12. سورت يوسف – آیتونه 41–80
سورت يوسف د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
اى د زندان دواړو ملګرو! هر چي په تاسو كې یو دى، نو هغه خو به پر خپل مالك شراب څښوي او پاتې شو بل، نو هغه به په دار كولى شي، نو مرغان به د ده له سر نه (غوښې) خوري، هغه كار فیصله شوى دى چې تاسو د هغه په باره كې (له ما نه) تعبیر پوښتئ
— Zakaria Abulsalam
او هغه كس ته يې وویل چې پر هغه يې دا یقین و چې یقینًا دى په دې دواړو كې خلاصى موندونكى دى: د خپل مالك په وړاندې ما یاد كړه، نو شیطان له هغه نه خپل مالك ته (د یوسف) یادول هېر كړل، نو هغه په زندان كې څو كاله پاتې شو
— Zakaria Abulsalam
او بادشاه وویل: بېشكه زه چې یم، زه اوه چاغې څربه غواګانې وینم، چې اوه خوارې غواګانې يې خوري او اوه شنه وږي او نور وچ (اوه وږي وینم) اى سردارانو! تاسو ما ته زما د خوب تعبیر ووایئ، كه چېرې تاسو د خوب تعبیر كولى شئ
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: (دا) ګډوډ (تَخَیُّلي) خوبونه دي او مونږ د خیالي ګډو وډو خوبونو په تعبیر باندې عالمان نه یو
— Zakaria Abulsalam
او هغه كس وویل چې په هغو دواړو كې هغه نجات موندلى و او له ډېرې مودې نه پس يې یاد شو: زه تاسو د دې (خوب) پر تعبیر خبروم، نو تاسو ما (یوسف ته) ولېږئ
— Zakaria Abulsalam
اى یوسفه! اى ډېره رښتینه! ته مونږ ته تعبیر بیان كړه د اوو څربو غواګانو په باره كې چې اوه خوارې يې خوري او د اوو شنو وږو او نورو (اوو) وچو (وږو) په باره كې، د دې لپاره چې زه خلقو ته واپس لاړشم، د دې لپاره چې هغوى پوه شي
— Zakaria Abulsalam
هغهٔ وویل: تاسو به اوه كاله پرله پسې په ډېر كوښښ سره كر كيله كوئ، نو څه چې تاسو ورېبئ هغه (غله) په خپلو وږو كې پرېږدئ، خو لږ له هغو نه چې تاسو يې خورئ
— Zakaria Abulsalam
بیا به له دې (كلونو) نه پس ډېر سخت اوه (كاله) راځي چې هغه (غلې) به وخوري چې تاسو مخكې د دغو (كلونو) لپاره ذخیره كړي دي مګر لږ شان له هغه نه چې تاسو يې ساتئ
— Zakaria Abulsalam
بیا به له دې (كلونو) نه پس یو كال راځي چې په هغه كې به (په باران سره) د خلقو فریاد رسي وشي او په ده كې به دوى (مېوې) نچوړي
— Zakaria Abulsalam
او بادشاه وویل: تاسو هغه (یوسف) ما ته راولئ، نو كله چې ده ته استازى راغى، (نو) ده (ورته) وویل: خپل مالك ته بېرته لاړ شه، نو له هغه نه تپوس وكړه چې د هغو ښځو څه حال و چې خپل لاسونه يې پرې كړي وو، بېشكه زما رب د هغوى پر مكر او چل ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: ستاسو څه حال (معامله) وه كله چې تاسو له یوسف نه د هغه د نفس غوښتنه كوله؟ هغوى وویل: الله ته پاكي ده، مونږ په هغه كې هېڅ بدي نه وه معلومه كړې، د عزیز ښځې وویل: اوس حقه (او رښتیا) خبره ظاهره شوه، ما له هغه نه مطالبه كړې وه او بېشكه هغه یقینًا له رښتینو څخه دى
— Zakaria Abulsalam
دا د دې لپاره چې هغه (عزیز) پوه شي چې ما پسې شا له هغه سره خیانت نه دى كړى، او دا چې یقینًا الله د خیانتګرو مكر نه برابروي (سر ته يې نه رسوي)
— Zakaria Abulsalam
او زه خپل نفس نه بري كوم(پاك ورته نه وايم)، یقینًا نفس خو په بدۍ سره ډېر حكم كوونكى دى، مګر هغه چې زما رب پرې رحم وكړي، یقینًا زما رب ښه، مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او باچا وویل: هغه ما ته راولئ چې زه يې د خپل ځان لپاره خاص مُصاحب كړم، نو كله چې يې له هغه سره خبرې وكړې، ويې ويل:بېشكه تهٔ همدا له نن ورځې نه زمونږ په نیز د مرتبې خاوند، (او) د اعتبار وړ يې
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: تهٔ ما د دې ملك پر خزانو باندې مقرر كړه، بېشكه زه ښه ساتونكى، ښه پوه یم
— Zakaria Abulsalam
او همدارنګه مونږ یوسف ته په ځمكه (د مصر) كې اقتدار وركړ، چې په دې (ملك) كې به يې چېرې چې غوښتل؛ ځاى نیوه (اوسېدلو)، مونږ خپل رحمت كوو پر چا چې مونږ وغواړو او مونږ د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوو
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا د اخرت اجر د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې ایمان يې راوړدى دى او پرهېزګاري يې كوله
— Zakaria Abulsalam
او د یوسف وروڼه (له كِنعانه مصر ته د غلې دانې اخيستلو لپاره) راغلل، نو په ده باندې ورننوتل، نو ده هغوى وپېژندل او هغوى ده لره ناپېژندونكي وو
— Zakaria Abulsalam
او كله چې هغهٔ دوى ته د دوى د سفر اسباب تیار كړل، ويې ويل:تاسو ما ته خپل هغه ورور راولئ چې ستاسو له پلاره دى، ایا تاسو نه وینئ چې بېشكه زه پېمانه (دانې) پوره وركوم او زه تر ټولو غوره مېلمه پال یم
— Zakaria Abulsalam
نو كه چېرې تاسو هغه ما ته رانه وسته، بیا نو ستاسو لپاره زما سره هېڅ پېمانه نشته او (بیا) تاسو ما ته مه رانژدې كېږئ
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: مونږ به د هغهٔ په هكله د هغه له پلاره په كوښښ سره غوښتنه كوو او بېشكه مونږ خامخا (دا كار) كوونكي یو
— Zakaria Abulsalam
او هغه خپلو ځلمیو ته وویل: د هغوى پنګه (سرمايه) د هغوى په بارونو كې كېږدئ، د دې لپاره چې دوى هغه وپېژني، كله چې دوى خپل اهل ته واپس لاړ شي، د دې لپاره چې دوى واپس راشي
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې دوى خپل پلار ته بېرته وګرځېدل، ويې ويل:اى زمونږ پلاره! زمونږ نه پېمانه (د بنيامين) منع كړى شوې ده، نو ته زمونږ سره زمونږ ورور ولېږه چې پېمانه راواخلو او بېشكه مونږ خامخا د ده حفاظت كوونكي یو
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: ایا زه تاسو د ده باره كې پر تاسو اعتماد وكړم مګر په شان د هغه اعتماد چې ما پر تاسو له دې نه مخكې د ده د ورور باره كې كړى و، نو الله ډېر غوره ساتونكى دى او هغه تر ټولو زیات رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى خپل سامان پرانسته، دوى خپله پنګه وموندله چې دوى ته بېرته واپس كړى شوې ده، دوى وویل: اى زمونږ پلاره! مونږ (نور) څه غواړو؟، دا زمونږ پنګه ده چې مونږ ته بېرته واپس كړى شوې ده، او مونږ به د خپل اهل لپاره غله راوړو او خپل ورور به ساتو او د یو اوښ بار به زیات راوړو، دغه (وركړه د بادشاه لپاره يا دغه اضافي پېمانه) ډېره اسانه پېمانه ده
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: هیڅكله به هم زه له تاسو سره هغه ونه لېږم تر هغه پورې چې تاسو ما ته د الله پخه وعده راكړئ چې تاسو به هغه خامخا لازمًا ما ته بېرته راولئ، مګر دا چې تاسو له هر جانب نه ګېر كړى شئ، نو كله چې هغوى ده ته خپله پخه وعده وركړه، هغه وویل: الله وكیل (او شاهد) دى پر هغه څه چې مونږ يې وایو
— Zakaria Abulsalam
او هغه وویل: اى زما زامنو! تاسو (ټول) له یوې دروازې نه مه ورننوځئ او له بېلو بېلو دروازو نه ورننوځئ او زه له تاسو نه د الله (له فیصلې) نه هېڅ شى نشم لرې كولى، حكم نشته مګر خاص الله لره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى اولازم دي چې توكل كوونكي يواځې په هغه باندې توكل وكړي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى ننوتل له هغه ځایه چې دوى ته يې خپل پلار حكم كړى و، هغهٔ له دوى نه د الله (له فيصلې) نه هېڅ شى نشو لرې كولى، مګر دا د یعقوب په زړه كې یو حاجت و چې هغه يې ادا كړ، او بېشكه هغه یقینًا د علم خاوند و، په سبب د دې چې مونږ هغه ته تعلیم وركړى و او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى په یوسف باندې ورننوتل، (نو) هغه خپل ورور خپل ځان ته رانژدې كړ، ويې ويل:بېشكه زه چې یم، هم دا زه ستا ورور یم، نو ته پر هغو كارونو مه خفه كېږه چې دوى به كول
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې هغه، دوى ته د دوى سامانونه تیار كړل (، نو) د څښلو جام يې د خپل ورور په بار كې كېښود، بیا غږ كوونكي غږ وكړ! اى قافلې! بېشكه تاسو يقينًا غله یئ
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل او دوى ته يې مخ راواړوه: تاسو څه شى ورك كړى دى؟
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: مونږ د بادشاه پېمانه وركه كړې ده، او د هغه چا لپاره چې دغه راوړي، د یو اوښ بار دى، او زه د دې ضامن یم
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: قسم پر الله، یقینًا یقینًا تاسو پوه شوي یئ چې مونږ د دې لپاره نه یو راغلي چې په دې ځمكه كې فساد وكړو، او مونږ خو كله هم غله نه یو تېر شوي
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: نو د هغه جزا به څه وي كه تاسو دروغجن وئ؟
— Zakaria Abulsalam
دوى وویل: د هغهٔ جزا هغه كس دى د چا په بار كې چې دغه وموندل شي، نو هم دغه كس د هغه جزا دى (هغه به په كې نيولى شي)، همدارنګه مونږ ظالمانو ته جزا وركوو
— Zakaria Abulsalam
نو د خپل ورور له بار نه مخكې يې د هغوى پر بارونو شروع وكړه، بیا يې دغه پېمانه د خپل ورور له بار نه راوښكله، همدارنګه مونږ د یوسف لپاره تدبیر وكړ، هغه (یوسف د دې حقدار) نه و چې د بادشاه په قانون كې خپل ورور راونیسي (او بندي يې كړي)، مګر دا چې الله وغواړي، چا ته چې مونږ وغواړو په درجو كې يې اوچتوو او د هر علم والا له پاسه لوى عالم دى
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: كه دا غلا كوي، نو (د حرانتيا خبره نه ده) یقینًا له ده نه مخكې د ده ورور (يوسف) هم غلا كړې ده، نو یوسف دا په خپل نفس كې پټه وساتله او دايې دوى ته ښكاره نه كړه، ويې ويل: ستاسو حال ډېر بد دى، او الله ښه عالم دى پر هغې خبره چې تاسو يې بیانوئ
— Zakaria Abulsalam
دوى وویل: اى عزیزه! بېشكه د ده ډېر زوړ عمرخوړلى پلار دى، نو ته د ده پر ځاى په مونږ كې یو تن ونیسه، بېشكه مونږ تا له احسان كوونكو ځنې وینو
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: د الله پناه غواړو (له دې خبرې نه) چې مونږ له هغه كس نه غير څوك ونيسو چې مونږ له هغه سره خپل سامان موندلى دى، بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا ظالمان یو
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې دوى له هغه (يوسف) نه نا امېده شول (، نو یوې خوا ته) بېل شول، په دې حال كې چې مشوره كوونكي وو، د دوى مشر وویل: ایا تاسو پر دې پوه نه یئ چې یقینًا ستاسو پلار له تاسو نه د الله پخه وعده اخيستې ده او له دې نه مخكې چې تاسو د یوسف په باره كې څه تقصیر كړى دى، نو زه خو به هیڅكله هم له دې ځمكې ونه خوځم تر هغه پورې چې ما ته زما پلار اجازت راكړي، یا الله زما لپاره فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam