5. سورت المائدة – آیتونه 81–120
سورت المائدة د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
او كه چېرې دوى پر الله او پر نبي او پر هغه څه چې ده ته نازل كړى شوي دي ایمان لرلى (،نو) دوى به هغه (كافران) دوستان نه وو جوړ كړي او لېكن په دوى كې ډېر خلق فاسقان دي
— Zakaria Abulsalam
بې له شكه يقينًا چې ته به له مومنانو سره په دښمنۍ كې تر ټولو خلقو زیات سخت، یهودیان مومې او هغه كسان چې مشركان دي او خامخا لازمًا به ته له مومنانو سره په دوستۍ كې تر ټولو خلقو زیات نژدې هغه كسان مومې چې ویلي دي: بېشكه مونږ نصرانیان یو، دا ځكه چې په دوى كې په رښتيا عبادت ګذاره عالمان او راهبان (زاهدان) دي او دا ځكه چې واقعاً دوى تكبر نه كوي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى هغه (قرآن) واوري چې رسول ته نازل كړى شوى دى (، نو) ته به د دوى سترګې وینې چې اوښکې به ترې بهېږي، په سبب د هغه حق چې دوى وپېژنده، دوى وايي: اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى، نو ته مونږ له ګواهي كوونكو سره ولیكه
— Zakaria Abulsalam
او مونږ لره څه دي چې پر الله به ایمان نه راوړو او پر هغه حق چې مونږ ته راغلى دى، حال دا چې مونږ د دې طمع لرو چې زمونږ رب به مونږ د نېكانو خلقو په ډله كې داخل كړي
— Zakaria Abulsalam
نو الله دوى ته د دوى د وینا په بدل كې داسې جنتونه وركړل چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي او دا د نېكي كوونكو بدله ده
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې كافر شوي دي او زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي، دغه كسان د دوزخ ملګري (دوزخيان) دي
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه پاكیزه څیزونه مه حراموئ چې ستاسو لپاره الله حلال كړي دي او له حد نه مه تېرېږئ، بېشكه الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي
— Zakaria Abulsalam
او تاسو له هغه (رزق) نه، چې الله تاسو ته دركړى دى؛ حلال پاكیزه خورئ او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو پر هغه ایمان لرونكي یئ
— Zakaria Abulsalam
الله تاسو، ستاسو په قسمونو كې په لَغْو (مُهمَل قسم) سره نه نیسي، او لېكن تاسو پر هغو قسمونو نیسي چې تاسو په پخې ارادې سره خوړلي وي، نو د دغه (قسم) كفاره لسو مسكینانو ته خوراك وركول دي له هغه درمیانه (خوراك) نه چې تاسو يې پر خپلو كورنیو خورئ، یا د هغو (لسو مسكینانو) جامه ده، یا د یو څټ (غلام، یا وینځې) ازادول دي، نو چا چې (دغه) ونه موندل، نو (د هغه پر ذمه) درې ورځې روژې دي، دا ستاسو د قسمونو كفاره ده، كله چې تاسو قسم وخورئ او تاسو د خپلو قسمونو حفاظت كوئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه همدا خبره ده چې شراب او جواري او بتان او د فال غشي پلیت دي، د شیطان له عمله دي، نو تاسو له دې نه ځان وساتئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
— Zakaria Abulsalam
یقینًا همدا خبره ده چې شیطان غواړي چې ستاسو په مینځ كې د شرابو او جوارۍ په ذریعې سره دښمني او بغض واچوي او تاسو د الله له ذكر نه او له لمانځه نه بند كړي، نو ایا تاسو (له شرابو او جوارۍ نه) منع كېدونكي یئ؟
— Zakaria Abulsalam
او تاسو د الله اطاعت كوئ او د (هغه د) رسول اطاعت كوئ او ځان بچ كړئ، نو كه چېرې تاسو وګرځېدلئ، نو پوه شئ چې یقینًا زمونږ د رسُول پر ذمه خو بس ښكاره رسَول (تبلیغ كول) دي
— Zakaria Abulsalam
هېڅ ګناه نشته په هغو كسانو باندې چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په هغه (شرابو) كې چې هغوى (له دې حكم نه مخكې) خوړلي (څښلي) دي، كله چې هغوى پرهېزګاره شوي وو او ایمان يې راوړى و او نېك عملونه يې كړي وو، بیا پرهېزګاره شوي وو او ایمان يې راوړى و، بیا پرهېزګاره شوي وو او نېكي يې كړې وه او الله نېكي كوونكي خوښوي
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! الله به خامخا لازمًا تاسو په یو شي سره ازمايي چې ښكار به وي، چې ستاسو لاسونه او ستاسو نېزې به هغه ته رسېږي، د دې لپاره چې الله معلوم (څرګند) كړي هغه چا لره چې له هغه نه په ناليدلو وېرېږي، نو چا چې له دې نه بعد زیاتى وكړ، نو د هغه لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو ښكار مه وژنئ (ښكار مه كوئ)، په دې حال كې چې تاسو په احرام كې یئ، او په تاسو كې چې چا هغه قصدًا او عَمْدًا قتل كړ، نو (پر هغه) جزا (لازمه) ده د هغه څاروي په مثل (څاروى) چې ده وژلى دى، په تاسو كې دوه عدل والا كسان به د دې فیصله كوي، چې كعبې ته رسېدونكې قرباني به وي، یا (د ده پر ذمه) كفاره ده چې مسكینانو ته خوراك وركول دي، یا د دې په برابر روژې نیول دي، د دې لپاره چې د خپل كار سزا وڅكي، الله د هغه څه معافي كړې ده چې مخكې تېر شوي دي او څوك چې بیا راوګرځي، نو الله به له هغه نه انتقام واخلي او الله ډېر غالب دى، انتقام والا دى
— Zakaria Abulsalam
ستاسو لپاره د سمندر ښكار او د هغه طعام حلال كړى شوى دى، ستاسو او د (نورو) مسافرو د فايدې لپاره، او پر تاسو باندې د وچې ښكار حرام كړى شوى دى، څو پورې چې تاسو په احرام كې یئ او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ
— Zakaria Abulsalam
كعبه، چې د عزت كور دى، الله د خلقو د قیام سبب ګرځولې ده او د عزت میاشت او د حرم قرباني او امېل والا څاروي، دا د دې لپاره چې تاسو پوه شئ چې یقینًا الله پوهېږي پر هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او پر (هر) هغه څه چې په ځمكه كې دي او دا چې یقینًا الله پر هر شي ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
تاسو پوه شئ چې بېشكه الله سخت عذاب والا دى او دا چې بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
— Zakaria Abulsalam
د رسُول په ذمه نشته مګر يواځې (د حق) رسَول، او الله پوهېږي پر هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او پر هغه څه چې تاسو يې پټوئ
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: ناپاك او پاك سره برابر نه دي اګر كه تا د ناپاكو ډېروالى په تعجب كې واچوي، نو اى د خالص عقل خاوندانو! تاسو له الله نه ووېرېږئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د داسې څیزونو په باره كې تپوس مه كوئ چې كه تاسو ته ظاهر كړى شي (،نو) تاسو به خفه كړي، او كه چېرې تاسو په هغه وخت كې تپوس وكړئ كله چې قرآن نازلولى شي (،نو) تاسو ته به ظاهر كړى شي، الله تاسو ته (د تېرو سوالونو) معافي كړې ده او الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل والا دى
— Zakaria Abulsalam
یقینًا له تاسو نه مخكې یو قوم دغه غوښتنې كړې وې (لكه نصاراوو دسترخوان او ثموديانو اوښه غوښتې وه)، بیا دوى په هغو (يا په سبب د هغو سره) كافر شول
— Zakaria Abulsalam
الله نه ده مقرر كړې )د شرعي حكم په طور) هېڅ بَحیره او نه سايبه او نه وصیله او نه حام، او لېكن هغه كسان چې كافر شوي دي دوى په الله باندې دروغ تپي او د دوى اكثره نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى ته وویل شي چې راشئ هغه شي ته چې الله نازل كړى دى او رسول ته (راشئ)، دوى وايي: مونږ ته هغه (لار) كافي ده چې په هغې باندې مونږ خپل پلرونه موندلي دي، ایا اګر كه د دوى پلرونه داسې وو چې نه پر كوم شي پوهېدل او نه هدایت موندونكي وو
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو د خپل ځان بچ كول لازم دي، تاسو ته هغه څوك ضرر نشي دررسولى چې ګمراه شوي دي، كله چې تاسو (پخپله) پر نېغه لار یئ، خاص الله ته ستاسو د ټولو واپس ورتلل دي، نو هغه به تاسو پر هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې په تاسو كې یو تن ته مرګ راشي، (نو) د وصیت په وخت كې ستاسو په مینځ كې له خپلو (مومنانو) څخه د دوه عادلو كسانو ګواه كول (لازم) دي، یا ستاسو له غیرو نه دوه نور كسان (ګواهان پكار دي) كه چېرې تاسو په ځمكه كې سفر كوئ، بیا تاسو ته د مرګ مصیبت ورسېږي، تاسو به دغه دواړه له لمانځه نه پس ایساروئ، نو هغه دواړه به پر الله قسم وخوري، كه تاسو شك وكړئ، (او هغه دواړه به وايي:) مونږ په دې (قسم) سره څه قیمت نه اخلو، اګر كه هغه خپلوان وي او مونږ د الله ګواهي نه پټوو، (كه مونږ قیمت واخيسته، یا مو ګواهي پټه كړه) بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا له ګناه كوونكو څخه یو
— Zakaria Abulsalam
نو كه اطلاع حاصله شوه چې بېشكه هغه دواړه (د صحيح ګواهۍ د پټولو په وجه) د ګناه مستحق شوي دي، نو دوه نور (ګواهان) به د هغو پر ځاى ودرېږي چې پر هغوى (د ناسمې ګواهۍ وركولو په وجه) د حق دعویٰ وشوه، چې دغه دواړه (مړي ته) ډېر قریب وي، نو دوى دواړه به په الله سره قسم خوري، چې یقینًا د دوى ګواهي د هغو دواړو له ګواهۍ نه ښه حقه ده او مونږ زیاتى نه دى كړى، (كه مونږ وكړو) بېشكه مونږه به په دغه وخت كې خامخا له ظالمانو څخه یو
— Zakaria Abulsalam
دا (طريقه) ډېره نژدې ده دې ته چې دوى به ګواهي په صحیح طریقې سره وكړي، یا به دوى ووېرېږي چې (د دوى) قسمونه به د هغو (نورو) له قسمونو نه پس رد كړى شي او تاسو له الله نه وېرېږئ او اَورئ، او الله فاسقو خلقو ته نېغه لار نه ښیي
— Zakaria Abulsalam
هغه ورځ (یاده كړه) چې الله به رسولان راجمع كړي، نو (ورته) وايي به: تاسو ته څه جواب دركړى شوى و؟ هغوى به ووايي: مونږ ته هېڅ علم نشته، بېشكه هم ته پر غیبو ښه عالم يې
— Zakaria Abulsalam
كله چې الله به ووايي: اى عیسٰی د مریمې زویه! زما هغه نعمتونه یاد كړه چې په تا او ستا په مور باندې شوي دي، كله چې ته ما په پاك روح (جبریل) سره قوي كړې، تا به له خلقو سره په غېږ كې او په پاخه عمر كې خبرې كولې او كله چې ما تا ته كتاب او حكمت او تورات او انجیل وښودل، او كله چې تا به زما په حكم سره له خَټې نه د مرغۍ د شكل په شان شكل جوړاوه، بیا به تا په هغه كې پوكى وواهه، نو هغه به زما په حكم سره مرغۍ شوه او تا به زما په حكم سره مورزادي ړوند او برګي مرض والا روغاوه او كله چې تا زما په حكم سره مړي (له قبرونو نه ژوندي) راوښكل او كله چې ما له تا نه بني اسرائیل بند (ايسار) كړل، كله چې تا هغوى ته ښكاره دلیلونه راوړل، نو په هغوى كې كافر شويو خلقو وویل: نه دى دا مګر ښكاره جادو
— Zakaria Abulsalam
او كله چې مونږه حواریانو ته الهام وكړ چې پر ما او زما پر رسول ایمان راوړئ، هغوى وویل: مونږ ایمان راوړى دى او ته پر دې ګواه شه چې یقینًا مونږ مسلمانان یو
— Zakaria Abulsalam
كله چې حواریانو وویل: اى عیسٰی د مریمې زویه! ایا ستا رب د دې طاقت لري چې پر مونږ باندې له اسمانه دسترخوان نازل كړي؟ عیسٰی وویل: تاسو له الله نه ووېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: مونږ غواړو چې له هغه نه خوراك وكړو او زمونږ زړونه مطمئن شي او پوه شو چې تا مونږ ته رښتیا ویلي دي او مونږ به په هغه باندې له ګواهانو څخه شو
— Zakaria Abulsalam
د مریمې زوى عیسٰی وویل: اى الله زمونږه ربه! ته پر مونږه له اسمانه دسترخوان نازل كړه چې زمونږ د ړومبنو او زمونږ د وروستنو لپاره اختر شي او ستا له جانبه یوه نښه او ته مونږ ته روزي راكړه او ته تر ټولو غوره رزق وركوونكى يې
— Zakaria Abulsalam
الله وفرمایل: بېشكه زه پر تاسو باندې هغه نازلوونكى یم، بيا چې تاسو كې چا له دې نه بعد كفر وكړ، نو بېشكه زه به هغه ته عذاب وركوم، داسې عذاب، چې په مخلوقاتو كې هېڅ یو كس ته به هم هغه شان عذاب نه وركوم
— Zakaria Abulsalam
او كله چې الله وفرمایل: اى عیسٰی د مریمې زویه! ایا تا خلقو ته ویلي وو چې له الله نه غیر ما او زما مور دوه معبودان ونیسئ؟ عیسٰی وویل زه ستا پاكي بیانوم، زما لپاره جايز نه دي چې زه هغه خبره وكړم چې د هغې حق ما ته نشته، كه چېرې ما دا خبره كړې وَى، نو یقینًا تا ته به معلومه وَى، ته عالم يې پر هر هغه څه چې زما په نفس كې دي او زه نه پوهېږم پر هغه څه چې ستا په نفس كې دي، بېشكه هم ته پر غیبو ښه عالم يې
— Zakaria Abulsalam
ما دوى ته يواځې هغه خبره كړې ده چې تا ما ته د هغې حكم راكړى و، دا چې تاسو د الله عبادت كوئ، چې زما رب دى او ستاسو رب دى، او زه په دوى باندې ګواه وم تر څو پورې چې زه په دوى كې موجود وم، نو كله چې تا زه واخيستلم (، نو) هم ته له همېشه پر دوى نګهبان وې او ته په هر شي باندې ګواه يې
— Zakaria Abulsalam
كه چېرې ته دوى ته عذاب وركوې، نو یقینًا دوى ستا بنده ګان دي او كه چېرې ته دوى ته بخښنه كوې، نو بېشكه هم ته ډېر غالب، ښه حكمت والا يې
— Zakaria Abulsalam
الله وفرمایل: دا ورځ ده چې رښتينو ته به د هغوى رښتیا ویل فايده وركوي، د دوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى به په هغو كې تل ترتله وي، الله له دوى نه راضي دى او دوى له هغه نه راضي دي، همدا ډېره لویه كامیابي ده
— Zakaria Abulsalam
خاص د الله لپاره ده بادشاهي د اسمانونو او د ځمكې او د هغه څه چې په دغو كې دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.