11. سورت هود – آیتونه 81–120
سورت هود د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
(ملايكو) وویل: اى لوطه! مونږ ستا د رب استازي یو، دوى به تا ته له سره در ونه رسي، نو ته خپل اهل (كورنۍ) د شپې په یوه حصه كې بوځه او په تاسو كې دې هیڅوك هم بېرته (شا ته) نه ګوري، خو ستا له ښځې نه غير، بېشكه شان دا دى چې هغې ته هغه عذاب رسېدونكى دى چې هغوى ته رسېږي، بېشكه د دوى د وعدې وخت سهار دى، ایا سهار ډېر نژدې نه دى؟
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې زمونږ حكم راغى (نو) مونږ د هغه (كلي) برنى اړخ د هغهٔ لاندې اړخ وګرځاوه او پر هغه (كلي) مو د داسې كاڼو باران وواروه چې له خټو جوړ، په اور پخ شوي وو، لاندې باندې (پرله پسې) وو
— Zakaria Abulsalam
ستا د رب په نیز په نښه شوي وو، او له ظالمانو (د مكې له مشركانو) نه هغه (كاڼي یا ښارونه) ډېر لرې نه دي
— Zakaria Abulsalam
او (لېږلى و مونږ) مدین ته د هغوى ورور شعیب، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر (بل) هېڅ حق معبود نشته او تاسو پېمانه او تله مه كموئ، بېشكه زه تاسو په خیر (ښه حال) وینم او بېشكه زه پر تاسو باندې د چا پېرېدونكې ورځې له عذاب نه وېرېږم
— Zakaria Abulsalam
او اى زما قومه! تاسو پېمانه او تله په انصاف سره پوره وركوئ او خلقو ته د هغوى څیزونه مه كموئ او په ځمكه كې ورانى كوونكي مه ګرځئ، فساد كوونكي
— Zakaria Abulsalam
د الله باقي پاتې كړى (رزق) تاسو لپاره ډېر غوره دى كه تاسو مومنان یئ او زه پر تاسو باندې څه نګران خو نه یم
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: اى شعیبه! ایا ستا لمونځ تا ته د دې حكم كوي چې مونږ هغه (څیزونه) پرېږدو چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه یا دا چې په خپلو مالونو كې چې مونږ څه كول غواړو (هغه پرېږدو)، بېشكه هم ته یقینًا ډېر حِلم والا، ډېر پوه يې
— Zakaria Abulsalam
هغهٔ وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ! كه زه یم پر ښكاره دلیل باندې د خپل رب له جانبه او ما ته يې له خپله جانبه ډېر ښكلى رزق راكړى وي (نو زه يې ولې نافرماني وكړم) او زه نه غواړم چې ستاسو مخالفت وكړم (او راشم) هغه كار ته چې تاسو له هغهٔ نه منع كوم، زه يواځې اصلاح كول غواړم، څومره چې زما وس وي او زما توفیق يواځې دالله په مدد سره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى او خاص هغه ته رجوع كوم
— Zakaria Abulsalam
او اى زما قومه! زما سره دښمني دې تاسو د دې حقدار ونه ګرځوي چې پر تاسو په مثل د هغه (عذاب) راشي چې د نوح پر قوم یا د هود پر قوم یا د صالح پر قوم راغلى و او له تاسو نه د لوط قوم ډېر لرې نه دى
— Zakaria Abulsalam
او تاسو له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته رجوع وكړئ، بېشكه زما رب ډېر مهربان، بې حده مینه كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
دوى وویل: اى شعیبه! مونږ پر ډېرو هغو خبرو نه پوهېږو چې ته يې وايې او بېشكه مونږ خو تا په مونږ كې كمزورى وینو او كه چېرې ستا دا خپلوان نه وى ( چې مونږ سره په كفر كې شریكان دي) نو مونږ به تهٔ خامخا سنګسار كړى وى او ته پر مونږ باندې هېڅ عزتناك نه يې
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: اى زما قومه! ایا زما خپلوان پر تاسو باندې له الله نه ډېر عزتناك (او مخور) دي او تاسو دا (الله) ګرځولى دى خپل وروسته، شا ته غورځول شوى، بېشكه زما رب د هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ راګېروونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او اى زما قومه! تاسو پر خپل ځاى (او طریقې) عمل كوئ، یقینًا زه هم عمل كوونكى یم، ژر به تاسو وپېژنئ هغه څوك چې پر هغه به داسې عذاب راځي چې هغه به رسواكوي او هغه څوك (به هم وپېژنئ) چې دروغجن دى، او تاسو انتظار كوئ بېشكه زه (هم) له تاسو سره انتظار كوونكى یم
— Zakaria Abulsalam
او كله چې زمونږ حكم (د عذاب) راغى (،نو) مونږ شعیب ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و؛ خلاصى وركړ په رحمت سره له خپل جانب نه او هغه كسان چې ظلم يې كړى و؛ خطرناكې چغې ونیول، نو شول په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پراته
— Zakaria Abulsalam
ګویاكې دوى په دې (كورونو) كې نه وو اوسېدلي، اګاه شئ (د الله له رحمت نه) لرې والى دى مدین ته لكه څنګه چې ثمودیان لرې (او هلاك) شول
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى په خپلو(نهو) معجزو او ښكاره دلیل سره لېږلى و
— Zakaria Abulsalam
فرعون او د هغهٔ سردارانو ته، نو دغه (سرداران) د فرعون د حكم تابع شول، حال دا چې د فرعون حكم له سره درست نه و
— Zakaria Abulsalam
د قیامت په ورځ به د خپل قوم په مخكې شي، نو اور ته به يې داخل كړي او بد ځاى د ورتلو دى چې (دوى هغه ته) وروستلى شي
— Zakaria Abulsalam
او په دوى پسې په دې دنیا كې لعنت ولګول شو او د قیامت په ورځ (به هم ورپسې وي)، بد دى هغه انعام چې (دوى ته) وركولى شي
— Zakaria Abulsalam
دا د كلیو ځينې خبرونه (او احوال) دي چې مونږ يې تا ته بیانوو، ځینې په دغو (كليو) كې ولاړ دي او (ځینې يې) رېبل شوي دي
— Zakaria Abulsalam
او مونږ پر دوى ظلم نه و كړى او لېكن دوى (پخپله) پر خپلو ځانونو ظلم وكړ، نو د دوى هغه خدایان چې دوى به له الله نه غير بلل هېڅ شى په كار رانغلل، كله چې ستا د رب حكم راغى او دغو (خدایانو) دوى ته له هلاكت نه غیر (نور څه) ورزیات نه كړل
— Zakaria Abulsalam
او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغهٔ (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي‰
— Zakaria Abulsalam
بېشكه په دغو (ذكر شويو قصو) كې خامخا (د عبرت) لویه نښه ده د هغه چا لپاره چې د اخرت له عذاب نه وېرېږي، دا داسې ورځ ده چې په دې كې به خلق جمع كولى شي او دا داسې ورځ ده چې حاضري به ورته وشي
— Zakaria Abulsalam
او مونږ دا (ورځ) نه وروسته كوو مګر د معلومې نېټې (د پوره كېدلو) لپاره
— Zakaria Abulsalam
په كومه ورځ چې هغه (د قیامت هیبت) راشي (نو) هېڅ نفس به د هغه (الله) له اجازت نه پرته خبرې نه كوي، نو ځینې به په دوى كې بدبخته وي او (ځینې به) نېك بخته وي
— Zakaria Abulsalam
نو هر چې هغه كسان دي چې بدبخته شوي دي، نو هغوى به (د جهنم) په اور كې وي، د دوى لپاره به په هغه كې (د خره په شان) سختې اوچتې رمباړې او ټیټې رمباړې وي
— Zakaria Abulsalam
په داسې حال كې چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي، څو چې اسمانونه او ځمكه وي مګر هغه چې ستا رب (څه) وغواړي (او زَمْهَریر ته يې بوځي)، بېشكه ستا رب د هغه كار كوونكى دى چې اراده يې وكړي
— Zakaria Abulsalam
او پاتې شو هغه كسان چې نېكبخته شوي دي، نو په جنت كې به وي، چې تل ترتله به وي، څو چې اسمانونه او ځمكه وي مګر هغه چې ستا رب اراده وكړي (چې رضوان ته او د ځان ملاقات ته يې بوځي) (دغه) نه ختمېدونكې عطا ده
— Zakaria Abulsalam
نو تهٔ په هېڅ شك كې مه كېږه د هغو په باره كې چې دا خلق يې عبادت كوي، دوى عبادت نه كوي مګر لكه څنګه چې پخوا د دوى پلرونو عبادت كاوه او بېشكه مونږ هرومرو دوى ته د دوى برخه كامله، بې له نقصانه پوره وركوونكي یو
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو (د خلقو له خوا نه) په ده كې اختلاف وكړى شو، او كه هغه كلمه (حكم) نه وى چې ستا د رب له جانبه ړومبى (ليكل) شوې ده (نو) خامخا به د دوى په مینځ كې فیصله شوې وى او یقینًا دوى د دې (قرآن) په باره كې خامخا په اضطراب اچوونكي شك كې دي
— Zakaria Abulsalam
او بېشكه هره ډله (د مومنانو او كافرانو) كله چې وخت راشي (په قيامت كې، نو) خامخا لازماً به دوى ته د دوى رب د خپلو عملونو پوره پوره جزا (بدله) وركړي، بېشكه هغه (الله) پر هغو كارونو چې دوى يې كوي ښه خبردار دى
— Zakaria Abulsalam
نو ته ثابت قدم اوسه لكه څنګه چې تا ته حكم شوى دى او هغه څوك دې هم (ثابت قدم اوسي) چې ستا په ملګرتيا كې يې (الله ته) رجوع كړې ده او (اى خلقو) تاسو سركشي مه كوئ، بېشكه هغه (الله) د هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او تاسو د هغو كسانو په طرف مه مايله كېږئ چې ظلم يې كړى دى، (ګنې) نو (د دوزخ) اور به تاسو ته درورسېږي، په داسې حال كې چې تاسو لپاره به له الله نه غیر هېڅ كارسازي (دوستان) نه وي، بیا به له تاسو سره مدد نه كولى شي
— Zakaria Abulsalam
او ته لمونځ قايموه د ورځې په دوه طرفونو كې او د شپې په څه ګړیو كې، بېشكه نېكيانې بديانې لرې كوي، دا د ذكر كوونكو (نصیحت قبلوونكو) لپاره نصیحت دى
— Zakaria Abulsalam
او ته صبر كوه، پس بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوي
— Zakaria Abulsalam
نو له تاسو نه مخكې په تېر شويو امتونو كې ولې داسې د عقل او فكر خاوندان نه وو چې يې (خلق) په ځمكه كې له فساد كولو نه منع كولى (چې عذاب پرې نه وى راغلى) خو (منع كوله) لږو خلقو له هغه چا نه چې په دغو (خلقو) كې مونږ (هغو ته) نجات وركړ، او پیروي وكړه هغو كسانو چې ظلم يې كړى و د هغې (لارې) چې په هغې كې اسوده كړى شوي وو او هغوى مجرمان وو
— Zakaria Abulsalam
او ستا رب له سره داسې نه دى چې كلي په ظلم سره (ناحقه) هلاك كړي، په دې حال كې چې د هغو اوسېدونكي اصلاح كوونكي (مومنان) وي
— Zakaria Abulsalam
او كه ستا رب غوښتلى خامخا به يې خلق ټول یو امت ګرځولي وو او دوى به همېشه اختلاف كوونكي وي
— Zakaria Abulsalam
مګر هغه څوك چې ستا رب پرې رحم وكړي او د دغه (اختلاف او رحمت) لپاره يې دوى پیدا كړي دي او ستا د رب خبره پوره شوې ده چې خامخا هرومرو به زه جهنم له پېریانو او انسانانو ټولو نه ضرور ډكوم
— Zakaria Abulsalam
او مونږ تا ته د رسولانو له خبرونو ځنې ټول هغه څه بیانوو چې په هغو سره مونږ ستا زړه كلكوو او تا ته په دې (خبرونو) كې راغلى دى حق او نصیحت او یادونه لپاره د مومنانو
— Zakaria Abulsalam