5. سورت المائدة
سورت المائدة د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! (خپل) لوظونه پوره كړئ، تاسو لپاره اَنعام څاروي حلال كړى شوي دي، سوا له هغو نه چې تاسو ته به ولوستى شي، په دې حال كې چې تاسو د احرام په حالت كې ښكار لره حلال ګڼونكي نه یئ، بېشكه الله فیصله كوي د څه چې اراده وكړي
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله د شعايرو (د دین د نښو) بې حرمتي مه كوئ او نه د عزتمنې میاشتې، او نه د حرم د قربانۍ، او نه د حرم د غاړكۍ والا څارويو او نه عزتمن كور ته د اراده لرونكو خلقو، چې د خپل رب فضل او رضامندي لټوي او كله چې تاسو حلال (بې احرامه) شئ، نو بیا تاسو ښكار كوئ او له كوم قوم (سره) بغض دې تاسو زیاتي كولو ته راپورته نه كړي، له دې وجې چې تاسو يې له مسجد حرام نه منع كړي وئ او تاسو له یو بل سره په نېكۍ او پرهېزګارۍ كې مدد كوئ او د ګناه او ظلم په كار كې د یو بل مدد مه كوئ او له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
پر تاسو باندې حرامه كړى شوې ده مرداره، او وینه او د خنزیر غوښه او هغه چې په هغه د غیر الله لپاره اواز شوى وي او مرۍ خپه كړى شوى (زندۍ شوى) څاروى، او په كوتك وهل شوى او له بره راغورځېدلى او په ښكر وهل شوى، او هغه چې لیوان يې مات كړي، سوا له هغه (څاروي) نه چې تاسو يې حلال كړئ، او (حرام دى) هغه (څاروى) چې په استانو (درګاګانو) باندې ذبح كړى شي او دا چې تاسو په غشو سره قسمت معلوموئ، دغه (ټول) كارونه فسق او نافرماني دي، نن ورځ كافر شوي خلق ستاسو د دین (له ختمولو) نه ناامېده شول، نو تاسو له دوى نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ، نن ورځ ما تاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړو او پر تاسو باندې مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما تاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړو، نو څوك چې په سخته لوږه كې مجبور شو، په دې حال كې چې ګناه ته مايل كېدونكى نه وي، بیا نو یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
— Zakaria Abulsalam
دوى له تا نه تپوس كوي چې د دوى لپاره څه حلال كړى شوي دي، ته (ورته) ووایه: تاسو لپاره پاكیزه څیزونه حلال كړى شوي دي او هغه (ښكار د) ښكاري حیواناتو چې تاسو تربیه كړي وي، چې ښكاري جوړوونكي یئ، چې تاسو دوى ته له هغه علمه نه ښوونه كوئ چې الله تاسو ته ښوولى دى، نو تاسو خورئ له هغه (ښكار) نه چې دغو (ښكاري حیواناتو) تاسو لپاره نیولى وي او تاسو پر هغه د الله نوم یادوئ، او له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله ډېر ژر حساب كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
نن ورځ تاسو لپاره پاكیزه څیزونه حلال كړى شول او د هغو كسانو ذبیحه چې كتاب ورته وركړى شوى دى؛ تاسو لپاره حلاله ده او ستاسو طعام د هغوى لپاره حلال دى، او (تاسو لپاره حلالې دي) پاك لمنې مومنې ښځې او پاك لمنې ښځې له هغو خلقو ځنې چې هغوى ته له تاسو نه مخكې كتاب وركړى شوى دى، كله چې تاسو دغو (ښځو) ته د هغوى مهرونه وركړئ، چې عفت غوښتونكي یئ، بدكاري كوونكي نه یئ او نه په پټه سره یاران نیونكي یئ او څوك چې له ایمان نه انكار وكړي، نو یقینًا د هغه عمل برباد شو او هغه به په اخرت كې له تاوانیانو څخه وي
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو لمانځه ته پاڅېږئ، نو تاسو خپل مخونه او خپل لاسونه تر څنګلو پورې ووېنځئ او د خپلو سرونو مسح وكړئ او تر ګیټو (ښنګرو) پورې خپلې پښې (ووېنځئ) او كه چېرې تاسو د جنابت په حالت كې یئ، نو ځان ښه پاك كړئ (غسل وكړئ) او كه چېرې تاسو بېماران یئ، یا په سفر كې یئ، یا په تاسو كې كوم یو له اودس ماتي نه راغى، یا تاسو له خپلو ښځو سره كوروالى وكړئ، بیا تاسو اوبه ونه موندلې، نو د پاكې ځمكې مخ ته قصد وكړئ (تیمم وكړئ)، نو خپل مخونه او خپل لاسونه (تر مړوندونو پورې) په دې (خاورې، شګې) سره مسح كړئ، الله اراده نه لري چې پر تاسو باندې څه حرج (سختی) راولي، او لېكن غواړي چې تاسو ښه پاك كړي او پر تاسو باندې خپل نعمتونه پوره كړي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
— Zakaria Abulsalam
او تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ، چې پر تاسو باندې شوي دي او د هغهٔ، هغه پخه وعده یاده كړئ چې له تاسو سره يې مضبوطه كړې وه، كله چې تاسو وویل: مونږ واورېدل او مونږ اطاعت وكړو، او تاسو له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله د سینو په خبرو باندې (هم) ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى ! تاسو د الله لپاره (په حق باندې) مضبوط ولاړ اوسئ، چې په انصاف سره ګواهي كوونكي یئ او د یو قوم بغض دې تاسو دې ته راپورته نه كړي چې تاسو عدل ونه كړئ، عدل كوئ، دا تقوا ته ډېر نژدې دى او له الله نه ووېرېږئ، بیشكه الله ښه خبر دى پر هغو كارونو چې تاسو يې كوئ
— Zakaria Abulsalam
الله له هغو كسانو سره وعده كړې ده چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي، چې د هغوى لپاره بخښنه او ډېر لوى اجر دى
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې كفر يې كړى دى او زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي، دغه خلق د اور والا دي
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله هغه نعمتونه رایاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې څه خلقو اراده وكړه چې تاسو ته خپل لاسونه در اوږده كړي، نو هغه (الله) د هغوى لاسونه له تاسو بند كړل او له الله نه ووېرېږئ او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا، الله له بني اسرائیلو نه پخه وعده اخيستې وه او مونږ په دوى كې دولس تنه مشران مقرر كړل او الله وفرمایل: بېشكه زه له تاسو سره یم، یقینًا كه چېرې تاسو لمونځ قايم وساتئ او زكات ادا كړئ او زما پر رسولانو ایمان راوړئ او تاسو د هغوى مدد وكړئ او تاسو الله ته ډېر ښكلى قرض وركړئ، نو خامخا لازمًا به زه له تاسو څخه ستاسو ګناهونه ختم كړم او خامخا لازمًا به تاسو داسې جنتونو ته ننباسم چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، نو په تاسو كې چې چا له دې نه وروسته كفر وكړ، نو یقینًا هغه له نېغې لارې نه بې لارې شو
— Zakaria Abulsalam
نو د خپلې كلكې وعدې د ماتولو په سبب مونږ پر دوى لعنت وكړ او مونږ د دوى زړونه سخت كړل، دوى (د تورات) كلمې له خپلو ځایونو نه اړوي او دوى ته چې څه نصیحت شوى و؛ د هغه (لویه) حصه يې هېره كړله او ته به همېشه د دوى په څه خیانت باندې اګاه ګېږي، مګر په دوى كې ډېر لږ خلق (داسې نه دي)، نو ته دوى ته معافي كوه او تېرېږه، بېشكه الله نېكي كوونكي خوښوي
— Zakaria Abulsalam
او له هغو كسانو څخه چې وايي: بېشكه مونږ نصرانیان یو؛ مونږ له دوى نه پخه وعده اخيستې وه، نو دوى ته چې د څه نصیحت شوى و؛ د هغه لویه برخه يې هېره كړله، نو مونږ د دوى په مینځ كې د قیامت د ورځې پورې دښمني او كینه واچوله او الله به ژر دوى پر هغو عملونو خبر كړي چې دوى به كول
— Zakaria Abulsalam
اى اهل كتابو! یقینًا تاسو ته زمونږ رسول راغلى دى چې تاسو ته ډېر هغه څیزونه بیانوي چې تاسو به له كتابه پټول او له ډېرو څخه تېرېږي، یقینًا تاسو ته د الله له جانبه رڼا او روښانه كتاب راغلى دى
— Zakaria Abulsalam
چې په ده سره الله د سلامتۍ د لارو هدایت كوي هغه چا ته چې د هغه (الله) د رضا تابع وي او هغه په خپل حكم سره دوى لره له تیارو نه رڼا ته راوباسي او دوى ته د نېغې لارې هدایت كوي
— Zakaria Abulsalam
یقینًا یقینًا هغه كسان كافر شول چې هغوى ویل: بېشكه الله هم دا د مریمې زوى مسیح دى، ته (ورته) ووایه: د الله په وړاندې به څوك د څه شي اختیار ولري كه هغه اراده وكړي چې د مریمې زوى مسیح او د هغه مور او څوك چې په ځمكه كې دي ؛ هغه ټول هلاك كړي، او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، هغه چې څه وغواړي پیدا كوي يې او الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
او یهودیانو او نصرانیانو وویل: مونږ د الله زامن او د هغه دوستان یو، ته (ورته) ووایه: نو بیا ولې هغه تاسو ته ستاسو د ګناهونو په وجه عذاب دركوي؟ بلكې تاسو د هغه په مخلوقاتو كې انسانان یئ، هغه چې چا ته وغواړي بخښنه كوي او چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي او خاص د هغه په طرف ورتلل دي
— Zakaria Abulsalam
اى اهل كتابو! یقینًا تاسو ته زمونږ رسول، د رسولانو له وقفې نه پس راغلى دى، چې تاسو ته احكام بیانوي چې تاسو (بیا) دا ونه وایئ چې مونږ ته خو نه څوك زېرى وركوونكى راغلى و او نه وېروونكى، نو (دا دى چې) بې له شكه تاسو ته زېرى وركوونكى او وېروونكى راغى او الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
او كله چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى قومه! تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ چې پر تاسو باندې (شوي) دي كله چې يې په تاسو كې پېغمبران پیدا كړل او تاسو يې ازاد (او خودمختاره) كړئ او تاسو ته يې هغه څه در كړل چې په عالمونو كې يې هیچا ته هم نه وو وركړي
— Zakaria Abulsalam
اى زما قومه! تاسو هغه پاكې ځمكي ته داخل شئ چې الله تاسو لپاره لیكلې ده او په خپلو شاګانو بېرته مه ګرځئ (ګنې) نو تاوانیان به شئ
— Zakaria Abulsalam
دوى وویل: اى موسٰی! بېشكه په دغې (پاكې ځمكه) كې ډېر زورور خلق دي او بېشكه مونږ به كله هم دغې ته داخل نشو تر هغه پورې چې دوى له هغې نه ووځي، نو كه دوى له هغې نه ووتل، نو بېشكه مونږ (هغې ته) ننوتونكي یو
— Zakaria Abulsalam
وویل دوه سړیو له هغو كسانو نه چې (له الله نه) وېرېدل، (او) الله په هغو دواړو انعام كړى و: تاسو په دوى باندې په دروازه كې (حمله كوونكي) داخل شئ، نو كله چې تاسو هغې ته ننوتئ، نو بېشكه تاسو غالبه یئ او تاسو خاص په الله باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو مومنان یئ
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: اى موسٰی! بېشكه مونږه دې (ښاریې) ته له سره نه ننوځو هېڅكله هم، څو پورې چې دوى په هغې كې وي، نو ته او ستا رب لاړ شئ، نو تاسو دواړه وجنګېږئ، مونږ به همدلته ناست یو
— Zakaria Abulsalam
وویل (موسٰی) اى زما ربه! بېشكه زه اختیار نه لرم مګر د خپل ځان او د خپل ورور، نو ته زمونږ په مینځ كې او د فاسق (نافرمان) قوم په مینځ كې جدايي راوله
— Zakaria Abulsalam
وویل (الله) پس بېشكه هغه (مقدسه ځمكه) په دوى باندې څلوېښت كاله بنده (ممنوعه) ده، چې دوى به په ځمكه كې حیران سرګردان ګرځي، نو ته په فاسق (نافرمانه) قوم باندې مه خفه كېږه
— Zakaria Abulsalam
او دوى ته د ادم د دوه زامنو خبر په حقه سره ولوله، كله چې هغو دواړو قربانې وړاندې كړه، نو په هغوى كې له یو څخه قبوله شوه او له بل څخه قبوله نشوه، هغه وویل: زه به خامخا لازمًا تا ووژنم، هغه (ورته) وویل: بېشكه همدا خبره ده چې الله له پرهېزګارانو څخه (قربانې) قبلوي
— Zakaria Abulsalam
كه چېرې ته زما د وژلو لپاره خپل لاس را اوږد كړې (، نو) زه خپل لاس ستا د وژلو لپاره تا ته نه در اوږدوم، بېشكه زه له الله رب العلمین څخه وېرېږم
— Zakaria Abulsalam
بېشكه زه غواړم چې ته زما (د وژلو) په ګناه باندې او په خپلې (مخكېنۍ) ګناه باندې اخته شي، بیا چې د دوزخ په ملګرو كې شې او دا د ظالمانو جزا ده
— Zakaria Abulsalam
نو هغه ته خپل نفس د خپل ورور وژل ښكلي (او) اسان كړل، نو هغه يې قتل كړ، نو شو له تاوانيانو نه
— Zakaria Abulsalam
نو الله یو كارغه راولېږه، چې ځمكه يې كنستله، د دې لپاره چې هغه (قاتل) ته وښیي چې څنګه هغه د خپل ورور جثه (كالبوت) پټه كړي، هغه وویل: هۍ افسوس! ایا زه د دې كارغه په شان له كېدو نه هم عاجز شوم، چې د خپل ورور جثه مې پټه كړې وى، نو له پښېمانه كېدونكو څخه شو
— Zakaria Abulsalam
له همدې وجې نه مونږ په بني اسرائیلو باندې لازم كړي وو چې بېشكه خبره دا ده چې چا هم یو نفس له بدلې نه بغیر، یا په ځمكه كې له ورانكارۍ نه بغیر وواژه، نو ګویا كې هغه ټول خلق ووژل او چا چې د دغه نفس ژوند بچ كړ، نو ګویا كې هغه د ټولو خلقو ژوند بچ كړ او یقینًا یقینًا دوى ته زمونږه رسولانو څرګندې نښې راوړې وې، یقینًا بیا له دې نه پس (هم) په دوى كې ډېر خلق په ځمكه كې خامخا زیاتي كوونكي دي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه اصل خبره همدا ده چې څوك چې د الله او د هغه له رسول سره جنګ كوي او په ځمكه كې د وراني كولو كوښښ كوي، د هغوى سزا دا ده چې دوى دې قتل كړى شي، یادې په دار كړى شي، یا دې د دوى لاسونه او پښې ادلې بدلې پرې كړى شي، یا دې دوى له (دغې) ځمكې نه وشړل شي، دا د دوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د دوى لپاره په اخرت كې بېخي لوى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
مګر هغه كسان چې توبه وباسي مخكې له دې نه چې تاسو په دوى باندې قابو ومومئ، نو پوه شئ چې یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او هغه ته قرب (نژدې والى) ولټوئ او تاسو د هغه په لار كې جهاد كوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى كه د ځمكې ټول دولت د دوى شي او له دغې (دولت) سره د ده هومره (نور هم)، د دې لپاره چې دا د قیامت د ورځې د عذاب په بدله كې وركړي (،نو) دا (فدیه) به له دوى نه قبوله نه كړى شي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
دوى به غواړي چې له اور نه ووځي، حال دا چې دوى له هغه نه وتونكي نه دي او د دوى لپاره دايمي (همېشنى) عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
او غل او غله، نو تاسو د دوى لاسونه د دوى د كړي عمل په بدله كې پرې كړئ، چې د الله له جانبه عبرتناكه سزا ده او الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
نو چا چې له خپل ظلم نه پس توبه وكړه او (د ځان) اصلاح يې وكړه، نو بېشكه الله د ده توبه قبلوي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
— Zakaria Abulsalam
ایا ته پوه نه يې چې بېشكه خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam