18. سورت الکهف – آیتونه 41–80
سورت الکهف د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
یا به د ده اوبه وچې ډوبې شي، بیا به ته د دغو(ډوبو اوبو) په لټون له سره ونه توانېږې
— Zakaria Abulsalam
او د ده مېوې ګېرې كړى شوې، (هلاكې شوې) نو داسې شو چې خپل ورغوي (لاسونه) يې (له افسوسه) مښل په هغه (مال) باندې چې ده په دغه (باغ) كې لګولى و، په داسې حال كې چې هغه د خپلو چتونو له پاسه راپرېوتى و، او ده ویل: اى كاشكې ما له خپل رب سره هیڅوك نه وى شریك كړى
— Zakaria Abulsalam
او د ده هېڅ داسې ډله نه وه چې له الله نه غیر يې د ده مرسته كړې وى او نه دا پخپله بدله اخيستونكى (د ځان مدد كوونكى) و
— Zakaria Abulsalam
په دغه وخت كې ټول د اختیار حق الله لره دى، هغه د ثواب (او بدله) وركولو په لحاظ تر ټولو غوره دى او د انجام وركولو په لحاظ تر ټولو ښه
— Zakaria Abulsalam
او تهٔ دوى ته د دنيايي ژوند مثال بیان كړه چې د هغو اوبو په شان دى چې مونږ له بره نه نازلې كړې دي، نو په دغو سره د ځمكې زرغونه له یو بل سره ګډه وډه شي، بیا (دغه زرغونه) وچه كلكه ماته ماته شي، چې بادونه يې الوځوي او الله په هر شي باندې قدرت لرونكى دى
— Zakaria Abulsalam
مال او زامن خو د دنيايي ژوند زینت دى، او باقي پاتې كېدونكي نېك عملونه ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ تر ټولو غوره دي او د امېد په لحاظ تر ټولو ښه
— Zakaria Abulsalam
او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به غرونه روان كړو او ته به ځمكه ښكاره (صاف میدان) وینې او مونږ به دوى (ټول) راجمع كړو، نو په دوى كې به یو تن هم پرې نږدو
— Zakaria Abulsalam
او دوى به خپل رب ته قطار قطار وړاندې كړى شي (او وبه ویل شي:) یقینًا یقینًا تاسو مونږ ته داسې (لغړ او يواځې) راغلئ لكه چې مونږ تاسو په ړومبي ځل پیدا كړي وئ، بلكې تاسو دا ګڼله چې مونږ به تاسو لپاره له سره كوم میعاد مقرر نه كړو
— Zakaria Abulsalam
او كتاب به كېښودل شي، نو ته به مجرمان ویني چې له هغه څه نه به وېرېدونكي وي چې په ده كې دي او وايي به: اى زمونږ هلاكته! د دې كتاب (اعمالنامې) څه حال دى چې نه وړه (ګناه) پرېږدي او نه غټه مګر هغه (هره يوه) يې حساب كړې ده او دوى به خپل ترسره كړي عملونه حاضر ومومي، او ستا رب پر هیچا ظلم نه كوي
— Zakaria Abulsalam
او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، هغه له جناتو څخه و، نو هغه د خپل رب د حكم نافرماني يې وكړه، ایا نو تاسو له ما نه غیر هغه او د هغهٔ اولاده دوستان جوړوئ، حال دا چې هغوى ستاسو دښمنان دي، او د ظالمانو لپاره بد بدل دى
— Zakaria Abulsalam
ما دغه (شیطانان) نه د اسمانونو او ځمكې پیدا كولو ته حاضر كړي دي او نه د دوى د ځانونو پیدا كولو ته او زه ګمراه كوونكو لره مټ (بازو) جوړوونكى (نیونكى) نه یم
— Zakaria Abulsalam
او (یاده كړه) هغه ورځ چې وبه وايي (الله): تاسو زما هغو شریكانو ته اواز وكړئ چې تاسو به ګڼل، نو دوى به هغوى ته چغې ووهي، نو هغوى به دوى ته هېڅ جواب ورنه كړي او مونږ به د دوى تر مینځ د هلاكت يو ميدان (دوزخ) وګرځوو
— Zakaria Abulsalam
او مجرمان به اور وویني، نو یقین به وكړي چې بېشكه دوى په دغه (اور) كې غورځېدونكي دي او دوى به له دغه (اور) نه د په څنګ كېدلو ځاى ونه مومي
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې د خلقو لپاره هر قسمه مثالونه بيا بيا بیان كړي دي، او انسان په جګړه كې تر هر شي زیات دى
— Zakaria Abulsalam
او نه دي منع كړي خلق له دې نه چې ایمان راوړي، كله چې دوى ته هدایت راغى او له دې نه چې له خپل رب نه مغفرت وغواړي مګر (دې خبرې) چې دوى ته د ړومبنو خلقو طریقه راشي، یا دوى ته عذاب مخامخ راشي
— Zakaria Abulsalam
او مونږ رسولان نه لېږو مګر زېرى وركوونكي او وېروونكي، او كافران شوي خلق په باطله سره جګړه كوي، د دې لپاره چې په دې سره حق ورك او لرې كړي او دوى زما ایتونه او هغه څه چې دوى پرې وېرول شوي وو؛ مسخره او ټوكې ونیول
— Zakaria Abulsalam
او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې هغه ته د خپل رب په ایتونو سره نصیحت وركړى شي، نو دى له هغو نه مخ واړوي او هغه عملونه هېر كړي چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي، بېشكه مونږ د دوى پر زړونو پردې اچولې دي، د دې لپاره چې دوى پر ده پوه (نه) شي او د دوى په غوږونو كې مو كوڼوالى (اچولى دى) او كه ته دوى هدایت ته بلې، نو دوى به له سره هيڅكله هم هدایت ونه مومي
— Zakaria Abulsalam
او هم ستا رب ډېر بخښونكى، د رحمت والا دى، كه دوى يې د خپلو كړو ګناهونو په سبب نیولي وى، (نو) دوى ته به يې عذاب خامخا ژر رالېږلى و، بلكې د دوى لپاره د وعدې وخت شته، (نو) دوى به له هغه (الله) نه غیر هېڅ پناه ځاى ونه مومي
— Zakaria Abulsalam
او دغه كلي دي چې مونږ دوى هلاك كړل، كله چې دوى ظلم وكړ او مونږ د دوى هلاكت ته یوه نېټه ټاكلې وه
— Zakaria Abulsalam
او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰى خپل ځلمي ته وویل: زه به تل ځمه، تر هغه پورې چې د دوه دریابونو د جمع كېدو ځاى ته ورسېږم، یا به ګرځمه ډېرې زمانې
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې دوى دواړه د هغو دواړو (دریابونو) په خپل مینځ كې د یو ځاى كېدو مقام ته ورسېدل، نو دوى خپل كب هېر كړ، نو هغه په سمندر كې (د) سرنګ (په شان) خپله لار ونیوله
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې دوى (له دغه ځایه) تېر شول، (موسٰى) خپل ځلمي ته وویل: ته مونږ ته زمونږ سبا نارى راوړه، بېشكه یقینًا مونږ له خپل دې سفره له ستومانۍ سره مخ شوي يو
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: ایا ته خبر شوې كله چې مونږ لويې تېږې ته ځاى ونیوه (هلته مو دمه وكړه)، نو بېشكه ما هغه كب هېر كړ او هغه له ما نه هېر نه كړ مګر شیطان چې زه هغه (تا ته) دریاد كړم او هغه په سمندر كې خپله لاره ډېر عجیبه جوړه كړه
— Zakaria Abulsalam
ويې ويل: دغه هغه څه دي چې مونږ يې طلب كاوه، پس بېرته په همغو خپلو قدمونو قدم په قدم راوګرځېدل
— Zakaria Abulsalam
بیا نو دوى زمونږ په بنده ګانو كې یو بنده ومونده، چې مونږ هغه ته له خپله جانبه رحمت وركړى و او له خپل جانبه مو هغه ته (خاص) علم ښوولى و
— Zakaria Abulsalam
ده ته موسٰى وویل: ایا زه ستا تابع شمه په دې شرط سره چې ته به ما ته ښیې د هغه (علم) نه چې تا ته د نېغې لار ښوول شوى دى
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: بېشكه ته به زما سره هیچېرې د صبر كولو طاقت ونه لرې
— Zakaria Abulsalam
او ته به څنګه پر هغه كار صبر وكړې چې د علم په لحاظ تا د هغهٔ احاطه نه ده كړې
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: كه الله وغواړي ته به ما ضرور صبر كوونكى ومومې او زه به ستا د حكم نافرماني نه كوم
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: كه ته زما متابعت كوې، نو ته له ما نه د هېڅ شي په باره كې تر هغه پورې تپوس مه كوه چې زه تا ته د هغه ذكر شروع كړم
— Zakaria Abulsalam
نو دوى دواړه روان شول تر دې چې كله دوى په كښتۍ كې سواره شول، نو ده هغه كښتۍ سورۍ كړه، موسٰى وویل: ایا تا دا د دې لپاره سورۍ كړه چې ته د دې اهل (سورلۍ) غرق كړې، یقینًا یقینًا تا ډېر دروند ناروا كار وكړ
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: ایا ما تا ته ویلي نه وو چې بېشكه ته به زما سره هیچېرې د صبر كولو طاقت ونه لرې
— Zakaria Abulsalam
ده وویل: ته ما پر هغه كار مه نیسه چې ما په هېره وكړ او ته پر ما د دې كار په وجه سختي مه راچوه
— Zakaria Abulsalam
نو دواړه روان شول، تر دې چې كله دوى له یو هلك سره مخامخ شول، نو ده هغه قتل كړ، (موسٰى) وویل: ایا تا یو پاكیزه (بې ګناه) نفس وواژه، بې له عوضه د بل نفس، یقینًا یقینًا تا ډېر ناكاره كار وكړ
— Zakaria Abulsalam
هغه (خضر) وویل: ایا ما تا ته ویلي نه وو چې بېشكه ته به زما سره د صبر كولو طاقت بېخي ونه كړى شې
— Zakaria Abulsalam
هغه (موسٰی) وویل: كه له دې نه بعد ما له تا نه د څه شي باره كې پوښتنه وكړه، نو بیا ته ما د ځان مه ملګرى كوه، یقینًا ته زما له جانبه (حد د) عذر ته ورسېدې
— Zakaria Abulsalam
بیا دواړه روان شول تر هغه پورې چې د یو كلي اوسېدونكو ته راغلل (،نو) د هغه (كلي) له اوسېدونكو نه يې طعام (خوراك) وغوښت، نو هغو، دوى دواړو ته د مېلمستیا له وركولو نه انكار وكړ، بیا دوى په دغه (كلي) كې یو دېوال وموند چې غوښتل يې ونړېږي، نو ده (خضر) هغه سم كړ، هغه (موسٰى) وویل: كه تا غوښتلى (نو)خامخا پر دې (سازولو) به دې مزدوري اخيستې وى
— Zakaria Abulsalam
ده وویل: دا زما په مینځ كې او ستا په مینځ كې (د) بېلتون (وخت) دى، ژر به زه تا د هغو خبرو په حقیقت خبر كړم چې په هغو باندې تا د صبر كولو طاقت ونه كړى شو
— Zakaria Abulsalam
هر چې كښتۍ وه، نو هغه د هغو مسكینانو وه چې په بحر كې يې كار كاوه، نو ما اراده وكړه چې زه هغه عیبجنه كړم، په داسې حال كې چې د دوى په مخه كې یو داسې باچا و چې هره (روغه) كښتۍ به يې په زور سره اخيستله
— Zakaria Abulsalam
او هر چې هلك و، نو د هغه مور و پلار مومنان وو، نو مونږ له دې ووېرېدو چې دى به هغوى پر سركښۍ او كفر كولو مجبوره كړي
— Zakaria Abulsalam