16. سورت النحل – آیتونه 121–128
سورت النحل د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
د هغهٔ د نعمتونو شكر كوونكى و، الله هغه غوره كړى و او هغه ته يې د نېغې لارې هدایت كړى و
— Zakaria Abulsalam
او مونږ هغه ته په دنیا كې نېكي (او ښېګڼه) وركړې وه او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو څخه دى
— Zakaria Abulsalam
بیا مونږ تا ته وحي وكړه چې د ابراهیم د ملت پیروي وكړه چې حنیف و او له مشركانو څخه نه و
— Zakaria Abulsalam
همدا خبره ده چې (ورځ د) خالي پر هغو كسانو مقرر شوې ده چې په دې كې يې اختلاف كړى و او بېشكه ستا رب به خامخا د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي په هغه څیز كې چې دوى به په هغه كې اختلاف كاوه
— Zakaria Abulsalam
ته د خپل رب لارې ته په حكمت سره او ښكلي نصیحت سره بلنه كوه او له دوى سره په هغې طریقې سره مجادله (مباحثه) كوه چې هغه تر ټولو ښه وي، بېشكه ستا رب (چې دى) هغه ښه پوه دى پر هغه كس چې د هغه له لارې نه ګمراه شوى دى او هغه ښه پوه دى پر لار موندونكو باندې
— Zakaria Abulsalam
او كه تاسو سزا (عذاب) وركوئ، نو د هغې سزا (عذاب) په مثل يې وركوئ چې تاسو ته په هغه سره عذاب دركړى شوى دى او البته كه تاسو صبر وكړئ، (نو) یقینًا دا د صبر كوونكو لپاره ډېر غوره دى
— Zakaria Abulsalam
او ته صبر كوه او نه دى صبر ستا مګر په توفیق د الله سره او په دوى باندې مه غمژن كېږه او په زړه تنګۍ كې مه پرېوځه د هغو مكرونو (فريبونه) په وجه چې دوى يې كوي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه الله د هغو كسانو ملګرى دى چې پرهېزګاري كوي او د هغو كسانو چې هغوى نېكي كوونكي دي
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.