QuranPilotQuranPilot
الْحِجْرُ

15. سورت الحجر

سورت الحجر د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful

15:1
الٓر ۚ تِلْكَ ءَايَـٰتُ ٱلْكِتَـٰبِ وَقُرْءَانٍ مُّبِينٍ١

الف، لام، را، دغه د كتاب او واضح قرآن ایتونه دي

Zakaria Abulsalam

15:2
رُّبَمَا يَوَدُّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْ كَانُوا۟ مُسْلِمِينَ٢

ډېر ځلې به ارزو كوي هغه كسان چې كافران شوي دي چې كاش دوى مسلمانان وى!

Zakaria Abulsalam

15:3
ذَرْهُمْ يَأْكُلُوا۟ وَيَتَمَتَّعُوا۟ وَيُلْهِهِمُ ٱلْأَمَلُ ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ٣

ته دوى پرېږده چې خوراك كوي او فايده اخلي او امېدونه يې غافله كړي، نو ژر ده چې دوى به پوه شي

Zakaria Abulsalam

15:4
وَمَآ أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ إِلَّا وَلَهَا كِتَابٌ مَّعْلُومٌ٤

او مونږه هېڅ یو كلى نه دى هلاك كړى مګر په دې حال كې چې د هغه به لیك (مقرر وخت) معلوم و

Zakaria Abulsalam

15:5
مَّا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَـْٔخِرُونَ٥

هېڅ امت له خپل وخت نه نه مخكې كېږي او نه وروسته كېږي

Zakaria Abulsalam

15:6
وَقَالُوا۟ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِى نُزِّلَ عَلَيْهِ ٱلذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ٦

او دوى وویل: اى هغه كسه چې په هغه باندې ذكر (قرآن) نازل شوى دى! یقینًا ته خو لیونى يې

Zakaria Abulsalam

15:7
لَّوْ مَا تَأْتِينَا بِٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ٧

ولې ته مونږ ته ملايك نه راولې! كه چېرې ته له رښتینو څخه يې

Zakaria Abulsalam

15:8
مَا نُنَزِّلُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ إِلَّا بِٱلْحَقِّ وَمَا كَانُوٓا۟ إِذًا مُّنظَرِينَ٨

(اى خلقو واورئ!)مونږ ملايك نه نازلوو مګر په حقه سره او دوى به په دغه وخت كې مهلت وركړى شوي نه وي

Zakaria Abulsalam

15:9
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا ٱلذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَـٰفِظُونَ٩

بېشكه همدا مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو

Zakaria Abulsalam

15:10
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ فِى شِيَعِ ٱلْأَوَّلِينَ١٠

او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې د ړومبنیو خلقو په ډلو كې (رسولان) لېږلي وو

Zakaria Abulsalam

15:11
وَمَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ١١

او دوى ته به هېڅ یو رسول نه راته مګر دوى به په هغه پورې مسخرې كولې

Zakaria Abulsalam

15:12
كَذَٰلِكَ نَسْلُكُهُۥ فِى قُلُوبِ ٱلْمُجْرِمِينَ١٢

همدارنګه مونږ دا خبره د مجرمانو په زړونو كې ننباسو

Zakaria Abulsalam

15:13
لَا يُؤْمِنُونَ بِهِۦ ۖ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ ٱلْأَوَّلِينَ١٣

دوى پر ده ایمان نه راوړي او یقینًا د پخوانیو (كافرو) طریقه تېره شوې ده

Zakaria Abulsalam

15:14
وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَيْهِم بَابًا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ فَظَلُّوا۟ فِيهِ يَعْرُجُونَ١٤

او كه مونږ په دوى باندې له اسمان نه كومه دروازه پرانستلې وى، بیا دوى په هغې كې تل ختلى

Zakaria Abulsalam

15:15
لَقَالُوٓا۟ إِنَّمَا سُكِّرَتْ أَبْصَـٰرُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَّسْحُورُونَ١٥

(نو) دوى به خامخا ویل چې همدا خبره ده چې زمونږ سترګې تړل شوې دي، بلكې پر مونږ جادو شوى دى

Zakaria Abulsalam

15:16
وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِى ٱلسَّمَآءِ بُرُوجًا وَزَيَّنَّـٰهَا لِلنَّـٰظِرِينَ١٦

او یقینًا یقینًا مونږ په اسمان كې برجونه پیدا كړي دي او مونږ هغه د كتونكو لپاره ښايسته كړى دى

Zakaria Abulsalam

15:17
وَحَفِظْنَـٰهَا مِن كُلِّ شَيْطَـٰنٍ رَّجِيمٍ١٧

او مونږ هغه ساتلى دى له هر شیطان ویشتل شوي نه

Zakaria Abulsalam

15:18
إِلَّا مَنِ ٱسْتَرَقَ ٱلسَّمْعَ فَأَتْبَعَهُۥ شِهَابٌ مُّبِينٌ١٨

مګر هغه (شیطان) چې اورېدل شوې خبره غلا كړي، نو په هغه پسې شي یوه ښكاره شعله

Zakaria Abulsalam

15:19
وَٱلْأَرْضَ مَدَدْنَـٰهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَٰسِىَ وَأَنۢبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَىْءٍ مَّوْزُونٍ١٩

او ځمكه، مونږ هغه غځولې ده او مونږ په هغې كې غرونه غورځولي دي او مونږ په هغې كې هر اندازه كړى شوى شى زرغون كړى دى

Zakaria Abulsalam

15:20
وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَـٰيِشَ وَمَن لَّسْتُمْ لَهُۥ بِرَٰزِقِينَ٢٠

او مونږ تاسو لپاره په هغې كې معیشتونه پیدا كړي دي او هغه هم چې تاسو هغه ته روزي وركوونكي نه یئ

Zakaria Abulsalam

15:21
وَإِن مِّن شَىْءٍ إِلَّا عِندَنَا خَزَآئِنُهُۥ وَمَا نُنَزِّلُهُۥٓ إِلَّا بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ٢١

او نشته هېڅ څیز مګر زمونږ سره د هغه خزانې دي او مونږ هغه نه نازلوو مګر په معلومې اندازې سره

Zakaria Abulsalam

15:22
وَأَرْسَلْنَا ٱلرِّيَـٰحَ لَوَٰقِحَ فَأَنزَلْنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَسْقَيْنَـٰكُمُوهُ وَمَآ أَنتُمْ لَهُۥ بِخَـٰزِنِينَ٢٢

او مونږ هواګانې لېږلې دي، چې بلاربوونكې دي، پس مونږ له بره اوبه نازلې كړې، نو مونږ هغه په تاسو وڅښولې او تاسو دغو (اوبو) لره خزانه كوونكي نه یئ

Zakaria Abulsalam

15:23
وَإِنَّا لَنَحْنُ نُحْىِۦ وَنُمِيتُ وَنَحْنُ ٱلْوَٰرِثُونَ٢٣

او بېشكه مونږ، یقینًا همدا مونږ ژوند وركوو او مرګ وركوو او همدا مونږ وارثان یو

Zakaria Abulsalam

15:24
وَلَقَدْ عَلِمْنَا ٱلْمُسْتَقْدِمِينَ مِنكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا ٱلْمُسْتَـْٔخِرِينَ٢٤

او یقینًا یقینًا مونږ په تاسو كې مخكې كېدونكي پېژندلي دي او یقینًا یقینًا مونږ وروسته كېدونكي (هم) پېژندلي دي

Zakaria Abulsalam

15:25
وَإِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَحْشُرُهُمْ ۚ إِنَّهُۥ حَكِيمٌ عَلِيمٌ٢٥

او بېشكه ستا رب، هغه به دوى راټولوي، بېشكه هغه ښه حكمت والا، ښه عالم دى

Zakaria Abulsalam

15:26
وَلَقَدْ خَلَقْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ مِن صَلْصَـٰلٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ٢٦

او یقینًا یقینًا مونږه انسان پیدا كړى دى له كړنګېدونكې وچې خټې نه، چې له تورې سخا كړى شوې خټې ځنې وه

Zakaria Abulsalam

15:27
وَٱلْجَآنَّ خَلَقْنَـٰهُ مِن قَبْلُ مِن نَّارِ ٱلسَّمُومِ٢٧

او جانّ (پلار د پېریانو) مونږ هغه له ده نه مخكې د بې لوګي اور څخه پیدا كړى دى

Zakaria Abulsalam

15:28
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَـٰٓئِكَةِ إِنِّى خَـٰلِقٌۢ بَشَرًا مِّن صَلْصَـٰلٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ٢٨

او كله چې ستا رب وویل: بېشكه زه د یو بشر پېدا كوونكى یم د كړنګېدونكې وچې خټې نه چې له تورې سخا كړى شوې خټې ځنې ده

Zakaria Abulsalam

15:29
فَإِذَا سَوَّيْتُهُۥ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِى فَقَعُوا۟ لَهُۥ سَـٰجِدِينَ٢٩

نو كله چې زه هغه برابر كړم او په هغه كې له خپله روح پُو كړم، نو تاسو هغه ته پرېوځئ، سجده كوونكي

Zakaria Abulsalam

15:30
فَسَجَدَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ٣٠

نو ملايكو ټولو عامو سجده وكړه

Zakaria Abulsalam

15:31
إِلَّآ إِبْلِيسَ أَبَىٰٓ أَن يَكُونَ مَعَ ٱلسَّـٰجِدِينَ٣١

له ابلیس نه غير، هغه له دې نه انكار وكړ چې له سجده كوونكو سره ملګرى شي

Zakaria Abulsalam

15:32
قَالَ يَـٰٓإِبْلِيسُ مَا لَكَ أَلَّا تَكُونَ مَعَ ٱلسَّـٰجِدِينَ٣٢

ويې ويل: اى ابلیسه! تا ته څه عذر دى چې ته له سجده كوونكو سره نه ملګرى كېږې؟

Zakaria Abulsalam

15:33
قَالَ لَمْ أَكُن لِّأَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُۥ مِن صَلْصَـٰلٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ٣٣

هغه وویل: زه داسې نه یم چې بشر ته سجده وكړم چې تا هغه پیدا كړى دى له كړنګېدونكو وچو كودرو نه، چې له تورې سخا شوې خټې ځنې و

Zakaria Abulsalam

15:34
قَالَ فَٱخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ٣٤

وفرمایل: (الله) نو ته ووځه له دې ځاى نه، پس یقینًا ته رټل شوى يې

Zakaria Abulsalam

15:35
وَإِنَّ عَلَيْكَ ٱللَّعْنَةَ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلدِّينِ٣٥

او بېشكه په تا باندې د قیامت د ورځې پورې لعنت دى

Zakaria Abulsalam

15:36
قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِىٓ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ٣٦

هغه وویل: اى زما ربه! نو ته ما ته د هغې ورځې پورې مهلت راكړه چې خلق به بیا ژوندي كولى شي

Zakaria Abulsalam

15:37
قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ ٱلْمُنظَرِينَ٣٧

ويې ويل: پس یقینًا ته له مهلت وركړى شويو څخه يې

Zakaria Abulsalam

15:38
إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْوَقْتِ ٱلْمَعْلُومِ٣٨

د معلوم وخت تر ورځې پورې

Zakaria Abulsalam

15:39
قَالَ رَبِّ بِمَآ أَغْوَيْتَنِى لَأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ٣٩

ويې ويل: اى زما ربه! په سبب د دې چې تا زه ګمراه كړم خامخا هرومرو به زه په ځمكه كې د دوى لپاره ښكلي كول كوم (ګناهونه او نافرمانۍ به ورته ښكلي كوم) او خامخا هرومرو به زه دوى ټول ګمراه كوم

Zakaria Abulsalam

15:40
إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ ٱلْمُخْلَصِينَ٤٠

مګر په دوى كې ستا خالص كړى شوي بنده ګان

Zakaria Abulsalam