12. سورت يوسف
سورت يوسف د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
الف، لام، را، دا د واضح كتاب ایتونه دي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه مونږ دا نازل كړى دى، په داسې حال كې چې عربي قرآن دى، د دې لپاره چې تاسو پوه شئ
— Zakaria Abulsalam
(اى نبي!) مونږ تا ته تر ټولو ښه بیان (قصه) اوروو، د دې قرآن په ذريعې سره چې مونږ تا ته وحي كړى دى، او بېشكه شان دا دى چې ته د دې (قرآن له نازلېدلو) نه مخكې خامخا له ناخبرو ځنې وې
— Zakaria Abulsalam
(یاد كړه هغه وخت) كله چې یوسف خپل پلار ته وویل: اى زما پلار جانه! بېشكه ما (په خوب كې) یوولس ستوري او لمر او سپوږمۍ ولیدل، ما دوى ولېدل چې ما ته سجده كوونكي وو
— Zakaria Abulsalam
(یعقوب) وویل: اى زما خوږه بچيه! خپل (دا) خوب خپلو وروڼو ته مه بیانوه، (ګنې) بیا به دوى تا ته څه چل جور كړي، څه چل جوړول، بېشكه شیطان د انسان لپاره ښكاره دښمن دى
— Zakaria Abulsalam
او همدارنګه ستا رب به تا غوره كړي او تا ته به د خبرو(خوبونو) څه اصل حقیقت (تعبیر كول) وښیي او په تا باندې او د یعقوب په كورنۍ به خپل نعمت پوره كړي لكه چې هغه پوره كړى و دا (نعمت) له تا نه مخكې ستا په دوو پلرونو (نیكه او ورنیكه) ابراهیم او اسحق باندې، بېشكه ستا رب ښه پوه، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
یقینًا یقینًا په یوسف او د هغه په وروڼو كې د تپوس كوونكو لپاره ډېرې نښې دي
— Zakaria Abulsalam
كله چې هغوى (په خپل مینځ كې) وویل: خامخا یوسف او د هغه سكنى ورور زمونږ پلار ته زمونږ نه زیات محبوب دي، حال دا چې مونږ یوه قوتناكه ډله یو، بېشكه زمونږ پلار خامخا په ښكاره خطا كې (پروت) دى
— Zakaria Abulsalam
تاسو یوسف قتل كړئ یا هغه په كومې (لرې نامعلومه) ځمكه كې وغورځوئ چې ستاسو د پلار توجه يواځې تاسو ته خالصه شي او له دې (كاره) وروسته به تاسو نېك خلق شئ
— Zakaria Abulsalam
په دوى كې یو ویونكي وویل: تاسو یوسف مه وژنئ او (بلكې) هغه د ګمنامي كوهي په تیاره بېخ كې وغورځوئ چې په تېرېدونكو (لارویانو) كې به يې ځینې (څوك) واخلي كه تاسو كوونكي یئ (د هغه كار چې ستاسو مقصد پرې پوره كېږي)
— Zakaria Abulsalam
دوى وویل: اى زمونږ پلاره! څه باعث (او سبب) دى تا لره چې ته پر مونږ د یوسف باره كې اعتبار نه كوې، حال دا چې مونږ د ده یقینًا خیر غوښتونكي یو
— Zakaria Abulsalam
ته دى له مونږ سره سبا ولېږه چې ښې ډېرې مېوې وخوري (مزې وكړي) او لوبې وكړي او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: بېشكه زه چې یم، یقینًا ما دا خبره غمجنوي چې تاسو دى بوځئ او زه له دې نه وېرېږم چې دا (یوسف) به لیوه (شرمښ) وخوري، په داسې حال كې چې تاسو به له ده نه غافلان یئ
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: قسم دى كه دى (رانه) لیوه وخوري، حال دا چې مونږ یوه قوتناكه ډله یو (،نو) بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا تاوانیان (او هلاكېدونكي) یو
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې دوى هغه بوته او پر دې خبره يې اتفاق وكړ چې دى د (ګمنامي) كوهي په تیاره بېخ كې وغورځوي او مونږ ده ته (یوسف ته) وحي وكړه چې قسم دى چې ته به خامخا ضرور دوى ته د دوى د دې كار خبر وركړې، په دې حال كې چې دوى به نه پوهېږي (چې ته یوسف يې)
— Zakaria Abulsalam
او دوى خپل پلار ته بېګاه ته (په تیاره كې) راغلل چې ژړل يې (په دروغو سره)
— Zakaria Abulsalam
ويې ويل: اى زمونږ پلاره! بېشكه مونږ لاړو مسابقه مو سره كوله او مونږ یوسف له خپلو اسبابو سره پريښى و، نو هغه شرمخ وخوړ او ته پر مونږ باندې باور كوونكى نه يې اګر كه مونږ رښتیني یو
— Zakaria Abulsalam
او دوى د هغه د كمیس له پاسه دروغجنه وینه لګولې راوړه، یعقوب وویل: (دا دروغ دي) بلكې تاسو ته ستاسو نفسونو (دا بد) كار ښايسته كړى دى، نو (زما كار) صبر جمیل دى او د هغو خبرو په هكله خاص له الله نه مدد غوښتلى شي چې تاسو يې بیانوئ
— Zakaria Abulsalam
او قافله راغله، نو دوى خپل اوبه راوړونكى ولېږه، نو هغه خپله بوكه (په كوهي كې) ورخوشې كړه (نو یوسف دغې بوكې پورې ونښت، چې يې ولیده، نو) ويې ويل:اى زما خوشحالۍ! دا خو (ډېر ښكلى) هلك دى او دوى هغه د تجارت د مال په توګه پټ كړ او الله پر هغو كارونو ښه عالم دى چې دوى كول
— Zakaria Abulsalam
او دوى هغه په ډېر كم قیمت خرڅ كړ، چې څو شمېرل شوې روپۍ وې او دوى د هغه په حق كې له بې رغبتو څخه وو
— Zakaria Abulsalam
او هغه سړي چې دى يې له مصره اخيستى و، خپلې ښځې ته وویل: د ده استوګنه عزتمنه ساته (دى په عزت سره ساته)، امېد دى چې دى به مونږ ته فايده راورسوي یا به دى مونږ زوى ونیسو او همدارنګه مونږ یوسف ته په ځمكه كې ځاى (او قدرت) وركړ او د دې لپاره چې مونږ هغه ته د خبرو څه تاویل (او تعبیر) وښیو او الله پر خپل كار غالب دى او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې هغه خپل قوت ته ورسېده (، نو) مونږ هغهٔ ته حكم او علم وركړ او همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو
— Zakaria Abulsalam
او هغې ښځې، چې دا د هغې په كور كې و، هغې له ده نه له هغې سره د بدكارۍ مطالبه وكړه او (ټولې) دروازى يې كلكې پورې كړې او ويې ويل:هله، ته زر راشه! هغهٔ وویل: زه په الله پورې پناه نیسم، بېشكه دا (عزیز) زما مالك دى، هغه زما استوګنه ښه كړې ده، بېشكه شان دا دى چې ظالمان فلاح (او خلاصى) نه مومي
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا هغې دهٔ ته قصد كړى و، او ده به هغې ته قصد كړى و كه چېرې ده د خپل رب دلیل نه وى لیدلى، همداسې (مونږ یوسف وساته) د دې لپاره چې مونږ له هغه نه بد او ناكاره (بې حیا) فعل وګرځوو (واړوو)، بېشكه دغه (یوسف) زمونږ له غوره كړى شويو بنده ګانو څخه دى
— Zakaria Abulsalam
او دواړو دروازې ته سره منډې شروع كړې او هغې د ده كمیس له شا طرف نه څیرې كړ او دواړه د هغې له خاوند سره دروازي ته نژدې مخامخ شول، هغې وویل: نه ده سزا د هغه چا چې ستا له اهل سره يې د بدۍ اراده وكړه مګر دا چې هغه بندي (قيد) كړى شي یا ( د هغهٔ لپاره) ډېر دردوونكى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
هغهٔ وویل: هم دې له ما نه د بدكارۍ غوښتنه كړې ده، او د هغې د كورنۍ یو شاهد شاهدي وركړه (داسې چې) كه د ده كمیس له مخامخ اړخ نه څيرې شوى وي، نو هغې رښتیا ویلي دي او دا له دروغجنانو څخه دى
— Zakaria Abulsalam
او كه د ده كمیس له شا اړخ نه څیرې شوى وي، نو دې دروغ ویلي دي او هغه (یوسف) له رښتینو څخه دى
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې هغه (عزیز) د ده كمیس ولیده چې له شا اړخ نه څیرې شوى دى، ويې ويل: بېشكه (اى ښځو) دا ستاسو له فریبونو څخه دى، بېشكه ستاسو فریب (او چل) ډېر لوى دى
— Zakaria Abulsalam
اى یوسفه! له دې خبرې نه مخ واړوه او (اى ښځې) ته د خپلې ګناه لپاره مغفرت وغواړه، بېشكه هم تهٔ له خطا كارانو ځنې وې
— Zakaria Abulsalam
او په ښار كې ښځو وویل: د عزیز ښځه له خپل غلام نه د بدكارۍ مطالبه كوي، یقینًا د مینې په لحاظ سره هغهٔ، د دې د زړه پرده څیرې كړې ده (د دې ورسره سخته مينه ده)، بېشكه مونږ هغه خامخا په ښكاره ګمراهۍ كې وینو
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې هغې د دوى مكر واورېده (، نو) دوى ته يې پېغام ولېږه او د دوى لپاره يې مجلس تیار كړ او په دوى كې يې هرې یوې ته چاړه وركړه او هغې (ده ته) وویل: دوى ته راووځه، نو كله چې دوى هغه ولیده (،نو) ډېر لوى ښايسته يې ومونده او خپل لاسونه يې پرې كړل او ويې ویل الله ته پاكي ده، دا خو بشر نه دى، دا نه دى مګر ډېر عزتمن مَلك
— Zakaria Abulsalam
هغې وویل: دا هماغه (زلمى) دى چې تاسو زه د ده (له ده سره د مینې) په باره كې ملامته كړې ومه او یقینًا یقینًا ما له ده نه د ده د ځان غوښتنه كړې وه، نو ده ځان وساته او قسم دى كه ده هغه كار ونه كړ چې زه يې ده ته حكم كوم (، نو) خامخا هرومرو به دى بندي كړى شي او خامخا هرومرو به دى شي له ذلیلانو نه
— Zakaria Abulsalam
هغهٔ وویل: اى زما ربه! بندي خانه ما ته ډېره خوښه ده له هغه كار نه چې دوى ما هغه ته بلي او كه ته زما څخه د دوى مكر و فریب وانه ړوې (، نو) زه به دوى ته مايله شم او شم به له جاهلانو نه
— Zakaria Abulsalam
نو خپل رب يې د ده دعا قبوله كړه، نو له ده نه يې د دوى مكر و فریب وګرځاوه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
بیا دوى (عزیز او د هغه كسانو) ته ښكاره شوه (صلاح يې وكړه)، وروسته له دې چې دوى (د یوسف د پاكۍ) نښې ولېدې، چې دوى به دى خامخا هرومرو تر یو وخته پورې بندي كړي
— Zakaria Abulsalam
او له ده سره زندان ته دوه زلمي ننوتل، په دې دواړو كې یو وویل: بېشكه زه چې یم، زه ځان (په خوب كې) وینم، چې د شرابو لپاره انګور نچوړوم او بل وویل: بېشكه زه چې یم، ځان وینم، په دې حال كې چې د خپل سر له پاسه مې ډوډۍ بار كړې ده، چې له هغې نه مرغان خوراك كوي، مونږ د دې (خوبونو) پر تعبیر خبر كړه، بېشكه مونږ تا له نیكوكارانو څخه وینو
— Zakaria Abulsalam
(یوسف) وویل: چې تاسو ته به هغه طعام لا نه وي راغلى چې تاسو ته هغه دركاوه شي مګر چې تاسو به د دې (خوبونو) پر تعبیر خبر كړم، مخكې له دې نه چې تاسو ته هغه راشي، دا (تعبیر) له هغه علم څخه دى چې زما رب ما ته ښودلى دى، بېشكه ما د هغه قوم دین پریښى دى چې په الله ایمان نه لري او په اخرت هم كافران دي
— Zakaria Abulsalam
او ما د خپلو پلرونو د ملت پیروي كړې ده چې ابراهیم او اسحق او یعقوب دى، زمونږ لپاره له سره جايز نه دي چې له الله سره څه شى شریك كړو، دا د الله له فضله څخه دي پر مونږ باندې او په (نورو) خلقو باندې او لېكن زیاتره خلق شكر نه وباسي
— Zakaria Abulsalam
اى د زندان دواړو ملګرو! ایا ګڼ او متفرق خدایان غوره دي یا كه هغه الله چې یو دى، ډېر قوي او غالب دى
— Zakaria Abulsalam
تاسو له الله نه غیر عبادت نه كوئ مګر د داسې نومونو چې تاسو او ستاسو پلرونو ایښي (او نومولي) دي (او) الله د دوى (د الوهیت) په باره كې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، حكم يواځې الله ته خاص دى، هغه حكم كړى دى چې تاسو يواځې د هغه عبادت كوئ، همدا سم دین دى او لېكن زیاتره خلق نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam