10. سورت يونس – آیتونه 81–109
سورت يونس د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
پس كله چې دوى (امساګانې او پړي) وغورځول، موسٰی وویل: هغه څه چې تاسو راوړي دي، واقعي جادو دى، بېشكه الله به يې ژر تباه (بې اثره) كړي، بېشكه الله د فساد كوونكو كار نه جوړوي
— Zakaria Abulsalam
او الله په خپلو كَلِمو سره حق ثابتوي اګر كه مجرمان يې بد ګڼي
— Zakaria Abulsalam
نو پر موسٰی ایمان رانه وړ مګر د هغه له قومه څو ځلمیانو، د فرعون او د هغوى د سردارانو څخه په دې وېره كې چې دوى به يې په فتنه كې واچوي او بېشكه فرعون په ځمكه كې سركشي كوونكى و او بېشكه هغه له حده تېرېدونكو څخه و
— Zakaria Abulsalam
او موسٰی وویل: اى زما قومه! كه چېرې تاسو (داسې) یئ چې پر الله مو ایمان راوړى دى، نو خاص په هغه باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو مسلمانان یئ
— Zakaria Abulsalam
پس دوى وویل: خاص په الله باندې مونږ توكل كړى دى، اى زمونږه ربه! مونږ د ظالمو خلقو لپاره فتنه مه جوړوه
— Zakaria Abulsalam
او په خپل رحمت سره مونږ ته له كافرو خلقو نه نجات راكړه
— Zakaria Abulsalam
او مونږ موسٰی او د هغه ورور ته وحي وكړه دا چې تاسو د خپل قوم لپاره په مصر كې څه كوټې مقررې كړئ او خپلې كوټې قبله وګرځوئ او تاسو لمونځ قايموئ او ته مومنانو ته زېرى وركړه
— Zakaria Abulsalam
او موسٰی وویل: اى زمونږ ربه! بېشكه هم تا فرعون او د هغه سردارانو ته په دنيايي ژوند كې زینت او مالونه وركړي دي، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى ستا له لارې نه (خلق) بې لارې كړي، اى زمونږ ربه! ته د دوى مالونه محوه كړه او د دوى پر زړونو سختي راوله، پس چې دوى ایمان رانه وړي تر هغه چې ډېر دردناك عذاب وویني
— Zakaria Abulsalam
ويې ويل: یقینًا ستاسو د دواړو دعا قبوله كړى شوه، لهذا سم ولاړ اوسئ او هيڅكله هم د هغو خلقو د لارې پیروي مه كوئ چې نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
اومونږه بني اسرائیل له سمندر نه پورې وېستل، نو فرعون او د هغه لښكر د ظلم او زیاتي كولو لپاره په دوى پسې شول، تر دې چې كله دى غرقېدو راونیوه (په ډوبېدو شو)، ده وویل: ما ایمان راوړ پر دې (خبره) چې یقینًا شان دا دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هغه ذات چې بني اسرائیلو پر هغه ایمان راوړى دى او زه له مسلمانانو څخه یم
— Zakaria Abulsalam
ایا اوس (ته ایمان راوړې)؟! حال دا چې یقینًا له دې نه مخكې تا نافرماني كوله او ته له فساد كوونكو څخه وې
— Zakaria Abulsalam
پس نن ورځ به مونږ ستا بدن پر لوړ ځاى واچوو، د دې لپاره چې ته د هغه چا لپاره چې له تا نه وروسته دي، نښه جوړ شې او بېشكه په خلقو كې ډېر زمونږ له ایتونو څخه یقینًا غافلان دي
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږه بني اسرائیلو ته د عزت استوګنه وركړه او مونږه دوى ته له پاكیزه څیزونو څخه روزي وركړه، نو دوى اختلاف ونه كړ تر هغه پورې چې دوى ته علم راغى، بېشكه ستا رب به د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي په هغه څیز كې چې دوى په هغه كې اختلاف كاوه
— Zakaria Abulsalam
نو كه چېرې ته د هغه (قرآن) په باره كې په شك كې يې چې مونږ تا ته نازل كړى دى، نو ته له هغو كسانو څخه پوښتنه وكړه چې له تا نه مخكې كتاب لولي، یقینًا یقینًا ستا د رب له جانبه تا ته حق راغلى دى، نو ته هیڅكله هم له شك كوونكو څخه مه كېږه
— Zakaria Abulsalam
او هیڅكله هم مه كېږه له هغو كسانو څخه چې د الله د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو ګنې شې به ته له تاوانیانو څخه
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې ستا د رب خبره پرې ثابته شوې ده، دوى ایمان نه راوړي
— Zakaria Abulsalam
اګر كه دوى ته هره نښه راشي تر هغه پورې چې دوى ډېر دردناك عذاب وویني
— Zakaria Abulsalam
نو ولې یو داسې كلى نه و چې ایمان يې راوړى وى، بیا هغه ته د هغه ایمان فايده رسولې وى غير د یونس له قوم نه، كله چې دوى ایمان راوړ (،نو) مونږ له دوى نه په دنيايي ژوند كې د رسوايۍ عذاب لرې كړ او دوى ته مونږ تر یو وخته پورې فايده وركړه
— Zakaria Abulsalam
او كه چېرې ستا رب غوښتلى (، نو) خامخا ایمان به راوړى و هغه چا چې په ځمكه كې دي ټول په ټولو، ایا نو ته خلق مجبوروې تر هغه چې دوى مومنان شي؟
— Zakaria Abulsalam
او د هېڅ نفس لپاره ممكن نه دي چې ایمان راوړي مګر په اذن (ارادې) د الله سره او هغه ( الله) عذاب پر هغو كسانو اچوي چې له عقل نه كار نه اخلي
— Zakaria Abulsalam
ته (ورته) ووایه: تاسو وګورئ په اسمانونو او ځمكه كې څه (څه دلیلونه) دي او هغه قوم ته له ایتونو او وېروونكیو څخه فايده نه رسي چې ایمان نه راوړي
— Zakaria Abulsalam
پس دوى انتظار نه كوي مګر په شان د هغو خلقو د بدو ورځو چې له دوى نه مخكې تېر شوي دي، ته (ورته) ووایه: پس تاسو انتظار كوئ، بېشكه زه (هم) له تاسو سره له انتظار كوونكو څخه یم
— Zakaria Abulsalam
بیا مونږ خپلو رسولانو ته نجات وركوو او همدارنګه هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى، پر مونږ ثابته ده دا چې مونږ به مومنانو ته نجات وركوو
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: اى خلقو! كه چېرې تاسو زما د دین په باره كې په شك كې یئ، نو زه خو د هغو څیزونو عبادت نه كوم چې تاسو يې له الله نه غير عبادت كوئ او لېكن زه د هغه الله عبادت كوم چې تاسو وفات كوي او ما ته حكم شوى دى چې زه شم له مومنانو څخه
— Zakaria Abulsalam
او دا چې ته خپل مخ دین ته سم ودروه، په دې حال كې چې له باطله حق ته مايله يې او ته هیڅكله هم له مشركانو څخه مه كېږه
— Zakaria Abulsalam
او له الله نه غير هغه شى مه رابله چې تا ته نه فايده دررسولى شي او نه تا ته ضرر دررسولى شي، نو كه چېرې ته دغه (كار) وكړې، نو بېشكه ته به په دغه وخت كې له ظالمانو څخه يې
— Zakaria Abulsalam
او كه چېرې الله تا ته څه تكلیف درورسوي، نو له هغه نه غير هیڅوك هغه (تكلیف) لره لرې كوونكى نشته او كه چېرې هغه له تا سره د خیر اراده وكړي، نو د هغه فضل لره هېڅ منع كوونكى نشته، په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي وررسوي يې او هماغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه حق راغى، نو هغه چا چې هدایت اختيار كړ، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان لپاره هدایت حاصلوي اوڅوك چې بې لارې شي، نو بېشكه همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان په ضرر ګمراه كېږي او زه پر تاسو باندې نګران نه یم
— Zakaria Abulsalam
او ته متابعت كوه د هغه څه چې تا ته وحي كولى شي او صبر كوه تر هغه پورې چې الله فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.