17. سورت الإسراء
سورت الإسراء د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
هغه ذات لره پاكي ده چې خپل بنده يې د شپې په یوه لږه برخه كې له مسجد حرام نه مسجد اقصٰى ته بوتلو، هغه (مسجد اقصٰى) چې مونږ د هغه ګېرچاپېره بركت اچولى دى، د دې لپاره چې مونږ هغه ته له خپلو نښو څخه ځینې وښیو، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لېدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و او هغه مو د بني اسرائیلو لپاره هدایت ګرځولى و، چې تاسو له ما نه غیر هېڅ كارساز مه نیسئ
— Zakaria Abulsalam
اى د هغه چا اولاده چې مونږ له نوح سره سواره كړي وو، بېشكه هغه ډېر شكر ایستونكى بنده و
— Zakaria Abulsalam
او مونږ بني اسرائیلو ته په كتاب كې دا قطعي خبردارى وركړى و چې تاسو به خامخا هرومرو په ځمكه كې دوه ځلې فساد كوئ او خامخا هرومرو به تاسو سركشي كوئ، ډېره لویه سركشي
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې په هغو دواړو كې د اول ځلې وعده راغله (نو) مونږ پر تاسو باندې خپل داسې بنده ګان مسلط كړل چې ډېر سخت جنګي خلق وو، نو هغوى د ښارونو په مینځ كې ښه وګرځېدل او وه دا یوه وعده چې پوره كولى شوه
— Zakaria Abulsalam
بیا مونږ بېرته تاسو ته پر هغوى باندې غلبه دروګرځوله او ستاسو مدد مو وكړ په مالونو او زامنو سره او تاسو مو د ملاتړ (او افرادو) په لحاظ بېخي زیات كړئ
— Zakaria Abulsalam
كه تاسو نېكي وكړئ (نو) د خپلو ځانونو لپاره به نېكي وكړئ او كه چېرې تاسو بدي وكړئ، نو د همدغو (نفسونو) لپاره ده، نو كله چې د اخري ځل وعده راغله (نو مونږ پر تاسو باندې نور بنده ګان مُسلط كړل)، د دې لپاره چې (په وهلو وهلو) ستاسو مخونه وران ويجاړه كړي او د دې لپاره چې (اقصا) جومات ته داخل شي لكه څنګه چې اول ځلې ده ته داخل شوي وو، او د دې لپاره چې هلاك او تباه كړي هر هغه شى چې دوى پرې غالب شي، هلاكول
— Zakaria Abulsalam
امېد دى چې ستاسو رب به پر تاسو رحم وكړي او كه تاسو بېرته وګرځېدئ (سركشۍ ته، نو) مونږ به هم راوګرځو (عذاب دركولو ته)، او مونږ جهنم د كافرانو لپاره زندان ګرځولى دى
— Zakaria Abulsalam
بېشكه دا قرآن هغې (لارې) ته ښودنه كوي چې تر ټولو برابره نېغه ده او هغو مومنانو ته زېرى وركوي چې نېك عملونه كوي، د دې چې يقينًا د دوى لپاره ډېر لوى اجر دى
— Zakaria Abulsalam
او دا چې بېشكه هغه كسان چې په اخرت باندې ایمان نه راوړي، مونږ د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى
— Zakaria Abulsalam
او انسان د شر دعا غواړي د خپلې خیر د دعا (په شان) او انسان له شروع نه ډېر تلوار كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او مونږ شپه او ورځ دوه نښې جوړې كړي دي، بیا مونږ د شپې نښه تته وګرځوله او د ورځې نښه مو روښانه وګرځوله، د دې لپاره چې تاسو د خپل رب فضل طلب كړئ او د دې لپاره چې تاسو د كلونو شمېر او حساب وپېژنئ او هر شى، مونږ هغه ښه په تفصیل سره بیان كړى دى
— Zakaria Abulsalam
او هر انسان لره، مونږ هغه ته خپل عمل د هغه په غاړه كې لازم كړى دى او د قیامت په ورځ به ده ته یو كتاب راوباسو چې دى به ورسره مخامخ شي، په داسې حال كې چې غوړېدلى به وي
— Zakaria Abulsalam
ته خپل كتاب ولوله، نن ورځ ستا په خلاف هم ستا خپل نفس كافي دى، حساب كوونكى
— Zakaria Abulsalam
چا چې نېغه لار ونیوله، نو همدا خبره ده چې هغه د خپل ځان (د فايدې) لپاره نېغه لار نیسي او څوك چې بې لارې شو، نو همدا خبره ده چې هغه د همدغه (نفس) په ضرر بې لارې كېږي او هېڅ بار اوچتونكى د بل بار نه اوچتوي او مونږ كله هم عذاب وركوونكي نه یو تر هغه پورې چې رسول ولېږو
— Zakaria Abulsalam
او كله چې مونږ اراده وكړو چې یو كلى هلاك كړو (نو) مونږ د هغه (كلي) كبرجنو مالدارو ته حكم وكړو، نو هغوى (حكم ونه مني بلكې) په دغه (كلي) كې فسق وكړي، نو په هغه باندې خبره ثابته شي، بیا مونږ هغه تباه كړو، سخت تباه كول
— Zakaria Abulsalam
او مونږ له نوح نه وروسته څومره ډېر قرنونه (امتونه) هلاك كړي دي! او ستا رب ښه كافي دى د خپلو بنده ګانو په ګناهونو باندې ښه خبردار، ښه لیدونكى
— Zakaria Abulsalam
هغه څوك چې داسې وي چې دنیا غواړي (نو) مونږ به هغه ته په دې كې هغه څه په تلوار وركړو چې مونږ يې غواړو، د هغه چا لپاره چې مونږ يې اراده وكړو، بیا مونږ د هغهٔ لپاره جهنم مقرر كړو چې دى به هغه ته ننوځي، په داسې حال كې چې ملامت كړى شوى، شړل شوى به وي
— Zakaria Abulsalam
او هغه څوك چې اخرت غواړي او د هغه لپاره كوشش كوي، د هغهٔ لايق كوشش، په دې حال كې چې مومن (هم) وي، نو دغه خلق، د دوى سعي قدر كړى شوې (او مقبوله) ده
— Zakaria Abulsalam
له هر یو سره مونږ ستا د رب له وركړې څخه مدد كوو، له دوى سره او له دغو سره، او ستا د رب عطا (وركړه په دنیا كې) كله هم منع كړى شوې نه ده
— Zakaria Abulsalam
ته وګوره! څرنګه مونږ د دوى ځینې، په ځینو نورو باندې غوره كړي دي او خامخا اخرت د درجو په لحاظ تر ټولو لوى او د فضیلت وركولو په لحاظ تر ټولو غټ دى
— Zakaria Abulsalam
ته له الله سره بل معبود مه نیسه، نو (ګنې) ملامت كړى شوى، بې یارومددګار به كېنې
— Zakaria Abulsalam
او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغهٔ او له مور و پلار سره ښه احسان كوئ او كه چېرې په دوى كې یو یا دواړه له تا سره كله هم زوړوالي (بوډاوالي) ته ورسېږي، نو ته دې دواړو ته اُف (هم) مه وایه او مه دوى رټه او ته دوى ته ډېره تعظیمي خبره وایه
— Zakaria Abulsalam
او ته د دوى لپاره له مهربانۍ نه د تواضع وزر ښكته كړه او وایه: اى زما ربه! ته پر دوى دواړو مهرباني وكړه، لكه څنګه چې دوى دواړو زما پالنه كړې ده، په دې حال كې چې زه وړوكى وم
— Zakaria Abulsalam
ستاسو رب پر هغه څه ښه پوه دى چې ستاسو په نفسونو كې دي كه تاسو نېكان یئ، نو بېشكه هغه له شروع نه د توبه كوونكو لپاره ډېر مغفرت كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او د خپلوۍ خاوند ته د هغه حق وركړه او مسكین او مسافر ته (هم) او اسراف مه كوه، اسراف كول
— Zakaria Abulsalam
بېشكه اسراف كوونكي د شیطانانو وروڼه دي او شیطان له همېشه د خپل رب ډېر ناشكره دى
— Zakaria Abulsalam
او كه چېرې ته له دوى نه خامخا اعراض كوې (مخ اړوې)، د خپل رب له جانبه د رحمت د طلب لپاره چې ته يې امېد لرې، نو دوى ته ډېره اسانه خبره وایه
— Zakaria Abulsalam
او مه كوه خپل لاس تر خپلې غاړې پورې تړل شوى او مه هغه غځوه، بېخي پوره غځول (ګنې) نو ملامت كړى شوى، پښېمانه شوى به كېنې
— Zakaria Abulsalam
بېشكه ستا رب رزق فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې، (چا ته چې وغواړی) بېشكه هغه پر خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او تاسو خپل اولاد د فقر له وېرې مه وژنئ، هم دا مونږ هغوى ته روزي وركوو او تاسو ته (هم) بېشكه د دوى وژل له شروع نه ډېره لویه ګناه ده
— Zakaria Abulsalam
او تاسو زنا ته مه نژدې كېږئ، بېشكه دا له شروع نه غټه بې حیايي ده او بده لار ده
— Zakaria Abulsalam
او تاسو هغه نفس مه وژنئ چې الله حرام كړى دى مګر په حقه سره (د قانون او قاضي د حكم مطابق) او څوك چې ووژل شي، په دې حال كې چې مظلوم وي، نو یقینًا مونږ د هغه ولي (وارث) ته پوره غلبه وركړې ده، نو هغه دې په وژلو كې اسراف نه كوي، بېشكه دغه (وارث) مدد كړى شوى دى
— Zakaria Abulsalam
او تاسو د یتیم مال ته مه نژدې كېږئ مګر په هغې طریقې سره چې هغه تر ټولو ښه وي، تر هغه پورې چې هغه خپل د بلوغ حد ته ورسېږي او تاسو عهد پوره كوئ، بېشكه د عهد باره كې به پوښتنه كېږي.
— Zakaria Abulsalam
او تاسو پېمانه پوره وركوئ كله چې تاسو (څه شى) پېمانه كوئ او په ډېرې برابرې تلې سره تول كوئ دا (كار) تر ټولو غوره او د انجام په لحاظ تر ټولو ښه دى
— Zakaria Abulsalam
او ته د هغه شي پیروي مه كوه چې تا ته د هغهٔ (صحيح) علم نه وي، بېشكه غوږونه او سترګې او زړه، په دغو كې د هر یو باره كې به تپوس كولى شي.
— Zakaria Abulsalam
او په ځمكه كې په تكبر سره مه ګرځه، بېشكه چې ته به ځمكه كله هم څیرې نه كړى شې او په اوږدوالي كې به غرونو ته كله هم ونه رسېږې
— Zakaria Abulsalam
دغه ټول كارونه (چې دي)، د دغو بدي (او خرابي) ستا د رب په نیز له شروع نه ناخوښه ده
— Zakaria Abulsalam
دا (ټول حكمونه) له هغو د حكمت (او پوهې) له خبرو څخه دي چې ستا رب تا ته وحي كړي دي او ته له الله سره بل هېڅ معبود مه نیسه (ګنې) نو په جهنم كې به وغورځول شي، ملامت كړى شوى، رټل شوى
— Zakaria Abulsalam
ایا ستاسو رب تاسو په زامنو سره غوره كړي یئ او (پخپله) هغه له ملايكو څخه جینكۍ نیولي دي؟ بېشكه تاسو یقینًا ډېره لویه (دروغجنه) خبره وایئ
— Zakaria Abulsalam