17. سورت الإسراء – آیتونه 81–111
سورت الإسراء د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
او ته ووایه: حق راغى او باطل په تېښته ورك شو، بېشكه باطل دى وركېدونكى
— Zakaria Abulsalam
او مونږ قرآن نازلوو هغه چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى او ظالمانو ته نه زیاتوي مګر تاوان
— Zakaria Abulsalam
او كله چې مونږ پر (نافرمان) انسان باندې انعام وكړو (نو) هغه مخ وګرځوي او خپل ځان لرې كړي او كله چې ده ته شر (او تكلیف) ورسي (نو) ډېر ناامېده شي
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: هر كس پر خپلې مناسبحالې طریقې عمل كوي، نو ستا رب ښه عالم دى پر هغه چا چې هغه د لارې په لحاظ ښه هدایت والا دى
— Zakaria Abulsalam
او دوى له تا نه د روح په باره كې پوښتنه كوي ته (ورته) ووایه: روح زما د رب له امره ځنې دى او تاسو ته له علم ځنې څه برخه نه ده دركړ شوې مګر ډېره لږه
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا كه مونږ وغواړو (نو) خامخا ضرور به هغه (قرآن) بېرته یوسو چې مونږ تا ته وحي كړى دى، بیا به ته د خپل ځان لپاره په دې باره كې زمونږ په خلاف هېڅ وكیل (او كارساز) ونه مومې
— Zakaria Abulsalam
خو ستا د رب له جانبه د مهربانۍ په وجه (مونږ دا قايم ساتلى دى، ځكه چې)، بېشكه د هغه فضل په تا باندې ډېر لوى دى
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: خامخا كه انسانان او پېریان ټول پر دې خبره سره جمع شي چې د دې قرآن مِثل راوړي (،نو) د ده په مثل به رانه وړى شي اګر كه د دوى ځینې د ځینو نورو ملاتړي (هم) وي
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې هر قسمه مثال بیا بیا بیان كړى دى، نو زیاترو خلقو انكار وكړ غیر له كفر كولو نه
— Zakaria Abulsalam
او دوى وویل: مونږ به پر تا له سره ایمان رانه وړو تر دې چې ته زمونږ لپاره په دې ځمكه كې خوټېدونكې چینه جاري كړې
— Zakaria Abulsalam
یا چې تا لپاره باغ وي د كجورو او انګورو، بیا ته د دې (باغ) په مینځ كې ولې روانې كړې، روانول
— Zakaria Abulsalam
یا چې لكه څنګه چې ستا خیال دى ته پر مونږ باندې اسمان ټوټې ټوټې راوغورځوې، یا چې ته الله او ملايك مخامخ (ښكاره) راولې
— Zakaria Abulsalam
یا چې تا لپاره د سرو زرو كور وي، یا چې ته پورته اسمان ته وخېژې او مونږ به ستا پر (تشو) ختلو له سره ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې ته پر مونږ باندې داسې یو كتاب راكوز كړې چې مونږ يې لولو، ته (دوى ته) ووایه: زما رب لپاره پاكي ده، زه نه یم مګر یو انسان (د نورو رسولانو په شان) رالېږل شوى
— Zakaria Abulsalam
او خلق د ایمان له راوړلو نه نه دي منع كړي، كله چې دوى ته هدایت راغى، مګر دې خبرې چې دوى به ویل: ایا الله یو انسان رسول رالېږلى دى!
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: كه په ځمكه كې (د انسانانو پر ځاى) ملايك وى، چې په ارام سره ګرځېدلى (نو) مونږ به خامخا په دوى باندې له اسمان نه مَلك، رسول رالېږلى وى
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې الله ښه كافي ګواه دى، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو باندې ښه خبردار، (د هغو) ښه لېدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او هغه څوك چې هغه (الله) يې بې لارې كړی، نو ته به د هغوى لپاره له هغه (الله) نه غیر هېڅ كارسازي (دوستان) له سره ونه مومې او د قیامت په ورځ به مونږ دوى په خپلو مخونو باندې (نسكور) راجمع كوو، په دې حال كې چې ړانده او ګونګیان او كاڼه به وي او د دوى اوسېدنځاى به جهنم وي، هر كله چې (د جهنم اور) غلى شي، (نو) مونږ به دوى ته لمبې وهونكى اور ورزیات كړو
— Zakaria Abulsalam
„دا د دوى جزا ده، په سبب د دې چې بېشكه دوى زمونږ په ایتونو سره كفر كړى و او ویل به يې: ایا كله چې مونږ هډوكي او رېژېدلې خاورې شو، ایا په رښتیا به مونږ هرومرو بیا ژوندي كولى شو، په نوي تخلیق سره
— Zakaria Abulsalam
ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه هغه الله چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي پر دې قادر دى چې د دوى په مثل (نور) پیدا كړي او هغه د دوى لپاره یوه نېټه مقرر كړې ده چې په هغې كې هېڅ شك نشته، نو ظالمانو انكار وكړ مګر له كفر كولو نه
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: كه تاسو زما د رب د رحمت د خزانو مالكان شئ (نو) په دغه وخت كې به تاسو هرو مرو امساك (بخل) وكړئ د لګېدلو (خرچ كېدو) له وېرې نه او انسان خو دى ډېر بخیل
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته نهه واضحې معجزې وركړې وې، نو تهٔ له بني اسرائیلو نه پوښتنه وكړه كله چې هغه، دوى ته راغى، نو هغهٔ ته فرعون وویل: بېشكه زه خامخا ضرور پر تا د جادو شوي عقیده ساتم اى موسٰى! (پر تا جادو شوى دى)
— Zakaria Abulsalam
ويې ويل:یقینًا یقینًا ته پوهېږې (په زړه كې) چې دا (نهه معجزې) نه دي نازلې كړې مګر د اسمانونو او ځمكې رب، په داسې حال كې چې دلیلونه دي، او بېشكه زه خامخا هرومرو په تا باندې اى فرعونه! د هلاك شوي یقین كوم
— Zakaria Abulsalam
نو هغه (فرعون) اراده وكړه چې دوى له دغې ځمكې (وطن) نه وخوځوي (وباسي)، نو مونږ هغه او څوك چې له هغه سره وو؛ ټول غرق (ډوب) كړل
— Zakaria Abulsalam
او د هغه ( له هلاكت) نه وروسته مونږ بني اسرائیلو ته وویل: تاسو په دغه ځمكه (خاوره) كې اوسئ، نو كله چې د اخرت وعده (قیامت) راشي (نو) مونږ به تاسو ټول ګډ سره راولو
— Zakaria Abulsalam
او په حقه سره مونږ دا نازل كړى دى او په حقه سره نازل شوى دى او ته مونږ نه يې لېږلى مګر زېرى وركوونكى او وېروونكى
— Zakaria Abulsalam
او (مونږ) قرآن (نازل كړى دى) مونږ هغه ټوټه ټوټه (نازل) كړى دى، د دې لپاره چې ته دا خلقو ته ولولې په ارام (او وقفې) سره او مونږ دا نازل كړى دى (لږ لږ) نازلول
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه چې تاسو پر ده ایمان راوړئ، یا ایمان مه راوړئ، بېشكه هغه كسان چې له دغه (قرآن) نه مخكې هغوى ته علم وركړى شوى دى، كله چې هغوى ته دا لوستى شي (نو) هغوى په (اړخ د) خپلو زنو باندې نسكور پرېوځي، چې سجده كوونكي وي
— Zakaria Abulsalam
او وايي زمونږ رب ته پاكي ده، بېشكه زمونږ د رب وعده خامخا كېدونكې ده
— Zakaria Abulsalam
او دوى پر خپلو زنو نسكور پرېوځي، چې ژاړي او عاجزي يې (د قرآن اورېدل) ورته ورزیاته كړي
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: تاسو الله بلئ، یا تاسو رحمٰن بلئ، هر یو (نوم) يې چې وبلئ، نو خاص د هغهٔ لپاره دي تر ټولو ښكلي نومونه او ته (قراءت د) خپل لمونځ ډېر مه ظاهروه او مه يې ډېر پټوه او د دې دواړو په مینځ كې (منځنۍ) لار ولټوه
— Zakaria Abulsalam
او ته ووایه: ټوله ثنا هغه الله لره خاص ده چې نه يې څوك اولاد نیولى دى او نه د هغه لپاره په بادشاهۍ كې څوك شریك شته او نه د هغهٔ لپاره د عاجزۍ په وجه څوك دوست شته او تهٔ د هغه لويي بیانوه، لويي كامله
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.