QuranPilotQuranPilot
النِّسَاءُ

4. سورت النساء – آیتونه 81–120

سورت النساء د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

4:81
وَيَقُولُونَ طَاعَةٌ فَإِذَا بَرَزُوا۟ مِنْ عِندِكَ بَيَّتَ طَآئِفَةٌ مِّنْهُمْ غَيْرَ ٱلَّذِى تَقُولُ ۖ وَٱللَّهُ يَكْتُبُ مَا يُبَيِّتُونَ ۖ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًا٨١

او دوى وايي: (زمونږ كار ستا) خبره منل دي، نو كله چې ستا له خوا نه ووځي (، بیا) په دوى كې یوه ډله د شپې مشورې كوي، له هغې خبرې نه غیر چې دوى كوله، او الله لیكي هغه خبرې چې دوى يې د شپې تدبیر كوي، نو ته له دوى نه مخ واړوه او پر الله باندې توكل وكړه او الله كافي دى كارساز

Zakaria Abulsalam

4:82
أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ ٱلْقُرْءَانَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ ٱللَّهِ لَوَجَدُوا۟ فِيهِ ٱخْتِلَـٰفًا كَثِيرًا٨٢

ایا نو دوى په قرآن كې غور نه كوي او كه چېرې دا د غیرالله له طرفه وَى، دوى به په ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى و

Zakaria Abulsalam

4:83
وَإِذَا جَآءَهُمْ أَمْرٌ مِّنَ ٱلْأَمْنِ أَوِ ٱلْخَوْفِ أَذَاعُوا۟ بِهِۦ ۖ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى ٱلرَّسُولِ وَإِلَىٰٓ أُو۟لِى ٱلْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ ٱلَّذِينَ يَسْتَنۢبِطُونَهُۥ مِنْهُمْ ۗ وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ لَٱتَّبَعْتُمُ ٱلشَّيْطَـٰنَ إِلَّا قَلِيلًا٨٣

او كله چې دوى ته د امن، یا وېرې څه خبره راشي، دوى هغه (خبره) نشر كړي او كه چېرې دوى هغه، خپل رسول ته او خپلو د كار خاوندانو (حاكمانو) ته رسولې وَى، (نو) خامخا په دوى كې به هغو كسانو دا (خبره) معلومه كړې وَى، څوك چې د دې استنباط او راوېستنه كوي او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وَى، نو تاسو به خامخا د شیطان تابعداري كړې وه مګر لږو خلقو (به نه وه كړې)

Zakaria Abulsalam

4:84
فَقَـٰتِلْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ لَا تُكَلَّفُ إِلَّا نَفْسَكَ ۚ وَحَرِّضِ ٱلْمُؤْمِنِينَ ۖ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَكُفَّ بَأْسَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۚ وَٱللَّهُ أَشَدُّ بَأْسًا وَأَشَدُّ تَنكِيلًا٨٤

نو ته د الله په لاره كې جنګ كوه، ته يواځې د خپل نفس په هكله ذمه وار ګرځولى شې او مومنانو ته ترغیب وركړه، كېدى شي چې الله د هغو كسانو جنګ بند كړي چا چې كفر كړى دى، او الله ډېر سخت دى د جنګ په لحاظ او ډېر سخت دى د سزا وركولو په لحاظ

Zakaria Abulsalam

4:85
مَّن يَشْفَعْ شَفَـٰعَةً حَسَنَةً يَكُن لَّهُۥ نَصِيبٌ مِّنْهَا ۖ وَمَن يَشْفَعْ شَفَـٰعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُۥ كِفْلٌ مِّنْهَا ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ مُّقِيتًا٨٥

چا چې سفارش وكړ، ښه سفارش، هغه ته به په دې (سفارش) سره (د ثواب) برخه وي او چا چې سفارش وكړ، بد سفارش (، نو) هغه ته به په دې سره (د ګناه) پېټی وي او الله له همېشه پر هر شي باندې قدرت لرونكى دى

Zakaria Abulsalam

4:86
وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا۟ بِأَحْسَنَ مِنْهَآ أَوْ رُدُّوهَآ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ حَسِيبًا٨٦

او كله چې تاسو ته په سلام ویلو سره دعا وكړى شي، نو تاسو له هغې نه غوره جواب وركړئ، یا همغه ور وګرځوئ ، بېشكه الله د هر شي ښه حساب كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

4:87
ٱللَّهُ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۗ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ ٱللَّهِ حَدِيثًا٨٧

الله (چې دى)، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر يواځې هم دى دى، هغه به تاسو خامخا د قیامت ورځې ته راجمع كړي، چې په هغې كې هېڅ شك نشته او له الله نه په خبره كې ډېر رښتینى څوك دى؟

Zakaria Abulsalam

4:88
۞ فَمَا لَكُمْ فِى ٱلْمُنَـٰفِقِينَ فِئَتَيْنِ وَٱللَّهُ أَرْكَسَهُم بِمَا كَسَبُوٓا۟ ۚ أَتُرِيدُونَ أَن تَهْدُوا۟ مَنْ أَضَلَّ ٱللَّهُ ۖ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ سَبِيلًا٨٨

نو د منافقانو په باره كې پر تاسو څه شوي دي، چې دوه ډلې شوئ، حال دا چې الله هغوى د خپلو عملونو په سبب نسكور كړي دي، ایا تاسو غواړئ چې هغه كس په نېغه لار روان كړئ چې الله ګمراه كړى دى، او چې الله څوك ګمراه كړي، نو ته به هېڅ كله هم د هغه لپاره (نېغه) لار ونه مومې

Zakaria Abulsalam

4:89
وَدُّوا۟ لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُوا۟ فَتَكُونُونَ سَوَآءً ۖ فَلَا تَتَّخِذُوا۟ مِنْهُمْ أَوْلِيَآءَ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَخُذُوهُمْ وَٱقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ ۖ وَلَا تَتَّخِذُوا۟ مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا٨٩

دوى خوښوي چې تاسو (هم) كافران شئ، لكه څنګه چې دوى كافران شوي دي، بیا به تاسو (ټول) یو شان شئ، نو تاسو له دوى نه هېڅ دوستان مه نیسئ تر هغه پورې چې دوى د الله په لار كې هجرت وكړي، نو كه دوى (د الله له لارې نه) وګرځېدل، نو تاسو دوى نیسئ او دوى وژنئ كوم ځاى چې تاسو دوى ومومئ او تاسو له دوى نه مه هېڅ دوست نیسئ او نه مدد كوونكى

Zakaria Abulsalam

4:90
إِلَّا ٱلَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىٰ قَوْمٍۭ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَـٰقٌ أَوْ جَآءُوكُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَن يُقَـٰتِلُوكُمْ أَوْ يُقَـٰتِلُوا۟ قَوْمَهُمْ ۚ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَـٰتَلُوكُمْ ۚ فَإِنِ ٱعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَـٰتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْا۟ إِلَيْكُمُ ٱلسَّلَمَ فَمَا جَعَلَ ٱللَّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًا٩٠

مګر هغه كسان چې له داسې قوم سره پیوند(تعلق) لري چې ستاسو په مینځ كې او د هغوى په مینځ كې معاهده (تړون) وي، یا هغوى تاسو ته راشي چې سینې يې له تاسو سره له جنګ كولو نه، یا له خپل قوم سره له جنګ كولو نه تنګې وي او كه الله غوښتلى (، نو) دوى به يې خامخا پر تاسو باندې زورور كړي وَى، بیا به دوى له تاسو سره خامخا جنګ كړى و، پس كه دوى له تاسو نه ډډه وكړي، نو له تاسو سره جنګ ونه كړي او تاسو ته د سولې درخواست وكړي، بیا نو الله تاسو لپاره پر دوى باندې هېڅ لار نه ده ګرځولې

Zakaria Abulsalam

4:91
سَتَجِدُونَ ءَاخَرِينَ يُرِيدُونَ أَن يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُوا۟ قَوْمَهُمْ كُلَّ مَا رُدُّوٓا۟ إِلَى ٱلْفِتْنَةِ أُرْكِسُوا۟ فِيهَا ۚ فَإِن لَّمْ يَعْتَزِلُوكُمْ وَيُلْقُوٓا۟ إِلَيْكُمُ ٱلسَّلَمَ وَيَكُفُّوٓا۟ أَيْدِيَهُمْ فَخُذُوهُمْ وَٱقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ ۚ وَأُو۟لَـٰٓئِكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَـٰنًا مُّبِينًا٩١

ژر دى چې تاسو به نور خلق ومومئ چې هغوى غواړي چې له تاسو نه په امن (او بېغمه) شي او له خپل قوم نه (هم) په امن شي، هر وخت چې فتنې (كفر او وراني) ته وبلل شي، (نو) په هغې كې نسكور پرېوځي، نو كه دوى له تاسو نه په ډډه نه شول، او تاسو ته يې سوله پېش نه كړله او خپل لاسونه يې (له جنګ) نه بند نه كړل، بیا نو تاسو دوى نیسئ او دوى وژنئ كوم ځای چې تاسو دوى ومومئ او دغه خلق دي چې مونږ تاسو ته د دوى په خلاف (د جنګ كولو) ښكاره دلیل ګرځولى دى

Zakaria Abulsalam

4:92
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَـًٔا ۚ وَمَن قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَـًٔا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦٓ إِلَّآ أَن يَصَّدَّقُوا۟ ۚ فَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ عَدُوٍّ لَّكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ ۖ وَإِن كَانَ مِن قَوْمٍۭ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَـٰقٌ فَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ ۖ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِّنَ ٱللَّهِ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا٩٢

او هېڅ مومن لره دا حق نشته چې بل مومن قتل كړي مګر دا چې په خطا سره وي، او چا چې مومن په خطا سره قتل كړ، نو د یو مومن څټ (مریي يا وینځې) ازادول لازم دي او دیت دى چې د هغه (مقتول) وارثانو ته به سپارلى شي، مګر دا چې هغوى (وارثان) يې معاف كړي، نو كه چېرې هغه ستاسو د دښمن له قوم ځنې وي او دا (مقتول) مومن وي، بیا نو د یو مومن څټ ازادول دي، او كه چېرې له داسې قوم ځنې وي چې ستاسو په مینځ كې او د هغوى په مینځ كې معاهده وي، نو بیا دیت دى چې د هغه وارثانو ته به سپارلى شي او مومن څټ (غلام يا وینځه) ازادول دي، نو چا چې دغه (څټ) ونه مونده، نو پرله پسې دوه میاشتې روژې نیول دي، د الله له جانبه د توبې لپاره او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

4:93
وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُۥ جَهَنَّمُ خَـٰلِدًا فِيهَا وَغَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُۥ وَأَعَدَّ لَهُۥ عَذَابًا عَظِيمًا٩٣

او هغه څوك چې مومن په قصد (او ارادې) سره قتل كړي، نو د هغه سزا جهنم دى، چې همېشه به په هغه كې وي او الله پر ده باندې غضب كړى دى او پر ده يې لعنت كړى دى او د ده لپاره يې بېخي لوى عذاب تیار كړى دى

Zakaria Abulsalam

4:94
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَتَبَيَّنُوا۟ وَلَا تَقُولُوا۟ لِمَنْ أَلْقَىٰٓ إِلَيْكُمُ ٱلسَّلَـٰمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا فَعِندَ ٱللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ ۚ كَذَٰلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ ٱللَّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا٩٤

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو د الله په لار كې سفر كوئ، نو ښه تحقیق كوئ او څوك چې پر تاسو سلام واچوي، هغه ته دا مه وایئ چې ته مومن نه يې، تاسو د دنيايي ژوند سامان غواړئ، نو له الله سره ډېر زیات غنیمتونه دي، له دې نه مخكې تاسو هم همداسې وئ، بیا پر تاسو باندې الله فضل وكړ، نو ښه تحقیق كوئ، بېشكه الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه خبردار دى

Zakaria Abulsalam

4:95
لَّا يَسْتَوِى ٱلْقَـٰعِدُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُو۟لِى ٱلضَّرَرِ وَٱلْمُجَـٰهِدُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ ۚ فَضَّلَ ٱللَّهُ ٱلْمُجَـٰهِدِينَ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى ٱلْقَـٰعِدِينَ دَرَجَةً ۚ وَكُلًّا وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلْحُسْنَىٰ ۚ وَفَضَّلَ ٱللَّهُ ٱلْمُجَـٰهِدِينَ عَلَى ٱلْقَـٰعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا٩٥

په مومنانو كې ناست خلق، چې تكلیف والا نه دي، (دوى) او د الله په لار كې په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كوونكي سره برابرېدلى نه شي، الله په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كوونكو ته په ناستو باندې په لويې مرتبې سره فضیلت وركړى دى، او له هر یو سره الله د ښې بدلې وعده كړې ده، او الله جهاد كوونكو ته په ناستو باندې په ډېر لوى اجر سره غوره والى وركړى دى

Zakaria Abulsalam

4:96
دَرَجَـٰتٍ مِّنْهُ وَمَغْفِرَةً وَرَحْمَةً ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا٩٦

چې د هغه (الله) له طرف نه مرتبې دي او بخښنه او مهرباني ده، او الله له همېشه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

4:97
إِنَّ ٱلَّذِينَ تَوَفَّىٰهُمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ ظَالِمِىٓ أَنفُسِهِمْ قَالُوا۟ فِيمَ كُنتُمْ ۖ قَالُوا۟ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ قَالُوٓا۟ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ ٱللَّهِ وَٰسِعَةً فَتُهَاجِرُوا۟ فِيهَا ۚ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ مَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَسَآءَتْ مَصِيرًا٩٧

بېشكه هغه كسان چې ملايكو د هغوى روحونه قبض كړل، په داسې حال كې چې پر خپلو ځانونو ظلم كوونكي وو، ورته وايي به: تاسو په څه حال كې وئ؟ دوى به وايي: مونږه په (هغې) ځمكه كې كمزوري كړى شوي وو، ورته وبه وايي: ایا د الله ځمكه فراخه نه وه چې تاسو په هغې كې هجرت كړى وَى، نو دغه خلق (چې دي) د دوى اوسېدنځاى جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى

Zakaria Abulsalam

4:98
إِلَّا ٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلْوِلْدَٰنِ لَا يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَلَا يَهْتَدُونَ سَبِيلًا٩٨

مګر هغه (په رښتیا) كمزوري كړى شوي سړي او ښځې او ماشومان، چې نه د هېڅ حیلې وَس لري او نه څه لاره مومي

Zakaria Abulsalam

4:99
فَأُو۟لَـٰٓئِكَ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَعْفُوَ عَنْهُمْ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَفُوًّا غَفُورًا٩٩

نو دغه خلق (چې دي) امېد دى چې الله به هغوى ته معافي وكړي او الله له ازله ښه معافي كوونكى، ښه بخښونكى دى

Zakaria Abulsalam

4:100
۞ وَمَن يُهَاجِرْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ يَجِدْ فِى ٱلْأَرْضِ مُرَٰغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً ۚ وَمَن يَخْرُجْ مِنۢ بَيْتِهِۦ مُهَاجِرًا إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ثُمَّ يُدْرِكْهُ ٱلْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُۥ عَلَى ٱللَّهِ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا١٠٠

او چا چې د الله په لار كې هجرت وكړ (، نو) هغه به په ځمكه كې د اوسېدو ډېر ځایونه او فراخي ومومي او څوك چې له خپله كوره وځي، چې الله ته او د هغه رسول ته هجرت كوونكى وي، بیا مرګ دى رالاندې كړي، نو یقینًا د ده اجر په الله باندې ثابت شو، او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

4:101
وَإِذَا ضَرَبْتُمْ فِى ٱلْأَرْضِ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَقْصُرُوا۟ مِنَ ٱلصَّلَوٰةِ إِنْ خِفْتُمْ أَن يَفْتِنَكُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱلْكَـٰفِرِينَ كَانُوا۟ لَكُمْ عَدُوًّا مُّبِينًا١٠١

او كله چې تاسو په ځمكه كې سفر كوئ، نو پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته چې له لمانځه نه څه حصه كمه كړئ كه تاسو وېرېدلئ له دې نه چې كافران شوي خلق به تاسو په فتنه كې واچوي، بېشكه دغهكافران له شروع نه ستاسو ښكاره دښمنان دي

Zakaria Abulsalam

4:102
وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَلْتَقُمْ طَآئِفَةٌ مِّنْهُم مَّعَكَ وَلْيَأْخُذُوٓا۟ أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُوا۟ فَلْيَكُونُوا۟ مِن وَرَآئِكُمْ وَلْتَأْتِ طَآئِفَةٌ أُخْرَىٰ لَمْ يُصَلُّوا۟ فَلْيُصَلُّوا۟ مَعَكَ وَلْيَأْخُذُوا۟ حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ ۗ وَدَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُم مَّيْلَةً وَٰحِدَةً ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن كَانَ بِكُمْ أَذًى مِّن مَّطَرٍ أَوْ كُنتُم مَّرْضَىٰٓ أَن تَضَعُوٓا۟ أَسْلِحَتَكُمْ ۖ وَخُذُوا۟ حِذْرَكُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ أَعَدَّ لِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا١٠٢

او كله چې ته په دوى كې موجود يې، بیا ته دوى ته لمونځ ودروې، نوله دوى نه دې یوه ډله له تا سره ودرېږي او خپلې وسلې دې (هم له ځانه سره) ونیسي، نو كله چې دوى سجده وكړي، نو دوى دې ستاسو شا ته شي او هغه بله ډله دې راشي چې لمونځ يې نه دى كړى، نو هغوى دې له تا سره لمونځ وكړي او خپل د ساتنې سامان او خپلې وسلې دې (له ځانه سره) ونیسي، دغه كافران شوي خلق ارزو لري چې كاشكې تاسو له خپلو وسلو او خپلو سامانونو نه غافله شئ، بیا هغوى پر تاسو باندې په یو ځلي زوروره حمله وكړي. او پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته كه تاسو ته د باران په وجه څه تكلیف وي، یا تاسو بیماران یئ دا چې تاسو خپلې وسلې كېږدئ، او خپله بیداري (د ساتنې سامان) راكلكه كړئ، بېشكه الله د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى

Zakaria Abulsalam

4:103
فَإِذَا قَضَيْتُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ قِيَـٰمًا وَقُعُودًا وَعَلَىٰ جُنُوبِكُمْ ۚ فَإِذَا ٱطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ ۚ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ كَانَتْ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ كِتَـٰبًا مَّوْقُوتًا١٠٣

بیا چې كله تاسو لمونځ ادا كړئ، نو الله یادوئ، په ولاړه او ناسته او په خپلو اړخونو باندې (چې پراته يئ)، بیا چې كله تاسو مطمئن (ډاډمن) شئ، نو لمونځ قايموئ (د اطمينان د حالت لمونځ) بېشكه لمونځ له شروع نه په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى

Zakaria Abulsalam

4:104
وَلَا تَهِنُوا۟ فِى ٱبْتِغَآءِ ٱلْقَوْمِ ۖ إِن تَكُونُوا۟ تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ ۖ وَتَرْجُونَ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا يَرْجُونَ ۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا١٠٤

او تاسو د دغو (كافرو) خلقو په لټون كې سستي (كمزوري) مه كوئ، كه تاسو یئ چې په تكليف كېږئ، نو بېشكه هغوى (هم) په تكليف كېږي، لكه څنګه چې تاسو په تكليف كېږئ او تاسو له الله نه د هغه څه امېد لرئ چې هغوى يې امېد نه لري او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

4:105
إِنَّآ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ بِٱلْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِمَآ أَرَىٰكَ ٱللَّهُ ۚ وَلَا تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا١٠٥

بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته د خلقو په مینځ كې فیصله وكړې په هغه څه سره چې الله تا ته ښودلي دي او ته د خیانت كوونكو لپاره جګړه كوونكى مه جوړېږه

Zakaria Abulsalam

4:106
وَٱسْتَغْفِرِ ٱللَّهَ ۖ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا١٠٦

او له الله نه بخښنه غواړه، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

Zakaria Abulsalam

4:107
وَلَا تُجَـٰدِلْ عَنِ ٱلَّذِينَ يَخْتَانُونَ أَنفُسَهُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ خَوَّانًا أَثِيمًا١٠٧

او ته د هغو كسانو له طرفه جګړه مه كوه چې له خپلو ځانونو سره خیانت كوي، بېشكه الله له هغه چا سره مینه نه كوي چې ډېر خاين، سخت ګناهګار وي

Zakaria Abulsalam

4:108
يَسْتَخْفُونَ مِنَ ٱلنَّاسِ وَلَا يَسْتَخْفُونَ مِنَ ٱللَّهِ وَهُوَ مَعَهُمْ إِذْ يُبَيِّتُونَ مَا لَا يَرْضَىٰ مِنَ ٱلْقَوْلِ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطًا١٠٨

دوى (خپل جرمونه) له خلقو نه ډېر پټوي او له الله نه يې نه پټوي، حال دا چې هغه (الله) له دوى سره وي كله چې دوى د شپې د هغې خبرې په باره كې مشورې كوي چې هغه يې نه خوښوي، او الله هغو عملونو لره چې دوى يې كوي، راګېروونكى دى

Zakaria Abulsalam

4:109
هَـٰٓأَنتُمْ هَـٰٓؤُلَآءِ جَـٰدَلْتُمْ عَنْهُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا فَمَن يُجَـٰدِلُ ٱللَّهَ عَنْهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ أَم مَّن يَكُونُ عَلَيْهِمْ وَكِيلًا١٠٩

واورئ! دا تاسو خلق یئ چې د دوى له طرفه مو په دنيايي ژوند كې جګړه وكړه، نو د قیامت په ورځ به له الله سره د دوى له طرفه څوك جګړه كوي؟ یا څوك به د دوى لپاره كارساز جوړېږي؟

Zakaria Abulsalam

4:110
وَمَن يَعْمَلْ سُوٓءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُۥ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ ٱللَّهَ يَجِدِ ٱللَّهَ غَفُورًا رَّحِيمًا١١٠

او هر څوك چې څه بد عمل وكړي یا پر خپل ځان ظلم وكړي، بیا له الله نه بخښنه وغواړي (، نو) الله به ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى ومومي

Zakaria Abulsalam

4:111
وَمَن يَكْسِبْ إِثْمًا فَإِنَّمَا يَكْسِبُهُۥ عَلَىٰ نَفْسِهِۦ ۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا١١١

او هر څوك چې څه ګناه وكړي، نو بېشكه هم دا خبره ده چې د خپل ځان په ضرر يې كوي، او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

4:112
وَمَن يَكْسِبْ خَطِيٓـَٔةً أَوْ إِثْمًا ثُمَّ يَرْمِ بِهِۦ بَرِيٓـًٔا فَقَدِ ٱحْتَمَلَ بُهْتَـٰنًا وَإِثْمًا مُّبِينًا١١٢

او هر څوك چې څه خطا وكړي، یا څه ګناه، بیا د هغې تور په (بل) بې ګناه پورې كوي، نو یقینًا هغه د غټ تهمت او ښكاره ګناه بار پورته كړ

Zakaria Abulsalam

4:113
وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَتُهُۥ لَهَمَّت طَّآئِفَةٌ مِّنْهُمْ أَن يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمْ ۖ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَىْءٍ ۚ وَأَنزَلَ ٱللَّهُ عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ ۚ وَكَانَ فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا١١٣

او كه په تا باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وَى (، نو) يقيناً په دوى كې یوې ډلې اراده كړې وه چې تا ګمراه كړي او دوى نه ګمراه كوي مګر خپل ځانونه، او تا ته هېڅ قسمه ضرر نشي دررسولى او الله پر تا باندې نازل كړى دى كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) او تا ته يې هغه څه درزده كړي دي چې ته پرې نه پوهېدلې، او پر تا باندې د الله فضل ډېر لوى دى

Zakaria Abulsalam

4:114
۞ لَّا خَيْرَ فِى كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَىٰهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلَـٰحٍۭ بَيْنَ ٱلنَّاسِ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ ٱبْتِغَآءَ مَرْضَاتِ ٱللَّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا١١٤

هېڅ خیر نشته د هغوى په ډېرو پټو مشورو كې مګر هغه څوك چې حكم وكړي د صدقې كولو، یا د نېكۍ كولو، یا د خلقو په مینځ كې د اصلاح (روغې) كولو، او هر څوك چې دغه كارونه د الله د رضا لټولو لپاره وكړي، نو ژر ده چې هغه ته به مونږ ډېر لوى اجر وركړو

Zakaria Abulsalam

4:115
وَمَن يُشَاقِقِ ٱلرَّسُولَ مِنۢ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ ٱلْهُدَىٰ وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ ٱلْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِۦ مَا تَوَلَّىٰ وَنُصْلِهِۦ جَهَنَّمَ ۖ وَسَآءَتْ مَصِيرًا١١٥

او هغه څوك چې له رسول سره مخالفت وكړي، وروسته له دې نه چې هغه ته نېغه لار ښه څرګنده شوه، او د مومنانو له لارې نه غیر د بلې (لارې) تابع شي (، نو) مونږ به دغه (كس) هغه څه ته وروګرځوو چې دى ورته ورګرځېدلى دى او جهنم ته به يې داخل كړو او هغه د ورتلو بد ځاى دى

Zakaria Abulsalam

4:116
إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِۦ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُ ۚ وَمَن يُشْرِكْ بِٱللَّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَـٰلًۢا بَعِيدًا١١٦

بېشكه الله نه بخښي دا چې له هغه سره شریك ونیول شي او بخښي هغه (ګناهونه) چې له دې (شرك) نه كم دي، د چا لپاره چې يې وغواړي، او څوك چې له الله سره شریك ونیسي، نو یقینًا هغه ګمراه شو په ډېرې لرې ګمراهۍ سره

Zakaria Abulsalam

4:117
إِن يَدْعُونَ مِن دُونِهِۦٓ إِلَّآ إِنَـٰثًا وَإِن يَدْعُونَ إِلَّا شَيْطَـٰنًا مَّرِيدًا١١٧

دوى له هغه (الله) نه غیر نه بلي مګر ښځې (ښځنومي بتان) او دوى نه بلي مګر سركښه شیطان

Zakaria Abulsalam

4:118
لَّعَنَهُ ٱللَّهُ ۘ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا١١٨

الله پر هغه لعنت كړى دى او هغه (شیطان) وویل: زه به خامخا لازمًا ستا په بنده ګانو كې یوه مقرره برخه راګېروم

Zakaria Abulsalam

4:119
وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلَـَٔامُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ ءَاذَانَ ٱلْأَنْعَـٰمِ وَلَـَٔامُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ ٱللَّهِ ۚ وَمَن يَتَّخِذِ ٱلشَّيْطَـٰنَ وَلِيًّا مِّن دُونِ ٱللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًا١١٩

او زه به خامخا لازمًا هغوى ګمراه كوم او زه به هغوى خامخا لازمًا په ارزوګانو كې اچوم او زه به هغوى ته خامخا لازمًا حكم كوم، بیا به يقيناً هغوى د څارویو غوږونه څیروي او زه به ضرور هغوى ته حكم كوم، نو هغوى به ارومرو د الله په تخلیق كې تغییر (بدلون) راولي او چا چې له الله نه غیر شیطان دوست ونیوه، نو یقینًا هغه تاواني شو، ښكاره تاواني كېدل

Zakaria Abulsalam

4:120
يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ ۖ وَمَا يَعِدُهُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ إِلَّا غُرُورًا١٢٠

هغه (شیطان) دوى ته وعدې وركوي او په ارزوګانو كې يې اچوي او شیطان دوى ته وعدې نه وركوي مګر د دوكې (او چل ول)

Zakaria Abulsalam