4. سورت النساء – آیتونه 121–160
سورت النساء د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
دغه خلق دي چې د دوى استوګنه جهنم دى او دوى به له هغه نه هېڅ خلاصى ونه مومي
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر ده چې مونږ به دوى داسې جنتونو ته داخل كړو چې د هغو له لاندې ولِې بهیږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، (دا) د الله حقه وعده ده او له الله نه په خبره كې څوك زیات رښتینى دى؟!
— Zakaria Abulsalam
نه ستاسو په ارزوګانو څه كېږي او نه د اهلِ كتابو په ارزوګانو، (بلكې) چا چې هم بد عمل وكړ هغه ته به د دغه (بد عمل) بدله وركولى شي او هغه به ونه مومي د ځان لپاره له الله نه غیر هېڅ كارساز او نه څوك مدد كوونكى
— Zakaria Abulsalam
او چې چا هم د نېكیو عمل وكړ، نر وي يا كه ښځه، خو چې مومن وي، نو دغه خلق به جنت ته داخلېږي او پر دوى به د كجورې د زړي د داغ هومره ظلم هم نه كېږي
— Zakaria Abulsalam
او د دين په لحاظ له هغه كس نه څوك زیات ښه دى، چې خپل مخ يې الله ته تابع كړ او هغه نېكي كوونكى و او د ابراهیم د ملت تابع شو، چې يواځې په حق پسې تلونكى و، او الله ابراهیم لره خلیل نیولى دى
— Zakaria Abulsalam
او خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله هر شي لره ښه راګېروونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او (اى نبي!) دوى له تا نه د ښځو په باره كې تپوس كوي، ته ووایه: الله تاسو ته د هغوى په باره كې فتوا دركوي او هغه (حكم هم راغلی دی) چې تاسو ته په كتاب كې تلاوت كولى شي د هغو یتیمو ښځو په باره كې چې تاسو هغوى ته د هغوى لپاره مقرر شوى (مهر) نه وركوئ او له هغوى سره د نكاح كولو رغبت لرئ او د كمزورو ماشومانو په باره كې (هم همدا حکم دی) او (بل حکم دی) په دې باره كې چې تاسو د یتیمانو لپاره په انصاف سره قايم اوسئ او تاسو چې څه نېكي كوئ، بېشكه الله په هغې باندې ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
او كه چېرې یوه ښځه له خپل خاوند نه د زیاتي، یا مخ اړونې اندېښنه ولري، نو په دې دواړو باندې هېڅ ګناه نشته چې په خپل مینځ كې په څه شان هم روغه وكړي، او روغه كول ډېر غوره دي او نفسونه شومتیا ته حاضر كړى شوي دي او كه تاسو نېكي وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو یقینًا الله پر هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ؛ ښه خبردار دى
— Zakaria Abulsalam
او تاسو به كله هم (دا) وَس ونه لرئ چې د خپلو ښځو په مینځ كې (په هر لحاظ سره او د زړه په مينه کې) انصاف وكړئ اګر كه تاسو (د دې) حرص (هم) وكړئ، نو مه كږېږئ (یوې ته) پوره كږېدل، چې تاسو هغه (بله) پرېږدئ په شان د زوړندې كړى شوې او كه تاسو صلح وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو بېشكه الله له همېشه ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
— Zakaria Abulsalam
او كه دواړه (ښځه او خاوند) له یو بل نه بېل شي (، نو) الله به هر یو په خپلې فراخۍ سره غني كاندي او الله له همېشه فراخۍ والا، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
او خاص د الله لپاره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او یقینًا یقینًا مونږه هغو كسانو ته كلك حكم كړى دى چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى و او تاسو ته هم، چې له الله نه ووېرېږئ او كه تاسو كفر وكړئ، نو یقینًا خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله له همېشه غني (او) ښه ستايل شوى دى
— Zakaria Abulsalam
او خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله ښه كافي دى كارساز
— Zakaria Abulsalam
كه هغه وغواړي تاسو به فنا كړي اى خلقو! او نور خلق به راولي او الله په دې باندې ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
څوك چې داسې دى چې د دنیا بدله غواړي، نو له الله سره د دنیا او اخرت دواړو بدله ده او الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! شئ تاسو قايم اوسېدونكي په انصاف باندې، ګواهي كوونكي د الله لپاره، اګر كه (دا ګواهي) ستاسو د خپلو ځانونو، يا مور و پلار او نژدې خپلوانو په خلاف وي، كه هغه (كس) مالداره وي، یا غریب وي، نو الله د دې دواړو ډېر خیر غوښتونكى دى، نو تاسو (له حق نه) د اوړېدلو لپاره د خواهشاتو پیروي مه كوئ او كه تاسو ژبې كږې كړئ، یا مخ واړوئ، نو یقینًا الله پر هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ښه خبردار دى
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو پر الله ایمان راوړئ او د هغه پر رسول او پر هغه كتاب چې هغه په خپل رسول باندې نازل كړى دى او پر هغو كتابونو چې له ده نه يې مخكې نازل كړي دي، او څوك چې په الله سره كافر شي او د هغه په ملايكو او د هغه په كتابونو او د هغه په رسولانو او د اخرت په ورځ، نو یقینًا هغه ګمراه شو په ډېرې لرې ګمراهۍ سره
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړ، بیا دوى كافر شول، بیا يې ایمان راوړ، بیا كافر شول، بیا دوى په كفر كې ښه مخ په وړاندې لاړل (، نو) الله كله هم داسې نه دى چې دوى ته بخښنه وكړي او نه داسې دى چې دوى به پر (نېغه) لاره روان كړي
— Zakaria Abulsalam
منافقانو ته زېرى وركړه چې بېشكه د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې له مومنانو نه غیر كافران دوستان نیسي، ایا دوى د هغوى په خوا كې عزت لټوي؟ نو بېشكه عزت ټول د الله لپاره دى
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا هغه (الله) پر تاسو باندې په كتاب كې دا (حكم) نازل كړى دى چې كله تاسو د الله ایتونه واورئ، چې په هغو سره كفر كېږي او په هغو پورې مسخرې كېږي، نو تاسو له هغوى (كفر او استهزا كوونكو) سره مه كېنئ تر دې چې هغوى له دې نه سِوا (په نورو) خبرو كې مشغوله شي، بېشكه تاسو په دغه وخت كې د هغوى په شان یئ، بېشكه الله منافقانو او كافرانو ټولو لره په جهنم كې راجمع كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
هغه (منافقان) چې ستاسو په باره كې انتظار كوي، نو كه د الله له جانبه تاسو ته فتح حاصله شي، دوى وايي: ایا مونږ له تاسو سره ملګري نه وو؟ او كه چېرې د كافرانو لپاره څه برخه وي، (بیا نوكافرو ته) دوى وايي: ایا مونږ پر تاسو غالب شوي نه وو او (ایا) مونږ له مومنانو نه تاسو بچ نه كړئ؟ نو الله به ستاسو په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي او الله به كله هم د كافرانو لپاره په مومنانو باندې (د غلبې) څه لار جوړه نه كړي
— Zakaria Abulsalam
بېشكه منافقان له الله سره دوكه كوي او الله له دوى سره دوكه كوونكى دى او كله چې دوى لمانځه ته پاڅېږي (، نو) سست (كاهلان) پاڅېږي، خلقو ته ځانونه ښیي او الله نه یادوي مګر ډېر لږ
— Zakaria Abulsalam
دوى د دې (كفر او اسلام) په مینځ كې زړه نازړه دي، نه (سم) د دوى په طرف دي او نه (سم) د هغوى په طرف دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو ته به كله هم د هغه لپاره څه لار ونه مومې
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له مومنانو نه غیر كافرانو لره دوستان مه نیسئ، ایا تاسو غواړئ چې د الله لپاره د خپل ځان په خلاف ښكاره دلیل ثابت كړئ
— Zakaria Abulsalam
بېشكه منافقان د اور تر ټولو لاندینۍ طبقه كې دي او ته به كله هم د هغوى لپاره څوك مدد كوونكى ونه مومې
— Zakaria Abulsalam
مګر هغه كسان چې توبه يې وېستله او د ځان اصلاح يې وكړه او پر (دین د) الله يې منګولې كلكې ولګولې او خپل دین يې د الله لپاره خالص كړ، نو دغه كسان به له مومنانو سره وي او ژر ده چې الله به مومنانو ته بېخي لوى اجر وركړي
— Zakaria Abulsalam
الله تاسو ته په عذاب دركولو څه كوي كه تاسو شكر وباسئ؟! او ایمان راوړئ او الله له همېشه شكر قبلوونكى، ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
الله د بدې خبرې ښكاره ویل نه خوښوي خو هغه كس چې ظلم پرې شوى وي (هغه معاف دى) او الله له همېشه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
كه تاسو څه نېكي څرګندوئ، یا هغه پټه كوئ، یا د بدۍ په هكله معافي كوي، بېشكه الله له ازله ښه معافي كوونكى، ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو كافران كېږي او دوى غواړي چې د الله او د هغه د رسولانو په مینځ كې بېلتون وكړي او دوى وايي چې مونږ پر ځینو (رسولانو) ایمان راوړو او په ځینو كافر كېږو او دوى غواړي چې د دې (اسلام او كفر) په مینځ كې (بله) لار ونیسي
— Zakaria Abulsalam
دغه كسان په رښتیا كافران دي او مونږه د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ایمان راوړى دى او په دوى كې يې د هېڅ یو تر مینځه تفریق نه دى كړى، دغه كسان دي چې هغه (الله) به دوى ته د دوى ثوابونه ژر (او) يقينًا وركړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
— Zakaria Abulsalam
اهلِ كتاب له تا نه د دې مطالبه كوي چې ته پر دوى باندې له اسمانه یو كتاب نازل كړې، پس یقینًا دوى له موسٰی څخه له دې نه غټه مطالبه كړې وه، نو دوى (هغه ته) ویلي وو: ته مونږ ته الله ښكاره مخامخ وښیه، نو دوى د خپل ظلم په سبب تندر ونیول، بیا دوى سخى معبود ونیوه، وروسته له دې چې دوى ته ښې واضحې نښې راغلې، بیا مونږ دوى ته د دې معافي وكړه او مونږ موسٰی ته ښكاره غلبه (دلیل) وركړه
— Zakaria Abulsalam
او مونږ له دوى څخه د پخې وعدې اخيستلو لپاره د دوى له پاسه (د) طور (غر) راپورته كړ او مونږه دوى ته وویل: تاسو په دروازه كې داخل شئ، چې سجده كوونكي یئ او مونږه دوى ته وویل: تاسو د خالي په ورځ كې زیاتى مه كوئ او مونږه له دوى نه ډېره مضبوطه وعده واخيستله
— Zakaria Abulsalam
نو (دوى ته سزا وركړى شوه) په سبب د دوى د ماتولو خپل لوظ لره او د الله په ایتونو د كفر كولو او د نبیانو د ناحقه وژلو (په سبب) او د دوى د دې خبرې په سبب چې زمونږ زړونه ’’پرده بند‘‘ دي (داسې نه ده) بلكې الله د دوى د كفر په وجه پر هغو (زړونو) مهر لګولى دى، نو دوى ایمان نه راوړي مګر ډېر لږ
— Zakaria Abulsalam
او په سبب د دوى د كفر كولو او پر مریم باندې د بېخي لوى تهمت ویلو
— Zakaria Abulsalam
او د دوى د دې وینا په سبب چې بېشكه مونږه د مریمې زوى مسیح عیسٰی، د الله رسول وژلى دى، حال دا چې دوى نه هغه وژلى دى او نه يې په دار كړى دى او لېكن دوى ته هغه (وژل شوی کس له عیسٰی سره) مُشابِه كړى شوى و او بېشكه هغه كسان چې د عیسٰی په باره كې يې اختلاف كړى دى، خامخا د ده په هكله په شك كې دي، دوى ته د هغه په باره كې هېڅ علم نشته سِوا د (خپل) ګمان له پیروۍ نه او دوى هغه یقینًا نه دى وژلى
— Zakaria Abulsalam
بلكې الله هغه خپل طرف ته راپورته كړى دى او الله له ازله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
— Zakaria Abulsalam
او نشته هیڅوك له اهلِ كتابو نه مګر چې هغه به خامخا لازمًا د ده له مرګ نه مخكې پر ده ایمان راوړي او د قیامت په ورځ به هغه (عیسٰی) په دوى باندې ګواه وي
— Zakaria Abulsalam
نو د یهودیان شويو خلقو د ظلم كولو په سبب مونږ پر هغوى باندې هغه پاكیزه څیزونه حرام كړل، چې د دوى لپاره (مخكې) حلال ګرځول شوي وو او په سبب د منع كولو د دوى ډېرو (خلقو) لره د الله له لارې نه
— Zakaria Abulsalam