QuranPilotQuranPilot
النَّحْلُ

16. سورت النحل – آیتونه 81–120

سورت النحل د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

16:81
وَٱللَّهُ جَعَلَ لَكُم مِّمَّا خَلَقَ ظِلَـٰلًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ ٱلْجِبَالِ أَكْنَـٰنًا وَجَعَلَ لَكُمْ سَرَٰبِيلَ تَقِيكُمُ ٱلْحَرَّ وَسَرَٰبِيلَ تَقِيكُم بَأْسَكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُتِمُّ نِعْمَتَهُۥ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْلِمُونَ٨١

او الله له خپلو پيدا كړيو څیزونو نه تاسو لپاره سیوري تيار كړي دي او تاسو لپاره يې په غرونو كې پټ ځایونه جوړ كړي دي او تاسو لپاره يې داسې قمیصونه پیدا كړي دي چې تاسو له ګرمۍ نه ساتي او داسې قمیصونه (زغرې) چې تاسو له جنګ نه ساتي، همدارنګه هغه خپل نعمتونه پر تاسو باندې پوره كوي، د دې لپاره چې تاسو اسلام راوړئ

Zakaria Abulsalam

16:82
فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ٨٢

نو كه دوى مخ واړوي، نو همدا خبره ده چې په تا باندې يواځې ښكاره رَسَوَل (تبليغ كول) لازم دي

Zakaria Abulsalam

16:83
يَعْرِفُونَ نِعْمَتَ ٱللَّهِ ثُمَّ يُنكِرُونَهَا وَأَكْثَرُهُمُ ٱلْكَـٰفِرُونَ٨٣

دوى د الله نعمتونه پېژني، بیا له هغو نه انكار كوي او د دوى زیاتره كافران دي

Zakaria Abulsalam

16:84
وَيَوْمَ نَبْعَثُ مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا ثُمَّ لَا يُؤْذَنُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ٨٤

او هغه ورځ چې مونږ به له هر امت نه یو ګواه راپورته كړو، بیا به هغو كسانو ته چې كفر يې كړى دى، اجازت نه وركولى شي او نه به له دوى نه د راضي كولو طلب كولى شي

Zakaria Abulsalam

16:85
وَإِذَا رَءَا ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ٱلْعَذَابَ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ٨٥

او كله چې هغه كسان چې ظلم يې كړى دى عذاب وویني، نو له دوى نه به هغه سپك (كم) نه كړى شي او نه به دوى ته مهلت وركولى شي

Zakaria Abulsalam

16:86
وَإِذَا رَءَا ٱلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ شُرَكَآءَهُمْ قَالُوا۟ رَبَّنَا هَـٰٓؤُلَآءِ شُرَكَآؤُنَا ٱلَّذِينَ كُنَّا نَدْعُوا۟ مِن دُونِكَ ۖ فَأَلْقَوْا۟ إِلَيْهِمُ ٱلْقَوْلَ إِنَّكُمْ لَكَـٰذِبُونَ٨٦

او كله چې مشركان خپل شریكان وویني، دوى به ووايي: اى زمونږ ربه! دا زمونږ هغه شریكان دي چې مونږ به له تا نه غیر بلل، نو شریكان به دوى ته خبره وروغورځوي (جواب به وركړي) چې بېشكه تاسو یقینًا دروغجنا یئ

Zakaria Abulsalam

16:87
وَأَلْقَوْا۟ إِلَى ٱللَّهِ يَوْمَئِذٍ ٱلسَّلَمَ ۖ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ٨٧

او مشركان به په دغې ورځې كې الله ته تسليمي وړاندې كړي او له دوى نه به هغه څه ورك شي چې دوى به دروغ تړل

Zakaria Abulsalam

16:88
ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ زِدْنَـٰهُمْ عَذَابًا فَوْقَ ٱلْعَذَابِ بِمَا كَانُوا۟ يُفْسِدُونَ٨٨

هغه كسان چې كفر يې كړى دى او د الله له لارې نه يې بندول كړي دي، مونږ به هغوى ته عذاب د عذاب له پاسه ورزیات كړو، په سبب د هغه چې دوى به فساد كاوه

Zakaria Abulsalam

16:89
وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِى كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ ۖ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَىٰ هَـٰٓؤُلَآءِ ۚ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ تِبْيَـٰنًا لِّكُلِّ شَىْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ٨٩

او په هغې ورځې كې چې مونږ به په هر امت كې یو ګواه راپورته كړو د دوى په خلاف د همدوى له نفسونو نه او مونږ به تا په دوى باندې ګواه راولو او مونږ په تا باندې كتاب نازل كړى دى، په داسې حال كې چې (د دين) د هر شي لپاره (په كې) واضحه بیان دى او هدایت او رحمت او زېرى دى د مسلمانانو لپاره

Zakaria Abulsalam

16:90
۞ إِنَّ ٱللَّهَ يَأْمُرُ بِٱلْعَدْلِ وَٱلْإِحْسَـٰنِ وَإِيتَآئِ ذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَيَنْهَىٰ عَنِ ٱلْفَحْشَآءِ وَٱلْمُنكَرِ وَٱلْبَغْىِ ۚ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ٩٠

بېشكه الله د انصاف كولو او احسان كولو او خپلوانو ته د وركړې حكم كوي او له فحاشۍ او بدو كارونو او سركشۍ نه منع كوي، هغه تاسو ته وعظ كوي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت قبول كړئ

Zakaria Abulsalam

16:91
وَأَوْفُوا۟ بِعَهْدِ ٱللَّهِ إِذَا عَـٰهَدتُّمْ وَلَا تَنقُضُوا۟ ٱلْأَيْمَـٰنَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ ٱللَّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلًا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ٩١

او تاسو د الله وعده پوره كړئ كله چې تاسو وعده وكړئ او خپل قسمونه د هغو له پخولو نه بعد مه ماتوئ، حال دا چې تاسو الله پر خپلو ځانونو كفیل (ضامن) ګرځولى دى، بېشكه الله پوهېږي پر هغه څه چې تاسو يې كوئ

Zakaria Abulsalam

16:92
وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّتِى نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنۢ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنكَـٰثًا تَتَّخِذُونَ أَيْمَـٰنَكُمْ دَخَلًۢا بَيْنَكُمْ أَن تَكُونَ أُمَّةٌ هِىَ أَرْبَىٰ مِنْ أُمَّةٍ ۚ إِنَّمَا يَبْلُوكُمُ ٱللَّهُ بِهِۦ ۚ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ مَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ٩٢

او تاسو د هغې ښځې په شان مه كېږئ چې خپل ورېشلي تارونه به يې له مضبوطوالي نه پس بېرته اومه كول، په دې حال كې چې ټوټې ټوټې وي، تاسو خپل قسمونه په خپل مینځ كې د ټګۍ ذریعه جوړوئ، په دې وجه چې شي یوه ډله، هغه ډېره زیاته (غالبه او فايده اخيستونكې) له بلې ډلې نه، همدا خبره ده چې الله تاسو په دې سره ازمايي او خامخا ضرور به د قیامت په ورځ تاسو ته بیانوي هغه څه چې تاسو به په هغه كې اختلاف كاوه

Zakaria Abulsalam

16:93
وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَٰحِدَةً وَلَـٰكِن يُضِلُّ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ ۚ وَلَتُسْـَٔلُنَّ عَمَّا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ٩٣

او كه چېرې الله غوښتلى (نو) خامخا تاسو به يې یو امت ګرځولي وى او لېكن هغه ګمراه كوي چا چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او خامخا ضرور به له تاسو نه تپوس كېږي د هغو عملونو په باره كې چې تاسو به كول

Zakaria Abulsalam

16:94
وَلَا تَتَّخِذُوٓا۟ أَيْمَـٰنَكُمْ دَخَلًۢا بَيْنَكُمْ فَتَزِلَّ قَدَمٌۢ بَعْدَ ثُبُوتِهَا وَتَذُوقُوا۟ ٱلسُّوٓءَ بِمَا صَدَدتُّمْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۖ وَلَكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ٩٤

او تاسو خپل قسمونه په خپل مینځ كې د ټګۍ ذریعه مه جوړوئ، نو (ګنې) قدم به (پر اسلام) د هغه له ټېنګېدلو نه پس وښويېږي او تاسو به بدي وڅكئ، په سبب د هغه چې تاسو د الله له لارې نه بندول كړي دي او تاسو لپاره ډېر لوى عذاب دى

Zakaria Abulsalam

16:95
وَلَا تَشْتَرُوا۟ بِعَهْدِ ٱللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۚ إِنَّمَا عِندَ ٱللَّهِ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ٩٥

او تاسو د الله په عهد سره لږې پیسې (دنياوي مال و دولت) مه اخلئ، بېشكه هغه څه چې د الله په نیز دي هغه تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې تاسو پوهېږئ

Zakaria Abulsalam

16:96
مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ ۖ وَمَا عِندَ ٱللَّهِ بَاقٍ ۗ وَلَنَجْزِيَنَّ ٱلَّذِينَ صَبَرُوٓا۟ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ٩٦

هغه څه چې له تاسو سره دي هغه ختمېږي او څه چې له الله سره دي هغه باقي دي او خامخا ضرور به مونږ هغو كسانو ته په عوض كې د هغوى اجر وركړو چې صبر يې كړى دى د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول

Zakaria Abulsalam

16:97
مَنْ عَمِلَ صَـٰلِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُۥ حَيَوٰةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ٩٧

چا چې نېك عمل وكړ، سړى وي، يا كه ښځه، په داسې حال كې چې مومن وي، نو خامخا هرومرو به مونږ هغه ته ژوند وركړو، ډېر پاكېزه ژوند او خامخا هرومرو به مونږ هغوى ته د هغوى د اجر جزا وركړو د هغو تر ټولو ښو عملونو په بدل كې چې دوى به كول

Zakaria Abulsalam

16:98
فَإِذَا قَرَأْتَ ٱلْقُرْءَانَ فَٱسْتَعِذْ بِٱللَّهِ مِنَ ٱلشَّيْطَـٰنِ ٱلرَّجِيمِ٩٨

نو كله چې ته قرآن لولې، نو د الله پناه وغواړه د رټل شوي شیطان (له شر) نه

Zakaria Abulsalam

16:99
إِنَّهُۥ لَيْسَ لَهُۥ سُلْطَـٰنٌ عَلَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ٩٩

بېشكه چې دى، نشته ده ته هېڅ غلبه په هغو كسانو باندې چې ایمان يې راوړى دى او چې خاص په خپل رب باندې هغوى توكل كوي

Zakaria Abulsalam

16:100
إِنَّمَا سُلْطَـٰنُهُۥ عَلَى ٱلَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُۥ وَٱلَّذِينَ هُم بِهِۦ مُشْرِكُونَ١٠٠

همداخبره ده چې د ده غلبه په هغو كسانو باندې ده چې له ده سره دوستي كوي او په هغو كسانو باندې چې هغوى له هغه (الله) سره شریك جوړونكي دي

Zakaria Abulsalam

16:101
وَإِذَا بَدَّلْنَآ ءَايَةً مَّكَانَ ءَايَةٍ ۙ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوٓا۟ إِنَّمَآ أَنتَ مُفْتَرٍۭ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ١٠١

او كله چې مونږ یو ایت د بل ایت په ځاى كې تبديل كړو، او الله ښه پوه دى پر هغه څه چې هغه يې نازلوي، دوى وايي: خبره همدا ده چې ته دروغ تړونكى يې، بلكې د دوى اكثره نه پوهېږي

Zakaria Abulsalam

16:102
قُلْ نَزَّلَهُۥ رُوحُ ٱلْقُدُسِ مِن رَّبِّكَ بِٱلْحَقِّ لِيُثَبِّتَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ١٠٢

ته ووایه: هغه ستا د رب له جانبه په حقه سره روح القدس (جبریل) نازل كړى دى، د دې لپاره چې هغه كسان ثابت او ټینګ كړي چې ایمان يې راوړى دى او د مسلمانانو د هدایت او زېري لپاره

Zakaria Abulsalam

16:103
وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُۥ بَشَرٌ ۗ لِّسَانُ ٱلَّذِى يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِىٌّ وَهَـٰذَا لِسَانٌ عَرَبِىٌّ مُّبِينٌ١٠٣

او یقینًا یقینًا مونږ پوهېږو چې بېشكه دوى وايي: خبره همدا ده چې ده ته یو انسان ښوونه كوي، د هغه كس ژبه چې دوى هغه ته نسبت كوي؛ عجمي ده او دا (قرآن) واضحه عربي ژبه ده

Zakaria Abulsalam

16:104
إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ لَا يَهْدِيهِمُ ٱللَّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ١٠٤

بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو باندې ایمان راوړي، الله دوى ته هدایت نه كوي او دوى ته ډېر دردوونكى عذاب دى

Zakaria Abulsalam

16:105
إِنَّمَا يَفْتَرِى ٱلْكَذِبَ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْكَـٰذِبُونَ١٠٥

خبره همدا ده چې دروغ هغه كسان تړي چې د الله په ایتونو باندې ایمان نه راوړي او همدغه خلق دروغجن دي

Zakaria Abulsalam

16:106
مَن كَفَرَ بِٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ إِيمَـٰنِهِۦٓ إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُۥ مُطْمَئِنٌّۢ بِٱلْإِيمَـٰنِ وَلَـٰكِن مَّن شَرَحَ بِٱلْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ ٱللَّهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ١٠٦

هغه څوك چې په الله سره كافر شو د خپل ایمان له راوړلو نه پس، غیر له هغه كس نه چې زور پرې وكړى شي، په دې حال كې چې د هغهٔ زړهٔ په ایمان سره مطمئن وي او لېكن هغه څوك چې په كفر سره خپله سینه فراخه كړي (له زړه نه پرې راي شي)، نو په دغو خلقو باندې د الله له جانبه غضب دى او د دوى لپاره ډېر لوى عذاب دى

Zakaria Abulsalam

16:107
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمُ ٱسْتَحَبُّوا۟ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا عَلَى ٱلْـَٔاخِرَةِ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْكَـٰفِرِينَ١٠٧

دا په سبب د دې چې بېشكه دوى دنيايي ژوند په اخرت باندې غوره كړى دى او دا چې بېشكه الله كافر قوم ته هدایت نه كوي

Zakaria Abulsalam

16:108
أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ طَبَعَ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَسَمْعِهِمْ وَأَبْصَـٰرِهِمْ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْغَـٰفِلُونَ١٠٨

دا همغه كسان دي چې الله د دوى پر زړونو او د دوى پر غوږونو او د دوى پر سترګو باندې مهر لګولى دى او همدغه كسان غافلان دي

Zakaria Abulsalam

16:109
لَا جَرَمَ أَنَّهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ١٠٩

حقیقت دا دى چې بېشكه دوى په اخرت كې، همدوى تاوانیان دي

Zakaria Abulsalam

16:110
ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ مِنۢ بَعْدِ مَا فُتِنُوا۟ ثُمَّ جَـٰهَدُوا۟ وَصَبَرُوٓا۟ إِنَّ رَبَّكَ مِنۢ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ١١٠

بیا بېشكه ستا رب د هغو كسانو لپاره چې هجرت يې كړى دى وروسته له دې چې په فتنو كې واچول شول، بیا يې جهاد هم كړى دى او صبر يې كړى دى، بېشكه ستا رب له دې نه پس خامخا ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

16:111
۞ يَوْمَ تَأْتِى كُلُّ نَفْسٍ تُجَـٰدِلُ عَن نَّفْسِهَا وَتُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ١١١

هغه ورځ چې هر كس به په داسې حال كې راځي چې د خپل نفس له طرف نه به جګړه كوي او هر نفس ته به پوره وركړى شي هغه څه چې ده كړي دي، په دې حال كې چې پر دوى به ظلم ونه كړى شي

Zakaria Abulsalam

16:112
وَضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ ءَامِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ ٱللَّهِ فَأَذَٰقَهَا ٱللَّهُ لِبَاسَ ٱلْجُوعِ وَٱلْخَوْفِ بِمَا كَانُوا۟ يَصْنَعُونَ١١٢

او الله د یو كلي مثال بیانوي چې د امن والا (او) اطمينان والا و، دغه (كلي) ته به د هغه رزق له هره ځایه پرېمانه راته، نو دغه كلي د الله د نعمتونو ناشكري وكړه، نو الله په دغه كلي باندې د لوږې او وېرې لباس وڅكاوه (لوږه او وېره يې پرې راوستله) په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول

Zakaria Abulsalam

16:113
وَلَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُولٌ مِّنْهُمْ فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمُ ٱلْعَذَابُ وَهُمْ ظَـٰلِمُونَ١١٣

او یقینًا یقینًا دوى ته له همدوى ځنې رسول راغلى و، نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو دوى عذاب ونیول، په داسې حال كې چې دوى ظالمان وو

Zakaria Abulsalam

16:114
فَكُلُوا۟ مِمَّا رَزَقَكُمُ ٱللَّهُ حَلَـٰلًا طَيِّبًا وَٱشْكُرُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ١١٤

نو تاسو خورئ له هغو (خوراكونو) نه چې تاسو ته الله دركړي دي، چې حلال، پاكيزه دي او تاسو د الله د نعمتونو شكر وباسئ كه چېرې تاسو خاص د هغهٔ عبادت كوئ

Zakaria Abulsalam

16:115
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ ٱلْمَيْتَةَ وَٱلدَّمَ وَلَحْمَ ٱلْخِنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ لِغَيْرِ ٱللَّهِ بِهِۦ ۖ فَمَنِ ٱضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ١١٥

همدا خبره ده چې هغه پر تاسو باندې حرامه كړې ده مرداره او وینه او د خنزیر غوښه او هغه چې په هغه باندې د غیرالله لپاره اواز پورته شوى وي، نو هغه څوك چې مجبوره شي ، په دې حال كې چې نه ظالم وي او نه (له حده) تجاوز كوونكى وي، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

16:116
وَلَا تَقُولُوا۟ لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ ٱلْكَذِبَ هَـٰذَا حَلَـٰلٌ وَهَـٰذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ١١٦

او په دې وجه چې ستاسو ژبې دروغ بیانوې تاسو دا مه وایئ چې دا حلال دي او دا حرام دي، د دې لپاره چې تاسو په الله باندې له ځانه دروغ جوړ كړئ، بېشكه هغه كسان چې په الله باندې دروغ تپي، هغوى به خلاصى ونه مومي

Zakaria Abulsalam

16:117
مَتَـٰعٌ قَلِيلٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ١١٧

ډېره لږه فايده ده، او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

Zakaria Abulsalam

16:118
وَعَلَى ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَيْكَ مِن قَبْلُ ۖ وَمَا ظَلَمْنَـٰهُمْ وَلَـٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ١١٨

او په هغو كسانو باندې چې یهودیان شوي دي، مونږ حرام كړي دي هغه څه چې مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړي دي او مونږ پر هغوى باندې ظلم نه دى كړى او لېكن هغوى وو چې پر خپلو ځانونو يې ظلم كاوه

Zakaria Abulsalam

16:119
ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ عَمِلُوا۟ ٱلسُّوٓءَ بِجَهَـٰلَةٍ ثُمَّ تَابُوا۟ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ وَأَصْلَحُوٓا۟ إِنَّ رَبَّكَ مِنۢ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ١١٩

بیا بېشكه ستا رب هغو كسانو ته چې بدي يې په ناپوهۍ سره كړې ده، بیا يې له دې نه بعد توبه ووېستله او اصلاح يې وكړه، بېشكه ستا رب له دې (توبې) نه بعد خامخا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

16:120
إِنَّ إِبْرَٰهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِّلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ١٢٠

بېشكه ابراهیم یو امت و، د الله فرمان منونكى، حق ته مايله او نه و هغه له مشركانو څخه

Zakaria Abulsalam