16. سورت النحل
سورت النحل د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
د الله حكم راغى، نو تاسو هغه په تلوار مه غواړئ، هغه لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې ورسره شریكوي
— Zakaria Abulsalam
هغه په خپل حكم ملايك له وحي سره نازلوي په هغه چا باندې چې يې وغواړي په خپلو بنده ګانو كې، چې تاسو (خلق) خبردار كړئ، په دې خبره چې بېشكه حقيقت دا دى چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر زه یم، نو تاسو له ما نه ووېرېږئ
— Zakaria Abulsalam
هغهٔ اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، هغه اوچت دى له هغه چې دوى يې ورسره شریكوي
— Zakaria Abulsalam
هغهٔ، انسان له نطفې نه پیدا كړى دى، بيا نو ناڅاپه دغه (انسان) ښه ښكاره سخت جګړه كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او څاروي، هغه يې پیدا كړي دي، تاسو لپاره په دوى كې د ګرمۍ اسباب او (نورې) ګټې دي او ځینې په دوى كې تاسو خورئ
— Zakaria Abulsalam
او تاسو لپاره په دوى كې جمال (او ښايست) دى كله چې يې بېرته ماښام (كور ته) راولئ او كله چې يې د څر لپاره بوځئ
— Zakaria Abulsalam
او دوى ستاسو درانه بارونه پورته كوي هغه ښار ته چې تاسو هغه ته رسېدونكي نه وئ مګر د ځانونو په مشقت سره، بېشكه ستاسو رب یقینًا ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى
— Zakaria Abulsalam
او اسونه او قچر او خره (يې پیدا كړي دي،) د دې لپاره چې تاسو په دغو باندې سواره شئ او د زینت لپاره او پیدا كوي هغه څه چې تاسو يې نه پېژنئ
— Zakaria Abulsalam
او خاص په الله باندې د سمې لارې بیان دى او ځینې په دغو (نورو لارو) كې كږې دي او كه هغه غوښتلى(،نو) لازمًا به يې تاسو ټولو ته هدایت كړى و
— Zakaria Abulsalam
دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، تاسو ته له هغو ځنې مشروب (څښاك) دى او له هغو ځنې ونې (واښه) هم رازرونېږي چې په هغو كې تاسو (څاروي) څروئ
— Zakaria Abulsalam
هغهٔ په دې (اولو) سره تاسو لپاره فصل او زیتون او كجورې او انګور او هر قسمه مېوې زرغونوي، بېشكه په دغو كې خامخا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې ښه غور فكر كوي
— Zakaria Abulsalam
او هغه مُسخَّر كړې ده تاسو لپاره شپه او ورځ او لمر او سپوږمۍ. او ستوري د هغه په حكم سره مُسَخَّر دي، بېشكه په دغو كې خامخا ډېرې نښې دي د هغو خلقو لپاره چې له عقل نه كار اخلي
— Zakaria Abulsalam
او (مُسخر كړي يې دي) هغه څه چې تاسو لپاره يې په ځمكه كې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې رنګونه يې مختلف دي، بېشكه په دغو كې یقینًا لویه نښه ده د هغو خلقو لپاره چې نصیحت قبلوي
— Zakaria Abulsalam
دى همغه ذات دى چې سمندر يې مُسخر كړى دى، د دې لپاره چې تاسو له هغه نه تازه غوښه وخورئ او له هغه نه ګاڼه (زېورات) راوباسئ چې تاسو يې اغوندئ او تهٔ په ده كې بېړۍ وینې، چې اوبه څيرونكې وي او د دې لپاره چې تاسو د هغه فضل طلب كړئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
— Zakaria Abulsalam
او هغهٔ په ځمكه كې پاخه غرونه غورځولي دي چې پر تاسو باندې ونه ښورېږي او (پیدا كړي يې دي) ولې (نهرونه) او لارې، د دې لپاره چې تاسو لار ومومئ
— Zakaria Abulsalam
او علامې (يې مقرر كړې دي) او په ستورو سره دوى لار مومي
— Zakaria Abulsalam
ایا نو هغه ذات چې پیدا كوي په شان د هغه چا دى چې (څه) نشي پیدا كولى؟ ایا نو تاسو پند نه اخلئ!
— Zakaria Abulsalam
او كه چېرې تاسو د الله نعمتونه شمېرل شروع كړئ، (، نو) هغه به ونشمېرلى شئ، بېشكه الله یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او الله ته معلوم دي هغه څه چې تاسو يې پټوئ او هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې دوى يې له الله نه غیر بلي، هغوى هېڅ شى نشي پیدا كولى، په دې حال كې چې دوى پخپله پیداكاوه شي
— Zakaria Abulsalam
مړه دي، ژوندي نه دي او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا راژوندي كولى شي
— Zakaria Abulsalam
ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو هغه كسان چې پر اخرت ایمان نه راوړي د هغوى زړونه مُنكِر دي او دوى تكبر كوونكي دي
— Zakaria Abulsalam
حقیقت دا دى چې بېشكه الله پوهېږي پر هغه څه چې دوى يې پټوي او پر هغه څه چې دوى يې څرګندوي، بېشكه هغه (الله) تكبر كوونكي نه خوښوي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى ته وویل شي: ستاسو رب څه نازل كړي دي؟ دوى وايي: د پخوانیو (خلقو) باطلې افسانې
— Zakaria Abulsalam
د دې لپاره چې دوى خپل پېټي پوره پورته كړي د قیامت په ورځ او د هغو خلقو له پېټو نه (هم پورته كړي) چې دوى يې په جهالت سره ګمراه كوي، خبردار شئ! بد دى هغه څیز چې دوى يې باروي
— Zakaria Abulsalam
یقینًا له دوى نه مخكې خلقو مكر كړى و، نو الله د دوى عمارتونه له بنیادونو نه ونړول، نو په دوى باندې د دوى له پاسه چتونه راپرېوتل او دوى ته عذاب له هغه ځایه راغى چې دوى يې شعور (او ګمان) هم نه لاره
— Zakaria Abulsalam
بیا به هغه د قیامت په ورځ دوى رسوا كوي او وايي به: زما هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به د هغوى په باره كې (له اهل حقو سره جګړي) مخالفتونه كول؟ وبه وايي هغه كسان چې علم ورته وركړ شوى دى: بېشكه په نن ورځ كې رسوايي او بدي په كافرانو باندې ده
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې ملايك يې (روح) قبضوي، په داسې حال كې چې دوى په خپلو ځانونو ظلم كوونكي وي، نو دوى به روغه (تسليمي) وړاندې كړي چې مونږ هېڅ بد عمل نه كاوه، ولې نه! بېشكه الله ښه پوه دى پر هغو عملونو چې تاسو به كول
— Zakaria Abulsalam
نو تاسو د جهنم په دروازه كې ننوځئ، په داسې حال كې، چې په ده كې به همېشه وئ، نو یقینًا د تكبر كوونكو استوګنه بده ده
— Zakaria Abulsalam
او هغو كسانو ته به وویل شي چې تقوىٰ يې غوره كړې ده: ستاسو رب څه نازل كړي دي؟ هغوى به ووايي: خیر (يې نازل كړى دى). د هغو كسانو لپاره چې په دې دنیا كې يې نېكي كړې ده ؛ نېكه بدله ده او یقینًا د اخرت كور ډېر غوره دى او یقینًا ښه كور د متقیانو دى
— Zakaria Abulsalam
چې د همېشه اوسېدلو جنتونه دي چې دوى به هغو ته داخلېږي، د هغو له لاندې ولې بهېږي، د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې هغه څه دي چې دوى يې غواړي، همدارنګه الله متقیانو ته بدله وركوي
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې ملايك يې (روح) قبض كوي، په دې حال كې چې هغوى پاك وي، دوى به (ورته) وايي: پر تاسو دې سلام وي، تاسو جنت ته داخل شئ، په سبب د هغو (نېكو) عملونو چې تاسو به كول
— Zakaria Abulsalam
دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا د رب حكم راشي، همدارنګه كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو او الله پر هغوى ظلم نه و كړى او لېكن هغوى پر خپلو ځانونو ظلم كاوه
— Zakaria Abulsalam
نو هغوى ته د خپلو عملونو بدي ورسېدله او هغوى ګېر كړل هغه څه چې دوى به ورپورې استهزا كوله
— Zakaria Abulsalam
او وویل هغو كسانو چې شرك يې كړى و: كه چېرې الله غوښتلې (، نو) مونږ به له هغه نه غير د هېڅ شي عبادت نه و كړى او نه به زمونږ پلرونو او نه به مونږ د هغه (له حكم) نه غير څه شى حرام كړى و، همدارنګه كار كړى و هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، نو د رسولانو په ذمه نشته مګر ښكاره رسَوَل
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ، نو په دوى كې ځینو ته الله هدایت وكړ او ځینې په دوى كې هغه دي چې ګمراهي پرې ثابته شوه، نو تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې د تكذیب كوونكو انجام څنګه و؟
— Zakaria Abulsalam
كه ته د دوى په هدایت راړولو باندې حرص وكړې، نو بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه يې ګمراه كړي او د دوى لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته
— Zakaria Abulsalam
او دوى په (نوم د) الله باندې قسمونه كوي، خپل پاخه قسمونه، چې الله به هغه څوك بیا راژوندي نه كړي چې وفات كېږي، ولې نه! (ژوندي كوي به يې، ځكه چې وعده يې كړې ده) وعده حقه پر هغه لازمه او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
لپاره د دې چې د دوى لپاره هغه شى ښه واضحه كړي چې دوى په هغه كې اختلاف كوي او لپاره د دې چې هغه كسان چې كفر يې كړى دى، پوه شي چې یقینًا دوى دروغژن وو
— Zakaria Abulsalam
همدا خبره ده چې زمونږ وینا یو شي ته چې كله يې مونږ اراده وكړو؛ دا ده چې مونږ هغه ته وایو: وشه نو هغه وشي
— Zakaria Abulsalam