړ او مونږ هغوى له ډېر سخت عذاب نه خلاص كړل
— Zakaria Abulsalam
او دغه عادیان دي چې د خپل رب له ایتونو نه يې انكار كړى و او د هغه (الله) د رسولانو نافرماني يې كړې وه او د هر سركشه عنادي د حكم تابع شوي وو
— Zakaria Abulsalam
او په دوى پسې په دې دنیا كې لعنت ولګول شو او د قیامت په ورځ هم، خبردار شئ! بېشكه عادیان په خپل رب سره كافران شوي دي، خبردار شئ چې (د الله له رحمت نه) لرې والى دى، عادیانو ته چې د هود قوم دى
— Zakaria Abulsalam
او (مونږ لېږلى و) ثمودیانو ته د هغوى ورور صالح، هغه (دوى ته) وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه غیر (بل) هېڅ حق معبود نشته، هم هغه تاسو له ځمكې نه پیدا كړي یئ او په دې كې يې تاسو اوسولي یئ، نو تاسو له ده نه مغفرت وغواړئ، بیا تاسو ده ته رجوع وكړئ، بېشكه زما رب ډېر نژدې دى، د دعا قبلوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
دوى وویل: اى صالحه، ته په مونږ كې مخكې له دې (دعوې د نبوت) نه امېد كړى شوى وې، (تا ته زمونږ هيلې وې) ایا ته مونږ د هغو (بتانو) له عبادت نه منع كوې چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه او بېشكه مونږ د هغه (توحید) په باره كې چې ته مونږ هغهٔ ته بلې یقینًا په اضطراب اچوونكي (پريشانه كوونكي) شك كې یو
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ! كه زه د خپل رب له جانبه په ښكاره دلیل باندې یم او هغهٔ له خپله جانبه ما ته رحمت (نبوت) راكړى وي، نو له الله نه به ما څوك خلاص كړي كه زه د هغه نافرماني وكړم، نو تاسو خو ما ته له نقصان نه غیر (بل څه) نه زیاتوئ
— Zakaria Abulsalam
اى زما قومه! دا د الله اوښه ده چې ستاسو لپاره لویه نښه ده، نو تاسو دا پرېږدئ چې د الله په ځمكه كې خوراك (څر) كوي او دې ته هېڅ تكلیف مه رسوئ (ګنې) نو تاسو به ډېر نژدې عذاب راګېر كړي
— Zakaria Abulsalam
نو دوى د هغې پړكي پرې كړل (او ويې وژله) نو هغه (ورته) وویل: تاسو په خپلو كورونو كې درې ورځې فايده واخلئ، دا داسې وعده ده چې هېڅ دروغ په كې نشته
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې زمونږ (د عذاب) حكم راغى، مونږ صالح ته او هغو كسانو ته چې له هغهٔ سره يې ایمان راوړى و؛ په خپل رحمت سره خلاصى وركړ او د هغې ورځې له رسوايۍ نه هم، بېشكه ستا رب، همغه ډېر قوت والا، ډېر غالب دى
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې ظلم يې كړى و؛ خطرناكې چغې راونیول، نو سهار مهال په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پراتهٔ وو
— Zakaria Abulsalam
ګویاكې دوى په دې (كورونو) كې له سره اوسېدلي نه وو، خبردار شئ! بېشكه ثمودیان په خپل رب سره كافران شوي وو، اګاه شئ! د ثمودیانو لپاره (له رحمت نه) لرې والى دى
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا زمونږ استازو ابراهیم ته زېرى راوړ، ويې ويل:(پر تا) سلام (اچوو) ابراهیم وویل: (پر تاسو) سلام، نو درنګ (وخت) يې تېر نه كړ چې رايې وړ وریت (سلامت كباب شوى) سخى
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې يې د هغوى لاسونه ولیدل چې دې (وریتې غوښې) ته نه اوږده كېږي، نو دوى يې نا اشنا (اجنبيان) وګڼل او له دوى نه يې په زړه كې وېره محسوس كړه، دوى وویل: ته مهٔ وېرېږه، بېشكه مونږ د لوط قوم ته رالېږل شوي یو (چې هلاك يې كړو)
— Zakaria Abulsalam
او د ده ښځه ولاړه وه، نو ويې خندل، نو مونږ دې ته د اسحق زېرى وركړ او له اسحق نه پس د (لمسي) یعقوب (زېرى مو هم وركړ)
— Zakaria Abulsalam
هغې وویل: اى زما تعجبه (او حيرانۍ)! ایا زه به بچى راوړم، حال دا چې زه زړه (بوډۍ) یم او دا زما خاوند دى زوړ، بېشكه دا خو ډېره عجیبه خبره ده
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: ایا ته د الله په امر تعجب كوې؟ د الله رحمت او د هغهٔ بركتونه دې پر تاسو وي اى اهلِ بیتو، بېشكه هغه (الله) ډېر ستايل شوى، د ډېرې لويي والا دى
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې له ابراهیم نه وېره لاړه او زېرى ورته راغى، (نو بیا يې) د لوط د قوم په حق كې زمونږ (له رسولانو) سره بحث كاوه
— Zakaria Abulsalam
بېشكه ابراهیم یقینًا ډېر حلم والا، ډېر نرم زړى (او الله ته) رجوع كوونكى و
— Zakaria Abulsalam
اى ابراهیمه! له دې نه تېر شه، بېشكه شان دا دى چې یقینًا ستا د رب حكم راغلى دى او بېشكه دوى چې دي، پر دوى داسې عذاب راتلونكى دى چې بېرته به ګرځولى نشي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې زمونږ استازي (ملايك) لوط ته راغلل، نو دى پر هغوى غمجن شو او د دوى (د راتلو) په وجه يې سینه تنګه شوه او ويې ويل: دا ډېره سخته ورځ ده
— Zakaria Abulsalam
او ده ته يې خپل قوم راغى، چې د ده په طرف يې بې اختیاره منډې وهلې او دوى مخكې له دې نه (هم) د بدو كارونو كوونكي وو، ده وویل: اى زما قومه! دا زما لوڼه دي (په نكاح يې واخلئ) دا تاسو لپاره بېخي پاكې (او حلالې) دي، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما د مېلمنو په حق كې ما مه شرموئ، ایا په تاسو كې كوم یو پوه سړى نشته؟
— Zakaria Abulsalam
دوى وویل: یقینًا یقینًا تا ته معلومه ده چې مونږ ته ستا په لوڼو كې هېڅ حق (رغبت) نشته او بېشكه تا ته خامخا هغه څه معلوم دي چې مونږ يې غواړو
— Zakaria Abulsalam
ويې ويل:كاشكې واقعي ما ته ستاسو په مقابله كې قوت حاصل وى یا مې ډېر مستحكم پناه ځاى (خپل قوي قوم) ته پناه وړى شوى
— Zakaria Abulsalam