18. سورت الکهف – آیتونه 81–110
سورت الکهف د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
نومونږ وغوښتل چې دوى ته د دوى رب (داسې) بدل وركړي (چې) له دغه (هلك) نه په پاكۍ كې غوره وي او (له دغه نه) په مهربانۍ كې ډېر نږدې وي
— Zakaria Abulsalam
او پاتې شو دېوال، نو هغه د دوه یتیمو هلكانو و، چې په ښار كې وو، او له هغه نه لاندې د هغو دواړو لپاره خزانه وه او د دغو دواړو پلار نېك (سړى) و، نو ستا رب اراده وكړه چې دوى دواړه خپلې ځوانۍ (او قوت) ته ورسي او (بیا) خپله خزانه راوباسي، ستا د رب د مهربانۍ په وجه او دغه (كار) ما (له خپله ځانه) په خپل حكم نه دى كړى، دغه حقیقت د هغه څه دى چې تا په هغو د صبر كولو طاقت ونشو كړى
— Zakaria Abulsalam
او دوى له تا نه د ذوالقرنین باره كې تپوس كوي، ته (دوى ته) ووایه: ژر به زه تاسو ته د هغه په هكله څه احوال بيان كړم
— Zakaria Abulsalam
بېشكه مونږ هغه ته په ځمكه كې اقتدار وركړى و او مونږ هغه ته له هر شي نه یوه لاره (او وسيله) وركړې وه
— Zakaria Abulsalam
نو هغه لاره ونیوله (او هغه اسباب هم چې مغرب ته يې ورساوه)
— Zakaria Abulsalam
تر هغه پورې چې كله دى د لمر پریوتو ځاى ته ورسېده (نو) ده دغه (لمر) ومونده چې د تورو خټو په لویه چینه كې ډوبېده، او ده هغې(چینې) ته نژدې یو قوم ومونده، مونږ وویل: اى ذوالقرنینه! (تا ته اختيار حاصل دى چې) یا خو تهٔ (دوى ته) عذاب وركړه او یا دا چې ته د دوى په هكله ښه لار ونیسه
— Zakaria Abulsalam
ده وویل: هر چې هغه كس دى چې (له دې نه بعد) ظلم (شرك) وكړي، نو ژر به مونږ هغه ته (دنيايي) سزا وركړو، بیا به هغه خپل رب ته بېرته بوتللى شي، نو هغه به ده ته عذاب وركړي ډېر سخت عذاب
— Zakaria Abulsalam
او پاتې شو هغه كس چې ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو د هغه لپاره په بدله كې غوره ښېګڼه ده (چې جنت دى) او ژر ده چې مونږ به هغه ته زمونږ په كار كې پیدا كړو
— Zakaria Abulsalam
بیا ده بله لاره ونیوله (او هغه اسباب هم چې مشرق ته يې ورساوه)
— Zakaria Abulsalam
تر هغه پورې چې كله دى د لمر ختو ځاى ته ورسېده (،نو) دغه (لمر) يې ومونده چې پر داسې قوم راخېژي چې مونږ هغوى ته د دغه (لمر) په وړاندې كومه پرده نه وه ګرځولې
— Zakaria Abulsalam
همداسې (حال) و او یقینًا مونږ د خبردارۍ په لحاظ پر هغه څه احاطه كړې وه چې له ده سره وو
— Zakaria Abulsalam
بیا ده بله لاره ونیوله (او نور اسباب يې تیار كړل)
— Zakaria Abulsalam
تر هغه پورې چې كله دى د دوه غرونو مینځ ته ورسېده (،نو) د دغو دواړو وړاندې يې داسې قوم ومونده چې نژدې نه وو چې دوى (د ذوالقرنین) پر خبره پوه شي
— Zakaria Abulsalam
دوى وویل: اى ذوالقرنینه! بېشكه یاجوج او ماجوج په ځمكه كې فساد كوونكي دي، نو ایا مونږ تا لپاره لګښت مقرر كړو، د دې لپاره چې ته زمونږ په مینځ كې او د دوى مینځ كې یو دېوال جوړ كړې؟
— Zakaria Abulsalam
ده وویل: هغه څیزونه چې ما ته زما رب په (استعمال د) هغو كې قدرت راكړى دى (هغه) ډېر غوره دي، نو تاسو زما سره مرسته په محنت (او كار) سره وكړئ، زه به ستاسو په مینځ كې او د دوى په مینځ كې ښه مضبوط دېوال جوړ كړم
— Zakaria Abulsalam
تاسو ما ته د اوسپنې تختې راكړئ، تر هغه پورې (يې ایښودلې چې) كله دغه (دېوال) د (غرونو) دوو څوكو په مینځ كې برابر شو، ويې ویل چې پو كړئ، تر هغه پورې چې كله يې دغه (اوسپنه) اور وګرځوله (،نو) ويې ويل: تاسو ما ته راوړئ چې زه پر دې (دېوال) وېلې كړى شوې تانبه وغورځوم
— Zakaria Abulsalam
نو د دوى به طاقت نه وي چې پر ده وخېژي او نه به دوى د سوري كولو طاقت ولرلى شي
— Zakaria Abulsalam
دغه زما د رب له جانبه یو رحمت دى، نو كله چې زما د رب وعده راشي دا به له ځمكې سره هموار وګرځوي او زما د رب وعده حقه ده
— Zakaria Abulsalam
او مونږ به په دغه ورځ كې د دوى ځینې پرېږدو چې په ځینو نورو كې به موجونه وهي (ننوځي به) او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نومونږ به دوى راجمع كړو، پوره جمع كول
— Zakaria Abulsalam
او په دغې ورځ به مونږ جهنم كافرانو ته وروړاندې كړو، وروړاندې كول
— Zakaria Abulsalam
هغو كسانو ته چې د هغوى سترګې زما له ذكر نه په پرده كې وې او دوى اورېدل نشول كولى
— Zakaria Abulsalam
ایا نو كافران شویو كسانو ګمان كړى دى چې دوى به له ما نه غير زما بنده ګان كارسازوونكي ونیسي (او بیا به هم زه ورته عذاب نه وركوم، نه) بېشكه مونږ د كافرانو لپاره جهنم مېلمستیا تیار كړى دى
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: ایا مونږ تاسو ته د هغو كسانو باره كې خبر وركړو چې د اعمالو په لحاظ تر ټولو زیات تاواني دي؟
— Zakaria Abulsalam
دوى هغه كسان دي چې په دنيايي ژوند كې د دوى منډې توى (او بې ځايه) تللي دي، په داسې حال كې چې دوى دا ګمان كوي چې یقیناً هم دوى ښه عملونه كوي
— Zakaria Abulsalam
هم دغه كسان دي چې د خپل رب په ایتونو او د هغه په ملاقات سره كافر (او انكاري) شوي دي، نو د دوى عملونه برباد شول، نو د قیامت په ورځ به مونږ د دوى لپاره هېڅ وزن ونه دروو (هېڅ حيثيت به ورنكړو)
— Zakaria Abulsalam
دغه، د دوى بدله جهنم ده په سبب كفر وكړ او زما ایتونه او زما رسولان يې مسخره نیولي وو
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره د فردوس (اعلٰی) جنتونه مېلمستیا دي
— Zakaria Abulsalam
چې په دغو كې به تل وي، دوى به له دغو نه ګرځېدل (او بل ځاى ته منتقل كېدل) نه غواړي
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: كه سمندر زما د رب د كلماتو لپاره سیاهي شي، (نو) سمندر به خامخا خلاص شي، مخكې له دې چې زما د رب كلمات تمام شي، اګر كه مونږ د دغه (سمندر) په مثل مدد (يا سياهي) هم راوړو
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې زه يواځې ستاسو په شان بشر یم، ما ته وحي كولى شي چې بېشكه ستاسو معبود يواځې یو معبود دى، نو هغه څوك چې د خپل رب د ملاقات امېد لري، نو هغه دې نېك عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوك نه شریكوي
— Zakaria Abulsalam
Learning plans for Surah Al-Kahf
Structured daily lessons to study this surah with reflection and consistency.
Browse all learning plans →Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.