26. سورت الشعراء – آیتونه 161–200
سورت الشعراء د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
كله چې دوى ته د دوى ورور لوط وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!
— Zakaria Abulsalam
بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
— Zakaria Abulsalam
نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
— Zakaria Abulsalam
او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې
— Zakaria Abulsalam
ایا په مخلوقاتو كې تاسو له سړیو سره بدكاري كوئ
— Zakaria Abulsalam
او تاسو پرېږدئ هغه څه چې تاسو لپاره ستاسو رب پیدا كړي دي، یعنې ستاسو ښځې، بلكې تاسو له حده تېرېدونكي خلق یئ
— Zakaria Abulsalam
دوى وویل: قسم دى كه ته منع نه شوې اى لوطه! (نو) خامخا هرومرو به ته له اېستل شویو ځنې شې
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: بېشكه زه ستاسو له عمل سره له سخت بغض لرونكو ځنې یم
— Zakaria Abulsalam
اى زما ربه! ته ما ته او زما اهل ته نجات راكړې له هغو كارونو نه چې دوى يې كوي
— Zakaria Abulsalam
نو مونږ هغه ته او د هغه اهل ټولو ته نجات وركړ
— Zakaria Abulsalam
غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه
— Zakaria Abulsalam
بیا مونږ هغه نور هلاك كړل
— Zakaria Abulsalam
او په دوى باندې مونږ باران ووراوه، عجیب (د كاڼو) باران، نو بد باران و د وېرول شویو (خلقو)
— Zakaria Abulsalam
بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو
— Zakaria Abulsalam
او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
د ونو ځنګل والاو د رسولانو تكذیب وكړ
— Zakaria Abulsalam
كله چې دوى ته شعیب وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!
— Zakaria Abulsalam
بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
— Zakaria Abulsalam
نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
— Zakaria Abulsalam
او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې
— Zakaria Abulsalam
تاسو پېمانه پوره وركوئ او تاسو له كم وركونكو څخه مه كېږئ
— Zakaria Abulsalam
او تاسو په برابرې تلې سره تول كوئ
— Zakaria Abulsalam
او تاسو خلقو ته د هغوى څیزونه مه كموئ، او مه ګرځئ په وراني سره په ځمكه كې، په دې حال چې فساد كوونكي یئ
— Zakaria Abulsalam
او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې تاسو او ړومبني خلق يې پیدا كړي دي
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو ځنې يې
— Zakaria Abulsalam
او ته نه يې مګر زمونږ په شان بشر، او یقینًا مونږ خامخا تا له دروغ ویونكو څخه ګڼو
— Zakaria Abulsalam
نو ته پر مونږ باندې له اسمانه ټوټې راوغورځوه، كه ته له رښتینو ځنې يې
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: زما رب ښه عالم دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ
— Zakaria Abulsalam
نو دوى د هغه تكذیب وكړ، پس دوى د سیوري د ورځې عذاب ونیول، بېشكه دغه (عذاب) د ډېرې لويې ورځې عذاب و
— Zakaria Abulsalam
بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو
— Zakaria Abulsalam
او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او بېشكه دا (قرآن) د رب العلمین (له جانبه) نازل كړى شوى دى
— Zakaria Abulsalam
دا جبریل امین راكوز كړى دى
— Zakaria Abulsalam
ستا په زړه باندې، د دې لپاره چې ته له وېروونكو څخه شې
— Zakaria Abulsalam
په ښكاره عربي ژبه كې
— Zakaria Abulsalam
او بېشكه دا (قرآن، یعنې د ده ذكر) د ړومبنیو خلقو په كتابونو كې دى
— Zakaria Abulsalam
ایا دغه (كفارو) ته (د قرآن د حقانیت) دا لویه نښه نه ده چې د بني اسرائیلو عالمان په ده پوهېږي؟
— Zakaria Abulsalam
او كه مونږ دا (قرآن) په عجمیانو كې په چا نازل كړى وى
— Zakaria Abulsalam
بيا هغه دا (قرآن) دوى ته لوستلى وى، دوى په ده باندې ایمان راوړونكي نه وو
— Zakaria Abulsalam
همداسې مونږ دا (د قرآن تكذیب) د مجرمانو په زړونو كې ننه ایستلى دى
— Zakaria Abulsalam