QuranPilotQuranPilot
الْبَقَرَةُ

2. سورت البقرة – آیتونه 121–160

سورت البقرة د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

2:121
ٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَـٰهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ يَتْلُونَهُۥ حَقَّ تِلَاوَتِهِۦٓ أُو۟لَـٰٓئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِۦ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِهِۦ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ١٢١

هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى، هغوى د دې (كتاب) تلاوت كوي (څنګه) چې يې د تلاوت حق دى، هم دغه كسان پر ده ايمان راوړي، او څوك چې په دې (كتاب) باندې كافر شه، نو هم دغه كسان تاوانيان دي

Zakaria Abulsalam

2:122
يَـٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتِىَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّى فَضَّلْتُكُمْ عَلَى ٱلْعَـٰلَمِينَ١٢٢

اى بني اسرائيلو! زما هغه نعمتونه ياد كړئ چې ما پر تاسو باندې لَورَولي دي او دا چې بېشكه ما تاسو پر عالَمونو باندې غوره كړي وئ

Zakaria Abulsalam

2:123
وَٱتَّقُوا۟ يَوْمًا لَّا تَجْزِى نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْـًٔا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا تَنفَعُهَا شَفَـٰعَةٌ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ١٢٣

او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ يو نفس به د بل نفس هېڅ په كار رانشي، او نه به له هغه نه فديه (بدل) قبلېږي او نه به هغه ته څه سفارش فايده وركوي او نه به له هغوى سره مرسته كېږي

Zakaria Abulsalam

2:124
۞ وَإِذِ ٱبْتَلَىٰٓ إِبْرَٰهِـۧمَ رَبُّهُۥ بِكَلِمَـٰتٍ فَأَتَمَّهُنَّ ۖ قَالَ إِنِّى جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا ۖ قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِى ۖ قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِى ٱلظَّـٰلِمِينَ١٢٤

او (ياد كړه) هغه وخت چې خپل رب يې ابراهيم په څو خبرو سره وازمايه، نو (ابراهيم) هغه پوره كړې (الله) وويل: يقينًا زه تا د خلقو لپاره امام جوړوم، هغه وويل: او زما په اولاد كې (هم امامان جوړكړه) (الله) وويل: زما عهد (د امامت وعده) ظالمانو (كافرانو) ته نه رسېږي

Zakaria Abulsalam

2:125
وَإِذْ جَعَلْنَا ٱلْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا وَٱتَّخِذُوا۟ مِن مَّقَامِ إِبْرَٰهِـۧمَ مُصَلًّى ۖ وَعَهِدْنَآ إِلَىٰٓ إِبْرَٰهِـۧمَ وَإِسْمَـٰعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِىَ لِلطَّآئِفِينَ وَٱلْعَـٰكِفِينَ وَٱلرُّكَّعِ ٱلسُّجُودِ١٢٥

او كله چې مونږه بيت الله د خلقو لپاره د جمع كېدو او د امن ځاى وګرځاوه، او (مونږ وويل:) له مقامِ ابراهيم نه ’’لمونځ ځاى‘‘ جوړ كړئ، او مونږ ابراهيم او اسمٰعيل ته كلك حكم وكړ دا چې تاسو (دواړه) زما كور د طواف كوونكو او اعتكاف كوونكو او ركوع كوونكو، سجده كوونكو لپاره ښه پاك كړئ

Zakaria Abulsalam

2:126
وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِـۧمُ رَبِّ ٱجْعَلْ هَـٰذَا بَلَدًا ءَامِنًا وَٱرْزُقْ أَهْلَهُۥ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ مَنْ ءَامَنَ مِنْهُم بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ ۖ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُۥ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُۥٓ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلنَّارِ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ١٢٦

او كله چې ابراهيم وويل: اى زما ربه! دا (ځاى) امن ناكه ښار جوړ كړه، او د ده اوسېدونكو ته له مېوو نه روزي وركړه، (خو) په دوى كې يواځې هغه چا ته چې پر الله او پر ورځ د اخرت يې ايمان راوړى وي. (الله) وويل: او څوك چې كافر شو، نو هغه ته به لږه فايده وركړم، بيا به هغه په زوره د اور عذاب ته بوځم او هغه د ورتلو بد ځاى دى

Zakaria Abulsalam

2:127
وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَٰهِـۧمُ ٱلْقَوَاعِدَ مِنَ ٱلْبَيْتِ وَإِسْمَـٰعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ١٢٧

او كله چې ابراهيم د بيت الله بنيادونه اوچتول او (ورسره) اسمٰعيل (هم) (دواړو دا دعا كوله) اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، تهٔ چې يې، خاص تهٔ، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې

Zakaria Abulsalam

2:128
رَبَّنَا وَٱجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِن ذُرِّيَّتِنَآ أُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ١٢٨

اى زمونږه ربه! مونږ ستا (حكم) منونكي جوړ كړه او زمونږه په اولاد كې (هم) يوه ډله ستا حكم منونكې (جوړه كړه) او مونږ ته زمونږ د عبادت طرىقې وښَيَه او زمونږه توبه قبوله كړه، يقينًا همدا تهٔ ډېر ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى يې

Zakaria Abulsalam

2:129
رَبَّنَا وَٱبْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُوا۟ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ١٢٩

اى زمونږه ربه! دې (خلقو) ته له هم دوى نه يو رسول ولېږه، چې دوى ته ستا ايتونه تلاوت كوي او دوى ته كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) ښَيي او دوى پاكوي، يقينًا، هم دا ته، ډېر غالب، ښه حكمت والا يې

Zakaria Abulsalam

2:130
وَمَن يَرْغَبُ عَن مِّلَّةِ إِبْرَٰهِـۧمَ إِلَّا مَن سَفِهَ نَفْسَهُۥ ۚ وَلَقَدِ ٱصْطَفَيْنَـٰهُ فِى ٱلدُّنْيَا ۖ وَإِنَّهُۥ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ لَمِنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ١٣٠

او څوك دى چې د ابراهيم له ملت نه مخ اړوي، سِوا له هغه كس نه چې خپل ځان يې جاهل كړى وي او يقينًا يقينًا مونږه هغه (ابراهيم) په دنيا كې غوره كړى دى او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو ځنې دى

Zakaria Abulsalam

2:131
إِذْ قَالَ لَهُۥ رَبُّهُۥٓ أَسْلِمْ ۖ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ١٣١

كله چې هغه ته خپل رب وويل: حكم منونكى شه، هغه وويل: زه د رب العلمين حكم منونكى شوم

Zakaria Abulsalam

2:132
وَوَصَّىٰ بِهَآ إِبْرَٰهِـۧمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَـٰبَنِىَّ إِنَّ ٱللَّهَ ٱصْطَفَىٰ لَكُمُ ٱلدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ١٣٢

او ابراهيم خپلو زامنو ته د دې وصيت وكړ او يعقوب (هم، ويې ويل:) اى زما زامنو! بېشكه الله تاسو لپاره دا دين غوره كړى دى، نو بېخي مه مرئ مګر په داسې حال كې چې مسلمانان يئ

Zakaria Abulsalam

2:133
أَمْ كُنتُمْ شُهَدَآءَ إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ ٱلْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِنۢ بَعْدِى قَالُوا۟ نَعْبُدُ إِلَـٰهَكَ وَإِلَـٰهَ ءَابَآئِكَ إِبْرَٰهِـۧمَ وَإِسْمَـٰعِيلَ وَإِسْحَـٰقَ إِلَـٰهًا وَٰحِدًا وَنَحْنُ لَهُۥ مُسْلِمُونَ١٣٣

ايا تاسو هغه وخت موجود وئ چې يعقوب ته مرګ حاضر شو؟ كله چې هغه خپلو زامنو ته وويل: له ما نه بعد به د څه شي عبادت كوئ؟ هغوى وويل: مونږ به ستا د اِلٰه (معبود) او ستا د پلرونو ابراهيم، او اسمٰعيل او اسحٰق د اِلٰه عبادت كوو، د يو حق معبود، او مونږه (ټول) د هغه حكم منونكي يو

Zakaria Abulsalam

2:134
تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ ۖ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ ۖ وَلَا تُسْـَٔلُونَ عَمَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ١٣٤

دغه يوه ډله وه چې يقينًا تېره شوې ده، څه (عمل) چې هغوى كړى دى؛ هغه د هغوى لپاره دى او څه چې تاسو كړى دى؛ هغه تاسو لپاره دى، او له تاسو نه به د هغوى د عملونو په باره كې تپوس نه كېږي

Zakaria Abulsalam

2:135
وَقَالُوا۟ كُونُوا۟ هُودًا أَوْ نَصَـٰرَىٰ تَهْتَدُوا۟ ۗ قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَٰهِـۧمَ حَنِيفًا ۖ وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ١٣٥

او دوى ويل چې تاسو يهوديان شئ، يا نصرانيان، نو نېغه لار به ومومئ، ته (دوى ته) ووايه: (داسې نه ده) بلكې (مونږ) د ابراهيم د ملت (تابع كېږو) چې حنيف (توحيد والا) و او دى له مشركانو څخه نه و

Zakaria Abulsalam

2:136
قُولُوٓا۟ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَآ أُنزِلَ إِلَىٰٓ إِبْرَٰهِـۧمَ وَإِسْمَـٰعِيلَ وَإِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ وَٱلْأَسْبَاطِ وَمَآ أُوتِىَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَمَآ أُوتِىَ ٱلنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُۥ مُسْلِمُونَ١٣٦

تاسو ووايئ: مونږ پر الله ايمان راوړى دى او پر هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي، او پر هغه څه چې ابراهيم او اسمٰعيل او اسحٰق او يعقوب او (د هغوى) اولادې ته نازل كړى شوي دي، او (مونږ ايمان راوړى دى) پر هغه څه چې موسٰى او عيسٰى ته وركړى شوي دي، او پر هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) نبيانو ته وركړى شوي دي، مونږ په دوى كې د هېڅ يو په مينځ كې فرق نه كوو، او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي يو

Zakaria Abulsalam

2:137
فَإِنْ ءَامَنُوا۟ بِمِثْلِ مَآ ءَامَنتُم بِهِۦ فَقَدِ ٱهْتَدَوا۟ ۖ وَّإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنَّمَا هُمْ فِى شِقَاقٍ ۖ فَسَيَكْفِيكَهُمُ ٱللَّهُ ۚ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ١٣٧

نو كه دوى هغه شان ايمان راوړي څنګه چې تاسو پر دې (كتاب) ايمان راوړى دى، نو يقينًا دوى سمه لاره وموندله او كه مخ يې وګرځاوه، نو همدا خبره ده چې دوى په سخت مخالفت كې دي، نو ژر ده چې د دوى مقابلې ته به تا لپاره الله كافي شي او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

2:138
صِبْغَةَ ٱللَّهِ ۖ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ ٱللَّهِ صِبْغَةً ۖ وَنَحْنُ لَهُۥ عَـٰبِدُونَ١٣٨

(مونږ) د الله رنګ (قبول كړى دى) او له الله نه په رنګ كې څوك ډېر ښه دى! او مونږ خاص د هغهٔ عبادت كوونكي يو

Zakaria Abulsalam

2:139
قُلْ أَتُحَآجُّونَنَا فِى ٱللَّهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ وَلَنَآ أَعْمَـٰلُنَا وَلَكُمْ أَعْمَـٰلُكُمْ وَنَحْنُ لَهُۥ مُخْلِصُونَ١٣٩

ته (دوى ته) ووايه: ايا تاسو زمونږ سره د الله په باره كې جګړه كوئ؟ حال دا چې هغه زمونږ رب دى او ستاسو (هم) رب دى، زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او تاسو لپاره ستاسو عملونه دي اومونږ خاص د هغه لپاره اخلاص كوونكي يو

Zakaria Abulsalam

2:140
أَمْ تَقُولُونَ إِنَّ إِبْرَٰهِـۧمَ وَإِسْمَـٰعِيلَ وَإِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ وَٱلْأَسْبَاطَ كَانُوا۟ هُودًا أَوْ نَصَـٰرَىٰ ۗ قُلْ ءَأَنتُمْ أَعْلَمُ أَمِ ٱللَّهُ ۗ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَتَمَ شَهَـٰدَةً عِندَهُۥ مِنَ ٱللَّهِ ۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَـٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ١٤٠

ايا تاسو (دا) وايئ چې بېشكه ابراهيم او اسمٰعيل او اسحٰق او يعقوب او (د هغه) اولاده يهوديان، يا نصرانيان وو؟ ته (دوى ته) ووايه: ايا تاسو ډېر پوه يئ، يا كه الله؟ او له هغه كس نه زيات ظالم څوك دى چې هغه ګواهي پټوي چې له ده سره د الله له جانبه ده؟ او الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى

Zakaria Abulsalam

2:141
تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ ۖ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ ۖ وَلَا تُسْـَٔلُونَ عَمَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ١٤١

دغه يوه ډله ده چې يقينًا تېره شوې ده، څه (عمل) چې هغوى كړى دى؛ هغه د هغوى لپاره دى او څه (عمل) چې تاسو كړى دى؛ هغه تاسو لپاره دى او له تاسو نه به د هغوى د عملونو په باره كې تپوس نه كېږي

Zakaria Abulsalam

2:142
۞ سَيَقُولُ ٱلسُّفَهَآءُ مِنَ ٱلنَّاسِ مَا وَلَّىٰهُمْ عَن قِبْلَتِهِمُ ٱلَّتِى كَانُوا۟ عَلَيْهَا ۚ قُل لِّلَّهِ ٱلْمَشْرِقُ وَٱلْمَغْرِبُ ۚ يَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ١٤٢

له خلقو څخه بې وقوفان به ژر ووايي چې دوى له خپلې هغه قبلې نه څه شي واړول چې دوى پر هغې باندې وو؟ ته (ورته) ووایه: خاص د الله لپاره مشرق او مغرب دي، سمې (نېغې) لارې ته هدایت كوي چا ته چې يې وغواړي

Zakaria Abulsalam

2:143
وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَـٰكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا۟ شُهَدَآءَ عَلَى ٱلنَّاسِ وَيَكُونَ ٱلرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا ۗ وَمَا جَعَلْنَا ٱلْقِبْلَةَ ٱلَّتِى كُنتَ عَلَيْهَآ إِلَّا لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ ٱلرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ ۚ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى ٱلَّذِينَ هَدَى ٱللَّهُ ۗ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَـٰنَكُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِٱلنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ١٤٣

او همدارنګه مونږه تاسو غوره امت جوړ كړي یئ، د دې لپاره چې تاسو پر خلقو باندې شاهِدان (ګواهان) شئ، او رسول پر تاسو باندې ګواه شي او هغه قبله چې ته په هغې باندې وې؛ مونږ نه وه مقرر كړې مګر د دې لپاره چې مونږ هغه څوك معلوم (څرګند) كړو چې د رسول پیروي كوي له هغه چا نه چې پر خپلو پوندو باندې بېرته ګرځي، او یقینًا دا (خبره) ډېره درنه ده، مګر پر هغو كسانو چې الله ورته هدایت كړى دى (درنه نه ده) او الله كله هم داسې نه دى چې ستاسو ایمان (لمونځونه) ضايع كړي، یقینًا الله پر خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

2:144
قَدْ نَرَىٰ تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِى ٱلسَّمَآءِ ۖ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَىٰهَا ۚ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ ۚ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّوا۟ وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُۥ ۗ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ ۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَـٰفِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ١٤٤

یقینًا اسمان ته ستا د مخ ګرځېدل (اوړېدل) مونږ وینو، نو مونږ به تا خامخا د هغې قبلې په طرف وګرځوو چې ته يې خوښَوې، نو خپل مخ د مسجد حرام (كعبې) په طرف وګرځوه او تاسو چې په هر ځاى كې یئ، نو خپل مخونه د هغهٔ په طرف وګرځوئ، او بېشكه هغه كسان چه هغو ته كتاب وركړى شوى دى؛ هغوى خامخا پوهېږي چې یقینًا دا (د قبلې بدلول) د دوى د رب له جانبه حق دي، او الله له هغه څه نه چه دوى يې كوي كله هم غافل نه دى

Zakaria Abulsalam

2:145
وَلَئِنْ أَتَيْتَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ بِكُلِّ ءَايَةٍ مَّا تَبِعُوا۟ قِبْلَتَكَ ۚ وَمَآ أَنتَ بِتَابِعٍ قِبْلَتَهُمْ ۚ وَمَا بَعْضُهُم بِتَابِعٍ قِبْلَةَ بَعْضٍ ۚ وَلَئِنِ ٱتَّبَعْتَ أَهْوَآءَهُم مِّنۢ بَعْدِ مَا جَآءَكَ مِنَ ٱلْعِلْمِ ۙ إِنَّكَ إِذًا لَّمِنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ١٤٥

او یقینًا كه ته هغو كسانو ته چې ورته كتاب وركړى شوى دى، هره نښه (هر قسمه دلیل) راوړې ( بیا به هم) هغوى ستا د قبلې تابع نشي او ته (هم) د هغوى د قبلې تابع كېدونكى نه يې، او د دوى بعضې د بعضو نورو د قبلې تابع كېدونكي نه دي، او یقینًا له دې نه پس چې تا ته علم راغى، كه چېرې ته د هغوى د خواهشاتو تابع شوې (نو) یقینًا یقینًا ته به په دغه وخت كې له ظالمانو ځنې يې

Zakaria Abulsalam

2:146
ٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَـٰهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ يَعْرِفُونَهُۥ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَآءَهُمْ ۖ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ ٱلْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ١٤٦

هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى، هغوى دا (محمدﷺ، يا قرآن يا اسلام) پېژني لكه چې دوى خپل زامن پېژني، او یقینًا له دوى نه یوه ډله لازمًا حق پټوي، حال دا چې دوى پوهېږي

Zakaria Abulsalam

2:147
ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ ۖ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُمْتَرِينَ١٤٧

حق ستا د رب له جانبه دى، نو كله هم له شك كوونكو نه مه كېږه

Zakaria Abulsalam

2:148
وَلِكُلٍّ وِجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّيهَا ۖ فَٱسْتَبِقُوا۟ ٱلْخَيْرَٰتِ ۚ أَيْنَ مَا تَكُونُوا۟ يَأْتِ بِكُمُ ٱللَّهُ جَمِيعًا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ١٤٨

او د هر چا لپاره یو جانب دى چې دى هغه ته مخ ګرځوونكى دى، نو نېكیو ته له یو بل نه مخكې كېږئ، په هر ځاى كې چې تاسو یئ الله به تاسو (ټول) په جمع راولي، یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى

Zakaria Abulsalam

2:149
وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ ۖ وَإِنَّهُۥ لَلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ ۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَـٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ١٤٩

او له كوم ځاى نه چې ته وځې، نو خپل مخ د مسجد حرام په طرف وګرځوه، او یقینًا همدا ستا د رب له جانبه خامخا حق دي، او الله له هغه څه نه چې تاسو يې كوئ كله هم غافل نه دى

Zakaria Abulsalam

2:150
وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ ۚ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّوا۟ وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُۥ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَيْكُمْ حُجَّةٌ إِلَّا ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْهُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَٱخْشَوْنِى وَلِأُتِمَّ نِعْمَتِى عَلَيْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ١٥٠

او له كوم ځاى نه چې ته وځې، نو خپل مخ د مسجد حرام (قبلې) په طرف وګرځوه، او تاسو چې په هر ځاى كې یئ، نو خپل مخونه د هغه په طرف وګرځوئ، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په تاسو باندې څه حجت (او اعتراض) نه وي، مګر له دوى څخه هغه كسان چې ظلم يې كړى دى، نو له هغو نه مه وېرېږئ، او له ما نه وېرېږئ، او د دې لپاره چې زه خپل نعمتونه پر تاسو باندې پوره كړم او د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ

Zakaria Abulsalam

2:151
كَمَآ أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولًا مِّنكُمْ يَتْلُوا۟ عَلَيْكُمْ ءَايَـٰتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُم مَّا لَمْ تَكُونُوا۟ تَعْلَمُونَ١٥١

لكه چې مونږ په تاسو كې له هم تاسو نه رسول درلېږلى دى چې پر تاسو باندې زمونږ ایتونه تلاوت كوي، او تاسو پاكوي او تاسو ته كتاب او حكمت (سنت) ښَیي، او تاسو ته د هغه څه تعلیم دركوي چې تاسو پرې نه پوهېدلئ

Zakaria Abulsalam

2:152
فَٱذْكُرُونِىٓ أَذْكُرْكُمْ وَٱشْكُرُوا۟ لِى وَلَا تَكْفُرُونِ١٥٢

نو تاسو ما یادوئ زه به تاسو یاد كړم او زما شكر وباسئ او په ما باندې مه كافر كېږئ

Zakaria Abulsalam

2:153
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱسْتَعِينُوا۟ بِٱلصَّبْرِ وَٱلصَّلَوٰةِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلصَّـٰبِرِينَ١٥٣

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په صبر او لمانځه سره مدد غواړئ، یقینًا الله د صبر كوونكو ملګرى دى

Zakaria Abulsalam

2:154
وَلَا تَقُولُوا۟ لِمَن يُقْتَلُ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ أَمْوَٰتٌۢ ۚ بَلْ أَحْيَآءٌ وَلَـٰكِن لَّا تَشْعُرُونَ١٥٤

او تاسو هغه چا ته مړه مه وایئ چې د الله په لار كې ووژل شي بلكې (هغوى) ژوندي دي او لېكن تاسو (د هغوى په ژوند) نه پوهېږئ

Zakaria Abulsalam

2:155
وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَىْءٍ مِّنَ ٱلْخَوْفِ وَٱلْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ ٱلْأَمْوَٰلِ وَٱلْأَنفُسِ وَٱلثَّمَرَٰتِ ۗ وَبَشِّرِ ٱلصَّـٰبِرِينَ١٥٥

او خامخا مونږ به تاسو ضرور په یو شي سره له وېرې او له لوږې او د مالونو او ځانونو او مېوو په نقصان (كمي) سره ازمایو، او صبر كوونكو ته زېرى وركړه

Zakaria Abulsalam

2:156
ٱلَّذِينَ إِذَآ أَصَـٰبَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوٓا۟ إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّآ إِلَيْهِ رَٰجِعُونَ١٥٦

هغه كسان چې كله دوى ته څه مصیبت ورسي (نو) وايي: یقینًا مونږ د الله یو او بېشكه مونږ خاص هغه ته ورګرځېدونكي یو

Zakaria Abulsalam

2:157
أُو۟لَـٰٓئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَٰتٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُهْتَدُونَ١٥٧

دغه خلق، پر هم دوى باندې د خپل رب له جانبه عنایتونه دي او رحمت دى، او همدغه خلق هدایت موندونكي دي

Zakaria Abulsalam

2:158
۞ إِنَّ ٱلصَّفَا وَٱلْمَرْوَةَ مِن شَعَآئِرِ ٱللَّهِ ۖ فَمَنْ حَجَّ ٱلْبَيْتَ أَوِ ٱعْتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَن يَطَّوَّفَ بِهِمَا ۚ وَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ ٱللَّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ١٥٨

یقینًا صفا او مروه د الله له نښو څخه دي، نو هر څوك چې د بيت الله حج كوي، یا عمره كوي، نو په هغهٔ باندې هېڅ ګناه نشته چې د دې دواړو طواف وكړي، او هر څوك چې په خپله خوښه څه نېكي وكړي، نو الله شكر قبلوونكى، ښه عالم دى

Zakaria Abulsalam

2:159
إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَآ أَنزَلْنَا مِنَ ٱلْبَيِّنَـٰتِ وَٱلْهُدَىٰ مِنۢ بَعْدِ مَا بَيَّنَّـٰهُ لِلنَّاسِ فِى ٱلْكِتَـٰبِ ۙ أُو۟لَـٰٓئِكَ يَلْعَنُهُمُ ٱللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ ٱللَّـٰعِنُونَ١٥٩

یقینًا كوم خلق چې هغه څه پټوي چې مونږ نازل كړي دي، چې هدایت او ښكاره دلیلونه دي، له دې نه پس چې مونږ هغه په كتاب كې خلقو ته بیان كړي دي، دغه خلق (چې دي)، الله پر دوى لعنت كوي اولعنت ویونكي پر دوى لعنت وايي

Zakaria Abulsalam

2:160
إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُوا۟ وَأَصْلَحُوا۟ وَبَيَّنُوا۟ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ ۚ وَأَنَا ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ١٦٠

مګر هغه كسان چې توبه وباسي او (د ځان) اصلاح وكړي او (د حق) بیان وكړي، پس دغه كسان، زه د هغوى توبه قبلوم او زه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى یم

Zakaria Abulsalam