9. سورت التوبة
سورت التوبة د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
(دا) د الله او د هغه د رسول له جانبه بیزاري او صاف ځواب دى، په مشركانو كې هغو كسانو ته چې تاسو ورسره عهد كړى و
— Zakaria Abulsalam
نو (اى مشركانو!) تاسو په دغه ځمكه كې څلور میاشتې (په امن سره) ګرځئ او پوه شئ چې یقینًا تاسو الله لره عاجزه كوونكي نه یئ او دا چې یقینًا الله كافرانو لره رسوا كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او د حج اكبر په ورځ د الله او د هغه د رسول له جانبه ټولو خلقو ته (دا) اعلان (او خبرتیا) دى چې بېشكه الله او د هغه رسول له مشركانو نه بیزاره دى، نو كه تاسو توبه وباسئ، نو دا تاسو لپاره ډېر غوره دي او كه تاسو مخ وګرځوئ، نو پوه شئ چې یقینًا تاسو الله لره عاجزه كوونكي نه یئ او هغو كسانو ته چې كافران شوي دي؛ د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه
— Zakaria Abulsalam
مګر په مشركانو كې هغه كسان چې تاسو ورسره عهد كړى دى، بیا هغوى تاسو ته هېڅ شى نقصان نه دى دررسولى او نه يې ستاسو په مقابل كې د هیچا مدد كړى دى، نو هغوى ته خپل عهد د هغوى د مودې پورې پوره كړئ، بېشكه الله (له بدعهدۍ نه) ځان ساتونكي خوښوي
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې حرامې میاشتې تېرې شي، بیا نو تاسو دغه مشركان وژنئ چېرته چې تاسو هغوى ومومئ او دوى نیسئ او د دوى محاصَره كوئ او د دوى لپاره په هر كمین ځاى كې كېنئ، نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات ادا كړي، بیا نو تاسو د دوى لاره خوشې كړئ، بېشكه الله ډیر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او كه په مشركانو كې یو تن له تا نه امان (پناه) وغواړي، نو هغه ته امان وركړه تر هغه پورې چې هغه د الله كلام واوري، بیا هغه خپل د امن ځاى (د هغهٔ وطن) ته ورسوه، دا په سبب د دې چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
د الله په نیز او د هغه د رسول په نیز به د مشركانو لپاره څنګه عهد وي، غیر له هغو كسانو نه چې تاسو ورسره د مسجد حرام په خوا كې عهد كړى دى، نو تر څو پورې چې هغوى تاسو لپاره (پر عهد) پوره قايم وي، نو تاسو هم د هغوى لپاره (پر عهد) كلك قايم اوسئ، بېشكه الله (له بد عهدۍ نه) ځان ساتونكي خوښوي
— Zakaria Abulsalam
څنګه (كېدى شي د دوى لپاره عهد!) حال دا چې كه دوى پر تاسو باندې لاس بري شي (،نو بیا) دوى ستاسو په حق كې نه خپلولۍ ته ګوري او نه عهد ته، دوى تاسو په خپلو خولو سره راضي كوي او د دوى زړونه انكار كوي او د دوى اكثره فاسقان دي
— Zakaria Abulsalam
دوى د الله د ایتونو (د پرېښودلو) په بدل كې لږ قیمت اخيستى دى، نو منع شوي دي د هغهٔ له لارې نه، بېشكه دوى (چې دي) بد دى هغه عمل چې دوى به كاوه
— Zakaria Abulsalam
دوى د مومن په باره كې نه د خپلولۍ لحاظ كوي او نه د عهد، او همدغه كسان (له حد نه) تېرېدونكي دي
— Zakaria Abulsalam
نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات ادا كړي، نو بیا ستاسو وروڼه دي په دین كې او مونږ په تفصیل سره بیانوو ایتونه د هغه قوم لپاره چې پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
او كه دوى خپل قسمونه له خپل عهد نه پس مات كړل او ستاسو په دین كښی يې عیبونه راوېستل شروع كړل، بیا نو د كفر له امامانو (مشرانو) سره جنګ كوئ، بېشكه دوى (چې دي) د دوى لپاره هېڅ (د اعتبار وړ) قسمونه نشته، د دې لپاره چې دوى منع شي
— Zakaria Abulsalam
ولې تاسو له داسې قوم سره نه جنګېږئ چې هغوى خپل قسمونه مات كړي دي او د رسول د وېستلو اراده يې كړې ده، حال دا چې هم دوى پر تاسو شروع كړې ده اول ځلې! ایا تاسو له دوى نه وېرېږئ، نو الله تر ټولو زیات حقدار دى د دې چې له هغه نه ووېرېږئ، كه تاسو مومنان یئ
— Zakaria Abulsalam
له دوى سره وجنګیږئ، الله به دوى ته ستاسو په لاسونو عذاب وركړي او دوى به رسوا كړي او د دوى په مقابل كې به ستاسو مدد وكړي او د مومنو خلقو سینو ته به شفا (او يخ والى) وركړي
— Zakaria Abulsalam
او د هغوى د زړونو غصه به لرې كړي او الله چې پر چا وغواړي په رحمت سره رجوع كوي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
ایا تاسو دا ګمان كړى دى چې تاسو به (همداسې) پرېښودى شئ، حال دا چې لا تر اوسه الله هغه كسان نه دي معلوم (ظاهر) كړي چې جهاد يې كړى دى له تاسو نه، او له الله او د هغه له رسول او مومنانو نه غیر يې بل هېڅ رازدار نه دى نیولى او الله ښه خبردار دى پر هغو عملونو چې تاسو يې كوئ
— Zakaria Abulsalam
د مشركانو لپاره دا حق نشته چې د الله جوماتونه اباد كړي، په داسي حال كې چې په خپلو ځانونو باندې د كفر ګواهي كوونكي دي، دغه خلق (چې دي) د دوى عملونه ضايع شوي دي او دوى به په اور كې تل ترتله وي
— Zakaria Abulsalam
د الله جوماتونه خو يواځې هغه څوك ابادوي چې پر الله او د اخرت پر ورځ يې ایمان راوړى وي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او نه وېرېږي غیر له الله نه، نو امېد دى چې دغه كسان به له هدایت موندونكو ځنې وي
— Zakaria Abulsalam
ایا تاسو حاجیانو ته اوبه وركول او د مسجد حرام ابادول د هغه چا (د ایمان) په شان ګرځولي دي چې پر الله او پر ورځ د اخرت يې ایمان راوړى دى او د الله په لاره كې يې جهاد كړى دى، دوى د الله په نیز برابر نه دي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كړى دى، د الله په نیز په درجه كې تر ټولو لوى دي، اوهمدغه كسان كامیاب دي
— Zakaria Abulsalam
دوى ته خپل رب له خپل جانب نه د رحمت او رضامندۍ او د داسی جنتونو زېرى وركوي چې د دوى لپاره به په هغو كې همېشني نعمتونه وي
— Zakaria Abulsalam
په دې حال كې چې په هغو كې به تل ترتله همېشه وي، بېشكه الله (چې دى) له هغه سره ډیر لوى اجر دى
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل پلرونه او خپل وروڼه دوستان مه نیسئ كه دوى كفر محبوب (او غوره) وګڼي په ایمان باندې، او په تاسو كې چې چا له دغو (كفارو) سره دوستي وكړه، نو همدغه كسان ظالمان دي
— Zakaria Abulsalam
(اى پېغمبره!) ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې وي ستاسو پلرونه او ستاسو زامن او ستاسو وروڼه او ستاسو ښځې او ستاسو قبیله او هغه مالونه چې تاسو هغه ګټلي دي او هغه تجارت چې تاسو د هغه د بندېدو وېره كوئ او هغه استوګنې چې تاسو هغه خوښوئ، تاسو ته ډېر محبوب دي له الله او د هغه له رسول او د هغه په لاره كې له جهاد كولو نه، نو بیا انتظار كوئ، تر هغه پورې چې الله خپل حكم راولي او الله فاسقو خلقو ته هدایت نه كوي
— Zakaria Abulsalam
یقینًا یقینًا الله په ډېرو ځایونو كې ستاسو مدد كړى دى او د حُنین په ورځ هم، كله چې خپل ډېر والي تاسو په تعجب (او غرور) كې اچولي وئ، بیا دا (ډېر والى) ستاسو هېڅ په كار رانغى او پر تاسو باندې ځمكه د هغې د ارتوالي باوجود تنګه شوه، بیا تاسو وګرځېدئ، په داسی حال كې چې شا كوونكي وئ
— Zakaria Abulsalam
بیا الله خپل تسكین (او اطمينان) پر خپل رسول او په مومنانو باندې نازل كړ او داسې لښكرې يې نازلې كړې چې تاسو هغه نه وې لیدلې او كافر شويو خلقو ته يې عذاب وركړ او دا د كافرانو جزا ده
— Zakaria Abulsalam
بیا به الله له دې نه پس (په رحمت سره) رجوع وكړي پر هغه چا چې يې وغواړي او الله ډېر بخښونكى، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په رښتیا همدا خبره ده چې مشركان نجس دي، نو مسجد حرام ته دې له خپل دې كال نه وروسته نه نژدې كېږي او كه تاسو له كومې غریبۍ (او تنګۍ) نه وېرېږئ، نو ژر به الله تاسو له خپله فضله غنیان كړي، كه هغه وغواړي، بېشكه الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
تاسو له هغو كسانو سره وجنګېږئ چې نه پر الله ایمان راوړي او نه د اخرت پر ورځ، او هغه څه ته حرام نه وايي چې الله او د هغه رسول حرام كړي دي او نه دینِ حق قبلوي، له هغو كسانو ځنې چې كتاب ورته وركړى شوى دى، تر دې چې دوى په خپل لاس په داسې حال كې جزیه وركړي، چې دوى ذلیل (محكوم) وي
— Zakaria Abulsalam
او یهودیانو وویل: عُزیر د الله زوى دى او نصرانیانو وویل: مسیح د الله زوى دى، دا د دوى په خپلو خولو سره وینا ده، دوى د هغو كسانو له خبرې سره مشابهت كوي چې له دوى نه مخكې كافران وو، الله دې دوى هلاك كړي، څنګه (له سمې لارې نه) ګرځولى شي!
— Zakaria Abulsalam
دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر خدایان نیولي دي او د مریمې زوى مسیح (يې هم)، حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي
— Zakaria Abulsalam
دوى غواړي چې د الله رڼا په (پوكو د) خپلو خولو سره مړه كړي او الله انكار كوي مګر دا چې خپله رڼا پوره كړي اګر كه كافران (دا كار) بد ګڼي
— Zakaria Abulsalam
دى همغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (الله) دا (دین) په نورو ټولو دینونو باندې غالب كړي اګر كه مشركان (دا كار) بد ګڼي
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه ډېر عالمان (د یهودیانو) او عابدان (د نصرانیانو) د خلقو مالونه په يقيني ډول په باطلې طریقې سره خوري او د الله له لارې نه (خلق) منع كوي، او هغه كسان چې سره زر اوسپین زر خزانه كوي او هغه د الله په لاره كې نه لګوي، نو دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه
— Zakaria Abulsalam
په هغې ورځ چې د جهنم په اور كې به دغه (خزانې) ښې ګرمې كړى شي، بیا به په هغې سره د دوى تندي او د دوى اړخونه او د دوى شاګانې داغلى شي (او دوى ته به ویلى شي:) دا هغه څه دي چې تاسو د خپلو ځانونو لپاره خزانه كړي وو، نو تاسو وڅَكئ هغه څه چې تاسو خزانه كول
— Zakaria Abulsalam
بېشكه د الله په نیز د میاشتو (معتبر) شمېر دولس میاشتې دى، د الله په كتاب كې، په هغه ورځ چې هغه پیدا كړل اسمانونه او ځمكه، له هغو نه څلور (میاشتی) د حرمت والا دي، همدغه سم (نېغ) دین دى، نو تاسو په دغو كې په خپلو ځانونو ظلم مه كوئ او تاسو ټول له دغو مشركانو سره جنګ كوئ، لكه څنګه چې دوى له تاسو سره جنګ كوي ټول او پوه شئ چې یقینًا الله د پرهېزګارانو مل دى
— Zakaria Abulsalam
اصل خبره دا ده چې تاخیر كول (د یوې میاشتې حرمت بلې میاشتې ته وروسته كول) يواځې په كفر كې ډېر والى دى، په دې سره هغه كسان ګمراه كولى شي چې كافران شوي دي، دوى دغه (حرامه میاشت) یو كال حلاله ګڼي او یو كال هغه حرامه، د دې لپاره چې دوى د هغو (میاشتو) شمېر پوره كړي چې الله حرامې كړې دي، بیا حلالې كړي هغه (میاشتې) چې الله حرامې كړې دي، دوى ته خپل ناكاره عملونه ښايسته كړى شوي دي او الله كافر قوم ته هدایت نه كوي
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو څه شوي دي چې كله تاسو ته وویل شي: د الله په لاره كې د غزا لپاره ووځئ (،نو) تاسو ځمكې ته درانه (او مایل) شئ؟ ایا تاسو د اخرت په مقابله كې پر دې دنيايي ژوند راضي شوي یئ؟ نو د اخرت په مقابله كې د دنیاوي ژوند فايده نه ده مګر ډېره لږه
— Zakaria Abulsalam
كه تاسو ونه وځئ (نو) هغه (الله) به تاسو ته ډېر دردوونكى عذاب دركړي او له تاسو نه غیر به بل قوم په بدل كې راولي او تاسو به هغه ته هېڅ شى ضرر ونه رسولى شئ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
كه تاسو د دغه (رسول) مرسته ونه وكړئ، نو )هېڅ پروا نشته) یقینًا الله د هغه مدد كړى دى كله چې هغه دې كافران شويو خلقو په داسې حال كې ووېست چې دویم د دوو و، كله چې هغوى دواړه په غار كې وو، كله چې هغه خپل ملګري ته ویل: غم مه كوه، بېشكه الله زمونږ سره دى، نو الله په هغه باندې خپل تسكین نازل كړ او هغه يې په داسې لښكرو سره مضبوط كړ چې تاسو هغه نه دي لیدلي، او د كافران شويو خلقو كلمه يې تر ټولو ښكته كړه او د الله كلمه، همغه تر ټولو لوړه ده، او الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam