10. سورت يونس – آیتونه 41–80
سورت يونس د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
او كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو ته (دوى ته) ووایه: زما لپاره زما عمل دى او ستاسو لپاره ستاسو عمل دى، او تاسو له هغه عمل نه بېزاره یئ چې زه يې كوم او زه له هغه عمل نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ
— Zakaria Abulsalam
او ځینې په دوى كې هغه كسان دي چې تا ته په غور سره غوږ نیسي، ایا نو ته كڼو ته اورول كولى شې اګر كه دوى عقل هم ونه لري؟
— Zakaria Abulsalam
او ځینې په دوى كې هغه كسان دي چې تا ته ګوري، ایا نو ته ړندو ته لار ښودلى شې اګر كه هغوى لیدل هم نه كوي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه الله په خلقو باندې هېڅ شى ظلم نه كوي او لېكن همدا خلق پر خپلو ځانونو ظلم كوي
— Zakaria Abulsalam
او هغه ورځ چې هغه (الله) به دوى راجمع كړي، په دې حال كې چې لكه دوى (په دنيا كې) نه وو اوسېدلي مګر د ورځې یوه ګړۍ، دوى به په خپل مینځ كې یو بل پېژني، یقینًا هغه كسان تاوانیان شول چې د الله د ملاقات تكذیب يې كړى و او دوى هدایت موندونكي نه وو
— Zakaria Abulsalam
او كه كله هم مونږ تا ته ځینې هغه څه وښیو چې مونږ يې له دوى سره وعده كوو، یا تا وفات كړو، نو خاص زمونږ طرف ته د دوى واپس راتلل دي، بیا الله ښه ګواه دى پر هغو كارونو چې دوى يې كوي
— Zakaria Abulsalam
او دهر امت لپاره یو رسول و، نو كله چې به د هغوى رسول راغى د هغوى په مینځ كې به په انصاف سره فیصله وكړى شوه، په داسې حال كې چې پر هغوى به ظلم نه كېده
— Zakaria Abulsalam
او دوى وايي: دا وعده كله ده كه چېرې تاسو رښتیني یئ؟
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د هېڅ ضرر او نه د هېڅ فايدې مالك یم مګر هغه چې الله يې وغواړي، د هر امت لپاره یوه نېټه ده (،نو) كله چې د دوى نېټه راشي، نو دوى به نه یوه ګړۍ وروسته كېږي او نه مخكې كېږي
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: تاسو خبر راكړئ! كه چېرې پر تاسو د هغه عذاب د شپې راشي، یا د ورځې، (نو) څه دى هغه (عذاب) چې مجرمان يې په تلوار غواړي؟
— Zakaria Abulsalam
ایا بیا به تاسو پر دې (عذاب) ایمان راوړئ كله چې واقع شي؟ ایا اوس (ایمان راوړئ چې عذاب نازل شو؟)!، حال دا چې یقینًا تاسو وئ چې د دغه (عذاب) به مو جلتي كوله
— Zakaria Abulsalam
بیا به ظالمانو ته وویل شي: تاسو د همېشه والي عذاب وڅكئ، تاسو ته سزا نه دركولى شي مګر په سبب د هغه (عمل) چې تاسو به كاوه
— Zakaria Abulsalam
او دوى له تا نه پوښتنه كوي چې ایا دا حق دى؟ ته (ورته) ووایه: هو! پر خپل رب مې دې قسم وي چې بېشكه دغه خامخا حق دى او تاسو (الله لره) عاجزه كوونكي نه یئ
— Zakaria Abulsalam
او كه چېرې حقيقتًا د هر هغه نفس لپاره چې ظلم يې كړى دى، هغه څه وي چې په ځمكه كې دي، نو خامخا به يې فدیه كړي او دوى به پښیماني پټه كړي كله چې دوى عذاب وویني او د دوى په مینځ كې به فیصله په انصاف سره وكړى شي، په دې حال كې چې پر دوى به ظلم نه كېږي
— Zakaria Abulsalam
اګاه شئ! بېشكه خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، اګاه شئ! بېشكه د الله وعده حقه ده او لېكن د دوى اكثره نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
هغه ژوند وركوي او مرګ وركوي او خاص د هغهٔ په طرف به تاسو ورګرځولى شئ
— Zakaria Abulsalam
اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغلى دى او په سینو كې چې څه (مرضونه) دي د هغو لپاره ستره شفا ده او د مومنانو لپاره هدایت او رحمت دى
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: د الله په فضل سره او د هغه په رحمت سره، لهذا په دې سره دې دوى خوشحاله شي، دا ډېر غوره دى له هغه نه چې دوى يې جمع كوي
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه رزق چې الله تاسو لپاره نازل كړى دى، نو تاسو له هغه نه څه حرام او څه حلال ګرځولى دى، ته (ورته) ووایه: ایا الله تاسو ته د دې اجازت (خبر) دركړى دى، یا تاسو په الله پورې دروغ تړئ ؟
— Zakaria Abulsalam
او د هغو كسانو، چې په الله باندې له ځانه دروغ تپي، څه ګمان دى، د قیامت په ورځ كې (به ورسره څه كېږي) بېشكه الله په خلقو باندې خامخا د فضل كولو والا دى او لېكن د دوى زیاتره شكر نه وباسي
— Zakaria Abulsalam
او ته نه يې په كوم كار كې (مشغوله) او نه ته لولې له دې نه، یعنې له قرآنه او نه تاسو څه عمل كوئ مګر مونږ پر تاسو باندې شاهدان یو كله چې تاسو په هغه كې بوختېږئ او ستا له رب نه په ځمكه كې او نه په اسمان كې د ذرې په اندازه (شى) هم نه پټېږي او نه له دې نه زیات وړوكى شى او نه له دې نه زیات غټ مګر په واضحه كتاب كې دي
— Zakaria Abulsalam
اګاه شئ! بېشكه د الله دوستان چې دي؛ پر هغوى باندې نه څه وېره شته او نه دوى غمژن كېږي
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او ځان (له نافرمانیو) ساتي
— Zakaria Abulsalam
د همدوى لپاره په دنيايي ژوند كې زېرى دى او په اخرت كې (هم). د الله كلماتو لره هېڅ تبديلي نشته، همدغه ډېر ستر برى دى
— Zakaria Abulsalam
او د دوى وینا دې تا غمژن نه كړي، بېشكه عزت ټول خاص د الله لپاره دى، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
خبردار شئ! بېشكه خاص د الله مملوك دي هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هغه څوك چې په ځمكه كې دي او پیروي نه كوي هغه كسان چې له الله نه پرته شریكان بلي، دوى پیروي نه كوي مګر د ګمان او نه دي دوى مګر دا چې اټكل چلوي
— Zakaria Abulsalam
دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه جوړه كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دې كې په ارام شئ او ورځ يې روښانه (ګرځولې ده)، بېشكه په دې كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري
— Zakaria Abulsalam
دوى وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، هغه پاك دى، هم دى غني (بې پروا) دى، خاص ده لره دي هغه څه چې اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي تاسو سره په دې خبره هېڅ دلیل نشته، ایا تاسو په الله باندې هغه خبره ورتپئ چې پرې نه پوهېږئ؟
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: بېشكه هغه كسان چې په الله باندې له ځانه دروغ تړي؛ دوى به خلاصى ونه مومي
— Zakaria Abulsalam
په دنیا كې لږه فايده اخيستل دي، بیا خاص مونږ ته د دوى واپس راتلل دي، بیا به مونږ پر دوى د ډېر سخت عذاب مزه وڅكو، په سبب د دې چې دوى كفر كاوه
— Zakaria Abulsalam
او ته دوى ته د نوح خبر ولوله، كله چې هغه خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! كه چېرې پر تاسو باندې زما اوسېدل او د الله په ایتونو سره (تاسو ته) زما نصیحت كول سخت (او ګران) وي، نو ما خاص په الله باندې توكل كړى دى، نو تاسو له خپلو شریكانو سره د خپل كار پخه اراده وكړئ، بیا دې پر تاسو باندې خپله معامله پټه نه وي، بیا ما ته ضرر راورسوئ او ما ته مهلت (هم) مه راكوئ
— Zakaria Abulsalam
نو كه تاسو (زما له نصيحت نه) وګرځېدئ، پس ما له تاسو نه هېڅ مزدوري نه ده غوښتې، زما اجر يواځې پر الله دى او ما ته حكم شوى دى چې زه شم له مسلمانانو څخه
— Zakaria Abulsalam
پس هغوى د ده تكذیب وكړ، نو مونږ ده ته او هغه چا ته چې له ده سره په بېړۍ كې (سواره) وو، نجات وركړ او مونږ دوى خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړل او هغه كسان مو غرق كړل چا چې زمونږ د ایتونو تكذیب كړى و، نو ته وګوره د وېرول شویو انجام څنګه و؟
— Zakaria Abulsalam
بیا مونږ له ده نه بعد خپلو قومونو ته نور رسولان ولېږل، نو هغوى ته يې څرګند دلیلونه راوړل، پس دوى داسې نه وو چې پر هغه څه يې ایمان راوړى وى چې له دې نه مخكې يې د هغه تكذیب كړى و، همدارنګه (په دې وجه) مونږ د زیاتي كوونكو پر زړونو مهر لګوو
— Zakaria Abulsalam
بیا مونږ له دوى نه بعد موسٰی او هارون ولېږل په ښكاره معجزو سره فرعون او د هغه سردارانو ته، نو هغوى تكبر وكړ او هغوى مجرمان خلق وو
— Zakaria Abulsalam
پس كله چې زمونږ له خوا نه دوى ته حق راغى، دوى وویل: بېشكه دا یقینًا ښكاره جادو دى
— Zakaria Abulsalam
موسٰی وویل: ایا تاسو حق ته (جادو) وایئ كله چې تاسو ته راغى، ایا جادو دا دى؟، حال دا چې جادوګر خو برى نه مومي
— Zakaria Abulsalam
دوى وویل: ایا ته مونږ ته د دې لپاره راغلى يې چې مونږ له هغې (لارې) نه واړوي چې پر هغې مونږ خپل پلرونه موندلي دي او په ځمكه كې تاسو دواړو ته لويي (غلبه) حاصله شي؟ او مونږ پر تاسو دواړو ایمان راوړونكي نه یو
— Zakaria Abulsalam
او فرعون وویل: تاسو ما ته هر ښه پوه (ماهر)جادوګر راولئ
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې جادوګر راغلل، موسٰی دوى ته وویل: وغورځوئ هغه څه چې تاسو يې غورځوونكي یئ
— Zakaria Abulsalam