9. سورت التوبة – آیتونه 41–80
سورت التوبة د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
تاسو غزا ته وځئ، په داسی حال كې چې سپك یئ او درانه او په خپلو مالونو او ځانونو سره د الله په لار كې جهاد كوئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه تاسو پوهېږئ
— Zakaria Abulsalam
كه هغه، نژدې سامان او منځنى سفر وى (، نو) دوى به لازمًا ستا متابَعت كړى و او لېكن په دوى باندې فاصله لرې پرېوته (نو ځكه يې نافرماني وكړه) او ژر به دوى پر الله قسمونه خوري چې كه زمونږ طاقت وى (،نو) مونږ به ضرور له تاسو سره وتلي وو، دوى خپل ځانونه هلاكوي او الله پوهېږي چې بېشكه دوى یقیني دروغجن دي
— Zakaria Abulsalam
(اى نبي!) الله ته معاف كړې، د څه لپاره (او ولې) دې دوى ته (د پاتې كېدو) اجازت وركړ؟ تر هغه پورې چې تا ته هغه كسان ښه څرګند شوي وى چې رښتیا يې ویلي او تا دروغجن (هم) معلوم كړي وى
— Zakaria Abulsalam
له تا نه هغه كسان اجازت نه غواړي چې پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان لري له دې نه چې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد وكړي او الله پر پرهېزګارانو ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
له تا نه اجازت يواځې هغه كسان غواړي چې پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان نه لري او د هغوى زړونه په شك كې پرېوتي دي، نو دوى په خپل شك كې حیرانه سرګردانه دي
— Zakaria Abulsalam
او كه دوى (غزا ته) د وتلو اراده لرلى، نو ارومرو به دوى د دې (وتلو) لپاره د تیارۍ څه اسباب تیار كړي وو او لېكن الله (د جهاد لپاره) د دوى پورته كېدل نه وو خوښ كړي، نو دوى يې په سست ساتلو سره بند كړل او وویل شو: تاسو كېنئ له كېناستونكو سره
— Zakaria Abulsalam
كه دوى ستاسو په لښكر كې وتلي وى (،نو) دوى به تاسو ته نه و زیات كړى (هیڅ شى) مګر شر او ضرور به دوى ستاسو په مینځ كې (د خرابۍ او چغلۍ لپاره) چابكي كړې وه، په داسې حال كې چې دوى به تاسو لپاره فتنه لټوله او په تاسو كې د هغوى لپاره څه جاسوسان هم شته او الله پر ظالمانو ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
یقینًا یقینًا دوى له دې نه مخكې فتنه (خرابي) لټولې وه او تا ته يې ټول كارونه (په حیلو او دسیسو سره) اړولي وو، تر دې چې حق راغى او د الله حكم څرګند (او غالب) شو، په داسې حال كې چې دوى بد ګڼونكي وو
— Zakaria Abulsalam
په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: ما ته اجازت راكړه او ما په فتنه (ګمراهۍ) كې مه اچوه، خبردار شئ! هم دوى په فتنه كې غورځیدلي دي او بېشكه جهنم یقینًا كافرانو لره راګېروونكى دى
— Zakaria Abulsalam
كه تا ته څه ښیګڼه (او برى) درورسیږي (، نو) هغه دوى خفه كوي، او كه چېرې تا ته څه مصیبت در ورسیږي (نو) دوى وايي: یقینًا مونږ خپل كار ( د احتیاط) له مخكې نه نیولى و او واپس كېږي، په داسې حال كې چې دوى (ستا په مصیبت) ډېر خوشحاله وي
— Zakaria Abulsalam
ته ( دوى ته) ووایه: مونږ ته به له سره مصیبت راونه راسېږي مګر هغه چې الله زمونږ لپاره لیكلى دى، همغه زمونږ كارساز دى او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: تاسو زمونږ په باره كې انتظار نه كوئ مګر په دوو تر ټولو غوره څیزونو كې د یو څیز، او مونږ ستاسو په باره كې انتظار كوو د دې چې الله تاسو ته عذاب درورسوي له خپل جانب نه، یا زمونږ په لاسونو سره، پس تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ هم له تاسو سره انتظار كوونكي یو
— Zakaria Abulsalam
ته (دې منافقانو ته) ووایه: تاسو مالونه لګوئ په رضا سره، یا (د اسلام) په زور سره، له سره به له تاسو نه قبول نه كړى شي، بېشكه تاسو له شروع نه فاسقان(كافران) یئ
— Zakaria Abulsalam
او دوى لره نه دي منع كړي چې له دوى نه دې د دوى لګولي مالونه قبول كړى شي مګر دې (خبرې) چې یقینًا دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او لمانځه ته نه راځي مګر په داسې حال كې چې سست وي او انفاق نه كوي مګر په داسې حال كې چې ناخوښه وي
— Zakaria Abulsalam
نو تا دې په تعجب كې وانه چوي د دوى مالونه او نه د دوى اولادونه، همدا خبره ده چې الله غواړي چې دوى ته په دغو (څیزونو) سره په دنيايي ژوند كې عذاب وركړي او د دوى روحونه په داسې حال كې ووځي چې دوى كافران وي
— Zakaria Abulsalam
او دوى پر الله قسمونه خوري چې بېشكه دوى یقینًا له تاسو ځنې دي، حال دا چې دوى له تاسو څخه نه دي او لېكن دوى داسې قوم دى چې وېرېږي
— Zakaria Abulsalam
كه دوى څه د پناه ځاى ومومي، یا غارونه، یا بل د ننوتلو ځاى (، نو) خامخا به دوى هغه ته وګرځي، په داسې حال كې چې دوى به منډې وهي
— Zakaria Abulsalam
او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې د صدقاتو (د تقسیم) په باره كې پر تا عیب لګوي، نو كه دوى ته له دې (صدقاتو) نه (څه) وركړى شي (نو) راضي كېږي او كه له دې نه ورته څه ورنه كړى شي (نو) سمدستي هماغه وخت غصه كېږي
— Zakaria Abulsalam
او كه حقیقتًا دوى په هغه څه راضي شوي وى چې الله او د هغه رسول دوى ته وركړي دي او ویلي يې وى: زمونږ لپاره الله كافي دى، ژر به الله مونږ ته له خپله فضله راكړي او د هغه رسول (هم له بل غنیمت نه) بېشكه مونږ خاص الله ته رغبت كوونكي یو
— Zakaria Abulsalam
بېشكه همدا خبره ده چې صدقې (زكاتونه) يواځې د فقیرانو او مسكینانو لپاره دي او د هغو كسانو لپاره دي چې پر دغو باندې عامل (راټولوونكي) مقرر وي او د هغو لپاره دي د چا په زړونو كې چې الفت (مينه او اسلام ته رغبت) اچولى شي او په (ازادولو د) څټونو (د مریانو مكاتبانو) كې ( به صرف كولى شي) او تاوان موندونكو لپاره دي او د الله په لار كې او د مسافرو لپاره (به صرف كولى شي) دغه مقرره فریضه ده د الله له جانبه او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
او په دوى كې ځینې هغه كسان دي چې نبي ته تكلیف رسوي او وايي: هغه (اورېدونكى) غوږ دى (د هر چا هر څه اوري او مني يې) ته ووایه: تاسو لپاره د خیر غوږ دى، پر الله ایمان لري او پر مومنانو باور كوي او په تاسو كې د هغو كسانو لپاره رحمت دى چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې د الله رسول ته تكلیف رسوي؛ د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
تاسو لپاره دوى پر الله قسمونه خوري، د دې لپاره چې تاسو راضي كړي او الله او د هغه رسول زیات حقدار دي د دې چې دوى هغه راضي كړي، كه دوى ایمان راوړونكي وي
— Zakaria Abulsalam
ایا دوى پر دې نه دي پوه شوي چې بېشكه شان دا دى چې څوك د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، نو (جزا د هغه دا ده چې) یقینًا هم د هغه لپاره د جهنم اور دى، چې په هغه كې به همېشه وي او همدغه ډېره لویه رسوايي ده
— Zakaria Abulsalam
منافقان له دې نه وېرېږي چې په دوى باندې داسې سورت نازل كړى شي چې دې (مومنانو) ته د هغه څه خبر وركوي چې د دغو (منافقانو) په زړونو كې دي، ته (ورته) ووایه: تاسو (دغه) استهزا او مسخرې كوئ، بېشكه الله د هغه څه ښكاره كوونكى دى چې تاسو (ترې) وېرېږئ
— Zakaria Abulsalam
او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې (، نو) خامخا به وايي: مونږ خو يواځې مشغولتیا او لوبې كولې، ته (ورته) ووایه: ایا تاسو په الله او د هغه په ایتونو او د هغه په رسول پورې استهزا او مسخرې كولې؟
— Zakaria Abulsalam
عذرونه (بهانې) مه جوړوئ، یقینًا تاسو له خپل ایمان راوړو نه وروسته كافران شوي یئ، كه مونږ په تاسو كې یوې ډلې ته معافي وكړو (،نو) بلې ډلې ته به عذاب وركړو، په سبب د دې چې هغوى په رښتیا مجرمان وو
— Zakaria Abulsalam
منافق سړي او منافقې ښځې د دوى ځینې له ځینو (نورو) څخه دي، دوى د نارواو حكم كوي او له نېكۍ نه منع كوي او خپل لاسونه (له انفاق كولو نه) كلك بند ساتي، دوى الله پرېښوده، نو هغه (الله) دوى پرېښودل، بېشكه همدا منافقان فاسقان (د ایمان له دايرې نه وتونكي) دي
— Zakaria Abulsalam
الله له منافقو سړیو او منافقو ښځو او (ټولو) كفارو سره د جهنم د اور وعده كړې ده، په داسې حال كې چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي، همدغه د دوى لپاره بس دى او الله پر دوى لعنت كړى دى او د دوى لپاره تل (دايمي) عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
(اى منافقانو! تاسو یئ) په شان د هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، هغوى له تاسو نه د قوت په لحاظ ډېر سخت او كلك وو او د مالونو او اولادونو په لحاظ سره ډېر زیات وو، نو هغوى له خپلې برخې نه فايده واخيستله، بیا تاسو له خپلې برخې نه فايده واخيستله، لكه څنګه چې هغو كسانو له خپلې برخې نه فايده اخيستې وه چې له تاسو نه مخكې وو او تاسو هم په باطلو خبرو كې ښه داخل شوئ په شان د هغه (داخلېدلو) چې هغوى داخل شوي وو، دغه كسان (چې دي) د دوى عملونه په دنیا او اخرت كې برباد شول او همدغه كسان تاوانیان دي
— Zakaria Abulsalam
ایا دوى ته د هغو كسانو (د عذاب) خبر نه دى راغلى چې له دوى نه مخكې وو (یعنې) د نوح قوم او عاد او ثمود او د ابراهیم قوم او د مدین والا او د چپه شويو كلیو (د قومِ لوط)، دوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې، نو الله له سره داسې نه و چې پر دوى يې ظلم كړى وى او لېكن هغوى پخپله پر خپلو ځانونو ظلم كاوه
— Zakaria Abulsalam
او مومن سړي او مومنې ښځې، د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي، دوى د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوي، دغه كسان (چې دي) ضرور به الله پر دوى رحم وكړي، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
الله د مومنو سړیو او مومنو ښځو سره د داسې جنتونو وعده كړې ده چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي او د داسې پاكیزه اوسیدنځایونو چې د عدن (تل اوسېدنې) په جنتونو كې به وي او د الله له جانبه رضامندي تر ټولو لویه ده، همدغه ډېره لویه كامیابي ده
— Zakaria Abulsalam
اى نبي! ته له كفارو او منافقانو سره جهاد كوه او پر دوى سختي كوه او د دوى د ورتلو ځاى جهنم دى او (هغه) د ورتلو بد ځاى دى
— Zakaria Abulsalam
دوى پر الله قسمونه خوري چې دوى (څه) نه دي ویلي او یقینًا یقینًا دوى د كفر الفاظ ویلي دي او له خپل اسلام راوړو نه بعد كافر شوي دي او دوى د هغه څه اراده كړې ده چې دوى (هغه ته) ونه رسېدل او دوى (پر الله او د هغه پر رسول) عیب ونه لګاوه مګر ځكه چې الله له خپله فضله دوى غنیان كړل او د هغهٔ رسول (د غنیمتونو په تقسیم سره) نو كه دوى (له نفاقه) توبه وباسي دا به د دوى لپاره ډېر غوره وي او كه دوى (له حقه) وګرځي (نو) الله به دوى ته په دنیا او اخرت (دواړو) كې ډېر دردوونكى عذاب وركړي، په دې حال كې چې د دوى لپاره به په ځمكه كې هېڅ كارساز او مددګار نه وي
— Zakaria Abulsalam
او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې له الله سره يې عهد كړى دى چې قسم دى كه هغه مونږ ته له خپله فضله څه راكړل (،نو) خامخا ضرور به خیراتونه كوو او هرو مرو لازمًا به له نېكانو څخه كېږو
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې هغه (الله) دوى ته له خپله فضله (مال) وركړ (، نو) په هغه (مال) سره يې بخل وكړ او وګرځېدل، په داسې حال چې اعراض كوونكي وو
— Zakaria Abulsalam
نو هغه (الله) دوى ته د دې په نتیجه كې د دوى په زړونو كې داسې نفاق كېښود چې تر هغې ورځې پورې به په دوى كې وي چې له هغه (الله) سره به ملاقات وكړي، په سبب د هغه چې دوى له الله سره د كړې وعدې مخالفت وكړ چې دوى له هغه سره كړې وه او په سبب د دې چې دوى به دروغ ویل
— Zakaria Abulsalam
ایا دوى پر دې نه دي پوه شوي چې بېشكه الله د دوى پر پټو (نیتونو) او د دوى پر پټو مشورو عالم دى او (دوى پر دې نه دي پوه شوي) چې بېشكه الله پر ټولو پټو خبرو ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې پر نفلي خیرات كوونكو مومنانو باندې د صدقاتو په باره كې عیب لګوي او پر هغو كسانو باندې (عیب لګوي) چې هغوى نه مومي مګر خپل وس او محنت، نو دغه (منافقان) په دوى پورې مسخرې كوي، الله به په دوى پورې مسخرې وكړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
ته د دوى لپاره استغفار وغواړه، یا د دوى لپاره استغفار مه غواړه، كه ته د دوى لپاره اویا ځله هم استغفار وغواړې، نو الله به له سره دوى ته بخښنه ونه كړي، دا ځكه چې یقینًا دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او الله فاسق (له حد نه وتونكي) قوم ته هدایت نه كوي
— Zakaria Abulsalam