14. سورت إبراهيم
سورت إبراهيم د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې مونږ تا ته نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلق له تیارو نه رڼا ته وباسې د دوى د رب په اذن (او حكم) سره، د ډېر غالب، ډېر ستايل شوي ذات لارې ته
— Zakaria Abulsalam
چې الله دى، هغه چې خاص د هغهٔ لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او كافرانو ته له ډېر سخت عذاب نه هلاكت دى
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې دنيايي ژوند په اخرت باندې غوره ګڼي او د الله له لارې نه بندول كوي او په دې كې كوږوالى لټوي، دغه كسان په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي
— Zakaria Abulsalam
او مونږ هېڅ یو رسول نه دى لېږلى مګر د خپل قوم په ژبه، د دې لپاره چې دوى ته بیان (او وضاحت) وكړي، بیا نو الله ګمراه كوي هغه څوك چې يې وغواړي او هدایت وركوي هغه چا ته چې يې وغواړي، او هم دى ښه غالب، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى له خپلو معجزو سره لېږلى و (او دا مو ورته ويلي وو) چې خپل قوم له تیارو نه رڼا ته راوباسه او دوى ته د الله د ورځو یادونه وكړه، بېشكه په دغو كې خامخا د هر ښه صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره نښې دي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې موسٰى خپل قوم ته وویل: تاسو د الله هغه نعمت رایاد كړئ چې پر تاسو باندې شوى دى، كله چې يې تاسو له اٰلِ فرعون نه خلاص كړئ چې هغوى به تاسو ته ډېر سخت عذاب دررساوه او ستاسو زامن به يې حلالول او ستاسو ښځې (لوڼه) به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې ستاسو د رب له جانبه ډېر لوى ازمېښت و
— Zakaria Abulsalam
او كله چې ستاسو رب اعلان وكړ چې قسم دى كه تاسو شكر وباسئ (،نو) زه به خامخا هرومرو تاسو ته (په نعمتونو كې) اضافه وكړم او قسم دى كه تاسو ناشكري وكړئ، نو بېشكه زما عذاب خامخا ډېر سخت دى
— Zakaria Abulsalam
او موسٰى وويل: كه كافران شئ تاسو او هغه څوك چې په ځمكه كې دي، ټول، نو بېشكه الله خامخا ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى
— Zakaria Abulsalam
ایا تاسو ته د هغو خلقو خبر نه دى راغلى چې له تاسو نه مخكې وو، چې د نوح قوم او عادیان او ثمودیان وو او هغه كسان چې له دوى نه پس وو، چې يواځې الله پر هغو عالم دى، دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو دوى خپل لاسونه خپلو خولو ته وګرځول او ويې ويل: بېشكه مونږ كافران شوي یو پر هغه څه چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي یئ او بېشكه مونږ یقینًا د هغه څه باره كې چې تاسو مونږ هغهٔ ته بلئ په اضطراب اچوونكي شك كې یو
— Zakaria Abulsalam
د دوى رسولانو وویل: ایا د الله په باره كې شك دى، چې د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى؟ هغه تاسو رابلي، د دې لپاره چې تاسو لپاره ستاسو څه ګناهونه وبخښي او تاسو مقررې نېټې ته وروسته كړي، دوى وویل: نه یئ تاسو مګر زمونږ په شان انسان، تاسو غواړئ چې مونږ له هغه څه نه منع كړئ چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو (بيا خو) تاسو مونږ ته ښكاره دلیل(معجزه) راوړئ
— Zakaria Abulsalam
دوى ته خپلو رسولانو وویل: مونږ نه یو مګر ستاسو په شان انسانان، او لېكن الله په خپلو بنده ګانو كې چې پر چا وغواړي احسان كوي او مونږ ته له سره اختیار نشته چې تاسو ته كوم دلیل (معجزه) راوړو مګر د الله په حكم سره او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي
— Zakaria Abulsalam
او مونږ ته څه عذر دى چې مونږ به پر الله توكل نه كوو، حال دا چې هغهٔ مونږ ته د خپلو لارو هدایت كړى دى او خامخا هرومرو به مونږ پر هغو تكلیفونو صبر كوو چې تاسو يې مونږ ته راكوئ، او لازم ده چې توكل كوونكي خاص په الله باندې توكل وكړي
— Zakaria Abulsalam
او كافران شویو خلقو خپلو رسولانو ته وویل: خامخا هرومرو به مونږ تاسو له خپلې ځمكې نه وباسو، یا به خامخا هرومرو تاسو زمونږ دین ته راګرځئ، نو دغو (رسولانو) ته خپل رب وحي وكړه چې خامخا ضرور به مونږ ظالمان هلاكوو
— Zakaria Abulsalam
او خامخا ضرور به مونږ له دوى نه پس تاسو په دغه ځمكه كې اوسوو، دغه (د ظالمانو هلاكول او د نېكانو اوسول حق دي) د هغه چا لپاره چې زما په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېږي او زما له وعید نه وېرېږي
— Zakaria Abulsalam
او (بالاخر) هغو (رسولانو له الله نه) فتح وغوښته او هر متكبر سركشه نامراده شو
— Zakaria Abulsalam
چې د هغه په وړاندې جهنم دى او پر هغه به د وینو زویو اوبه څښولى شي
— Zakaria Abulsalam
چې هغه به په تكلیف سره ګوټ ګوټ څښي او نژدې به نه وي چې هغه تېرې كړي او ده ته به له هره ځایه مرګ راشي، حال دا چې هغه به مړ كېدونكى نه وي او د ده شا او مخې ته به ډېر سخت عذاب وي
— Zakaria Abulsalam
حال د هغو كسانو چې په خپل رب سره كافران شوي دي، د دوى عملونه د هغه ايرو په شان دي چې په سخته بادي ورځ كې پرې تیز باد راوالوځي، دوى به له خپلو كړو عملونو نه په هېڅ شي قادره نشي، همدغه ډېره لرې ګمراهي ده
— Zakaria Abulsalam
ایا ته نه وینې چې بېشكه الله اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي، كه هغه وغواړي(،نو) تاسو به ختم كړي او نوي خلق به راولي
— Zakaria Abulsalam
او دغه (كار) په الله باندې هېڅ ګران نه دى
— Zakaria Abulsalam
او دوى ټول به په جمع د الله په وړاندې حاضر شي، نو كمزوران به هغو كسانو ته ووايي چې كبر او لويي به يې كوله: بېشكه مونږ ستاسو پیروي كوونكي وو، نو ایا تاسو زمونږ څخه د الله له عذاب نه څه شى لرې كوونكي يئ؟ هغوى به ووايي: كه الله مونږ ته هدایت كړى وى (نو) مونږ به هم تاسو ته لار ښوونه كړې وى، پر مونږ برابر دي كه مونږ شور او فریاد وكړو، یا مونږ صبر وكړو، زمونږ لپاره هېڅ د خلاصي ځاى نشته
— Zakaria Abulsalam
او كله چې د خبرې فیصله وشي، شیطان به ووايي: بېشكه الله له تاسو سره وعده كړې وه حقه وعده او ما له تاسو سره وعده كړې وه، نو ما له تاسو سره خلاف وكړو، او زما لپاره پر تاسو باندې هېڅ غلبه نه وه غیر له دې نه چې ما تاسو راوبللئ، نو تاسو زما بلنه قبوله كړه (اوس) نو تاسو ما مه ملامتوئ او (بلكې) خپل ځانونه ملامته كړئ، نه زه ستاسو فریادرس یم او نه تاسو زما فریادرسان یئ، بېشكه زه كافر (او بېزاره) شوى یم په هغه څه چې تاسو زه (له الله سره) شریك كړى وم له دې نه مخكې، بېشكه دا ظالمان چې دي د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان به چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي داسې جنتونو ته داخل كړى شي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، د خپل رب په حكم سره او د دوى پېشكشي به په دغو (جنتونو) كې سلام وي
— Zakaria Abulsalam
ایا ته نه وینې چې الله څنګه یو مثال بیانوي: پاكیزه كلمه (چې لا اله الا الله ده) د هغې پاكیزه ونې په شان ده چې د هغې بېخ كلك او مضبوط وي (په ځمكه كې) او د هغې څانګې په اسمان كې وي
— Zakaria Abulsalam
خپله مېوه د خپل رب په حكم سره هر وخت وركوي او الله د خلقو لپاره مثالونه بیانوي، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي
— Zakaria Abulsalam
او د خبیثې كلمې (چې د كفر كلمه ده) مثال د خبیثې (بدبويې) ونې دى چې د ځمكې له پاسه نه وېستل شوې وي، چې د هغې لپاره هېڅ قدر قرار نه وي
— Zakaria Abulsalam
الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى په ثابته خبره باندې مضبوطوي، په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې هم او الله ظالمان ګمراه كوي او الله چې څه وغواړي هغه كوي
— Zakaria Abulsalam
ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې په ناشكرۍ سره يې د الله نعمت بدل كړ او خپل قوم يې د هلاكت كور ته وركوز كړ
— Zakaria Abulsalam
چې جهنم دى، دوى به په هغه كې داخلېږي او هغه داستوګنې بد ځاى دى
— Zakaria Abulsalam
او دوى د الله لپاره شریكان مقرر كړل، د دې لپاره چې د هغه له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، ته (ورته) ووایه: تاسو نفع واخلئ، پس بېشكه ستاسو بېرته ورتله (د دوزخ) اور ته دي
— Zakaria Abulsalam
ته زما هغو بنده ګانو ته ووایه چې ایمان يې راوړى دى چې لمونځ دې قايموي او له هغه مال نه دې چې مونږ دوى ته وركړى دى؛ په پټه او ښكاره انفاق كوي، مخكې له دې نه چې هغه ورځ راشي چې په هغې كې نه اخيستل خرڅول شته او نه دوستي
— Zakaria Abulsalam
الله هغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او له بره نه يې اوبه نازلې كړې دي، پس په هغو سره يې له مېوو نه تاسو لپاره رزق راويستلى دى او تاسو لپاره يې بېړۍ مُسَخَّرې كړې دي، د دې لپاره چې هغه (بېړۍ) د هغه په حكم سره په سمندر كې روانې وي، او تاسو لپاره يې نهرونه مسخر كړي دي
— Zakaria Abulsalam
او تاسو لپاره يي لمر او سپوږمۍ په كار لګولي دي، په داسې حال كې چې د قانون مطابق ګرځي او تاسو لپاره يې شپه او ورځ په كار لګولي دي
— Zakaria Abulsalam
او تاسو ته يې له هغو څیزونو نه چې تاسو هغه غوښتي، ځینې دركړي دي او كه تاسو د الله نعمتونه وشمېرئ (نو) تاسو به هغه ونشمېرلى شئ، بېشكه انسان خامخا ډېر ظلم كوونكى، ډېر ناشكره دى
— Zakaria Abulsalam
او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! ته دا ښار د امن والا وګرځوه او ما او زما زامن د بتانو له عبادت نه لرې وساته
— Zakaria Abulsalam
اى زما ربه! بېشكه دغو (بتانو) په خلقو كې ډېر زیات ګمراه كړي دي، نو چا چې زما پيروي وكړه، نو بېشكه هغه زما څخه دى او چا چې زما نافرماني وكړه، نو بېشكه ته ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى يې
— Zakaria Abulsalam
اى زمونږه ربه! بېشكه ما واوسول خپل ځینې بچي په داسې ناو (دره) كې چې د فصل والا نه دى، ستا د عزتمن كور په خوا كې، اى زمونږ ربه! د دې لپاره چې دوى لمونځ قايم كړي، نو ته د خلقو زړونه راوګرځوه، چې په مینې سره د دوى خوا ته راځغلي او ته دوى ته له مېوو ځنې روزي وركړه، د دې لپاره چې دوى شكر وباسي
— Zakaria Abulsalam
اى زمونږ ربه! بېشكه ته عالم يې پر هغه څه چې مونږ يې پټوو او پر هغه څه چې مونږ يې څرګندوو او په الله باندې هېڅ شى نه پټېږي، په ځمكه كې او نه په اسمان كې
— Zakaria Abulsalam
ټوله ثنا خاص د هغه الله لپاره ده چې ما ته يې سره له زوړوالي نه اسمعیل او اسحق رابخښلې دي، بېشكه زما رب خامخا د دعا ښه اورېدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
اى زما ربه! ته ما د لمونځ همېشه قايموونكى وګرځوه او زما له اولاد ځنې هم (د لمانځه قايموونكي وګرځوه)، اى زما ربه! او ته زما دعا قبوله كړې
— Zakaria Abulsalam