QuranPilotQuranPilot
الْمَائِدَةُ

5. سورت المائدة – آیتونه 41–80

سورت المائدة د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

5:41
۞ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلرَّسُولُ لَا يَحْزُنكَ ٱلَّذِينَ يُسَـٰرِعُونَ فِى ٱلْكُفْرِ مِنَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِأَفْوَٰهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِن قُلُوبُهُمْ ۛ وَمِنَ ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ ۛ سَمَّـٰعُونَ لِلْكَذِبِ سَمَّـٰعُونَ لِقَوْمٍ ءَاخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ ۖ يُحَرِّفُونَ ٱلْكَلِمَ مِنۢ بَعْدِ مَوَاضِعِهِۦ ۖ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هَـٰذَا فَخُذُوهُ وَإِن لَّمْ تُؤْتَوْهُ فَٱحْذَرُوا۟ ۚ وَمَن يُرِدِ ٱللَّهُ فِتْنَتَهُۥ فَلَن تَمْلِكَ لَهُۥ مِنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَمْ يُرِدِ ٱللَّهُ أَن يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ ۚ لَهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا خِزْىٌ ۖ وَلَهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ٤١

اى رسوله! تا دې هغه كسان غمجن نه كړي چې په كفر كې له یو بل نه تلوار كوي، له هغو خلقو څخه چې په خپلو خولو وايي چې مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې د دوى زړونو ایمان نه دى راوړى او له هغو خلقو څخه چې یهودیان دي، دوى د دروغو ډېر اورېدونكي (قبلوونكي) دي، د هغو نورو خلقو لپاره ډېر اورېدونكي دي چې تا ته نه دي راغلي، دوى خبرې بدلوي وروسته له دې نه چې هغه په خپلو ځایونو كې (ثابتې) شي، دوى وايي كه چېرې تاسو ته دا دركړى شي، نو هغه واخلئ، او كه چېرې تاسو ته هغه در نه کړى شي، نو بیا ځان وساتئ او هغه څوك چې الله د هغه ګمراه كول وغواړي، (بیا) نو ته د هغه لپاره د الله په وړاندې د هېڅ شي اختیار نه لرې، دا هغه كسان دي چې الله د دوى د زړونو د پاكولو اراده نه ده كړې، د همدوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د همدوى لپاره په اخرت كې بېخي لوى عذاب دى

Zakaria Abulsalam

5:42
سَمَّـٰعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّـٰلُونَ لِلسُّحْتِ ۚ فَإِن جَآءُوكَ فَٱحْكُم بَيْنَهُمْ أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ ۖ وَإِن تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْـًٔا ۖ وَإِنْ حَكَمْتَ فَٱحْكُم بَيْنَهُم بِٱلْقِسْطِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُقْسِطِينَ٤٢

دوى د دروغو ډېر اورېدونكي دي او د حرامو ډېر خوړونكي دي، نو كه چېرې دوى تا ته راشي، نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه، یا له دوى نه مخ واړوه او كه چېرې ته له دوى نه مخ واړوې، نو دوى به تا ته هیڅكله هم هېڅ شى ضرر در ونه رسولى شي، او كه چېرې ته فیصله كوې، نو د دوى په مینځ كې په انصاف سره فیصله وكړه، بېشكه الله له انصاف كوونكو سره مینه كوي

Zakaria Abulsalam

5:43
وَكَيْفَ يُحَكِّمُونَكَ وَعِندَهُمُ ٱلتَّوْرَىٰةُ فِيهَا حُكْمُ ٱللَّهِ ثُمَّ يَتَوَلَّوْنَ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ ۚ وَمَآ أُو۟لَـٰٓئِكَ بِٱلْمُؤْمِنِينَ٤٣

او دوى (د زنا په باره كې) فیصله تا ته څنګه راوړي؟! حال دا چې له دوى سره تورات شته، چې په هغه كې (د دې په باره كې) د الله حكم دى، بیا دوى له دې (ستا له فیصلې) نه بعد بېرته ګرځي او دغه خلق له سره مومنان نه دي

Zakaria Abulsalam

5:44
إِنَّآ أَنزَلْنَا ٱلتَّوْرَىٰةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ ۚ يَحْكُمُ بِهَا ٱلنَّبِيُّونَ ٱلَّذِينَ أَسْلَمُوا۟ لِلَّذِينَ هَادُوا۟ وَٱلرَّبَّـٰنِيُّونَ وَٱلْأَحْبَارُ بِمَا ٱسْتُحْفِظُوا۟ مِن كِتَـٰبِ ٱللَّهِ وَكَانُوا۟ عَلَيْهِ شُهَدَآءَ ۚ فَلَا تَخْشَوُا۟ ٱلنَّاسَ وَٱخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِى ثَمَنًا قَلِيلًا ۚ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْكَـٰفِرُونَ٤٤

بېشكه مونږ تورات نازل كړى دى، چې په هغه كې هدایت او رڼا ده، په ده سره به نبیانو، چې حكم منونكي وو، د یهودیانو لپاره فیصلې كولې او الهي خلقو او عالمانو (به هم فیصلې كولې)، ځكه چې دوى د الله د كتاب ساتونكي ګرځول شوي وو او دوى په ده باندې ګواهان وو، نو تاسو له خلقو نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ او زما د ایتونو په بدل كې لږ قیمت مه اخلئ او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق كافران دي

Zakaria Abulsalam

5:45
وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَآ أَنَّ ٱلنَّفْسَ بِٱلنَّفْسِ وَٱلْعَيْنَ بِٱلْعَيْنِ وَٱلْأَنفَ بِٱلْأَنفِ وَٱلْأُذُنَ بِٱلْأُذُنِ وَٱلسِّنَّ بِٱلسِّنِّ وَٱلْجُرُوحَ قِصَاصٌ ۚ فَمَن تَصَدَّقَ بِهِۦ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَّهُۥ ۚ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّـٰلِمُونَ٤٥

او مونږ په دوى باندې په دې (تورات) كې فرض كړي وو چې بېشكه ځان د ځان په بدله كې دى او سترګه د سترګې په بدله كې او پوزه د پوزې په بدله كې او غوږ د غوږ په بدله كې او غاښ د غاښ په بدله كې دى او زخمونه (هم) قصاص (برابر) دي، نو چا چې د دې (قصاص) معافي وكړه، نو دا د دغه (مجرم) لپاره كفاره ده (په دې سره له دې ګناه څخه پاكېږي) او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق ظالمان دي

Zakaria Abulsalam

5:46
وَقَفَّيْنَا عَلَىٰٓ ءَاثَـٰرِهِم بِعِيسَى ٱبْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ ٱلتَّوْرَىٰةِ ۖ وَءَاتَيْنَـٰهُ ٱلْإِنجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ ٱلتَّوْرَىٰةِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ٤٦

او مونږه په هغوى پسې د دوى په نښو باندې د مریمې زوى عیسٰی ولېږه چې له ده نه د وړاندې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او مونږ هغه ته انجیل وركړ، چې په هغه كې هدایت او رڼا وه او چې له ده نه د مخكې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او د پرهېزګارانو لپاره هدایت او نصیحت و

Zakaria Abulsalam

5:47
وَلْيَحْكُمْ أَهْلُ ٱلْإِنجِيلِ بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فِيهِ ۚ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَـٰسِقُونَ٤٧

او لازم ده چې انجیل والا دې فیصله وكړي په هغه څه چې الله په دې (انجیل) كې نازل كړي دي (چې د قرآن او محمدﷺ تصدیق دى) او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق فاسقان دي

Zakaria Abulsalam

5:48
وَأَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ بِٱلْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ ٱلْكِتَـٰبِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ ۖ فَٱحْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ عَمَّا جَآءَكَ مِنَ ٱلْحَقِّ ۚ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا ۚ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَٰحِدَةً وَلَـٰكِن لِّيَبْلُوَكُمْ فِى مَآ ءَاتَىٰكُمْ ۖ فَٱسْتَبِقُوا۟ ٱلْخَيْرَٰتِ ۚ إِلَى ٱللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ٤٨

او (اى نبي!) مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، چې د هغو كتابونو تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې دي او د هغوى محافظ دى، نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه په هغه څه سره چې الله نازل كړي دي او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه، چې هغه حق پرېږدې چې تا ته راغلى دى، مونږ په تاسو كې د هر یو لپاره یو دستور او لاره مقرر كړې ده، او كه الله غوښتلى، نو تاسو به يې یو امت ګرځولي وئ، او لېكن (بېل بېل يې كړئ) د دې لپاره چې تاسو وازمايي په هغه څه كې چې تاسو ته يې دركړي دي، نو تاسو نېكیو ته له یو بل نه مخكې كېږئ، خاص الله ته ستاسو د ټولو واپسي ده، نو هغه به تاسو ته د هغو كارونو خبر دركړي چې تاسو په هغو كې اختلاف كاوه

Zakaria Abulsalam

5:49
وَأَنِ ٱحْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ وَٱحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَنۢ بَعْضِ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ إِلَيْكَ ۖ فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَٱعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ ۗ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ ٱلنَّاسِ لَفَـٰسِقُونَ٤٩

او دا چې ته د دوى په مینځ كې فیصله كوه په هغه څه سره چې الله نازل كړي دي او ته د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته له دوى نه محتاط اوسه (هسې نه) چې دوى تا له ځینو (حكمونو) نه واړوي، چې تا ته الله نازل كړي دي، نو كه چېرې دوى وګرځېدل، نو پوه شه چې بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې دوى ته د دوى د ځینو ګناهونو په وجه سزا ورسوي او بېشكه په خلقو كې ډېر يقينًا فاسقان دي

Zakaria Abulsalam

5:50
أَفَحُكْمَ ٱلْجَـٰهِلِيَّةِ يَبْغُونَ ۚ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ ٱللَّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ٥٠

ایا نو دوى د جاهلیت فیصله غواړي؟ او په فیصله كولو كې له الله نه (بل) څوك ډېر ښه دى، د هغه قوم لپاره چې یقین كوي!

Zakaria Abulsalam

5:51
۞ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ ٱلْيَهُودَ وَٱلنَّصَـٰرَىٰٓ أَوْلِيَآءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُۥ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّـٰلِمِينَ٥١

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو یهودیان او نصرانیان دوستان مه جوړوئ، د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي او په تاسو كې چې چا له دوى سره دوستي وكړه، نو یقینًا هغه له همدوى څخه دى، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي

Zakaria Abulsalam

5:52
فَتَرَى ٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يُسَـٰرِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَىٰٓ أَن تُصِيبَنَا دَآئِرَةٌ ۚ فَعَسَى ٱللَّهُ أَن يَأْتِىَ بِٱلْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِّنْ عِندِهِۦ فَيُصْبِحُوا۟ عَلَىٰ مَآ أَسَرُّوا۟ فِىٓ أَنفُسِهِمْ نَـٰدِمِينَ٥٢

نو ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې بېماري ده چې په (مینه د) دوى كې منډې وهي او دوى وايي: مونږ وېرېږو (له دې نه) چې مونږ ته څه مصیبت راورسي، نو قریب ده چې الله فتح راولي، یا له خپلې خوا نه كوم بل حكم (راولي) نو دوى به پښېمانه شي پر هغو خبرو چې دوى په خپلو نفسونو كې پټې ساتلې وې

Zakaria Abulsalam

5:53
وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَهَـٰٓؤُلَآءِ ٱلَّذِينَ أَقْسَمُوا۟ بِٱللَّهِ جَهْدَ أَيْمَـٰنِهِمْ ۙ إِنَّهُمْ لَمَعَكُمْ ۚ حَبِطَتْ أَعْمَـٰلُهُمْ فَأَصْبَحُوا۟ خَـٰسِرِينَ٥٣

او مومنان به (د حیرانتیا په سبب) وايي: ایا دا هغه خلق دي چې پر الله يې ډېر پاخه قسمونه خوړلي وو چې بېشكه دوى خامخا له تاسو سره دي، د دوى عملونه ضايع شوي دي، نو دوى تاوانیان شول

Zakaria Abulsalam

5:54
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِۦ فَسَوْفَ يَأْتِى ٱللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُۥٓ أَذِلَّةٍ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى ٱلْكَـٰفِرِينَ يُجَـٰهِدُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَآئِمٍ ۚ ذَٰلِكَ فَضْلُ ٱللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَآءُ ۚ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ٥٤

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په تاسو كې چې څوك له خپل دین نه مرتد شو، نو ژر ده چې الله به داسې خلق راولي چې هغه (الله) به له دوى سره مینه كوي او دوى به له هغه (الله) سره مینه كوي، په مومنانو به ډېر نرمي كوونكي وي او په كافرانو باندې به ډېر سخت وي، د الله په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملامت كوونكي له ملامتیا نه به نه وېرېږي، دا د الله فضل دى، چا ته چې وغواړي هغه ته يې وركوي او الله ډېر د فراخۍ والا، ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

5:55
إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُمْ رَٰكِعُونَ٥٥

ستاسو دوست يواځې (او يواځې) الله او د هغهٔ رسول دى او هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى، (یعنې) هغه كسان چې لمونځ قايموي او زكات وركوي او دوى ركوع كوونكي دي

Zakaria Abulsalam

5:56
وَمَن يَتَوَلَّ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ فَإِنَّ حِزْبَ ٱللَّهِ هُمُ ٱلْغَـٰلِبُونَ٥٦

او څوك چې له الله او د هغه له رسول او مومنانو سره دوستي وكړي، نو یقینًا هم د الله ډله غالبه كېدونكې ده

Zakaria Abulsalam

5:57
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِّنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ مِن قَبْلِكُمْ وَٱلْكُفَّارَ أَوْلِيَآءَ ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ٥٧

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه كسان دوستان مه جوړوئ چې ستاسو دین يې ټوقې او لوبې ګرځولى دى، له هغو كسانو نه چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى و او مه كفار (دوستان جوړوئ) او له الله نه ووېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ

Zakaria Abulsalam

5:58
وَإِذَا نَادَيْتُمْ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ ٱتَّخَذُوهَا هُزُوًا وَلَعِبًا ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ٥٨

او كله چې تاسو لمانځه ته اواز كوئ (،نو) دوى هغه ټوقې او لوبې وګرځوي، دا ځكه چې بېشكه دوى داسې خلق دي چې هېڅ عقل نه لري

Zakaria Abulsalam

5:59
قُلْ يَـٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ هَلْ تَنقِمُونَ مِنَّآ إِلَّآ أَنْ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلُ وَأَنَّ أَكْثَرَكُمْ فَـٰسِقُونَ٥٩

(اى نبي!) ته ورته ووایه: اى اهل كتابو! تاسو مونږه (په هېڅ وجه) د بدۍ (او) عیب والا نه ګڼئ، مګر په دې چې مونږ پر الله ایمان راوړى دى او پر هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي او پر هغه څه چې له ده نه مخكې نازل كړى شوي دي او دا ځكه چې یقینًا ستاسو اكثره (خلق) فاسقان (له حده وتونكي) دي

Zakaria Abulsalam

5:60
قُلْ هَلْ أُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَٰلِكَ مَثُوبَةً عِندَ ٱللَّهِ ۚ مَن لَّعَنَهُ ٱللَّهُ وَغَضِبَ عَلَيْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمُ ٱلْقِرَدَةَ وَٱلْخَنَازِيرَ وَعَبَدَ ٱلطَّـٰغُوتَ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضَلُّ عَن سَوَآءِ ٱلسَّبِيلِ٦٠

ته ووایه! ایا زه تاسو ته د الله په نیز د جزا په لحاظ سره له دوى نه د بدترو خلقو خبر در نه كړم؟ (دا) هغه څوك دي چې الله پر دوى لعنت كړى دى او پر دوى يې غضب كړى دى او له دوى نه يې بیزوګان او خنزیران جوړ كړي دي او دوى (هغه څوك دي چې يې) د طاغوت عبادت كړى دى، دغه كسان د ځاى په لحاظ سره ډېر بدتره دي او له حقې لارې نه ډېر ګمراه دي

Zakaria Abulsalam

5:61
وَإِذَا جَآءُوكُمْ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَقَد دَّخَلُوا۟ بِٱلْكُفْرِ وَهُمْ قَدْ خَرَجُوا۟ بِهِۦ ۚ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا كَانُوا۟ يَكْتُمُونَ٦١

او كله چې دوى تاسو ته راشي (،نو) دوى وايي: مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې یقینًا دوى له كفر سره داخل شوي وو او یقینًا له هغه (كفر) سره ووتل او الله ډېر ښه پوه دى په هغو خبرو چې دوى پټولې

Zakaria Abulsalam

5:62
وَتَرَىٰ كَثِيرًا مِّنْهُمْ يُسَـٰرِعُونَ فِى ٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ وَأَكْلِهِمُ ٱلسُّحْتَ ۚ لَبِئْسَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ٦٢

او ته به په دوى كې ډېر خلق وینې چې په ګناه او ظلم كې او په خپلې حرام خورۍ كې منډې وهي، خامخا بد دى هغه كار چې دوى كاوه

Zakaria Abulsalam

5:63
لَوْلَا يَنْهَىٰهُمُ ٱلرَّبَّـٰنِيُّونَ وَٱلْأَحْبَارُ عَن قَوْلِهِمُ ٱلْإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ ٱلسُّحْتَ ۚ لَبِئْسَ مَا كَانُوا۟ يَصْنَعُونَ٦٣

الهي خلق او عالمان دغو (یهودیانو) لره له خپلو د ګناه له ویناوو نه او له خپلې حرام خورۍ نه ولې نه منع كوي؟ خامخا بد دى هغه كار (د خاموشۍ) چې دوى كاوه

Zakaria Abulsalam

5:64
وَقَالَتِ ٱلْيَهُودُ يَدُ ٱللَّهِ مَغْلُولَةٌ ۚ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا۟ بِمَا قَالُوا۟ ۘ بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنفِقُ كَيْفَ يَشَآءُ ۚ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّآ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَـٰنًا وَكُفْرًا ۚ وَأَلْقَيْنَا بَيْنَهُمُ ٱلْعَدَٰوَةَ وَٱلْبَغْضَآءَ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ ۚ كُلَّمَآ أَوْقَدُوا۟ نَارًا لِّلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا ٱللَّهُ ۚ وَيَسْعَوْنَ فِى ٱلْأَرْضِ فَسَادًا ۚ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ ٱلْمُفْسِدِينَ٦٤

وویل یهودیانو: د الله لاس تړل شوى دى، د دوى لاسونه دې وتړل شي او د دې وینا په سبب دې پر دوى لعنت وشي، بلكې د هغه دواړه لاسونه خلاص دي، څنګه چې وغواړي انفاق كوي او خامخا هغه (كتاب) به، چې تا ته ستا د رب له جانبه نازل كړى شوى دى؛ په دوى كې د ډېرو خلقو سركشي او كفر خامخا ورزیات كړي او مونږه د دوى په مینځ كې د قیامت د ورځې پورې دښمني او بغض واچاوه، هر كله چې دوى د جنګ لپاره اور بلوي (،نو) الله هغه مړ كړي او دوى په ځمكه كې د وراني لپاره منډې وهي او الله وراني كوونكي نه خوښوي

Zakaria Abulsalam

5:65
وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ ءَامَنُوا۟ وَٱتَّقَوْا۟ لَكَفَّرْنَا عَنْهُمْ سَيِّـَٔاتِهِمْ وَلَأَدْخَلْنَـٰهُمْ جَنَّـٰتِ ٱلنَّعِيمِ٦٥

او كه یقینًا اهل كتابو ایمان راوړى وى او پرهېزګاره شوي وى (، نو) لازمًا به مونږه له دوى نه د دوى ګناهونه لرې كړي وى او خامخا به مونږه دوى د نعمتونو جنتونو ته داخل كړي وو

Zakaria Abulsalam

5:66
وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا۟ ٱلتَّوْرَىٰةَ وَٱلْإِنجِيلَ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْهِم مِّن رَّبِّهِمْ لَأَكَلُوا۟ مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِم ۚ مِّنْهُمْ أُمَّةٌ مُّقْتَصِدَةٌ ۖ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ سَآءَ مَا يَعْمَلُونَ٦٦

او كه یقینًا دوى (احكام د) تورات او انجیل قايم كړي وى او هغه چې دوى ته د دوى د رب له جانبه نازل كړى شوي دي (،نو) دوى به خامخا خوراك كړى و د خپل له پاسه نه او د خپلو پښو له لاندې نه، په دوى كې یوه مینځلارې ډله ده او ډېر زیات په دوى كې (داسې) دي چې بد دي هغه چې دوى يې كوي

Zakaria Abulsalam

5:67
۞ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلرَّسُولُ بَلِّغْ مَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ۖ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُۥ ۚ وَٱللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ ٱلنَّاسِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْكَـٰفِرِينَ٦٧

اى رسوله! ته ورسوه هغه څه چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي او كه ته (دا كار) ونه كړې، نو تا د هغه (الله) پېغام نه دى رسولى او الله تا له خلقو نه بچ ساتي، بېشكه الله كافر قوم ته نېغه لار نه ښیي

Zakaria Abulsalam

5:68
قُلْ يَـٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ لَسْتُمْ عَلَىٰ شَىْءٍ حَتَّىٰ تُقِيمُوا۟ ٱلتَّوْرَىٰةَ وَٱلْإِنجِيلَ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ ۗ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّآ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَـٰنًا وَكُفْرًا ۖ فَلَا تَأْسَ عَلَى ٱلْقَوْمِ ٱلْكَـٰفِرِينَ٦٨

ته (ورته) ووایه: اى اهل كتابو! تاسو (د حق) په هېڅ شي باندې نه یئ تر دې چې تاسو تورات او انجیل قايم كړئ او هغه (تعليمات) چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوي دي، خامخا به هغه (كتاب)، چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى؛ په دوى كې د ډېرو خلقو سركشې او كفر يقينًا ورزیات كړي، نو ته په كافر قوم باندې مه خفه كېږه

Zakaria Abulsalam

5:69
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱلَّذِينَ هَادُوا۟ وَٱلصَّـٰبِـُٔونَ وَٱلنَّصَـٰرَىٰ مَنْ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَعَمِلَ صَـٰلِحًا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ٦٩

بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان او صابیان او نصرانیان دي، هر چا چې پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو په دوى باندې نه څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي

Zakaria Abulsalam

5:70
لَقَدْ أَخَذْنَا مِيثَـٰقَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ وَأَرْسَلْنَآ إِلَيْهِمْ رُسُلًا ۖ كُلَّمَا جَآءَهُمْ رَسُولٌۢ بِمَا لَا تَهْوَىٰٓ أَنفُسُهُمْ فَرِيقًا كَذَّبُوا۟ وَفَرِيقًا يَقْتُلُونَ٧٠

خامخا یقینًا مونږ له بني اسرائیلو نه پخه وعده اخيستې وه او دوى ته مونږ ډېر رسولان لېږلي وو، هر كله چې به هم دوى ته كوم رسول هغه (حكمونه) راوړل چې د دوى نفسونو به نه خوښول (،نو) یوه ډله دوى دروغژنه وګڼله او بله ډله دوى وژله

Zakaria Abulsalam

5:71
وَحَسِبُوٓا۟ أَلَّا تَكُونَ فِتْنَةٌ فَعَمُوا۟ وَصَمُّوا۟ ثُمَّ تَابَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ ثُمَّ عَمُوا۟ وَصَمُّوا۟ كَثِيرٌ مِّنْهُمْ ۚ وَٱللَّهُ بَصِيرٌۢ بِمَا يَعْمَلُونَ٧١

او دوى دا ګڼله چې هېڅ ازمېښت به نه كېږي، نو ړانده شول او كاڼه شول، بیا الله دوى ته (په رحمت سره) توجه وكړه، بیا په دوى كې ډېر خلق ړانده شول او كاڼه شول او الله ښه لیدونكى دى هغه څه لره چې دوى يې كوي

Zakaria Abulsalam

5:72
لَقَدْ كَفَرَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْمَسِيحُ ٱبْنُ مَرْيَمَ ۖ وَقَالَ ٱلْمَسِيحُ يَـٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ رَبِّى وَرَبَّكُمْ ۖ إِنَّهُۥ مَن يُشْرِكْ بِٱللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِ ٱلْجَنَّةَ وَمَأْوَىٰهُ ٱلنَّارُ ۖ وَمَا لِلظَّـٰلِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ٧٢

خامخا یقینًا كافر شول هغه خلق چې ويې ويل:بېشكه الله همدا د مریمې زوى مسیح دى، حال دا چې مسیح، بني اسرائیلو ته وویل: تاسو د الله عبادت كوئ، چې زما رب دى او ستاسو رب دى، بېشكه خبره دا ده چې څوك له الله سره شریك نیسي، نو یقینًا په هغه باندې الله جنت حرام كړى دى او د هغه استوګنه اور دى او د ظالمانو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته

Zakaria Abulsalam

5:73
لَّقَدْ كَفَرَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ ثَالِثُ ثَلَـٰثَةٍ ۘ وَمَا مِنْ إِلَـٰهٍ إِلَّآ إِلَـٰهٌ وَٰحِدٌ ۚ وَإِن لَّمْ يَنتَهُوا۟ عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ٧٣

خامخا یقینًا كافر شول هغه خلق چې ويې ويل:بېشكه الله د درېوو دريم دى، حال دا چې هېڅ لايق د عبادت نشته مګر یو معبود، او كه چېرې دوى له هغو خبرو نه منع نشي چې دوى يې كوي، نو خامخا لازمًا به په دوى كې كافر شويو خلقو ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي

Zakaria Abulsalam

5:74
أَفَلَا يَتُوبُونَ إِلَى ٱللَّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُۥ ۚ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ٧٤

ایا ولې دوى الله ته توبه نه وباسي او له هغه نه بخښنه نه غواړي؟! حال دا چې الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

Zakaria Abulsalam

5:75
مَّا ٱلْمَسِيحُ ٱبْنُ مَرْيَمَ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ ٱلرُّسُلُ وَأُمُّهُۥ صِدِّيقَةٌ ۖ كَانَا يَأْكُلَانِ ٱلطَّعَامَ ۗ ٱنظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ ٱلْـَٔايَـٰتِ ثُمَّ ٱنظُرْ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ٧٥

نه دى د مریمې زوى مسیح مګر یو رسول دى، یقینًا له ده نه مخكې رسولان تېر شوي دي او د ده مور صِدیقه (ډېره زیاته رښتینې) وه، دې دواړو به طعام خوړلو، ته وګوره مونږه څنګه دوى ته ایتونه بیانوو، بیا ته وګوره دوى كوم طرف اړولى شي

Zakaria Abulsalam

5:76
قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا ۚ وَٱللَّهُ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ٧٦

ته ووایه: ایا تاسو له الله نه غیر د هغه شي عبادت كوئ چې تاسو لپاره نه د نقصان اختیار لري او نه د نفع او همدا الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

5:77
قُلْ يَـٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَـٰبِ لَا تَغْلُوا۟ فِى دِينِكُمْ غَيْرَ ٱلْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعُوٓا۟ أَهْوَآءَ قَوْمٍ قَدْ ضَلُّوا۟ مِن قَبْلُ وَأَضَلُّوا۟ كَثِيرًا وَضَلُّوا۟ عَن سَوَآءِ ٱلسَّبِيلِ٧٧

ته (ورته) ووایه: اى اهلِ كتابو! تاسو په خپل دین كې ناحقه زیاتى مه كوئ او د هغه قوم د خواهشاتو پیروي مه كوئ چې له دې نه مخكې ګمراه شوي دي او هغوى ډېر خلق ګمراه كړي دي او له نېغې لارې نه بې لارې شوي دي

Zakaria Abulsalam

5:78
لُعِنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنۢ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ عَلَىٰ لِسَانِ دَاوُۥدَ وَعِيسَى ٱبْنِ مَرْيَمَ ۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا۟ وَّكَانُوا۟ يَعْتَدُونَ٧٨

په هغو كسانو باندې، چې په بني اسرائیلو كې كافر شوي دي، لعنت شوى دى د داود او د مریمې زوى عیسٰی په ژبه، دا ځكه چې دوى نافرماني وكړه او دوى له حد نه تېرېدل

Zakaria Abulsalam

5:79
كَانُوا۟ لَا يَتَنَاهَوْنَ عَن مُّنكَرٍ فَعَلُوهُ ۚ لَبِئْسَ مَا كَانُوا۟ يَفْعَلُونَ٧٩

دوى به له هغه ناروا كار نه یو بل نه منع كول چې دوى به هغه كاوه، خامخا بد دى هغه (كار) چې دوى به كاوه

Zakaria Abulsalam

5:80
تَرَىٰ كَثِيرًا مِّنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۚ لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنفُسُهُمْ أَن سَخِطَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِى ٱلْعَذَابِ هُمْ خَـٰلِدُونَ٨٠

ته به په دوى كې ډېر (داسې) وینې چې له هغو كسانو سره دوستي كوي چې كافر شوي دي، خامخا بد دى هغه شى چې د دوى لپاره د دوى نفسونو مخكې لېږلى دى، دا چې الله دوى ته په غصه شو او دوى به په عذاب كې همېشه وي

Zakaria Abulsalam