QuranPilotQuranPilot
الْكَهْفُ

18. سورت الکهف

سورت الکهف د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful

18:1
ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ عَلَىٰ عَبْدِهِ ٱلْكِتَـٰبَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُۥ عِوَجَا ۜ١

ټولې ستاينې خاص هغه الله لره دي چې پر خپل بنده يې كتاب نازل كړى دى او په ده كې يې هېڅ كوږوالى نه دى ایښى

Zakaria Abulsalam

18:2
قَيِّمًا لِّيُنذِرَ بَأْسًا شَدِيدًا مِّن لَّدُنْهُ وَيُبَشِّرَ ٱلْمُؤْمِنِينَ ٱلَّذِينَ يَعْمَلُونَ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا حَسَنًا٢

په دې حال كې چې سم برابر دى، د دې لپاره چې هغه دوى له ډېر سخت عذاب نه ووېروي، چې د هغه (الله) له جانبه (راتلونكى) دى او مومنانو ته زېرى وركړي چې نېك عملونه كوي چې بېشكه د دوى لپاره ډېر ښكلى اجر دى

Zakaria Abulsalam

18:3
مَّـٰكِثِينَ فِيهِ أَبَدًا٣

چې دوى به تل ترتله په هغه كې اوسېدونكي وي

Zakaria Abulsalam

18:4
وَيُنذِرَ ٱلَّذِينَ قَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱللَّهُ وَلَدًا٤

او چې هغه كسان ووېروي چې (له ډېره جهله) وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى

Zakaria Abulsalam

18:5
مَّا لَهُم بِهِۦ مِنْ عِلْمٍ وَلَا لِـَٔابَآئِهِمْ ۚ كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَٰهِهِمْ ۚ إِن يَقُولُونَ إِلَّا كَذِبًا٥

دوى ته پر دې خبره هېڅ علم نشته او نه د دوى پلرونو ته، دا د خبرې په لحاظ ډېره غټه (خبره) ده چې د دوى له خولو نه راوځي، دوى نه وايي مګر دروغ

Zakaria Abulsalam

18:6
فَلَعَلَّكَ بَـٰخِعٌ نَّفْسَكَ عَلَىٰٓ ءَاثَـٰرِهِمْ إِن لَّمْ يُؤْمِنُوا۟ بِهَـٰذَا ٱلْحَدِيثِ أَسَفًا٦

نو ښايي چې ته په دوى پسې وروسته (په ګرځېدو سره) له ډېره غمه د خپل ځان وژونكى شې كه دوى پر دې خبره (قرآن) ایمان رانه وړي

Zakaria Abulsalam

18:7
إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى ٱلْأَرْضِ زِينَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا٧

بېشكه مونږ (چې یو) مونږ هر هغه څیز چې د ځمكې له پاسه دى د دغې لپاره زینت ګرځولى دى، د دې لپاره چې مونږ دوى و ازمایو چې په دوى كې كوم یو د عمل په لحاظ ډېر غوره دى

Zakaria Abulsalam

18:8
وَإِنَّا لَجَـٰعِلُونَ مَا عَلَيْهَا صَعِيدًا جُرُزًا٨

او بېشكه مونږ خامخا هغه څه چې په دې (ځمكه) باندې دي؛ وچ كلك ډاګ ګرځوونكي یو

Zakaria Abulsalam

18:9
أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَـٰبَ ٱلْكَهْفِ وَٱلرَّقِيمِ كَانُوا۟ مِنْ ءَايَـٰتِنَا عَجَبًا٩

ایا ته ګمان كوې چې بېشكه د غار او تختۍ والا زمونږ په نښو كې ډېر عجیبه وو؟

Zakaria Abulsalam

18:10
إِذْ أَوَى ٱلْفِتْيَةُ إِلَى ٱلْكَهْفِ فَقَالُوا۟ رَبَّنَآ ءَاتِنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًا١٠

(یاد كړه) هغه وخت چې ځلمیانو غار ته رجوع وكړه (په غار كې يې پناه واخيسته)، نو ويې ويل: اى زمونږ ربه! ته مونږ ته له خپل جانب نه رحمت راكړه او زمونږ لپاره زمونږ په دې كار كې (اسباب د) هدایت برابر كړه

Zakaria Abulsalam

18:11
فَضَرَبْنَا عَلَىٰٓ ءَاذَانِهِمْ فِى ٱلْكَهْفِ سِنِينَ عَدَدًا١١

نو مونږ د دوى پر غوږونو خوب واچاوه، په غار كې څو كاله په شمېر

Zakaria Abulsalam

18:12
ثُمَّ بَعَثْنَـٰهُمْ لِنَعْلَمَ أَىُّ ٱلْحِزْبَيْنِ أَحْصَىٰ لِمَا لَبِثُوٓا۟ أَمَدًا١٢

بیا مونږ دوى له خوبه راپاڅول، د دې لپاره چې مونږ معلوم (څرګند) كړو چې په دوه ډلو كې كومې یوې هغه موده یاده ساتلې ده چې دوى تېره كړې ده

Zakaria Abulsalam

18:13
نَّحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُم بِٱلْحَقِّ ۚ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ ءَامَنُوا۟ بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَـٰهُمْ هُدًى١٣

مونږ تا ته د دوى خبر په حقه سره بیانوو، بېشكه دوى داسې ځلمیان وو چې پر خپل رب يې ایمان راوړى و او مونږ دوى په هدایت كې ورزیات كړي وو

Zakaria Abulsalam

18:14
وَرَبَطْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ إِذْ قَامُوا۟ فَقَالُوا۟ رَبُّنَا رَبُّ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ لَن نَّدْعُوَا۟ مِن دُونِهِۦٓ إِلَـٰهًا ۖ لَّقَدْ قُلْنَآ إِذًا شَطَطًا١٤

او مونږ د دوى زړونه مضبوط كړي وو، كله چې دوى ولاړ شول، نو ويې ويل: زمونږ رب د اسمانونو او ځمكې رب دى، مونږ به هیڅكله له هغه نه غیر بل معبود ونه بلو (كه مونږ له هغه نه غير بل معبود وبلو نو)، یقینًا یقینًا په دغه وخت كې به مونږ ډېره غلطه خبره كړې وي

Zakaria Abulsalam

18:15
هَـٰٓؤُلَآءِ قَوْمُنَا ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةً ۖ لَّوْلَا يَأْتُونَ عَلَيْهِم بِسُلْطَـٰنٍۭ بَيِّنٍ ۖ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا١٥

زمونږ دغې قوم له هغه (الله) نه غیر نور معبودان نيولي دي، دوى پر (عبادت د) دغو (باطلو معبودانو) باندې ښكاره دلیل ولې نه راوړي؟ نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي!

Zakaria Abulsalam

18:16
وَإِذِ ٱعْتَزَلْتُمُوهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ إِلَّا ٱللَّهَ فَأْوُۥٓا۟ إِلَى ٱلْكَهْفِ يَنشُرْ لَكُمْ رَبُّكُم مِّن رَّحْمَتِهِۦ وَيُهَيِّئْ لَكُم مِّنْ أَمْرِكُم مِّرْفَقًا١٦

او كله چې تاسو جدا شوئ له دوى نه او له هغه څه نه چې دوى يې له الله نه غیر عبادت كوي، نو تاسو په غار كې ځاى ونیسئ، ستاسو رب به تاسو لپاره خپل رحمت خور (او پراخه) كړي او تاسو لپاره به ستاسو په كار كې اساني تیاره كړي

Zakaria Abulsalam

18:17
۞ وَتَرَى ٱلشَّمْسَ إِذَا طَلَعَت تَّزَٰوَرُ عَن كَهْفِهِمْ ذَاتَ ٱلْيَمِينِ وَإِذَا غَرَبَت تَّقْرِضُهُمْ ذَاتَ ٱلشِّمَالِ وَهُمْ فِى فَجْوَةٍ مِّنْهُ ۚ ذَٰلِكَ مِنْ ءَايَـٰتِ ٱللَّهِ ۗ مَن يَهْدِ ٱللَّهُ فَهُوَ ٱلْمُهْتَدِ ۖ وَمَن يُضْلِلْ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ وَلِيًّا مُّرْشِدًا١٧

او ته به لمر وینې كله چې راخېژي، نو د دوى له غاره ښي اړخ ته میلان كوي او كله چې پرېوځي (نو) د دوى په څنګ تېر شي ګس اړخ ته او دوى له دې (غار) نه په ارت میدان كې دي، دغه د الله له نښو ځنې دي، چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او څوك چې ګمراه كړي، نو ته به د هغه لپاره له سره ونه مومې، كوم لار ښوونكى دوست

Zakaria Abulsalam

18:18
وَتَحْسَبُهُمْ أَيْقَاظًا وَهُمْ رُقُودٌ ۚ وَنُقَلِّبُهُمْ ذَاتَ ٱلْيَمِينِ وَذَاتَ ٱلشِّمَالِ ۖ وَكَلْبُهُم بَـٰسِطٌ ذِرَاعَيْهِ بِٱلْوَصِيدِ ۚ لَوِ ٱطَّلَعْتَ عَلَيْهِمْ لَوَلَّيْتَ مِنْهُمْ فِرَارًا وَلَمُلِئْتَ مِنْهُمْ رُعْبًا١٨

او ته به پر دوى د ویښو ګمان كوې، حال دا چې دوى ویده دي او مونږ دوى په ښي اړخ او ګس اړخ اړوو او د دوى سپى (د غار) په خولې كې د خپلو څنګلو غځوونكى دى، كه ته پر دوى له بره نظر واچوې (نو) ته به خامخا له دوى نه په تېښته راوګرځې او خامخا به ته د وېرې په لحاظ ډك كړى شي

Zakaria Abulsalam

18:19
وَكَذَٰلِكَ بَعَثْنَـٰهُمْ لِيَتَسَآءَلُوا۟ بَيْنَهُمْ ۚ قَالَ قَآئِلٌ مِّنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ ۖ قَالُوا۟ لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ ۚ قَالُوا۟ رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ فَٱبْعَثُوٓا۟ أَحَدَكُم بِوَرِقِكُمْ هَـٰذِهِۦٓ إِلَى ٱلْمَدِينَةِ فَلْيَنظُرْ أَيُّهَآ أَزْكَىٰ طَعَامًا فَلْيَأْتِكُم بِرِزْقٍ مِّنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلَا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَدًا١٩

او همداسې مونږ دوى بیا راوېښ كړل، د دې لپاره چې دوى په خپل مینځ كې یو له بله پوښتنه وكړي، په دوى كې یو ویونكي وویل: تاسو څومره وخت تېر كړى دى؟ دوى وویل: مونږ یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه وخت تېر كړى دى، نورو وویل: ستاسو رب ښه عالم دى پر هغې مودې چې تاسو تېره كړې ده، نو تاسو خپل یو تن له خپلو دې سپینو زرو سره ښار ته ولېږئ، نو هغه دې وګوري چې د دې (ښار) كوم یو كس د طعام په لحاظ ډېر پاكیزه دى، نو دى دې تاسو ته له هغه نه خوراك راوړي او نرمي او زیركي دې كوي او په تاسو دې هیڅوك له سره خبر نه كړي

Zakaria Abulsalam

18:20
إِنَّهُمْ إِن يَظْهَرُوا۟ عَلَيْكُمْ يَرْجُمُوكُمْ أَوْ يُعِيدُوكُمْ فِى مِلَّتِهِمْ وَلَن تُفْلِحُوٓا۟ إِذًا أَبَدًا٢٠

بېشكه دوى كه پر تاسو خبر (او غالبه) شي (نو) دوى به تاسو سنګسار كړي، یا به تاسو هغوى خپل دین ته بېرته وګرځوي او په دغه وخت كې به تاسو له سره كامیاب نشئ، هیڅكله

Zakaria Abulsalam

18:21
وَكَذَٰلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوٓا۟ أَنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّ وَأَنَّ ٱلسَّاعَةَ لَا رَيْبَ فِيهَآ إِذْ يَتَنَـٰزَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ ۖ فَقَالُوا۟ ٱبْنُوا۟ عَلَيْهِم بُنْيَـٰنًا ۖ رَّبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ ۚ قَالَ ٱلَّذِينَ غَلَبُوا۟ عَلَىٰٓ أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِم مَّسْجِدًا٢١

او همداسې مونږ په دوى باندې (خلق) خبر كړل، د دې لپاره چې دغه (خلق) پوه شي چې بېشكه د الله وعده حقه ده او دا چې بېشكه قیامت (چې دى) په هغه كې هېڅ شك نشته، (مونږ خلق) هغه وخت (خبر كړل) چې دوى په خپل مینځ كې د هغوى په معامله كې جګړې كولې، نو ځينو وویل: تاسو په دوى باندې یوه ودانۍ جوړه كړئ، د دوى رب پر دوى ښه عالم دى، (خو) هغو كسانو وویل چې د دوى په معامله كې غالب وو، مونږ به خامخا هرومرو په (غار د) دوى باندې يو جومات جوړوو

Zakaria Abulsalam

18:22
سَيَقُولُونَ ثَلَـٰثَةٌ رَّابِعُهُمْ كَلْبُهُمْ وَيَقُولُونَ خَمْسَةٌ سَادِسُهُمْ كَلْبُهُمْ رَجْمًۢا بِٱلْغَيْبِ ۖ وَيَقُولُونَ سَبْعَةٌ وَثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ ۚ قُل رَّبِّىٓ أَعْلَمُ بِعِدَّتِهِم مَّا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا قَلِيلٌ ۗ فَلَا تُمَارِ فِيهِمْ إِلَّا مِرَآءً ظَـٰهِرًا وَلَا تَسْتَفْتِ فِيهِم مِّنْهُمْ أَحَدًا٢٢

ژر به دغه(خلق) وايي چې (دوى) درې دي، د دوى څلورم د دوى سپى دى او وايي به ځينې چې (دوى) پنځه دي، د دوى شپږم د دوى سپى دى، په داسې حال كې چې بې نښې نالیدلي ویشتل كوي او وايي به چې (دوى) اوه دي او د دوى اتم د دوى سپى دى، ته ووایه: زما رب د دوى پر شمېر ښه عالم دى، پر دوى خبر (او عالِم) نه دي مګر ډېر لږ (خلق)، نو ته د دوى په باره كې له سرسري بحث نه غیر نور بحث مه كوه او ته د دوى په باره كې په دغو (اهل كتابو) كې له هیچا نه فتوٰى مه غواړه

Zakaria Abulsalam

18:23
وَلَا تَقُولَنَّ لِشَا۟ىْءٍ إِنِّى فَاعِلٌ ذَٰلِكَ غَدًا٢٣

او ته د هېڅ شي په باره كې له سره داسې مه وایه چې بېشكه زه سبا ته د دغه كار كوونكى یم

Zakaria Abulsalam

18:24
إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ ۚ وَٱذْكُر رَّبَّكَ إِذَا نَسِيتَ وَقُلْ عَسَىٰٓ أَن يَهْدِيَنِ رَبِّى لِأَقْرَبَ مِنْ هَـٰذَا رَشَدًا٢٤

مګر (جوخت ورسره وایه) كه الله يې وغواړي او خپل رب یاد كړه (ان شاء الله ووايه) كله چې (د هغهٔ نوم اخيستل) دې هېر شي، او ته ووایه: امېد دى چې ما ته به زما رب لارښوونه وكړي، د نېكۍ په لحاظ دې ته د قریب ترې لارې

Zakaria Abulsalam

18:25
وَلَبِثُوا۟ فِى كَهْفِهِمْ ثَلَـٰثَ مِا۟ئَةٍ سِنِينَ وَٱزْدَادُوا۟ تِسْعًا٢٥

او دوى په خپل غار كې درې سوه كاله تېر كړل او نهه يې (پرې) ور زیات كړل

Zakaria Abulsalam

18:26
قُلِ ٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثُوا۟ ۖ لَهُۥ غَيْبُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ أَبْصِرْ بِهِۦ وَأَسْمِعْ ۚ مَا لَهُم مِّن دُونِهِۦ مِن وَلِىٍّ وَلَا يُشْرِكُ فِى حُكْمِهِۦٓ أَحَدًا٢٦

ته ووایه: الله ښه عالم دى پر مقدار د هغې مودې چې دوى تېره كرې ده، خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې غیب (پټ اَسرار) دي، هغه هر څه ښه لیدونكى او هر څه ښه اورېدونكى دى! د دوى لپاره له هغه نه غیر هېڅ كارساز (او حمایتي) نشته او هغه په خپل حكم (او قضا) كې هیڅوك نه شریكوي

Zakaria Abulsalam

18:27
وَٱتْلُ مَآ أُوحِىَ إِلَيْكَ مِن كِتَابِ رَبِّكَ ۖ لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَـٰتِهِۦ وَلَن تَجِدَ مِن دُونِهِۦ مُلْتَحَدًا٢٧

او ته لوله هغه چې تا ته د خپل رب له كتابه وحي كړى شوى دى، د هغه (الله) كلمو لره هیڅوك بدلوونكى نشته او له هغهٔ نه غیر به ته له سره هېڅ پناه ځاى ونه مومې

Zakaria Abulsalam

18:28
وَٱصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ ٱلَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِٱلْغَدَوٰةِ وَٱلْعَشِىِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُۥ ۖ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ۖ وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُۥ عَن ذِكْرِنَا وَٱتَّبَعَ هَوَىٰهُ وَكَانَ أَمْرُهُۥ فُرُطًا٢٨

او ته خپل ځان له هغو كسانو سره بند (او ټینګ) وساته چې خپل رب د ورځې په شروع كې او د ورځې په اخر كې بولي، دوى د هغهٔ مخ غواړي او ستا سترګې دې له دوى نه تېرې نشي، چې ته د دنيايي ژوند ښایست غوارې او ته د هغه چا اطاعت مه كوه چې مونږ له خپل ذكر نه د هغهٔ زړه غافل كړى دى او هغه د خپل خواهش تابع شوى دى او د هغهٔ كار له حد نه وتلى دى

Zakaria Abulsalam

18:29
وَقُلِ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَن شَآءَ فَلْيُؤْمِن وَمَن شَآءَ فَلْيَكْفُرْ ۚ إِنَّآ أَعْتَدْنَا لِلظَّـٰلِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا ۚ وَإِن يَسْتَغِيثُوا۟ يُغَاثُوا۟ بِمَآءٍ كَٱلْمُهْلِ يَشْوِى ٱلْوُجُوهَ ۚ بِئْسَ ٱلشَّرَابُ وَسَآءَتْ مُرْتَفَقًا٢٩

او ته (دوى ته) ووایه: حق ستا د رب له جانبه دى، نو څوك چې (ایمان راوړل) وغواړي، نو هغه دې ایمان راوړي او څوك چې (كفر كول) وغواړي، نو هغه دې كفر وكړي، بېشكه مونږ د ظالمانو لپاره داسې اور تیار كړى دى چې له دغو نه د هغه پردې راچاپېره شوي دي او كه دوى (له تندې نه) فریاد وكړي (نو) په داسې اوبو سره به يې فریاد رسي وشي لكه زوې (د تیلو خټ) چې مخونه به وریتوي، بد دى دغه مشروب او بد دى دغه ځاى د اوسېدلو

Zakaria Abulsalam

18:30
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ مَنْ أَحْسَنَ عَمَلًا٣٠

بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، (، نو) يقينًا مونږ د هغه چا اجر نه ضايع كوو چې ښه عمل يې كړى دى

Zakaria Abulsalam

18:31
أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمْ جَنَّـٰتُ عَدْنٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهِمُ ٱلْأَنْهَـٰرُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَيَلْبَسُونَ ثِيَابًا خُضْرًا مِّن سُندُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُّتَّكِـِٔينَ فِيهَا عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ ۚ نِعْمَ ٱلثَّوَابُ وَحَسُنَتْ مُرْتَفَقًا٣١

دغه كسان چې دي، د دوى لپاره د تل استوګنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى به په هغو كې د سروزرو په وښیو اراسته (او ښكلي) كاوه شي او دوى به د نري ورېښمو او پېړو ورېښمو شنې جامې اغوندي، په داسې حال كې چې په دغو (جنتونو) كې به په تختونو باندې تكیه وهونكي وي، دغه ښه بدل دى او ښه د ارام ځاى دى

Zakaria Abulsalam

18:32
۞ وَٱضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا رَّجُلَيْنِ جَعَلْنَا لِأَحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَـٰبٍ وَحَفَفْنَـٰهُمَا بِنَخْلٍ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًا٣٢

او دوى ته یو مثال بیان كړه، دوه سړي دي، په دوى كې یو ته مونږ د انګورو دوه باغونه وركړي دي، او دغه دواړه (باغونه) مونږ په كجورو سره پټ كړي دي او د دواړو په مینځ كې مونږ فصل (كښت) پیدا كړى دى

Zakaria Abulsalam

18:33
كِلْتَا ٱلْجَنَّتَيْنِ ءَاتَتْ أُكُلَهَا وَلَمْ تَظْلِم مِّنْهُ شَيْـًٔا ۚ وَفَجَّرْنَا خِلَـٰلَهُمَا نَهَرًا٣٣

دغه دواړه باغونه خپلې مېوې كوي او هېڅ شى ترې نه كموي او مونږ د دواړو په مینځ كې ویاله بهولې ده

Zakaria Abulsalam

18:34
وَكَانَ لَهُۥ ثَمَرٌ فَقَالَ لِصَـٰحِبِهِۦ وَهُوَ يُحَاوِرُهُۥٓ أَنَا۠ أَكْثَرُ مِنكَ مَالًا وَأَعَزُّ نَفَرًا٣٤

او د دغه (كس) لپاره نورې مېوې هم وې، نو ده خپل ملګري ته وویل، په دې حال كې چې له یو بل سره يې خبرې كولې: زه له تا نه په مال كې زیات یم او په ملاتړ (سړیو) كې ډېر غالب یم

Zakaria Abulsalam

18:35
وَدَخَلَ جَنَّتَهُۥ وَهُوَ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهِۦ قَالَ مَآ أَظُنُّ أَن تَبِيدَ هَـٰذِهِۦٓ أَبَدًا٣٥

او دى خپل باغ ته داخل شو، په داسې حال كې چې پر خپل ځان ظلم كوونكى و، ويې ويل: زه ګمان نه كوم چې دا (باغ) به كله هم هلاك (او خراب) شي

Zakaria Abulsalam

18:36
وَمَآ أَظُنُّ ٱلسَّاعَةَ قَآئِمَةً وَلَئِن رُّدِدتُّ إِلَىٰ رَبِّى لَأَجِدَنَّ خَيْرًا مِّنْهَا مُنقَلَبًا٣٦

او زه ګمان نه كوم چې قیامت قايمېدونكى دى او قسم دى كه (بالفرض) زه خپل رب ته بوتلى شوم، نو خامخا هرومرو به زه له دې (باغ) نه غوره د بېرته ورتلو ځاى ومومم

Zakaria Abulsalam

18:37
قَالَ لَهُۥ صَاحِبُهُۥ وَهُوَ يُحَاوِرُهُۥٓ أَكَفَرْتَ بِٱلَّذِى خَلَقَكَ مِن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ سَوَّىٰكَ رَجُلًا٣٧

ده ته خپل (مومن) ملګري وویل، په داسې حال كې چې ده ته يې جواب وركاوه: ایا ته په هغه ذات سره كفر كوې چې ته يې له خاورو پیدا كړې، بیا يې له نطفې نه، بیا يې ته سړى برابر كړې

Zakaria Abulsalam

18:38
لَّـٰكِنَّا۠ هُوَ ٱللَّهُ رَبِّى وَلَآ أُشْرِكُ بِرَبِّىٓ أَحَدًا٣٨

لېكن زه چې یم (زه وایم چې) شان دا دى چې همدا الله زما رب دى، او زه له خپل رب سره هیڅوك نه شرېكوم

Zakaria Abulsalam

18:39
وَلَوْلَآ إِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَآءَ ٱللَّهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِٱللَّهِ ۚ إِن تَرَنِ أَنَا۠ أَقَلَّ مِنكَ مَالًا وَوَلَدًا٣٩

او كله چې تهٔ خپل باغ ته داخل شوې تا ولې ونه ویل چې مَاشَاءَ اللهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ (كېږي هغه چې الله يې اراده وكړي، هېڅ طاقت نشته مګر د الله په توفیق سره) كه ته ما له خپل ځان نه په مال او اولاد كې كم وینې

Zakaria Abulsalam

18:40
فَعَسَىٰ رَبِّىٓ أَن يُؤْتِيَنِ خَيْرًا مِّن جَنَّتِكَ وَيُرْسِلَ عَلَيْهَا حُسْبَانًا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ فَتُصْبِحَ صَعِيدًا زَلَقًا٤٠

نو امېد دى چې ما ته به زما رب ستا له باغ نه غوره راكړي او په دغه (باغ) به له اسمانه عذاب (تندر) نازل كړي، نو هغه به وچ ښوى میدان وګرځي

Zakaria Abulsalam