QuranPilotQuranPilot
النِّسَاءُ

4. سورت النساء

سورت النساء د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful

4:1
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱتَّقُوا۟ رَبَّكُمُ ٱلَّذِى خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَٰحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَآءً ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ٱلَّذِى تَسَآءَلُونَ بِهِۦ وَٱلْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا١

اى خلقو! له خپل رب نه ووېرېږئ هغه چې تاسو يې له یو نفس نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړې ده، او له دغو دواړو نه يې (په ځمكه كې) ډېر سړي او ښځې خواره كړل، او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو له یو بل نه په(نامه د) هغه سره سوال كوئ او د خپلولۍ له پرېكولو نه (ووېرېږئ)، بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى

Zakaria Abulsalam

4:2
وَءَاتُوا۟ ٱلْيَتَـٰمَىٰٓ أَمْوَٰلَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا۟ ٱلْخَبِيثَ بِٱلطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوٓا۟ أَمْوَٰلَهُمْ إِلَىٰٓ أَمْوَٰلِكُمْ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا٢

او یتیمانو ته د هغوى مالونه وركړئ او ناپاكه څیز د پاك په بدل كې مه اخلئ او د هغوى مالونه له خپلو مالونو سره (په یوځای كولو) مه خورئ، یقینًا دا له همېشه بېخي لویه ګناه ده

Zakaria Abulsalam

4:3
وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا۟ فِى ٱلْيَتَـٰمَىٰ فَٱنكِحُوا۟ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ ٱلنِّسَآءِ مَثْنَىٰ وَثُلَـٰثَ وَرُبَـٰعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا۟ فَوَٰحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَلَّا تَعُولُوا۟٣

او كه چېرې تاسو وېرېدلئ له دې چې د یتیمانو په حق كې به انصاف ونه كړى شئ، بیا نو له (نورو) هغو ښځو سره نكاح وكړئ چې ستاسو خوښې وي، دوه دوه، یا درې درې، یا څلور څلور، نو كه تاسو وېرېدلئ چې انصاف به ونه كړى شئ، بیا نو له یوې (اصیلې ښځې) سره (نكاح وكړئ)، یا وینځه (واخلئ)، دا (طریقه) ډېره نژدې ده دې ته چې تاسو به ظلم ونه كړئ

Zakaria Abulsalam

4:4
وَءَاتُوا۟ ٱلنِّسَآءَ صَدُقَـٰتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَىْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيٓـًٔا مَّرِيٓـًٔا٤

او ښځو ته د هغوى مهرونه په خوشحالۍ سره وركړئ، بیا كه دوى تاسو ته له هغه (مهر) نه څه شى د زړه په خوشحالۍ سره دركړي، نو هغه خورئ، چې ښه خوندوَر حلال (او) بې ضرره دى

Zakaria Abulsalam

4:5
وَلَا تُؤْتُوا۟ ٱلسُّفَهَآءَ أَمْوَٰلَكُمُ ٱلَّتِى جَعَلَ ٱللَّهُ لَكُمْ قِيَـٰمًا وَٱرْزُقُوهُمْ فِيهَا وَٱكْسُوهُمْ وَقُولُوا۟ لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًا٥

او ناپوهو كسانو ته د هغوى مالونه مه ورسپارئ، هغه چې الله تاسو لپاره د ګذران سبب ګرځولي دي، او له د غو (مالونو) نه تاسو هغوى ته خوراك وركوئ او جامه وركوئ او هغوى ته ښه خبره كوئ

Zakaria Abulsalam

4:6
وَٱبْتَلُوا۟ ٱلْيَتَـٰمَىٰ حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغُوا۟ ٱلنِّكَاحَ فَإِنْ ءَانَسْتُم مِّنْهُمْ رُشْدًا فَٱدْفَعُوٓا۟ إِلَيْهِمْ أَمْوَٰلَهُمْ ۖ وَلَا تَأْكُلُوهَآ إِسْرَافًا وَبِدَارًا أَن يَكْبَرُوا۟ ۚ وَمَن كَانَ غَنِيًّا فَلْيَسْتَعْفِفْ ۖ وَمَن كَانَ فَقِيرًا فَلْيَأْكُلْ بِٱلْمَعْرُوفِ ۚ فَإِذَا دَفَعْتُمْ إِلَيْهِمْ أَمْوَٰلَهُمْ فَأَشْهِدُوا۟ عَلَيْهِمْ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ حَسِيبًا٦

او تاسو یتیمان ازمایئ تر هغه پورې چې دوى (حد د) نكاح ته ورسېږي، نو كه تاسو له هغوى نه څه هوښیارتیا معلومه (محسوسه) كړه، بیا نو هغوى ته خپل مالونه وروسپارئ، او تاسو دا (د یتیمانو مالونه) په اسراف سره او جلتۍ سره مه خورئ، چې دوى به لوى شي (نو وابه يې خلي) او څوك (د یتیم ولي) چې مالداره وي، نو هغه دې (له دې ماله) ځان ښه بچ ساتي او څوك چې فقیر وي، نو هغه دې له دستور سره سم خوري، بیا چې كله هغوى ته خپل مالونه وركوئ، نو په دې (وركړه) باندې ګواهان ونیسئ او الله كافي دى، چې ښه حساب اخيستونكى دى

Zakaria Abulsalam

4:7
لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ ٱلْوَٰلِدَانِ وَٱلْأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ ٱلْوَٰلِدَانِ وَٱلْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ ۚ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا٧

د نارینه وو لپاره حصه شته له هغه (مال) نه چې مور و پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، او د ښځو لپاره (هم) حصه شته له هغه (مال) نه چې مور و پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، له هغه (مال) نه چې لږ وي، یا ډېر وي، مقرر كړى شوې برخه ده

Zakaria Abulsalam

4:8
وَإِذَا حَضَرَ ٱلْقِسْمَةَ أُو۟لُوا۟ ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَـٰمَىٰ وَٱلْمَسَـٰكِينُ فَٱرْزُقُوهُم مِّنْهُ وَقُولُوا۟ لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًا٨

او كله چې (د میراث) تقسیم ته خپلوان او یتیمان او مسكینان حاضر شي، نو له هغه (مال) نه دوى ته (هم څه) وركړئ او دوى ته ښه خبره وكړئ

Zakaria Abulsalam

4:9
وَلْيَخْشَ ٱلَّذِينَ لَوْ تَرَكُوا۟ مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَـٰفًا خَافُوا۟ عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَلْيَقُولُوا۟ قَوْلًا سَدِيدًا٩

او هغه كسان دې ووېرېږي چې كه چېرې دوى له خپل ځان (له مرګ) نه وروسته كمزوري بچي پرېږدي، (نو) دوى به په هغو باندې وېرېږي، نو لازم ده چې له الله نه دې ووېرېږي او سمه نېغه خبره دې وكړي

Zakaria Abulsalam

4:10
إِنَّ ٱلَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَٰلَ ٱلْيَتَـٰمَىٰ ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِى بُطُونِهِمْ نَارًا ۖ وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا١٠

بېشكه هغه كسان چې د یتیمانو مالونه په ظلم سره خوري، یقینًا همدا خبره ده چې هغوى په خپلو خېټو كې اور خوري او ژر ده چې لمبې وهونكي اور كې به داخل شي

Zakaria Abulsalam

4:11
يُوصِيكُمُ ٱللَّهُ فِىٓ أَوْلَـٰدِكُمْ ۖ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ ٱلْأُنثَيَيْنِ ۚ فَإِن كُنَّ نِسَآءً فَوْقَ ٱثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ ۖ وَإِن كَانَتْ وَٰحِدَةً فَلَهَا ٱلنِّصْفُ ۚ وَلِأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَٰحِدٍ مِّنْهُمَا ٱلسُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُۥ وَلَدٌ ۚ فَإِن لَّمْ يَكُن لَّهُۥ وَلَدٌ وَوَرِثَهُۥٓ أَبَوَاهُ فَلِأُمِّهِ ٱلثُّلُثُ ۚ فَإِن كَانَ لَهُۥٓ إِخْوَةٌ فَلِأُمِّهِ ٱلسُّدُسُ ۚ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِى بِهَآ أَوْ دَيْنٍ ۗ ءَابَآؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ لَا تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا ۚ فَرِيضَةً مِّنَ ٱللَّهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا١١

الله تاسو ته ستاسو د اولاد په باره كې وصیت كوي (چې) د یو نر اولاد لپاره د دوه جینكو (لوڼو) د حصې په مثل (حصه) ده، نو كه دوى (دوه يا) له دوو نه زياتې جينكۍ وي، نو د دوى لپاره دوه په درې برخې دي د هغه (مال) چې ده پرېښى وي او كه چېرې يواځې یوه جینۍ وي، نو د هغې لپاره نیم (مال) دى او د هغه (مړي) مور و پلار لپاره په دواړو كې د هر یو لپاره شپږمه حصه ده له هغه (مال) نه چې هغه (مړي) پریښى وي، كه چېرې د هغه (مړي) لپاره اولاد وي او كه د هغه اولاد نه وي او د هغه وارثان د هغه مور و پلار وي، نو د هغه د مور لپاره درېمه حصه ده، نو كه چېرې د هغه (مړي) لپاره وروڼه وي، نو د هغه د مور لپاره شپږمه حصه ده (دا) پس له (اداكولو د) وصیت نه، چې هغه (مړي) يې وصیت كړى وي یا له قرض نه، ستاسو پلرونه او ستاسو زامن (چې دي)، تاسو نه پوهېږئ چې په دوى كې تاسو ته د فايدې په لحاظ سره څوك ډېر نژدې دي، دا مقرره برخه ده د الله له جانبه، بېشكه الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

4:12
۞ وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَٰجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ ۚ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ ٱلرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ ۚ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَآ أَوْ دَيْنٍ ۚ وَلَهُنَّ ٱلرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌ ۚ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ ٱلثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم ۚ مِّنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَآ أَوْ دَيْنٍ ۗ وَإِن كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلَـٰلَةً أَوِ ٱمْرَأَةٌ وَلَهُۥٓ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَٰحِدٍ مِّنْهُمَا ٱلسُّدُسُ ۚ فَإِن كَانُوٓا۟ أَكْثَرَ مِن ذَٰلِكَ فَهُمْ شُرَكَآءُ فِى ٱلثُّلُثِ ۚ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَىٰ بِهَآ أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَآرٍّ ۚ وَصِيَّةً مِّنَ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ١٢

او تاسو لپاره (اى سړیو!) نیمه حصه ده له هغه (مال) نه چې ستاسو ښځې يې پرېږدي كه چېرې د هغوى اولاد نه وي، نو كه چېرې د هغوى اولاد وي، نو تاسو لپاره څلورمه حصه ده له هغه (مال) نه چې هغوى يې پرېږدي، پس له (ادا كولو د) وصیت نه چې هغوى په دې سره وصیت كوي، یا له قرض نه، او د هغو (ښځو) لپاره څلورمه حصه ده له هغه (مال) نه چې تاسو (خاوندان) يې پرېږدئ كه چېرې ستاسو اولاد نه وي، نو كه چېرې ستاسو لپاره وي، نو د هغو (ښځو) لپاره اتمه حصه ده له هغه (مال) نه چې تاسو يې پرېږدئ، پس له (اداكولو د) وصیت نه چې تاسو د هغه وصیت كوئ، یا له قرض نه او كه یو سړى، یا ښځه چې میراث ترې وړل كېږي، كلاله (بې پلاره او بې اولاده) وي او د هغه (یا د هغې) (مورنى) ورور، یا خور وي، نو په دې دواړو كې هر یو ته شپږمه حصه ده، بیا كه هغوى (د كلاله خویندې، وروڼه) له دې (شمېر) نه زیات وو، نو هغوى په درېمه حصه كې (ټول) شریك دي، پس له وصیته، چې د هغه وصیت كولى شي، يا له قرض نه، چې ضرر رسوونكى نه وي (بل ته په دې وصیت سره) دا د الله له جانبه وصیت دى، او الله ښه پوه، ښه تحمل ولا دى

Zakaria Abulsalam

4:13
تِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ ۚ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ يُدْخِلْهُ جَنَّـٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ خَـٰلِدِينَ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ١٣

دا د الله حدونه دي او چا چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړ، (نو) هغه (الله) به يې داسې جنتونو ته ننباسي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي او دا بېخي لویه كامیابي ده

Zakaria Abulsalam

4:14
وَمَن يَعْصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُۥ يُدْخِلْهُ نَارًا خَـٰلِدًا فِيهَا وَلَهُۥ عَذَابٌ مُّهِينٌ١٤

او چا چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وكړه او د هغه (الله) له حدونو نه مخكې تېر شو، نو هغه (الله) به يې اور ته داخل كړي، چې په هغه كې به همېشه وي او د هغه لپاره سپكوونكى عذاب دى

Zakaria Abulsalam

4:15
وَٱلَّـٰتِى يَأْتِينَ ٱلْفَـٰحِشَةَ مِن نِّسَآئِكُمْ فَٱسْتَشْهِدُوا۟ عَلَيْهِنَّ أَرْبَعَةً مِّنكُمْ ۖ فَإِن شَهِدُوا۟ فَأَمْسِكُوهُنَّ فِى ٱلْبُيُوتِ حَتَّىٰ يَتَوَفَّىٰهُنَّ ٱلْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ ٱللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا١٥

او ستاسو له ښځو ځنې چې كومې بدكاري (زنا) وكړي، نو تاسو پر هغوى باندې له خپلو (مسلمانانو) نه څلور (سړي) ګواهان ونیسئ، نو كه چېرې هغوى ګواهي ووايي، بیا دا ښځې په كورونو كې پابندې وساتئ تر هغه وخته پورې چې مرګ يې فنا كړي، یا الله د دوى لپاره څه بله لار راوباسي

Zakaria Abulsalam

4:16
وَٱلَّذَانِ يَأْتِيَـٰنِهَا مِنكُمْ فَـَٔاذُوهُمَا ۖ فَإِن تَابَا وَأَصْلَحَا فَأَعْرِضُوا۟ عَنْهُمَآ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ تَوَّابًا رَّحِيمًا١٦

او په تاسو كې چې كوم دوه كسان دا (بدكاري) كوي، نو هغوى دواړو ته تكلیف ورسوئ، بیا كه دوى توبه ووېسته او د ځان اصلاح يې وكړه، نو تاسو له دوى نه مخ واړوئ، بېشكه الله ډېر توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى

Zakaria Abulsalam

4:17
إِنَّمَا ٱلتَّوْبَةُ عَلَى ٱللَّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ ٱلسُّوٓءَ بِجَهَـٰلَةٍ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ يَتُوبُ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا١٧

اصل خبره دا ده چې په الله باندې د توبې د قبلولو حق د هغه چا لپاره دى، چې په ناپوهۍ سره ګناه كوي، بیا ډېر ژر توبه وباسي، نو دغه خلق دي چې الله د هغوى توبه قبلوي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

4:18
وَلَيْسَتِ ٱلتَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ حَتَّىٰٓ إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ ٱلْمَوْتُ قَالَ إِنِّى تُبْتُ ٱلْـَٔـٰنَ وَلَا ٱلَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا١٨

او د هغه چا لپاره توبه نشته چې لګیا وي ګناهونه كوي، تر دې چې كله په دوى كې یو كس ته مرګ راشي، (بیا د ځنكدن په وخت كې) وايي:بېشكه زما اوس توبه ده او نه د هغو كسانو لپاره (توبه شته) چې د كافرتوب په حالت كې مري، دغه كسان چې دي؛ مونږ د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى

Zakaria Abulsalam

4:19
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُوا۟ ٱلنِّسَآءَ كَرْهًا ۖ وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا۟ بِبَعْضِ مَآ ءَاتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّآ أَن يَأْتِينَ بِفَـٰحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ ۚ وَعَاشِرُوهُنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ ۚ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَىٰٓ أَن تَكْرَهُوا۟ شَيْـًٔا وَيَجْعَلَ ٱللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا١٩

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو لپاره حلال نه دي چې ښځې په زور سره په میراث كې واخلئ او په دې غرض دوى مه منع كوئ (مه تنګوئ) چې تاسو (له دوى نه) له هغه (مال) نه څه برخه (بېرته) واخلئ چې تاسو دوى ته وركړى و مګر دا چې دوى ښكاره بدكار وكړي (نو بیا يې تنګولى شئ) او له دوى سره په ښه طریقه ګذران كوئ، نو كه دوى ستاسو خوښې نه وي، نو كېداى شي چې تاسو به یو شى بد ګڼئ او الله به په هغه كې ډېر زیات خیر ایښى وي

Zakaria Abulsalam

4:20
وَإِنْ أَرَدتُّمُ ٱسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَّكَانَ زَوْجٍ وَءَاتَيْتُمْ إِحْدَىٰهُنَّ قِنطَارًا فَلَا تَأْخُذُوا۟ مِنْهُ شَيْـًٔا ۚ أَتَأْخُذُونَهُۥ بُهْتَـٰنًا وَإِثْمًا مُّبِينًا٢٠

او كه چېرې تاسو غواړئ چې د یوې ښځې په ځای بله ښځه بَدَله راولئ او تاسو په دوى كې یوې ته ډېرۍ مالونه وركړي وي، نو له هغه (مال) نه هېڅ شى هم مه اخلئ، ایا تاسو به هغه (مال) اخلئ په بهتان لګولوسره او په ښكاره ګناه سره؟

Zakaria Abulsalam

4:21
وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُۥ وَقَدْ أَفْضَىٰ بَعْضُكُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ وَأَخَذْنَ مِنكُم مِّيثَـٰقًا غَلِيظًا٢١

او تاسو به هغه (مال) څنګه واپس اخلئ، حال دا چې په تحقیق سره تاسو له یو بل سره یو ځای شوي یئ او هغو (ښځو) له تاسو نه ډېره پخه وعده اخيستې ده!

Zakaria Abulsalam

4:22
وَلَا تَنكِحُوا۟ مَا نَكَحَ ءَابَآؤُكُم مِّنَ ٱلنِّسَآءِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ فَـٰحِشَةً وَمَقْتًا وَسَآءَ سَبِيلًا٢٢

او له كومو ښځو سره چې ستاسو پلرونو نكا ح كړې ده، تاسو له هغوى سره نكاح مه كوئ، لېكن هغه چې مخكې تېر شوي دي، بېشكه دا له همېشه د ډېرې بې حیایۍ او د (الله د) غضب كار دى او بده لار ده

Zakaria Abulsalam

4:23
حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَـٰتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَٰتُكُمْ وَعَمَّـٰتُكُمْ وَخَـٰلَـٰتُكُمْ وَبَنَاتُ ٱلْأَخِ وَبَنَاتُ ٱلْأُخْتِ وَأُمَّهَـٰتُكُمُ ٱلَّـٰتِىٓ أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَٰتُكُم مِّنَ ٱلرَّضَـٰعَةِ وَأُمَّهَـٰتُ نِسَآئِكُمْ وَرَبَـٰٓئِبُكُمُ ٱلَّـٰتِى فِى حُجُورِكُم مِّن نِّسَآئِكُمُ ٱلَّـٰتِى دَخَلْتُم بِهِنَّ فَإِن لَّمْ تَكُونُوا۟ دَخَلْتُم بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلَـٰٓئِلُ أَبْنَآئِكُمُ ٱلَّذِينَ مِنْ أَصْلَـٰبِكُمْ وَأَن تَجْمَعُوا۟ بَيْنَ ٱلْأُخْتَيْنِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا٢٣

حرامې كړى شوې دي پر تاسو باندې ستاسو میندې، او ستاسو لوڼه، او ستاسو خویندې او ستاسو تروریانې (د پلار خویندې) او ستاسو خاله ګانې (د مور خویندې) او ورېرې او خورځې او ستاسو هغه میندې چې تاسو ته يې تى دركړى دى او ستاسو رضاعي خویندې او ستاسو د ښځو میندې (سكه خواښې) او ستاسو پركټیانې، چې (عُمومًا) ستاسو په پرورش كې وي، چې ستاسو له هغو ښځو نه (پیدا وي) چې تاسو ورسره كوروالى كړى وي او كه تاسو ورسره كوروالى نه وي كړى، نو (بیا) پر تاسو باندې څه ګناه نشته، او ستاسو د خپلو حقیقي زامنو ښځې (اینګوریانې) او دا چې تاسو د دوه خویندو تر مینځه جمع وكړئ (په یو وخت كې دواړه په نكاح كې وساتئ) لېكن هغه چې مخكې تېر شوي دي، بېشكه الله له همېشه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

Zakaria Abulsalam

4:24
۞ وَٱلْمُحْصَنَـٰتُ مِنَ ٱلنِّسَآءِ إِلَّا مَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُكُمْ ۖ كِتَـٰبَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَآءَ ذَٰلِكُمْ أَن تَبْتَغُوا۟ بِأَمْوَٰلِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَـٰفِحِينَ ۚ فَمَا ٱسْتَمْتَعْتُم بِهِۦ مِنْهُنَّ فَـَٔاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَٰضَيْتُم بِهِۦ مِنۢ بَعْدِ ٱلْفَرِيضَةِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا٢٤

او (پر تاسو باندې حرامې كړى شوې دي) مړوښې ښځې مګر (حرامې نه دي) هغه چې تاسو يې مالكان شئ (ستاسو وینځې شي) دا پر تاسو باندې (د) الله لازم كړى (قانون) دى او چې له دغو (ښځو) نه ماسِوا دي هغه تاسو لپاره حلالې دي، (په دې شرط) چې د خپلو مالونو په ذریعه يې غواړئ، چې عفت غوښتونكي یئ، بدكاري كوونكي نه یئ، بیا چې تاسو له هغوى نه د ښځه والي فايده واخيستله، نو هغوى ته خپل مهرونه وركړئ، چې مقرر شوي دي او (اى خاوندانو او ښځو!) پر تاسو باندې هېڅ حرج نشته په هغه څه كې چې (د مهر) له مقررولو نه پس تاسو په خپلو كې په هغه (كې په كمي، یا زیاتي) باندې راضي شئ، بېشكه الله له ازله پر هر څه پوه، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

4:25
وَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ مِنكُمْ طَوْلًا أَن يَنكِحَ ٱلْمُحْصَنَـٰتِ ٱلْمُؤْمِنَـٰتِ فَمِن مَّا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُكُم مِّن فَتَيَـٰتِكُمُ ٱلْمُؤْمِنَـٰتِ ۚ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَـٰنِكُم ۚ بَعْضُكُم مِّنۢ بَعْضٍ ۚ فَٱنكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَءَاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ مُحْصَنَـٰتٍ غَيْرَ مُسَـٰفِحَـٰتٍ وَلَا مُتَّخِذَٰتِ أَخْدَانٍ ۚ فَإِذَآ أُحْصِنَّ فَإِنْ أَتَيْنَ بِفَـٰحِشَةٍ فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى ٱلْمُحْصَنَـٰتِ مِنَ ٱلْعَذَابِ ۚ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَشِىَ ٱلْعَنَتَ مِنكُمْ ۚ وَأَن تَصْبِرُوا۟ خَيْرٌ لَّكُمْ ۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ٢٥

او په تاسو كې چې څوك له اصیلو مومنو ښځو سره د نكاح كولو مالي وَس نه لري، نو له هغو مومنو وینځو سره (دې نكاح وكړي) چې تاسو يې مالكان شوي يئ او الله ستاسو پر ایمان ښه عالم دى، ستاسو ځینې له ځینو نورو دي، نو د هغو (وینځو) د مالكانو په اجازت سره له هغوى سره نكاح وكړئ او هغوى ته خپل مهرونه له دستور سره سم وركړئ، (په دې شرط) چې پاك لمنې وي، بدكارې نه وي او نه پټ یاران نیونكې وي، بیا چې كله دوى مړوښې شوې، نو كه بدكاري (زنا) يې وكړه، نو په دوى باندې د اصیلو ښځو د سزا نیمايي (سزا) ده. دا (له وینځې سره د نكاح كولو اساني) په تاسو كې د هغه چا لپاره ده چې د زنا اندېښنه لري او كه تاسو (له وینځې سره له نكاح نه) صبر وكړئ (نو دا) تاسو لپاره غوره دي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

Zakaria Abulsalam

4:26
يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيُبَيِّنَ لَكُمْ وَيَهْدِيَكُمْ سُنَنَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ وَيَتُوبَ عَلَيْكُمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ٢٦

الله غواړي چې تاسو ته (حكمونه) ښه واضحه كړي او تاسو ته د هغو خلقو لارې وښیي چې له تاسو نه مخكې وو، او ستاسو توبه قبوله كړي (تاسو ته په خپل رحمت سره توجه وكړي) او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

4:27
وَٱللَّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ ٱلَّذِينَ يَتَّبِعُونَ ٱلشَّهَوَٰتِ أَن تَمِيلُوا۟ مَيْلًا عَظِيمًا٢٧

الله غواړي تاسو ته توجه وكړي (په خپل رحمت سره) او هغه كسان، چې د خواهشاتو تابع كېږي، (هغوى) غواړي چې تاسو (له حقې لارې نه) ډېر زیات كاږه شئ،

Zakaria Abulsalam

4:28
يُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُخَفِّفَ عَنكُمْ ۚ وَخُلِقَ ٱلْإِنسَـٰنُ ضَعِيفًا٢٨

او الله غواړي چې پر تاسو تخفیف (اساني) راولي او انسان ډېر كمزورى پیدا كړى شوى دى

Zakaria Abulsalam

4:29
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَأْكُلُوٓا۟ أَمْوَٰلَكُم بَيْنَكُم بِٱلْبَـٰطِلِ إِلَّآ أَن تَكُونَ تِجَـٰرَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ ۚ وَلَا تَقْتُلُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا٢٩

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په خپل مینځ كې د یو بل مالونه په باطله (ناحقه طریقې) سره مه خورئ مګر داچې تجارت وي، چې ستاسو په خپل مینځي رضامندۍ سره وي او تاسو خپل ځانونه مه وژنئ، بېشكه الله پر تاسو باندې بې حده مهربان دى

Zakaria Abulsalam

4:30
وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ عُدْوَٰنًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًا٣٠

او چا چې دا (كارونه) وكړل، په دې حال كې چې زیاتي كوونكى او ظلم كوونكى و، نو ژر به مونږ دغه (كس) اور ته داخل كړو او دا (كار) الله ته ډېر اسان دى

Zakaria Abulsalam

4:31
إِن تَجْتَنِبُوا۟ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًا كَرِيمًا٣١

كه چېرې تاسو له هغو غټو ګناهونو نه ځان وساتئ، چې تاسو ترې منع كولى شئ (، نو) مونږ به له تاسو نه ستاسو (واړه) ګناهونه لرې كړو او ډېر د عزت ځاى ته به مو داخل كړو

Zakaria Abulsalam

4:32
وَلَا تَتَمَنَّوْا۟ مَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بِهِۦ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا ٱكْتَسَبُوا۟ ۖ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٌ مِّمَّا ٱكْتَسَبْنَ ۚ وَسْـَٔلُوا۟ ٱللَّهَ مِن فَضْلِهِۦٓ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًا٣٢

او د هغه شي ارزو مه كوئ چې په هغه سره الله ستاسو ځینې په ځینو نورو غوره ګرځولي دي، د سړيو لپاره د خپل عمل حصه ده او د ښځو لپاره د خپل عمل برخه ده او له الله نه د هغه د فضل سوال كوئ، بېشكه الله پر هر شي ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

4:33
وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَٰلِىَ مِمَّا تَرَكَ ٱلْوَٰلِدَانِ وَٱلْأَقْرَبُونَ ۚ وَٱلَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَـٰنُكُمْ فَـَٔاتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدًا٣٣

او د هر یو (سړي او ښځې) لپاره مونږ وارثان مقرر كړي دي له هغه (مال) نه چې مور و پلار او نژدې خپلوانو پریښى وي او هغه كسان چې له هغوى سره ستاسو معاهده شوې ده، نو تاسو هغوى ته د هغوى حصه وركړئ، بېشكه الله په هر شي باندې ګواه دى

Zakaria Abulsalam

4:34
ٱلرِّجَالُ قَوَّٰمُونَ عَلَى ٱلنِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ وَبِمَآ أَنفَقُوا۟ مِنْ أَمْوَٰلِهِمْ ۚ فَٱلصَّـٰلِحَـٰتُ قَـٰنِتَـٰتٌ حَـٰفِظَـٰتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ ٱللَّهُ ۚ وَٱلَّـٰتِى تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَٱهْجُرُوهُنَّ فِى ٱلْمَضَاجِعِ وَٱضْرِبُوهُنَّ ۖ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا۟ عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا٣٤

سړي په ښځو باندې نګرانان دي په سبب د دې چې الله د دوى ځینې په ځینو نورو باندې غوره كړي دي او په سبب د دې چې دوى (سړي) له خپلو مالونو نه انفاق كوي، نو نېكې ښځې اطاعت كوونكې دي او د الله په ساتنې سره پسې شا (د ځان او مال) حفاظت كوونكې دي. او هغه ښځې چې تاسو د هغوى له نافرمانۍ نه وېرېږئ، نو دوى ته نصیحت وكړئ او د ملاستې په ځایونو كې ترې جدا شئ او ويې وهئ، نو كه ستاسو خبره يې ومنله، نو (بیا) د دوى په خلاف بله لار مه لټوئ، بېشكه الله ډېر اوچت، ډېر لوى دى

Zakaria Abulsalam

4:35
وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَٱبْعَثُوا۟ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِۦ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَآ إِن يُرِيدَآ إِصْلَـٰحًا يُوَفِّقِ ٱللَّهُ بَيْنَهُمَآ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا٣٥

او كه تاسو د دغو دواړو په مینځ كې د مخالفت وېره لرئ، نو یو حَكَم (مینځګړى) د هغه (سړي) له خاندان نه مقرر كړئ او یو مینځګړى د هغې (ښځې) له كورنۍ نه، كه دوى دواړه (ښځه، خاوند، یا ثالثان) د څه اصلاح اراده ولري، (نو) الله به د دې دواړو په مینځ كې موافقت (جوړښت) راولي، بېشكه الله له همېشه ښه پوه، ښه خبردار دى

Zakaria Abulsalam

4:36
۞ وَٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا۟ بِهِۦ شَيْـًٔا ۖ وَبِٱلْوَٰلِدَيْنِ إِحْسَـٰنًا وَبِذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَـٰمَىٰ وَٱلْمَسَـٰكِينِ وَٱلْجَارِ ذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْجَارِ ٱلْجُنُبِ وَٱلصَّاحِبِ بِٱلْجَنۢبِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُكُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا٣٦

او تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ او له مور و پلار سره ښېګڼه كوئ او له خپلوانو سره او یتیمانو او مسكینانو سره او له خپلوان ګاونډي سره او له لرې يا اجنبي ګاونډي سره او د څنګ له ملګري سره او له مسافر سره او له خپلو وینځو، مریانو سره (ښېګڼه كوئ) بېشكه الله نه خوښوي هغه چا لره چې كبرجن، ډېر فخر كوونكى وي

Zakaria Abulsalam

4:37
ٱلَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلْبُخْلِ وَيَكْتُمُونَ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ ۗ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا٣٧

هغه كسان چې شومتیا كوي او (نورو) خلقو ته د شومتیا كولو حكم كوي او هغه څه پټوي چې الله دوى ته له خپله فضله وركړي دي او مونږه د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى

Zakaria Abulsalam

4:38
وَٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ رِئَآءَ ٱلنَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَلَا بِٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ ۗ وَمَن يَكُنِ ٱلشَّيْطَـٰنُ لَهُۥ قَرِينًا فَسَآءَ قَرِينًا٣٨

او (نه) هغه كسان (خوښوي) چې خلقو ته د ځان ښودلو لپاره خپل مالونه خرچ كوي او پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان نه راوړي او هغه څوك چې د هغه ملګرى شیطان وي، نو هغه بد ملګرى دى

Zakaria Abulsalam

4:39
وَمَاذَا عَلَيْهِمْ لَوْ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَأَنفَقُوا۟ مِمَّا رَزَقَهُمُ ٱللَّهُ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِهِمْ عَلِيمًا٣٩

او دوى ته به څه نقصان و كه چېرې دوى پر الله او پر ورځ د اخرت ایمان راوړى وَى او له هغه (مال) نه يې انفاق كړى وَى چې الله دوى ته وركړى دى او الله په دوى ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

4:40
إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ ۖ وَإِن تَكُ حَسَنَةً يُضَـٰعِفْهَا وَيُؤْتِ مِن لَّدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًا٤٠

بېشكه الله د یوې ذرې په اندازه هم ظلم نه كوي او كه دا (ذره) یوه نېكي وي، نو هغه به يې دوه چنده كړي او هغه ته به له خپل جانب نه بېخي لوى اجر وركړي

Zakaria Abulsalam