9. سورت التوبة – آیتونه 81–120
سورت التوبة د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
وروسته پاتې كړى شوي خلق، له رسول الله نه شا ته، په خپلو كېناستو باندې خوشحاله شول او دوى بد وګڼل دا چې په خپلو مالونو او ځانونو سره د الله په لاره كې جهاد وكړي او ويې ويل: تاسو په ګرمۍ كې (دې غزا ته) مه وځئ، ته ووایه: بېشكه د جهنم اور د ګرمۍ په لحاظ ډېر سخت دى، كه چېرې دوى پوهېدلى
— Zakaria Abulsalam
نو دوى دې وخاندې (په دنیا كې) لږ او ودې ژاړي ډېر (په اخرت كې) (دا) جزا ده په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول
— Zakaria Abulsalam
نو كه الله ته بېرته راوستې په دوى كې یوې ډلې ته، بیا دوى له تا نه (بلې غزا ته) د وتلو اجازت وغواړي، نو ته (ورته) ووایه: تاسو به له سره ونه وځئ (جهاد ته) زما سره، هېڅكله، او له سره به زما په ملګرتیا كې د كوم دښمن سره جنګ ونه كړئ، هېڅكله، بېشكه تاسو مخكې ځلې پر ناسته راضي شوي وئ، نو (اوس) ناست اوسئ د وروسته پاتې كېدونكو (ښځو، ماشومانو او عاجزو سړیو) سره
— Zakaria Abulsalam
او په دوى كې چې كوم یو مړ شي، نو ته د هغه هیڅكله هم جنازه مه كوه او مه يې (د دعا او تدفین لپاره) پر قبر ودرېږه، بېشكه دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او مړه شوي دي، په داسې حال كې چې فاسقان وو
— Zakaria Abulsalam
او تا دې په تعجب كې وانه چوي د دوى مالونه او نه د دوى اولادونه، یقینًا الله همدا اراده لري چې دوى ته په دغو (مالونو او اولادونو) سره عذاب وركړي او روحونه يې ووځي، په داسې حال كې چې كافران وي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې كوم سورت نازل كړى شي (او دا حكم په كې وي) چې پر الله ایمان راوړئ او د هغه د رسول په ملګرتیا كې جهاد وكړئ، (نو) له تا نه په دغو كې د (مالي) طاقت والا د پاتې كېدو) اجازت غواړي او وايي: ته مونږ پرېږده چې اوسو (په كورونو كې) له كېناستونكو (ښځو، ماشومانو) سره
— Zakaria Abulsalam
دوى په دې راضي شول چې د پاتې شويو (ښځو، ماشومانو) سره وي او د دوى پر زړونو مهر لګول شوى دى، ځكه نو دوى نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
لېكن رسول او هغو كسانو چې له ده سره يې ایمان راوړى دى، هغوى په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد وكړ او خاص د همدغو كسانو لپاره ښېګڼې دي او همدغه كسان كامیاب دي
— Zakaria Abulsalam
الله د دوى لپاره داسې جنتونه تیار كړي دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې همېشه اوسېدونكي به وي په هغو كې، همدغه ډېر لوى برى دى
— Zakaria Abulsalam
او له اَعرابو (بانډېسیانو) څخه عذر جوړوونكي راغلل، د دې لپاره چې دوى ته (د پاتې كېدو) اجازت وركړى شي او هغه كسان كېناستل چې الله او د هغه رسول ته يې دروغ ویلي وو، ژر به هغو كسانو ته، چې په دوى كې كافران شوي دي ؛ ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي
— Zakaria Abulsalam
هېڅ ګناه او جرم نشته پر كمزورو او نه پر مریضانو او نه پر هغو كسانو چې نه مومي هغه (مال) چې يې ولګوي، كله چې دوى د الله او د هغه د رسول لپاره اخلاص كوي، په نېكي كوونكو باندې هېڅ (د الزام) لار نشته او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او نه پر هغو كسانو (څه حرج شته) چې هر كله تا ته راغلي دي، د دې لپاره چې ته هغوى ته سورلۍ وركړې، تا وویل: زه نه مومم هغه (سورلي) چې تاسو پر هغې سواره كړم، نو هغوى وګرځي، په داسې حال كې چې د هغوى له سترګو اوښكې بهېږي، د دې غم په سبب چې دوى هغه (مال) نه مومي چې دوى يې ولګوي
— Zakaria Abulsalam
یقینا همدا خبره ده چې لار (د ملامتۍ) خو پر هغو كسانو ده چې هغوى له تا نه (د پاتې كېدلو) اجازت غواړي، حال دا چې دوى غنیان دي، دوى راضي شوي دي پر دې چې دوى پاتې شي له وروسته پاتې كېدونكو (ښځو، جینكو) سره او الله د دوى پر زړونو مهر لګولى دى، نو دوى نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
دوى به تاسو ته عذرونه وړاندې كوي كله چې تاسو دوى ته بېرته راوګرځئ، ته (ورته) ووایه: تاسو عذرونه مه وړاندې كوئ، مونږ به له سره پر تاسو باور ونه كړو، یقینًا الله، مونږ ستاسو له ځینو احوالو نه خبر كړي یو او ژر ده چې الله او د هغه رسول به ستاسو عملونه وویني، بیا به تاسو د پټو او ښكاره وو عالِم (الله) ته ورګرځولى شئ، نو هغه به تاسو پر هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول
— Zakaria Abulsalam
یقینًا دوى به تاسو ته پر الله قسمونه خوري، كله چې تاسو دوى ته واپس راشئ، د دې لپاره چې تاسو له دوى نه اعراض وكړئ، نو تاسو له دوى نه اعراض وكړئ، بېشكه دوى پلیت دي، او د دوى د ورتلو ځاى جهنم دى، لپاره د بدلې د هغو عملونو چې دوى به كول
— Zakaria Abulsalam
دوى تاسو ته قسمونه خوري، د دې لپاره چې تاسو له دوى نه راضي شئ، نو كه تاسو له دوى نه راضي شئ، پس یقینًا الله له فاسق قوم نه نه راضي كېږي
— Zakaria Abulsalam
اَعرابیان په كفر او نفاق كې ډېر سخت دي او ډېر لايق دي د دې چې د هغو (احكامو) په حدودو پوه نشي چې الله پر خپل رسول نازل كړي دي او الله ډېر پوه، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
او په اَعرابیانو كې ځینې هغه دي چې (د الله په لار كې) څه چې خرچ كوي (هغه) تاوان ګڼي او ستاسو په باره كې د زمانې د ګردشونو انتظار كوي، په همدوى باندې دې د بدۍ ګردش وي او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
او په اَعرابیانو كې ځینې هغه دي چې پر الله او پر ورځ د اخرت ایمان لري او هغه څه چې (د الله په لار كې يې) لګوي، الله ته د نږدې والي او د رسول د دعاګانو اسباب ګڼي، خبردار شئ! بېشكه دا د دوى لپاره د نږدې والي سبب دى، الله به ژر دوى په خپل رحمت كې داخل كړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
— Zakaria Abulsalam
او له مهاجرینو او انصارو نه هغه وړاندیني اولني (ایمان لرونكي) او هغه كسان چې په نېكۍ سره يې د دوى پیروي كړې ده، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي او هغهٔ، د دوى لپاره داسې جنتونه تیار كړي دي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، همدا ډېره لویه كامیابي ده
— Zakaria Abulsalam
او ستاسو په شاو خوا كې چې اعرابیان دي، په هغو كې ځینې منافقان دي او ځینې د مدینې له اوسېدونكو نه هم، چې په نفاق باندې ټینګ شوي دي، ته (اى نبي!) هغوى نه پېژنې، مونږ يې پېژنو، ژر به مونږ هغوى ته دوه ځله عذاب وركړو، بیا به هغوى ډېر لوى عذاب ته ورګرځولى شي
— Zakaria Abulsalam
او (ځینې) نور (خلق) دي چې پر خپلو ګناهونو قايله شوي دي، دوى نېك عمل او بل بد عمل سره ګَډ (او ميلاو) كړي دي، امېد دى چې الله به پر دوى رجوع وكړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
— Zakaria Abulsalam
(اى نبي!) ته د دوى له مالونو نه صدقه واخله، چې ته دوى پاك كړې او په دې سره يې تزكیه وكړې او دوى ته دعا وكړه، بېشكه ستا دعا د دوى لپاره د تسكین ذريعه ده او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
ایا دوى نه پوهېدل چې یقینًا الله دى چې هغه د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او صدقې اخلي او دا چې بېشكه الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى
— Zakaria Abulsalam
او (اى نبي!) ته ووایه: تاسو عمل كوئ، پس ضرور به الله ستاسو عمل وویني او د ده رسول او مومنان (هم) او ژر به تاسو بیا بوتلى شئ د پټو او ښكاره وو عالِم (الله) ته، نو هغه به تاسو پر هغو كارونو خبر كړي چې تاسو به كول
— Zakaria Abulsalam
او نور كسان دي چې د الله د حكم لپاره وروسته كړى شوي دي، یا به دوى ته عذاب وركړي او یا به په دوى باندې مهرباني وكړي او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
او هغه خلق چې یو جومات يې جوړ كړى دى د ضرر رسولو لپاره او د كفر كولو لپاره او د مومنانو په مینځ كې د بېلتون راوستلو لپاره او د هغو كسانو د انتظار (او كمين) لپاره چا چې له دې نه مخكې (هم) له الله او د هغه له رسول سره جنګ كړى دى او دوى به یقینًا هرومرو قسمونه خوري چې مونږ اراده نه ده كړې مګر د نېكۍ او الله شاهدي وايي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي
— Zakaria Abulsalam
ته په دغه (جومات) كې هیڅكله هم مه ودرېږه، یقینًا هغه جومات چې بنیاد يې له اولې ورځې نه پر تقویٰ ایښودل شوى دى؛ ډېر لايق دى د دې چې ته په كې ودرېږې، په دې (جومات) كې داسې سړي دي چې ښه پاك اوسېدل خوښوي او الله ښه پاك اوسېدونكي خوښوي
— Zakaria Abulsalam
ایا نو هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د الله په تقویٰ او رضامندۍ باندې ایښى دى، غوره دى، یا هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د نړېدونكې كندې (پانډ) په غاړه ایښى دى، بيا هغه د جهنم په اور كې له هغه سره ونړېږي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي
— Zakaria Abulsalam
د دوى هغه ابادي چې دوى جوړه كړې ده ؛ همېشه به د دوى په زړونو كې د شك سبب وي مګر دا چې د دوى زړونه ټوټې ټوټې شي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
بېشكه الله له مومنانو نه د هغوى ځانونه او د هغوى مالونه اخيستي دي په بدل د دې كې چې یقینًا د دوى لپاره جنت دى، دوى د الله په لاره كې جنګ كوي، نو وژل كوي او وژلى شي، دا په تورات او انجیل او قرآن كې د هغه په ذمه حقه وعده ده او له الله نه په خپلې وعدې باندې زیات ښه وفا كوونكى (بل) څوك دى؟ نو تاسو په خپلې هغې سودا باندې ښه خوشاله شئ چې تاسو له هغه (الله) سره كړې ده او همدغه ډېر لوى برى دى
— Zakaria Abulsalam
(دوى) توبه كوونكي دي، عبادت كوونكي، ثنا ویونكي، روژه نیونكي، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، د نېكۍ حكم كوونكي او له بدو كارونو څخه منع كوونكي دي او د الله د حدودو حفاظت كوونكي دي او ته مومنانو ته زېرى وركړه
— Zakaria Abulsalam
د نبي او هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى؛ روا نه دي چې د مشركانو لپاره مغفرت وغواړي اګر كه دغه (مشركان) رشته داران هم وي، وروسته له دې نه چې دوى ته دا ښه ښكاره شوه چې یقینًا دوى د دوزخ والا دي
— Zakaria Abulsalam
او د خپل پلار لپاره د ابراهیم مغفرت غوښتل نه و مګر د یوې وعدې له وجې نه چې د هغې وعده يې له هغه (خپل پلار) سره كړې وه، نو كله چې هغه ته ښه څرګنده شوه چې یقینًا هغه د الله دښمن دى (، نو) له هغه نه بېزاره شو، بېشكه ابراهیم خامخا ډېر نرم زړى، ډېر حِلم والا و
— Zakaria Abulsalam
او الله هیڅكله هم داسې نه دى چې یو قوم بې لارې كړي وروسته له دې چې دوى ته يې لاره ښودلې وي تر هغه پورې چې دوى ته هغه څه بیان كړي چې دوى ترې ځان وساتي، بېشكه الله په هر شي باندې ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
بېشكه الله چې دى، د اسمانونو او ځمكې سلطنت خاص د هغه لپاره دى، هغه ژوند وركوي او هغه مرګ وركوي او تاسو لپاره له الله نه غیر نه هېڅ كار ساز شته او نه هېڅ مددګار
— Zakaria Abulsalam
یقینًا یقینًا الله په مهربانۍ سره رجوع وكړه په خپل نبي او مهاجرو او انصارو باندې، په هغو كسانو باندې چې د تنګۍ په وخت كې يې د هغهٔ متابعت او ملګرتيا وكړه، وروسته له دې چې قریب وه چې په هغو كې د یوې ډلې زړونه كاږه شي، بیا هغه (الله) په دوى باندې مهرباني وكړه، یقینًا هغه پر دوى ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى
— Zakaria Abulsalam
او په هغو درې كسانو باندې چې وروسته كړى شوي وو، تر دې چې په هغوى باندې ځمكه، سره د هغې له ارت والي تنګه شوه او هغوى پر خپلو ځانونو (هم) تنګ شول (خپل ځانونه پرې بوج شول) او هغوى یقین وكړ چې د الله (له عذاب) نه د پناه هېڅ ځاى نشته مګر هم له هغهٔ سره دى، بیا هغه (الله) پر دوى مهرباني وكړه، د دې لپاره چې دوى توبه وباسي، بېشكه چې الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او له رښتینو سره ملګري شئ
— Zakaria Abulsalam
د مدینې د خلقو لپاره او د دوى چاپېره د هغه چا لپاره چې اعرابیان دي، روا نه دي چې له رسول الله(ﷺ) نه شا ته پاتې شي او نه دا چې خپل ځانونه د هغه له ځان نه ښه او غوره وګڼي، دا ځكه چې یقینًا دوى چې دي، دوى ته نه څه تنده رسي او نه ستړي والى او نه لوږه د الله په لاره كې او نه دوى پر كوم داسې ځاى قدمونه ږدي چې كفار په غصه كوي او نه رسي دوى دښمن ته په (هېڅ) رسېدلو سره (چې د هغوى وژل، بنديان كول او ترې غنيمت اخيستل دي) مګر دوى ته په دې سره نېك عمل لیكلى شي، بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوي
— Zakaria Abulsalam