2. سورت البقرة – آیتونه 81–120
سورت البقرة د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
ولې نه! چا چې بدي وكړه او پر ده خپله ګناه راچاپېره شوه، نو همدغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه (اور) كې تل ترتله وي
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې ايمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، همدغه كسان د جنت والا دي، دوى به په هغه (جنت) كې تل ترتله وي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې مونږ د بني اسرائيلو (نه) پخه وعده واخيسته چې عبادت به يواځې او يواځې د الله كوئ، او له مور و پلار سره به ښېګړه كوئ او له خپلوانو او يتيمانو او مسكينانو سره (به هم ښېګړه كوئ) او خلقو ته ښايسته خبرې كوئ، او لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، بيا تاسو (له خپلې وعدې نه) وګرځېدئ مګر ډېر لږ كسان (ونه ګرځېدل) او تاسو مخ ګرځونكي يئ
— Zakaria Abulsalam
او كله چې مونږ ستاسو (نه) پخه وعده واخيسته چې خپلې وينې به نه تُويَوَئ او له خپلو كورونو نه به خپل ځانونه (يو بل) نه وباسئ، بيا تاسو اقرار وكړ، په دې حال كې چې تاسو ګواه يئ
— Zakaria Abulsalam
بيا هم تاسو هغه كسان يئ چې خپل ځانونه وژنئ، او خپله يوه ډله د هغوى له كورونو نه وباسئ، په ګناه او ظلم سره د هغوى په خلاف د يو بل مدد كوئ، او كه چېرې هغوى تاسو ته بنديان راشي، نو د هغوى (دخلاصون لپاره) فديه وركوئ، حال دا چې شان دا دى چې پر تاسو باندې د هغوى وېستل حرام دي، ايا نو د كتاب پر ځينې (حكمونو) ايمان راوړئ او پر ځينو يې كافر كېږئ؟ نو د دغه كس څه سزا ده چې په تاسو كې دا كار كوي مګر په دنيايي ژوند كې ښه رسوايي او د قيامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب ته ورګرځولى شي، او الله له هغه څه نه چې تاسو يې كوئ كله هم غافل نه دى
— Zakaria Abulsalam
دا هغه كسان دي چې دنيايي ژوند يې د اخرت په بدل كې اخيستى دى، نو نه به له دوى نه عذاب سپك (كم) كړى شي او نه به له دوى سره مرسته كېږي
— Zakaria Abulsalam
يقينًا يقينًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، او له هغه نه بعد مو پرله پسې رسولان لېږلي وو، او مونږه د مريمې زوى عيسٰى ته څرګندې نښې وركړې وې او مونږه هغه په پاك روح سره قوي كړى و، ايا نو كله چې به هم كوم رسول تاسو ته هغه (احكام) راوړل چې ستاسو نفسونو به نه خوښَوَل، تاسو به ډېره لويي وكړه؛ نو (د پېغمبرانو) يوه ډله مو دروغژنه وګڼله او بله ډله به تاسو وژله
— Zakaria Abulsalam
دوى ويل: زمونږ زړونه پرده بَند دي، (داسې نه ده) بلكې د دوى د كفر په سبب الله پر دوى لعنت كړى دى، نو هغه (خلق) چې ايمان راوړي ډېر لږ دي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى ته د الله له جانبه كتاب (قرآن) راغى چې د هغه څه تصدىق كوونكى دى چې له دوى سره دي، او له دې نه مخكې به دوى پر هغو خلقو باندې چې كافر شوي دي، فتح غوښتله، نو كله چې دوى ته هغه (رسول، كتاب) راغى چې دوى پېژنده، نو په هغه باندې كافر شول، نو په كافرانو باندې د الله لعنت دى
— Zakaria Abulsalam
بد دى هغه شى چې دوى د هغه په بدل كې خپل ځانونه خرڅ كړل، چې په هغه څه باندې كافر شول چې الله نازل كړى دى، د دې كينې (او حسد) له وجې چې (ولې) الله خپل فضل په خپلو بنده ګانو كې پر هغه چا نازلوي چې يې غواړي، نو راوګرځېدل (اخته شول) په يو غضب له پاسه د بل غضب، او د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى ته وويل شي: ايمان راوړئ پر هغه (كتاب) چې الله نازل كړى دى، نو دوى وايي: مونږ پر هغه (كتاب) ايمان راوړو چې پر مونږ باندې نازل كړى شوى دى، او چې له هغه (كتاب) نه علاوه دي؛ په هغو (كتابونو) باندې كافر كېږي، حال دا چې هم دغه (قرآن) حق دى، د هغه (كتاب) تصدىق كوونكى دى چې له دوى سره دى، ته (ورته) ووايه چې تاسو پخوا (له دې نه) د الله نبيان ولې وژل؟ كه تاسو مومنان وئ
— Zakaria Abulsalam
او يقينًا يقينًا تاسو ته موسٰى څرګند دليلونه راوړي وو، بيا له هغه نه بعد تاسو سخى (معبود) وګرځاوه او تاسو ظالمان يئ
— Zakaria Abulsalam
او كله چې مونږه ستاسو (نه) پخه وعده واخيسته او مونږه طُور (غر) ستاسو له پاسه راپورته كړ (مونږ وويل:) څه چې مونږ تاسو ته دركړي دي هغه په قوت سره ونيسئ او واورئ، دوى وويل: مونږ اَورېدلي دي او مونږ نافرماني كړې ده او د دوى د كفر په سبب د دوى په زړونو كې د سخي (مينه) ورڅښول شوې وه، ته (ورته) ووايه: هغه شى بد دى چې ستاسو ايمان تاسو ته د هغه حكم دركوي، كه تاسو مومنان يئ
— Zakaria Abulsalam
ته (ورته) ووايه: كه د الله په نيز د اخرت كور له نورو خلقو نه په غير، يواځې هم ستاسو لپاره وي، نو(بيا خو) د مرګ ارزو وكړئ كه تاسو رښتوني يئ
— Zakaria Abulsalam
او دوى به كله هم د هغه ارزو و نه كړي هېڅكله، په سبب د هغو (عملونو) چې د دوى لاسونو وړاندې لېږلي دي او الله په ظالمانو باندې ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
او خامخا ته به له ټولو خلقو نه زيات په ژوند پسې حرصناك هم دوى مومې، او تر دې چې له مشركانو نه هم(زيات حرصناك)، د دوى (د يهوديانو) هر يو كس دا ارزو كوي چې ارمان! كه زر كاله عمر وركړى شي، او نه دى هغه خَلاصَوُنكى ده لره له عذاب نه، دا چې(دومره) عمر وركړى شي، او الله هغه څه لره ښه ليدونكى دى چې دوى يې كوي
— Zakaria Abulsalam
ووايه: هر څوك چې د جبريل دښمن دى، نو يقينًا هغه دا (قرآن) د الله په حكم سره ستا پر زړه نازل كړى دى، چې د هغو (كتابونو) تصدىق كوونكى دى، چې له ده نه مخكې دي، او د مومنانو لپاره هدايت او زېرى دى
— Zakaria Abulsalam
هر څوك چې د الله دښمن دى او د هغه د ملايكو او د هغه د رسولانو او د جبرىل او د ميكائيل، نو يقينًا الله د كافرانو دښمن دى
— Zakaria Abulsalam
او يقينًا په تحقيق سره مونږ ستا په طرف روښانه ايتونه نازل كړي دي او په هغو باندې يواځې او يواځې فاسقان (بدكاران) كافر كېږي
— Zakaria Abulsalam
ايا هر كله چې دوى به وعده وكړه، كومه وعده، نو په دوى كې يوې ډلې به هغه وغورځوله، بلكې د دوى اكثره خلق ايمان نه راوړي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى ته د الله له جانب نه رسول راغى، چې تصدىق كوونكى دى د هغه څه چې له دوى سره دي، نو له هغو كسانو نه چې كتاب (تورات) ورته وركړى شوى و (اهل كتاب وو) يوې ډلې د الله كتاب د خپلو شاګانو وروسته (داسې) وغورځاوه، ګوياكې دوى نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
او دوى د هغه څه تابع شول چې د سليمان په بادشاهت كې شيطانانو لوستل، او سليمان كفر نه و كړى او لېكن شيطانان كافر شوي وو، خلقو ته به يې جادو (سحر) ښوده او (دوى تابع شول) د هغه څه چې په بابل ښار كې په دوه ملايكو هاروت او ماروت نازل كړى شوى و او دغو دواړو به هيچا ته ښودنه نه كوله، مګر چې ويل به يې: اصل خبره دا ده چې مونږ يَوْ ازمېښت يو، نو ته مه كافر كېږه، نو هغوى به له دغو دواړو نه هغه څه زده كول چې په هغه سره به يې د سړي او د هغه د ښځې په مينځ كې جدايي راوستله، او په دې (جادو) سره دوى هيچا ته هم ضرر نه شو رسولى مګر د الله په حكم سره، او دوى به هغه څه زده كول چې دوى ته به يې ضرر رساوه او فايده به يې ورته نه رسوله او يقينًا يقينًا دوى په دې پوه وو چې چا دا (سحر) واخيسته، نو د هغه لپاره په اخرت (جنت) كې هېڅ برخه نشته، او يقينًا بد دى هغه څيز چې د هغه په بدل كې دوى خپل ځانونه خرڅ كړل، كه چېرې دوى پوهېدلى
— Zakaria Abulsalam
او كه يقينًا دوى ايمان راوړى وى او پرهېزګاره شوي وى، نو خامخا د الله له جانبه بدله ډېره ښه ده، كه دوى پوهېدلى
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو’رَاعِنَا‘ (لفظ) مه وايئ او ’اُنْظُرْنَا‘ (مونږ ته وګوره) وايئ او (خبره) اورئ او د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
دا خبره نه هغه كسان خوښوي چې په اهل كتابو كې كافر شوي دي او نه يې مشركان، چې ستاسو د رب له جانبه پر تاسو څه خير نازل كړى شي، او الله په خپل رحمت سره خاص كوي هغه څوك چې يې وغواړي، او الله د عظيم فضل خاوند دى
— Zakaria Abulsalam
مونږ چې كوم ايت منسوخ كوو، يا يې (د مومنانو له زړونو نه) هيرَوُو، نو له هغه نه غوره، يا د هغه په شان راوړو، ايا ته پوه نه يې چې يقينًا الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
ايا ته پوه نه يې چې يقينًا الله چې دى، د اسمانونو او ځمكې بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، او تاسو لپاره له الله نه غير (بل) هېڅ كارساز نشته او نه مددګار
— Zakaria Abulsalam
ايا تاسو اراده لرئ چې له خپل رسول نه (داسې) سوال وكړئ لكه څنګه چې له دې نه مخكې له موسٰى نه سوال شوى و؟ او هغه څوك چې د ايمان په بدل كې كفر واخلي، نو يقينًا هغه له سمې لارې نه بې لارې شو
— Zakaria Abulsalam
په اهل كتابو كې ډېر خلق د خپلو نفسونو د حسد په وجه، د حق له واضحه كېدو نه بعد (هم)، دا ارزو لري چې له ايمان راوړو نه پس تاسو بيا كافران كړي، نو (لا دوى ته) معافي كوئ او مخ ترې واړوئ، تر هغې چې الله خپل حكم راوړي، بېشكه الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
— Zakaria Abulsalam
او تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، او هر هغه خير (نېكي) چې تاسو يې د خپلو ځانونو لپاره مخكې لېږئ، هغه به له الله سره ومومئ، بېشكه الله هغه عمل لره ښه ليدونكى دى چې تاسو يې كوئ
— Zakaria Abulsalam
او دوى (اهل كتاب) وايي: جنت ته به هيڅكله هم (څوك) داخل نشي، مګر هغه څوك چې يهودي وي، يا نصراني، دا د دوى (باطلې) ارزوګانې دي، ته (ورته) ووايه: (په دې دعوا) خپل دليل راوړئ، كه تاسو رښتوني يئ
— Zakaria Abulsalam
ولې نه! چا چې خپل مخ د الله تابع كړو او نېكي كوونكى و، نو د هغه لپاره د خپل رب په نيز اجر دى، او په دوى باندې نه هېڅ وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي
— Zakaria Abulsalam
او يهوديانو ويل: نصرانيان (د دين) په هېڅ څيز باندې (قايم) نه دي او نصرانيانو ويل: يهوديان (د دين) په هېڅ څيز باندې (ولاړ) نه دي، حال دا چې دوى كتاب لولي، همدارنګه، د دوى د خبرې په شان خبره هغو كسانو هم كړې وه چې بې علمه وو، نو الله به د قيامت په ورځ د دوى په مينځ كې د هغو خبرو په هكله فيصله كوي چې دوى به په كې اختلاف كاوه
— Zakaria Abulsalam
او له هغه كس نه بل زيات ظالم څوك دى چې د الله جوماتونه بندوي (له دې خبرې نه) چې په دغو (جوماتونو) كې د هغه (الله) نوم ياد كړى شي او د دغو (جوماتونو) په ورانولو كې كوشش كوي، دغه كسان چې دي، دوى ته دا حق نشته چې دې (جوماتونو) ته ننوځي مګر دا چې وېرېدونكي وي، د دوى لپاره په دنيا كې رسوايي ده او د دوى لپاره په اخرت كې ډېر لوى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
او خاص د الله لپاره مشرق او مغرب دى، نو كوم طرف ته چې تاسو مخ كوئ، نو هلته د الله مخ دى، بېشكه الله ډېر فراخۍ والا، ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
او هغوى وويل: الله (د ځان لپاره) اولاد نيولى دى، (داسې نه ده) هغه (له دې خبرو نه) پاك دى، بلكې څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، هغه (ټول) خاص د هغه لپاره دي، ټول د هغه حكم منونكي دي
— Zakaria Abulsalam
بې له نمونې پيدا كوونكى د اسمانونو او ځمكې دى، او كله چې د كوم كار فيصله وكړي، نو همدا خبره ده چې هغه ته ووايي: ’’وشه‘‘ نو هغه وشي
— Zakaria Abulsalam
او وويل هغو كسانو چې (په هېڅ) نه پوهېږي: زمونږ سره الله ولې خبرې نه كوي، يا مونږ ته ولې كومه نښه نه راځي؟ همدارنګه د دوى د خبرې په شان خبره هغو كسانو (هم) كړې وه؛ چې له دوى نه مخكې وو، د دوى زړونه له يو بل سره مشابه (يو شان) شوي دي، يقينًا مونږ د هغو خلقو لپاره ايتونه بيان كړي دي چې يقين كوي
— Zakaria Abulsalam
يقينًا (اى نبي!) ته مونږه په حقه سره زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې، او د دوزخيانو په باره كې به له تا نه تپوس نه كېږي
— Zakaria Abulsalam
او له تا نه خو به هېڅكله نه يهوديان راضي شى، او نه نصرانيان، تر دې چې ته د دوى د دين پيروي وكړې، ته ووايه: بېشكه د الله هدايت، هُم هغه (اصل) هدايت دى، او يقينًا كه تا، له دې نه پس چې تا ته علم راغى، د هغوى د خواهشاتو پيروي وكړه، (نو) تا لره د الله (له عذاب) نه (خلاصوونكى) نه څوك دوست شته او نه كوم مددګار
— Zakaria Abulsalam