4. سورت النساء – آیتونه 161–176
سورت النساء د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
او (په سبب) د دوى د سود اخيستلو، حال دا چې دوى له دې نه منع كړى شوي وو، او (په سبب) د دوى په ناحقه خوړلو د خلقو مالونو لره، او مونږه په دوى كې د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى
— Zakaria Abulsalam
خو په دوى كې په علم كې پاخه خلق او مومنان، هغوى ایمان رواړي پر هغه (كتاب) باندې چې تا ته نازل كړى شوى دى او پر هغو (كتابونو) باندې چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي او خصوصًا چې لمونځ قايموونكي دي او زكات وركوونكي دي او پر الله او پر ورځ د اخرت ایمان لرونكي دي، دغه خلق (چې دي) ، مونږ به خامخا دغو ته ډېر لوى اجر وركړو
— Zakaria Abulsalam
بېشكه مونږ تا ته وحي كړې ده، لكه څنګه چې مونږ وحي كړې وه نوح ته او له هغه نه پس (نورو) نبیانو ته او مونږ وحي كړې وه ابراهیم او اسمعیل او اسحاق او یعقوب او د (هغوى) اولادې ته او عیسٰی او ایوب او یونس او هارون او سلیمان ته او مونږ داود ته زبور وركړى و
— Zakaria Abulsalam
او (مونږ لېږلي وو) ډېر رسولان، چې یقینًا د هغوى احوال مونږ تا ته له دې نه مخكې بیان كړي دي او (نور) رسولان چې د هغوى احوال مونږ تا ته نه دي بیان كړي او الله له موسٰی سره خبرې كړي دي، واضحې خبرې
— Zakaria Abulsalam
او (مونږ لېږلي وو) رسولان، چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په الله باندې څه حجت پاتې نشي او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
لېكن الله ګواهي كوي پر هغه شي چې تا ته يې نازل كړى دى، چې دا يې په خپل علم سره نازل كړى دى، او ملايك (هم) ګواهي كوي او الله ښه كافي دى (په حیث د) ګواه
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې كافر شوي دي او د الله له لارې نه يې بندول كړي دي، یقینًا هغوى ګمراه شوي دي په ډېرې لرې ګمراهۍ سره
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او ظلم يې كړى دى، الله داسې نه دى چې دوى به وبخښي او نه دا چې دوى به پر نېغه لار روان كړي
— Zakaria Abulsalam
مګر پر لار د جهنم، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي او دا (كار) الله ته ډېر اسان دى
— Zakaria Abulsalam
اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه په حقه سره رسول راغلى دى، نو تاسو ایمان راوړئ، (دا به) تاسو لپاره ډېر غوره وي او كه تاسو كفر كوئ، نو یقینًا خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او الله له ازله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
اى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې غُلُوّ (زیاتى) مه كوئ او الله ته يواځې د حقې خبرې نسبت كوئ، یقینًا همدا خبره ده چې د مریمې زوى مسیح عیسیٰ خو بس د الله رسول دى او د هغه كلمه ده، چې هغه يې مریم ته غورځولې وه او د هغه (الله) له جانبه روح دى، نو تاسو پر الله او د هغه پر رسولانو ایمان راوړئ او تاسو مه وایئ چې (معبودان) درې دي، تاسو (له دې نه) منع شئ، تاسو لپاره به (دا) ډېره ښه وي، یقینًا همدا خبره ده چې الله یو معبود دى زه د هغه پاكي بیانوم له دې نه چې د هغه لپاره دې اولاد وي، خاص د هغه لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله ښه كافي دى (په حیث د) كار ساز
— Zakaria Abulsalam
هیڅكله به هم مسیح (دا د ځان لپاره) عار ونه ګڼي چې هغه دې د الله بنده وي او نه ملايك (دغه عار ګڼي) چې مقرب دي او څوك چې د هغه عبادت كول (د ځان لپاره) عار ګڼي او لويي كوي، نو ژر به هغه (الله) دوى خپل طرف ته ټول راجمع كړي
— Zakaria Abulsalam
نو هر چې هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي‘ نو هغه به دوى ته د دوى اجرونه پوره وركړي او له خپل فضل نه به دوى ته (نور) زیات وركړي او پاتې شول هغه كسان چې عار يې وكړو او لويي يې وكړه، نو هغه به دوى ته ډېر دردوونكى عذاب وركړي او دوى به د خپلو ځانونو لپاره له الله نه سوا (بل) نه څوك دوست ومومي او نه مدد كوونكى
— Zakaria Abulsalam
اى خلقو! یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه لوى دلیل راغلى دى او مونږه تاسو ته واضحه رڼا نازله كړې ده
— Zakaria Abulsalam
نو هر چې هغه كسان دي چې پر الله يې ایمان راوړو او پر (دین د) هغه يې منګولې ښخې كړې، نو خامخا به هغه دوى په خپل رحمت او فضل كې داخلوي او د خپل ځان په طرف به يې په نېغه لار روانوي
— Zakaria Abulsalam
دوى له تا نه فتوٰی غواړي، ته (ورته) ووایه: الله تاسو ته د ’’كَلَاله‘‘ (بې پلاره او بې اولاده كس) په باره كې فتویٰ دركوي، كه یو سړى وفات شي او د هغه هېڅ اولاد نه وي او د هغه یوه خور وي، نو د هغې لپاره د هغه مال نیمه (حصه) ده چې هغه (مړي) پریښى دى او دا (سړى) د هغې (خور) (د ټول مال) وارث ګرځي كه د هغې هېڅ اولاد نه وي، بیا كه هغه دوه (خوېندې) وي، نو د هغوى لپاره (د ټول مال) دوه په درې برخې ده، له هغه (مال) نه چې هغه پریښى وي او كه چېرې هغوى څو وروڼه (خويندې) وي، سړي او ښځې، نو د نر لپاره د دوه ښځو د حصې په مثل (حصه) ده، الله تاسو ته ښه وضاحت كوي، چې تاسو ګمراه نشئ او الله پر هر شي ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.