14. سورت إبراهيم – آیتونه 41–52
سورت إبراهيم د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
اى زمونږ ربه! ته ما وبخښه و زما مور و پلار او مومنان په هغې ورځ چې حساب به قايمېږي
— Zakaria Abulsalam
او ته په الله باندې له سره (دا) ګمان مه كوه چې هغه غافله دى له هغو كارونو نه چې ظالمان يې كوي، بېشكه همدا خبره ده چې هغه، دوى هغې ورځې ته وروسته كوي چې په هغې كې به سترګې خلاصې پاتې شي
— Zakaria Abulsalam
چې منډې وهونكي به وي، د خپلو سرونو اوچت نیوونكي به وي، دوى ته به د خپلو سترګو رپول بېرته نه راګرځي (سترګې به يې خلاصې پاتې وي)، او د دوى زړونه به (له عقل او فهم نه) تش وي
— Zakaria Abulsalam
او ته خلق له هغې ورځې نه ووېروه چې دوى ته به (په هغې كې) عذاب راشي، نو وايي به هغه كسان چې ظلم يې كړى دى: اى زمونږ ربه! ته مونږ تر نژدې نېټې پورې وروسته كړه (مهلت راكړه) ستا بلنه به قبوله كړو او د رسولانو پیروي به وكړو، (الله به ووايي:) ایا تاسو نه وئ چې مخكې له دې نه به مو قسم كاوه چې تاسو لپاره هېڅ زوال نشته
— Zakaria Abulsalam
او تاسو د هغو كسانو په كورونو كې اوسېدلي وئ چې په خپلو ځانونو به يې ظلم كاوه او تاسو ته (دا خبره) ښه څرګنده شوې وه چې مونږ له هغوى سره څنګه كار كړى و، او تاسو ته مونږ مثالونه بیان كړي وو
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا هغوى خپل ټول مكرونه (او فریبونه) تر سره كړل، په دې حال كې چې د دوى مكرونه د الله په وړاندې دي، او د دوى مكرونه داسې نه وو چې د هغو په وجه به غرونه زايل شي
— Zakaria Abulsalam
نو ته هیڅكله هم د الله باره كې دا ګمان مه كوه چې هغه به له خپلو رسولانو سره د وعدې خلاف وكړي، بېشكه الله ډېر غالب دى، انتقام والا دى
— Zakaria Abulsalam
(یاده كړه) هغه ورځ چې دغه ځمكه به په بلې ځمكې سره بدله كړى شي او اسمانونه (هم) او دوى (ټول) به خاص الله ته مخامخ ودرېږي چې یو دى، ډېر غالب دى.
— Zakaria Abulsalam
او ته به په دغې ورځ كې مجرمان وینې چې یو له بل سره به په زولنو كې تړل شوي وي
— Zakaria Abulsalam
د دوى قمیصونه به د نانزړو وي او د دوى مخونه به اور رالاندې (او پټ) كړي وي
— Zakaria Abulsalam
د دې لپاره چې الله بدله وركړي هر نفس ته د هغه څه چې ده كړي دي، بېشكه الله ډېر ژر حساب والا دى
— Zakaria Abulsalam
دا (قرآن) د خلقو لپاره پېغام دى او د دې لپاره چې په ده سره خلق خبردار كړى شي او د دې لپاره چې دوى پر دې پوه شي چې یقینًا همدا خبره ده چې هغه (الله) واحد (بې شریكه) حق معبود دى او د دې لپاره چې د خالصو عقلونو خاوندان نصیحت واخلي
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.