19. سورت مريم
سورت مريم د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
كاف، ها، يا، عين، صاد
— Zakaria Abulsalam
(دا) ستا د رب د رحمت ذكر دى په خپل بنده زكریا باندې
— Zakaria Abulsalam
كله چې ده خپل رب ته اواز وكړ ډېر ورو اواز
— Zakaria Abulsalam
ويې ويل: اى زما ربه! یقینًا زه چې یم زما هډوكي كمزوري (ضعیف) شوي دي او سر مې د سپین والي په وجه شغلې وهي، په دې حال كې چې اى زما ربه! زه هيڅكله له تا نه په سوال سره محروم (او نا امېده) نه یم پاتې شوى
— Zakaria Abulsalam
او بېشكه زه چې یم، خپل وروسته له خپلوانو نه وېرېږم، او زما ښځه له شروع نه شنډه ده، نو ته ما ته له خپل جانب نه یو وارث راكړه
— Zakaria Abulsalam
چې وارث شي د دين زما او وارث شي د دين د اولاد د يعقوب او دى وګرځوه اى ربه غوره شوى
— Zakaria Abulsalam
اى زكریا! بېشكه مونږ تا ته د داسې هلك زېرى دركوو چې د ده به نوم یحیٰی وي، مونږ ده ته له دې نه مخكې څوك همنامى نه دى ګرځولى
— Zakaria Abulsalam
ده وویل: اى زما ربه! زما لپاره به هلك څنګه كېږي، په داسې حال كې چې زما ښځه له شروع نه شنډه ده اویقینًا زه د ډېر زوړوالي په وجه ډېرې كمزورۍ ته رسېدلى یم
— Zakaria Abulsalam
(الله) ورته وویل: هم داسې دي، ستا رب فرمایلي دي چې دغه (كار) ما ته ډېر اسان دى او تحقیق ته ما پیدا كړى يې له دې نه مخكې، حال دا چې ته هېڅ شى نه وې
— Zakaria Abulsalam
ده وویل: اى زما ربه! ته زما لپاره یوه نښه مقرر كړه (الله) وویل: ستا نښه داده چې ته به له خلقو سره درې شپې (او ورځې) خبرې نشې كولى، په داسې حال كې چې ته به ښه روغ يې
— Zakaria Abulsalam
نو دى په خپل قوم باندې له عبادت ځاى څخه راووت، پس دوى ته يې اشاره وكړه داسې چې تاسو سبا او بېګاه تسبیح وایئ
— Zakaria Abulsalam
اى یحیٰی! ته دغه كتاب په قوت سره ونیسه، او مونږ ده ته حكم (حكمت او نبوت) وركړ، په داسې حال كې چې دى هلك و
— Zakaria Abulsalam
او له خپل جانب نه مو (ده ته)، مهرباني (وركړې وه) او پاكي او دى ډېر پرهېزګاره و
— Zakaria Abulsalam
او له خپل مور و پلار سره نېكي كوونكى و، او سركشه، نافرمانه نه و
— Zakaria Abulsalam
او پر ده دې سلام وي په هغې ورځ چې دى پيدا شو او په هغې ورځ چې دى به مري او په هغې ورځ چې دى به بیا ژوندى راپورته كړى شي
— Zakaria Abulsalam
او ته په كتاب كې (قصه د) مریم یاده كړه كله چې هغه له خپلې كورنۍ نه هغه ځاى ته په څنګ شوه چې (د كور) مشرقي جانب و
— Zakaria Abulsalam
نو دې د دوى په طرف پرده ونیوله، نو مونږ دې ته خپل روح (مَلَك جبريل) ولېږه، نو هغه دې ته د كامل سړي په شكل كې څرګند شو
— Zakaria Abulsalam
(نو) دې وویل: بېشكه زه له تا نه په رحمٰن پورې پناه نیسم، كه چېرې ته پرهېزګاره يې
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: یقینًا زه خو يواځې ستا د رب رسول (استاځى) یم، د دې لپاره چې (د خپل رب په حكم) تا ته یو ډېر پاك هلك دركړم
— Zakaria Abulsalam
دې وویل: زما به هلك څنګه پیدا شي؟ حال دا چې ما ته هېڅ يو بشر لاس هم نه دى راوړى، او زه چېرې بدكاره هم نه یم
— Zakaria Abulsalam
ويې ويل: خبره همداسې ده (لېكن) ستا رب فرمایلي دي: دغه كار ما ته ډېر اسان دى او د دې لپاره چې مونږ هغه (ماشوم) د خلقو لپاره نښه وګرځوو او له خپل جانب نه رحمت او دغه یو فیصله شوى كار دى
— Zakaria Abulsalam
نو (مریم) په دغه (عیسٰی) سره حامله شوه، نو له دغه (حمل) سره یو لرې ځاى ته په څنګ شوه
— Zakaria Abulsalam
نو دغه (مریم) د لنګوال درد د كجورې د ونې تنې (ډډ) ته راوسته، دې وویل: اى كاشكې زه له دې نه مخكې مړه شوې وى او زه بېخي هېره شوې، له زړونو وتلې وى
— Zakaria Abulsalam
نو دې ته يې د دې له لاندې نه اواز وكړ چې مه خفه كېږه، یقینًا ستا رب له تا نه لاندې چینه روانه كړې ده
— Zakaria Abulsalam
او خپل ځان ته د كجورې تنه راوخوځوه، هغه به پر تا پخې تازه لوندې كجورې راوغورځوي
— Zakaria Abulsalam
پس (دغه كجورې) خوره او (دغه اوبه) څښه او (په عیسٰی سره) سترګې یخې كړه، نو كه خامخا تا له خلقو ځنې یو څوك ولیده، نو (ورته) وایه: بېشكه ما د رحمٰن لپاره پر ځان د روژې نذر منلى دى، پس نن ورځ به زه له سره خبرې ونه كړم له هېڅ یوه انسان سره
— Zakaria Abulsalam
نو دې (مریمې) هغه (عیسٰی) خپل قوم ته راوړ، چې دى يې راپورته كړى و، دوى (ورته) وویل: اى مریمې! یقینًا یقینًا تا ډېر بد كار كړى دى
— Zakaria Abulsalam
اى د هارون خورې! ستا پلار خو بد سړى نه و او نه ستا مور بدكاره (بد عمله) وه
— Zakaria Abulsalam
نو هغې دغه (عیسٰی) ته اشاره وكړه، دوى وویل: مونږ له هغه چا سره څنګه خبرې وكړو چې دى په غېږ كې دى، چې وړوكى دى
— Zakaria Abulsalam
ده وویل: بېشكه زه د الله بنده یم، هغهٔ ما ته كتاب راكړى دى او زه يې نبي ګرځولى یم
— Zakaria Abulsalam
او زه يې بركت ناك ګرځولى یم په هر ځاى كې چې اوسم او ده ما ته په لمانځه او زكات سره كلك حكم راكړى دى، تر څو چې زه ژوندى یم
— Zakaria Abulsalam
(او زه يې ګرځولى یم) له خپلې مور سره نېكي كوونكى او زه يې سركشه، بدبخته نه یم ګرځولى
— Zakaria Abulsalam
او پر ما دې سلام وي په هغې ورځ چې زه پيدا شوم او په هغې ورځ چې زه به مرم او په هغې ورځ چې زه به بیا ژوندى راپورته كولى شم
— Zakaria Abulsalam
دغه عیسٰى د مریمې زوى دى (الله د ده باره كې) حقه خبره كړې ده، هغه چې دوى په هغې كې سره جګړې كوي
— Zakaria Abulsalam
د الله لپاره نه ښايېږي چې دى دې څوك اولاد ونیسي، ده لره پاكي ده، دى چې كله د څه كار فیصله وكړي، نو بېشكه همدا خبره ده چې ده ته وايي: وشه! نو هغه (كار) وشي
— Zakaria Abulsalam
او بېشكه چې الله زما رب دى او ستاسو رب دى، نو تاسو د ده عبادت كوئ، دا ډېره نېغه لار ده
— Zakaria Abulsalam
نو دغه ډلې په خپل منځ كې سره مختلفې شوې، نو كافران شویو كسانو لپاره د ډېرې سترې ورځې له حاضرېدو هلاكت (او خرابي) دى
— Zakaria Abulsalam
دوى به څه ښه اورېدونكي او څه ښه لیدونكي وي! په هغې ورځ چې مونږ ته به راځي، لېكن ظالمان نن ورځې په ښكاره ګمراهۍ كې دي
— Zakaria Abulsalam
او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي او دوى ایمان نه راوړي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه مونږ چې یو، همدا مونږ د ځمكې او د هغه چا چې په دغه (ځمكه) باندې دي؛ وارثان كېږو او خاص مونږ ته به دوى بېرته راوستى شي
— Zakaria Abulsalam