QuranPilotQuranPilot
يُونُسُ

10. سورت يونس

سورت يونس د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful

10:1
الٓر ۚ تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱلْكِتَـٰبِ ٱلْحَكِيمِ١

الف، لام، را، دا له حكمت نه د ډك كتاب ایتونه دي

Zakaria Abulsalam

10:2
أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَآ إِلَىٰ رَجُلٍ مِّنْهُمْ أَنْ أَنذِرِ ٱلنَّاسَ وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِندَ رَبِّهِمْ ۗ قَالَ ٱلْكَـٰفِرُونَ إِنَّ هَـٰذَا لَسَـٰحِرٌ مُّبِينٌ٢

ایا د خلقو لپاره دا د تعجب خبره ده چې مونږ په دوى كې یو سړي ته دا وحي وكړه چې ته خلق ووېروه او هغو كسانو ته زېرى وركړه چې ایمان يې راوړى دى چې یقینًا د دوى لپاره د خپل رب په نیز لویه رښتینې مرتبه ده (نو) كافرانو وویل: بېشكه دا یقینًا ښكاره جادوګر دى

Zakaria Abulsalam

10:3
إِنَّ رَبَّكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ ۖ يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ ۖ مَا مِن شَفِيعٍ إِلَّا مِنۢ بَعْدِ إِذْنِهِۦ ۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ فَٱعْبُدُوهُ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ٣

بېشكه چې ستاسو رب هم هغه الله دى چې پیدا كړي يې دي اسمانونه او ځمكه په شپږو ورځو كې، بیا دى په عرش باندې برقرار شو، دى د ټولو كارونو تدبیر كوي، هېڅ سفارشي نشته مګر د هغه له اجازت نه وروسته، دغه الله ستاسو رب دى، نو تاسو د ده عبادت كوئ، ایا نو تاسو نصیحت نه اخلئ!

Zakaria Abulsalam

10:4
إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا ۖ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقًّا ۚ إِنَّهُۥ يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ لِيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ بِٱلْقِسْطِ ۚ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌۢ بِمَا كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ٤

خاص هم ده ته ستاسو د ټولو واپسي ده، الله حقه وعده كړې ده، بېشكه دى مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي، د دې لپاره چې هغو خلقو ته چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي په انصاف سره بدله وركړي، او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، د دوى لپاره ایشېدلې ګرمې اوبه دي او بېخي دردناك عذاب دى، په دې سبب چې دوى به كفر كاوه

Zakaria Abulsalam

10:5
هُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ ٱلشَّمْسَ ضِيَآءً وَٱلْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُۥ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا۟ عَدَدَ ٱلسِّنِينَ وَٱلْحِسَابَ ۚ مَا خَلَقَ ٱللَّهُ ذَٰلِكَ إِلَّا بِٱلْحَقِّ ۚ يُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ٥

هم هغه (الله) دى چې (ټیكلى د) لمر يې تېز ځلېدونكى ګرځولى دى او (ټيكلى د) سپوږمۍ يې روښانه او هغه يې منزلونه منزلونه مقرر كړه (او منزلونه يې مقرر كړل)، د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېره او حساب معلوم كړئ ، الله دغه (څیزونه) نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره، هغه ایتونه (دلیلونه) په تفصیل سره بیانوي، د هغو خلقو لپاره چې پوهېږي

Zakaria Abulsalam

10:6
إِنَّ فِى ٱخْتِلَـٰفِ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ ٱللَّهُ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ لَـَٔايَـٰتٍ لِّقَوْمٍ يَتَّقُونَ٦

بېشكه د شپې او ورځې په اختلاف (بدلېدو رابدلېدو) كې او په هغو (شیانو) كې چې الله په اسمانونو او ځمكه كې پیدا كړي دي، خامخا نښې دي د هغو خلقو لپاره چې وېرېږي

Zakaria Abulsalam

10:7
إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا وَرَضُوا۟ بِٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَٱطْمَأَنُّوا۟ بِهَا وَٱلَّذِينَ هُمْ عَنْ ءَايَـٰتِنَا غَـٰفِلُونَ٧

بېشكه هغه كسان چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري او پر دنيايي ژوند راضي شوي دي او پر دې (ژوند) مطمئن دي او هغه كسان چې دوى زمونږ له ایتونو نه غافلان دي

Zakaria Abulsalam

10:8
أُو۟لَـٰٓئِكَ مَأْوَىٰهُمُ ٱلنَّارُ بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ٨

دغه كسان، د دوى استوګنه اور دى، په سبب د هغو كارونو چې دوى به كول

Zakaria Abulsalam

10:9
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ يَهْدِيهِمْ رَبُّهُم بِإِيمَـٰنِهِمْ ۖ تَجْرِى مِن تَحْتِهِمُ ٱلْأَنْهَـٰرُ فِى جَنَّـٰتِ ٱلنَّعِيمِ٩

بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى رب به دوى ته د خپل ایمان په سبب لارښوونه كوي، د نعمتونو په باغونو كې به د دوى له لاندې نهرونه بهېږي

Zakaria Abulsalam

10:10
دَعْوَىٰهُمْ فِيهَا سُبْحَـٰنَكَ ٱللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَـٰمٌ ۚ وَءَاخِرُ دَعْوَىٰهُمْ أَنِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ١٠

د دوى وینا به په دغو (جنتونو) كې سُبْحَانَكَ اللهم (اى الله! ستا پاكي بیانوو) وي او په دغو (باغونو) كې به د دوى ډالۍ سلام وي او د دوى د وینا اخر به دا وي چې ټول صفتونه خاص الله لره دي چې د ټولو عالمونو ښه پالونكى دى

Zakaria Abulsalam

10:11
۞ وَلَوْ يُعَجِّلُ ٱللَّهُ لِلنَّاسِ ٱلشَّرَّ ٱسْتِعْجَالَهُم بِٱلْخَيْرِ لَقُضِىَ إِلَيْهِمْ أَجَلُهُمْ ۖ فَنَذَرُ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا فِى طُغْيَـٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ١١

او كه چېرې الله خلقو ته بدي (تكليف) جلت ورسوي، په شان د جلت غوښتلو د دوى خیر لره (، نو) خامخا دوى ته به د دوى موده پوره كړى شوې وى، نو مونږه هغه كسان چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري په خپلې سركشۍ كې پرېږدو، چې سرګردانه وي

Zakaria Abulsalam

10:12
وَإِذَا مَسَّ ٱلْإِنسَـٰنَ ٱلضُّرُّ دَعَانَا لِجَنۢبِهِۦٓ أَوْ قَاعِدًا أَوْ قَآئِمًا فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهُۥ مَرَّ كَأَن لَّمْ يَدْعُنَآ إِلَىٰ ضُرٍّ مَّسَّهُۥ ۚ كَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِينَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ١٢

او كله چې انسان ته تكلیف ورسېږي (نو) په خپل اړخ باندې (پروت)، یا ناست، یا په ولاړه مونږ بلي، نو كله چې مونږ له هغه نه د هغه تكلیف لرې كړو (نو داسې) تېرېږي لكه چې ده مونږ نه وو بللي (د) هغه تكليف (لرې كولو) ته چې ده ته رسېدلى و، همدارنګه له حد نه تېرېدونكو ته هغه عملونه ښايسته كړى شول چې دوى به كول

Zakaria Abulsalam

10:13
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا ٱلْقُرُونَ مِن قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُوا۟ ۙ وَجَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ وَمَا كَانُوا۟ لِيُؤْمِنُوا۟ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْقَوْمَ ٱلْمُجْرِمِينَ١٣

او یقینًا یقینًا ستاسو نه مخكې قومونه (مخكیني نسلونه) مونږ هلاك كړل كله چې هغوى ظلم وكړ او هغوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې او هغوى له سره داسې نه وو چې ایمان يې راوړى وى، همدارنګه مونږ مجرمو خلقو ته سزا وركوو

Zakaria Abulsalam

10:14
ثُمَّ جَعَلْنَـٰكُمْ خَلَـٰٓئِفَ فِى ٱلْأَرْضِ مِنۢ بَعْدِهِمْ لِنَنظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ١٤

بیا مونږه له هغوى نه وروسته تاسو په ځمكه كې ځاى ناستي جوړ كړئ، د دې لپاره چې مونږ وګورو تاسو څنګه عمل كوئ

Zakaria Abulsalam

10:15
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَاتُنَا بَيِّنَـٰتٍ ۙ قَالَ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا ٱئْتِ بِقُرْءَانٍ غَيْرِ هَـٰذَآ أَوْ بَدِّلْهُ ۚ قُلْ مَا يَكُونُ لِىٓ أَنْ أُبَدِّلَهُۥ مِن تِلْقَآئِ نَفْسِىٓ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰٓ إِلَىَّ ۖ إِنِّىٓ أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّى عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ١٥

او كله چې په دوى باندې زمونږ ایتونه، چې واضح دي، ولوستل شي، هغه كسان ووايي چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري: ته له ده نه غیر قرآن راوړه، یا په ده كې تبدیلي وكړه، ته (ورته) ووایه: ما ته دا حق نشته چې زه په ده كې له خپله ځانه تبدیلي وكړم، زه پیروي نه كوم مګر د هغه چې ما ته وحي كولى شي، بېشكه زه د ډېرې سترې ورځې له عذاب نه وېرېږم كه د خپل رب نافرماني وكړم

Zakaria Abulsalam

10:16
قُل لَّوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا تَلَوْتُهُۥ عَلَيْكُمْ وَلَآ أَدْرَىٰكُم بِهِۦ ۖ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا مِّن قَبْلِهِۦٓ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ١٦

ته ووایه: كه چېرې الله غوښتلى (،نو) ما به دا (قرآن) پر تاسو باندې نه و لوستى او نه به هغهٔ، تاسو پر ده عالمان كړي وى، پس یقینًا ما له ده نه مخكې په تاسو كې ډېر عمر تېر كړى دى، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ!

Zakaria Abulsalam

10:17
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِـَٔايَـٰتِهِۦٓ ۚ إِنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلْمُجْرِمُونَ١٧

نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا د هغه د ایتونو تكذیب كوي، بېشكه شان دا دى چې مجرمان به خلاصى ونه مومي

Zakaria Abulsalam

10:18
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَـٰٓؤُلَآءِ شُفَعَـٰٓؤُنَا عِندَ ٱللَّهِ ۚ قُلْ أَتُنَبِّـُٔونَ ٱللَّهَ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَلَا فِى ٱلْأَرْضِ ۚ سُبْحَـٰنَهُۥ وَتَعَـٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ١٨

او دوى له الله نه غير د هغو څیزونو عبادت كوي چې نه دوى ته ضرر رسولى شي او نه دوى ته نفع رسولى شي او دوى وايي: دا د الله په وړاندې زمونږ سفارشیان دي، ته ووایه: ایا تاسو الله پر هغه څه خبروئ چې هغه يې نه په اسمانونو كې پېژني او نه يې په ځمكه كې، هغه ډېر پاك دى او ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي

Zakaria Abulsalam

10:19
وَمَا كَانَ ٱلنَّاسُ إِلَّآ أُمَّةً وَٰحِدَةً فَٱخْتَلَفُوا۟ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ فِيمَا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ١٩

او (په شروع كې) ټول خلق یو امت وو، بیا دوى سره مختلفه شول او كه چېرې نه وى هغه خبره چې ستا د رب له خوا مخكې ثابته شوې ده (، نو) خامخا د دوى په مینځ كې به د هغو خبرو فیصله شوې وى چې دوى په كې اختلاف كوي

Zakaria Abulsalam

10:20
وَيَقُولُونَ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ ءَايَةٌ مِّن رَّبِّهِۦ ۖ فَقُلْ إِنَّمَا ٱلْغَيْبُ لِلَّهِ فَٱنتَظِرُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُم مِّنَ ٱلْمُنتَظِرِينَ٢٠

او دوى وايي: ولې په ده باندې د خپل رب له جانبه معجزه نه ده نازله كړى شوې؟ نو ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې (علم د) غیب د الله لپاره خاص دى، نو تاسو انتظار كوئ، بېشكه زه له تاسو سره له انتظار كوونكو څخه یم

Zakaria Abulsalam

10:21
وَإِذَآ أَذَقْنَا ٱلنَّاسَ رَحْمَةً مِّنۢ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُمْ إِذَا لَهُم مَّكْرٌ فِىٓ ءَايَاتِنَا ۚ قُلِ ٱللَّهُ أَسْرَعُ مَكْرًا ۚ إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ٢١

او كله چې مونږ په خلقو باندې څه رحمت وڅكو، وروسته له هغه تكلیف نه چې دوى ته رسېدلى وي (، نو) ناڅاپه دوى زمونږ په ایتونو كې مكرونه (او سازشونه) شروع كړي، ته ووایه: الله د مكر په لحاظ سره تر ټولو جلت دى، بېشكه زمونږ رسولان (ملايك) لیكي هغه څه چې تاسو كوم مكر كوئ

Zakaria Abulsalam

10:22
هُوَ ٱلَّذِى يُسَيِّرُكُمْ فِى ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ ۖ حَتَّىٰٓ إِذَا كُنتُمْ فِى ٱلْفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِم بِرِيحٍ طَيِّبَةٍ وَفَرِحُوا۟ بِهَا جَآءَتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌ وَجَآءَهُمُ ٱلْمَوْجُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ ۙ دَعَوُا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ لَئِنْ أَنجَيْتَنَا مِنْ هَـٰذِهِۦ لَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلشَّـٰكِرِينَ٢٢

هم هغه دى چې تاسو په وچه او بحر كې ګرځوي، تر دې چې كله تاسو په كښتیو كې (سواره) شئ، او دا (كښتۍ) له دوى سره په ښې (موافِقې) هوا سره روانې شي او په دې سره دوى خوشحاله شي (،نو) په دې (كښتیو) باندې سخت تېز باد راشي او په دې (خلقو) باندې له هر ځایه چپې راشي او دوى یقین وكړي چې بېشكه دوى ګېر كړى شول (بیا) دوى الله بلي، په داسې حال كې چې خاص هغه لره دین (عبادت) خالص كوونكي وي (او وايي) یقینًا كه چېرې تا مونږ ته له دې (مصیبت) نه خلاصى راكړ(،نو) مونږ به هرومرو لازمًا له شكر كوونكو څخه شو

Zakaria Abulsalam

10:23
فَلَمَّآ أَنجَىٰهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ ۗ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَىٰٓ أَنفُسِكُم ۖ مَّتَـٰعَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ٢٣

نو كله چې هغه، دوى ته نجات وركړي ناڅاپه دوى په ځمكه كې ناحقه ظلم فساد شروع كړي، اى خلقو! بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو ظلم او سركشي د خپلو ځانونو په ضرر ده. د دنيايي ژوند فايده (واخلئ) بیا خاص مونږ ته ستاسو واپس راتله دي، نو مونږ به تاسو پر هغو عملونو خبر كړو چې تاسو به كول

Zakaria Abulsalam

10:24
إِنَّمَا مَثَلُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا كَمَآءٍ أَنزَلْنَـٰهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ فَٱخْتَلَطَ بِهِۦ نَبَاتُ ٱلْأَرْضِ مِمَّا يَأْكُلُ ٱلنَّاسُ وَٱلْأَنْعَـٰمُ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَخَذَتِ ٱلْأَرْضُ زُخْرُفَهَا وَٱزَّيَّنَتْ وَظَنَّ أَهْلُهَآ أَنَّهُمْ قَـٰدِرُونَ عَلَيْهَآ أَتَىٰهَآ أَمْرُنَا لَيْلًا أَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنَـٰهَا حَصِيدًا كَأَن لَّمْ تَغْنَ بِٱلْأَمْسِ ۚ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَـٰتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ٢٤

بېشكه همدا خبره ده چې د دنيايي ژوند مثال د هغو اوبو په شان دى چې مونږ له بره نازلې كړې، بیا په (سبب د) هغو سره د ځمكې زرغونه ښه ګډه وډه شي له هغو څیزونو ځنې چې خلق او څاروي يې خوري، تر دې چې كله ځمكه خپل زینت واخلي او ښه ښكلې شي او د هغې خاوندان یقین وكړي چې یقینًا دوى پر دې قادر دي (، نو) هغې ته زمونږ حكم د شپې راشي، یا د ورځې، نو مونږ هغه رېبل شوې كړو، ګویا كې دغه (اباده زرغونه ځمكه) پرون له سره موجود نه وه، همدارنګه مونږه ایتونه په تفصیل سره بیانوو د هغو خلقو لپاره چې ښه فكر كوي

Zakaria Abulsalam

10:25
وَٱللَّهُ يَدْعُوٓا۟ إِلَىٰ دَارِ ٱلسَّلَـٰمِ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ٢٥

او الله د سلامتۍ كور ته بلنه كوي او چا ته چې وغواړي هغه ته د نېغې لارې هدایت كوي

Zakaria Abulsalam

10:26
۞ لِّلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ ٱلْحُسْنَىٰ وَزِيَادَةٌ ۖ وَلَا يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌ وَلَا ذِلَّةٌ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ٢٦

د هغو كسانو لپاره چې نېكي يې كړي ده ډېره نېكه بدله ده او زیادت (د اجر هم شته) او د دوى مخونه به نه هېڅ تور ګرد او غبار پټوي او نه څه ذلت، دغه كسان د جنت والا دي دوى به په هغه كې همېشه وي

Zakaria Abulsalam

10:27
وَٱلَّذِينَ كَسَبُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ جَزَآءُ سَيِّئَةٍۭ بِمِثْلِهَا وَتَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ۖ مَّا لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ ۖ كَأَنَّمَآ أُغْشِيَتْ وُجُوهُهُمْ قِطَعًا مِّنَ ٱلَّيْلِ مُظْلِمًا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ٢٧

او هغه كسان چې بد كارونه يې كړي دي (د دوى) د بدۍ جزا د هغې په مثل ده او ذلت به دوى لره پټوي، د دوى لپاره به د الله (له عذاب) نه هېڅ ساتونكى نه وي، ګویاكې د دوى مخونه د تكې تیارې شپې په ټكړو پټ كړى شوي دي، دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي

Zakaria Abulsalam

10:28
وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ مَكَانَكُمْ أَنتُمْ وَشُرَكَآؤُكُمْ ۚ فَزَيَّلْنَا بَيْنَهُمْ ۖ وَقَالَ شُرَكَآؤُهُم مَّا كُنتُمْ إِيَّانَا تَعْبُدُونَ٢٨

او هغه ورځ چې مونږ به دوى ټول راجمع كړو، بیا به مونږ هغو كسانو ته چې شرك يې كړى دى، ووایو: تاسو او ستاسو شریكان پر خپل ځاى ټینګ ودرېږئ، نو مونږ به د دوى په مینځ كې بېلتون راولو او د دوى شریكان به ووايي: تاسو خو زمونږ عبادت نه كاوه

Zakaria Abulsalam

10:29
فَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًۢا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ إِن كُنَّا عَنْ عِبَادَتِكُمْ لَغَـٰفِلِينَ٢٩

نو الله ښه كافي ګواه دى زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې، بېشكه شان دا دى چې مونږ ستاسو له عبادته یقینًا ناخبره وو

Zakaria Abulsalam

10:30
هُنَالِكَ تَبْلُوا۟ كُلُّ نَفْسٍ مَّآ أَسْلَفَتْ ۚ وَرُدُّوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ مَوْلَىٰهُمُ ٱلْحَقِّ ۖ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ٣٠

په دغه ځاى كې به هر نفس وازمايي هغه څه چې ده مخكې لېږلي دي او دوى به خپل حق مولٰی (مالك ) ته واپس بوتلى شي او له دوى نه به هغه څه ورك شي چې دوى به له ځانه دروغ جوړول

Zakaria Abulsalam

10:31
قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَـٰرَ وَمَن يُخْرِجُ ٱلْحَىَّ مِنَ ٱلْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ ٱلْمَيِّتَ مِنَ ٱلْحَىِّ وَمَن يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ ۚ فَسَيَقُولُونَ ٱللَّهُ ۚ فَقُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ٣١

ته ووایه: تاسو ته له اسمان او ځمكې نه روزي څوك دركوي؟ یا د غوږونو او سترګو مالك څوك دى اوڅوك ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او څوك د كارونو تدبیر كوي؟ نو یقینًا دوى به وايي چې الله دى، (نو ته ووايه:) ایا نو تاسو نه وېرېږئ!

Zakaria Abulsalam

10:32
فَذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمُ ٱلْحَقُّ ۖ فَمَاذَا بَعْدَ ٱلْحَقِّ إِلَّا ٱلضَّلَـٰلُ ۖ فَأَنَّىٰ تُصْرَفُونَ٣٢

نو دغه الله ستاسو په حقه رب دى، نو له حق نه بعد نشته مګر ګمراهي، نو تاسو كوم طرف ته ګرځولى شئ؟

Zakaria Abulsalam

10:33
كَذَٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى ٱلَّذِينَ فَسَقُوٓا۟ أَنَّهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ٣٣

همدارنګه ستا د رب كلمه په هغو كسانو باندې چې فسق يې كړى دى، ثابته شوه چې یقینًا دوى ایمان نه راوړي

Zakaria Abulsalam

10:34
قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ ۚ قُلِ ٱللَّهُ يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ٣٤

ته (دوى ته) ووایه: ایا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا يې دوباره ژوندي كوي؟ ته ووایه: الله مخلوق لره اول ځل پیدا كوي، بیا به يې دوباره ژوندي كوي، نو تاسو كوم اړخ ته اړول كېږئ؟

Zakaria Abulsalam

10:35
قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَهْدِىٓ إِلَى ٱلْحَقِّ ۚ قُلِ ٱللَّهُ يَهْدِى لِلْحَقِّ ۗ أَفَمَن يَهْدِىٓ إِلَى ٱلْحَقِّ أَحَقُّ أَن يُتَّبَعَ أَمَّن لَّا يَهِدِّىٓ إِلَّآ أَن يُهْدَىٰ ۖ فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ٣٥

ته (دوى ته) ووایه: ایا ستاسو په شریكانو كې داسې څوك شته چې د حق طرف ته هدایت كوي؟ ته ووایه: الله حق ته لار ښوونه كوي، ایا نو هغه څوك چې حق ته لار ښوونه كوي زیات حقدار دى چې متابعت يې وكړى شي، یا كه هغه څوك چې (پخپله هم) لاره نشي موندلى مګر دا چې لار ورته وښودلى شي؟ نو پر تاسو څه شوي دي، تاسو څنګه فیصله كوئ؟

Zakaria Abulsalam

10:36
وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلَّا ظَنًّا ۚ إِنَّ ٱلظَّنَّ لَا يُغْنِى مِنَ ٱلْحَقِّ شَيْـًٔا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِمَا يَفْعَلُونَ٣٦

او د دوى زیاتره پیروي نه كوي مګر د ګمان، بېشكه ګمان د حق په مقابله كې هېڅ فايده نه وركوي، بېشكه الله ښه پوه دى پر هغو كارونو چې دوى يې كوي

Zakaria Abulsalam

10:37
وَمَا كَانَ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانُ أَن يُفْتَرَىٰ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَـٰكِن تَصْدِيقَ ٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ ٱلْكِتَـٰبِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ٣٧

او دا قرآن هیڅكله هم داسې نه دى چې له الله نه غير دې په دروغو جوړ كړى شي او لېكن دا تصدیق دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې دي او د رب العلمین له جانبه د كتاب تفصیل دى چې هېڅ شك په كې نشته

Zakaria Abulsalam

10:38
أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا۟ بِسُورَةٍ مِّثْلِهِۦ وَٱدْعُوا۟ مَنِ ٱسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ٣٨

ایا دوى وايي چې ده دا له ځانه جوړ كړى دى، ته (دوى ته) ووایه: نو تاسو یو وړوكى سورت د ده په مثل راوړئ او له الله نه پرته چې څوك كولى شئ راوبلئ، كه چېرې تاسو رښتینې یئ

Zakaria Abulsalam

10:39
بَلْ كَذَّبُوا۟ بِمَا لَمْ يُحِيطُوا۟ بِعِلْمِهِۦ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُۥ ۚ كَذَٰلِكَ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلظَّـٰلِمِينَ٣٩

بلكې دوى د هغه (قرآن) تكذیب وكړ چې دوى د هغه د علم احاطه نه وه كړې، او دوى ته لا د ده حقیقت نه و راغلى، همدارنګه تكذیب كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو ته وګوره د ظالمانو انجام څنګه و؟

Zakaria Abulsalam

10:40
وَمِنْهُم مَّن يُؤْمِنُ بِهِۦ وَمِنْهُم مَّن لَّا يُؤْمِنُ بِهِۦ ۚ وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِٱلْمُفْسِدِينَ٤٠

او ځینې په دوى كې هغه څوك دي چې پر ده ایمان راوړي او ځینې په دوى كې هغه څوك دي چې پر ده ایمان نه راوړي، او ستا رب پر فساد كوونكو تر ټولو ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam