QuranPilotQuranPilot
الْبَقَرَةُ

2. سورت البقرة

سورت البقرة د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful

2:1
الٓمٓ١

الف، لام، ميم

Zakaria Abulsalam

2:2
ذَٰلِكَ ٱلْكِتَـٰبُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ٢

دا (عظيم) كتاب دى، په ده كې هېڅ شك نشته، د پرهېزګارانو لپاره هدايت دى

Zakaria Abulsalam

2:3
ٱلَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِٱلْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَمِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ يُنفِقُونَ٣

هغه خلق چې پر غيبو ايمان راوړي او لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه څه حصه خرچ كوي؛ چې مونږ هغوى ته وركړى دى

Zakaria Abulsalam

2:4
وَٱلَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ٤

او هغه خلق چې ايمان راوړي پر هغه (كتاب) چې تا ته نازل كړى شوى دى او پر هغو (كتابونو) چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، او پر اخرت همدوى يقين لري

Zakaria Abulsalam

2:5
أُو۟لَـٰٓئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ٥

دغه خلق د خپل رب له طرفه په راغلي هدايت باندې دي او همدغه خلق پوره كامياب دي

Zakaria Abulsalam

2:6
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ سَوَآءٌ عَلَيْهِمْ ءَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ٦

بېشكه هغه (خاص) كسان چې كافر شوي دي؛ دوى ته يو شان ده كه ته دوى ووېروې يا ته دوى ونه وېروې، دوى ايمان نه راوړي

Zakaria Abulsalam

2:7
خَتَمَ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَعَلَىٰ سَمْعِهِمْ ۖ وَعَلَىٰٓ أَبْصَـٰرِهِمْ غِشَـٰوَةٌ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ٧

الله د هغوى پر زړونو او د هغوى پر غوږونو مهر لګولى دى، او د هغوى پر سترګو (يوه خاصه) پرده ده، او د هغوى لپاره ډېر لوى عذاب دى

Zakaria Abulsalam

2:8
وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَقُولُ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَبِٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ٨

او په خلقو كې ځېنې هغه څوك دي چې وايي: مونږ پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان راوړى دى، حال دا چې دوى له سَره مومنان نه دي

Zakaria Abulsalam

2:9
يُخَـٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ٩

دوى له الله سره دوكه كوي، او له هغو خلقو سره چې ايمان يې راوړى دى، حال دا چې دوى يواځې له هم خپلو ځانونو سره دوكه كوي، او شعور نه لري

Zakaria Abulsalam

2:10
فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ ٱللَّهُ مَرَضًا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌۢ بِمَا كَانُوا۟ يَكْذِبُونَ١٠

د دوى په زړونو كې بېماري ده، نو الله دوى ته بېماري ورزياته كړه، او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى؛ په دې سبب چې دوى به همېشه دروغ ويل

Zakaria Abulsalam

2:11
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ قَالُوٓا۟ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ١١

او كله چې دوى ته وويل شي چې په ځمكه كې فساد مه كوئ، دوى وايي: يقينًا همدا خبره ده چې مونږ خو بس اصلاح كوونكي يو

Zakaria Abulsalam

2:12
أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ ٱلْمُفْسِدُونَ وَلَـٰكِن لَّا يَشْعُرُونَ١٢

خبردار! بېشكه همدوى فساد كوونكي دي، او لېكن دوى شعور نه لري

Zakaria Abulsalam

2:13
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ ءَامِنُوا۟ كَمَآ ءَامَنَ ٱلنَّاسُ قَالُوٓا۟ أَنُؤْمِنُ كَمَآ ءَامَنَ ٱلسُّفَهَآءُ ۗ أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ ٱلسُّفَهَآءُ وَلَـٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ١٣

او كله چې دوى ته وويل شي: تاسو ايمان راوړئ، لكه څنګه چې خلقو (صحابه وو) ايمان راوړى دى، نو دوى وايي: ايا مونږ ايمان راوړو، لكه څنګه چې بې وقوفو (كم عقلو) ايمان راوړى دى؟ خبردار! يقينًا همدوى بې وقوفه دي، او لېكن دوى نه پوهېږي

Zakaria Abulsalam

2:14
وَإِذَا لَقُوا۟ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوْا۟ إِلَىٰ شَيَـٰطِينِهِمْ قَالُوٓا۟ إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِءُونَ١٤

او كله چې دوى له مومنانو سره ملاقات وكړي، نو وايي چې مونږ ايمان راوړى دى، او كله چې له خپلو شيطانانو (مشرانو) سره يواځې شي، نو (بيا) وايي: په رښتيا خو مونږ له تاسو سره يو، خبره همدا ده چې مونږ خو بس استهزا (خندا) كوونكي يو

Zakaria Abulsalam

2:15
ٱللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِى طُغْيَـٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ١٥

الله په دوى پورې استهزا كوي او دوى ته په خپلې سركشۍ كې ترقي وركوي، په داسې حال كې چې دوى حيران سرګردان ګرځي

Zakaria Abulsalam

2:16
أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ٱشْتَرَوُا۟ ٱلضَّلَـٰلَةَ بِٱلْهُدَىٰ فَمَا رَبِحَت تِّجَـٰرَتُهُمْ وَمَا كَانُوا۟ مُهْتَدِينَ١٦

دا هغه خلق دي چا چې د نېغې لارې په بدل كې ګمراهي اخيستې ده، نو د دوى سوداګرۍ هېڅ ګټه ونه كړه او دوى نېغه لار موندونكي نه وو،

Zakaria Abulsalam

2:17
مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ ٱلَّذِى ٱسْتَوْقَدَ نَارًا فَلَمَّآ أَضَآءَتْ مَا حَوْلَهُۥ ذَهَبَ ٱللَّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِى ظُلُمَـٰتٍ لَّا يُبْصِرُونَ١٧

د دوى مثال د هغه كس په شان دى چې اور يې بل كړ، نو كله چې دغه (اور) د هغه ګېرچاپېره (ځايونه) روښانه كړل، نو الله د هغوى رڼا ختمه كړه، او هغوى يې په تيارو كې پرېښودل، داسې چې نه ويني

Zakaria Abulsalam

2:18
صُمٌّۢ بُكْمٌ عُمْىٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ١٨

(دوى) كاڼه دي، ګونګيان دي، ړانده دي، نو دوى نه راګرځي

Zakaria Abulsalam

2:19
أَوْ كَصَيِّبٍ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ فِيهِ ظُلُمَـٰتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصَـٰبِعَهُمْ فِىٓ ءَاذَانِهِم مِّنَ ٱلصَّوَٰعِقِ حَذَرَ ٱلْمَوْتِ ۚ وَٱللَّهُ مُحِيطٌۢ بِٱلْكَـٰفِرِينَ١٩

يا (مثال د دوى) له اسمان نه د ورېدونكي تېز باران په شان دى، چې په هغه كې تيارې او ګړزارى او برېښنا وي، دوى د تندرونو په وجه د مرګ له وېرې نه خپلې ګوتې په خپلو غوږونو كې نَنَباسي، او الله كافرانو لره راګېروونكى دى

Zakaria Abulsalam

2:20
يَكَادُ ٱلْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصَـٰرَهُمْ ۖ كُلَّمَآ أَضَآءَ لَهُم مَّشَوْا۟ فِيهِ وَإِذَآ أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُوا۟ ۚ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصَـٰرِهِمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ٢٠

نژدې ده چې برېښنا د دوى نَظَرونه وتښتوي، كله هم چې هغه د دوى لپاره رڼا كوي، نو دوى په هغې (رڼا) كې مزل كوي او كله چې پر دوى تياره شي، نو ودرېږي، او كه الله غوښتلى، نو خامخا به يې د دوى اَورېدل او د دوى نظرونه ختم كړي وى، بېشكه الله پر هر شي باندې ښه قادر دى

Zakaria Abulsalam

2:21
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱعْبُدُوا۟ رَبَّكُمُ ٱلَّذِى خَلَقَكُمْ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ٢١

اى خلقو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه چې تاسو يې پيدا كړي يئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ

Zakaria Abulsalam

2:22
ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ فِرَٰشًا وَٱلسَّمَآءَ بِنَآءً وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَخْرَجَ بِهِۦ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۖ فَلَا تَجْعَلُوا۟ لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ٢٢

هغه (رب) چې ستاسو لپاره يې ځمكه فرش او اسمان چت جوړ كړى دى او له بره نه يې اوبه نازلې كړي دي، بيا يې په دغو سره له مېوو نه ستاسو لپاره رزق راوېستلى دى، نو له الله سره هېڅ قسمه شريكان مه جوړوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ

Zakaria Abulsalam

2:23
وَإِن كُنتُمْ فِى رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا۟ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِۦ وَٱدْعُوا۟ شُهَدَآءَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ٢٣

او كه تاسو د هغه (قرآن) په هكله په كوم شك كې يئ چې مونږ پر خپل بنده نازل كړى دى، نو د ده غوندې يو وړوكى سورت راوړئ، او له الله نه سِوا خپل مددګاران راوغواړئ، كه تاسو رښتوني يئ

Zakaria Abulsalam

2:24
فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا۟ وَلَن تَفْعَلُوا۟ فَٱتَّقُوا۟ ٱلنَّارَ ٱلَّتِى وَقُودُهَا ٱلنَّاسُ وَٱلْحِجَارَةُ ۖ أُعِدَّتْ لِلْكَـٰفِرِينَ٢٤

نو كه تاسو(دا كار) ونه كړ او كله به يې هم ونه كړى شئ، نو له هغه اور نه ځان بچ كړئ چې خشاك يې انسانان او كاڼي دي، د كافرانو لپاره تيار كړى شوى دى

Zakaria Abulsalam

2:25
وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّـٰلِحَـٰتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّـٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ ۖ كُلَّمَا رُزِقُوا۟ مِنْهَا مِن ثَمَرَةٍ رِّزْقًا ۙ قَالُوا۟ هَـٰذَا ٱلَّذِى رُزِقْنَا مِن قَبْلُ ۖ وَأُتُوا۟ بِهِۦ مُتَشَـٰبِهًا ۖ وَلَهُمْ فِيهَآ أَزْوَٰجٌ مُّطَهَّرَةٌ ۖ وَهُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ٢٥

او زېرى وركړه هغو كسانو ته چې ايمان يې راوړى دى او نېك عمل يې كړى دى، چې يقينًا د دوى لپاره (داسې) جنتونه دي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، هر ځلې چې دوى ته له هغو (جنتونو) نه څه مېوه د خوراك لپاره وركړى شي، نو دوى به وايي: دا خو هماغه ده چې مونږ ته مخكې راكړى شوې وه، او دوى ته به هغه يو له بله مُشابه (يو شانته) وركول كېږي، او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې ډېرې پاكې بيبيانې (ښځې) دي، او دوى به په دغو كې همېشه وي

Zakaria Abulsalam

2:26
۞ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَسْتَحْىِۦٓ أَن يَضْرِبَ مَثَلًا مَّا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا ۚ فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ ۖ وَأَمَّا ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَيَقُولُونَ مَاذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِهَـٰذَا مَثَلًا ۘ يُضِلُّ بِهِۦ كَثِيرًا وَيَهْدِى بِهِۦ كَثِيرًا ۚ وَمَا يُضِلُّ بِهِۦٓ إِلَّا ٱلْفَـٰسِقِينَ٢٦

بېشكه الله د هېڅ مثال په بيانولو نه شرمېږي، د ماشي وي، يا كه له ده نه د زيات (شي) وي، نو هر چې هغه خلق دي چې ايمان يې راوړى دى، نو هغوى پوهېږي چې يقينًا دا د هغوى د رب له طرف نه حق (مثال) دى، او پاتې شو هغه خلق چې كفر يې كړى دى، نو هغوى وايي: الله په دې مثال وركولو سره څه اراده كړې ده؟ (نو) هغه (الله) په دې سره ډېر خلق ګمراه كوي او ډېرو ته په دې سره هدايت وركوي او نه ګمراه كوي په دې سره مګر فاسقان

Zakaria Abulsalam

2:27
ٱلَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ ٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ مِيثَـٰقِهِۦ وَيَقْطَعُونَ مَآ أَمَرَ ٱللَّهُ بِهِۦٓ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ٢٧

هغه خلق چې د الله (سره كړى) لوظ ماتوي وروسته د هغه (لوظ) له مضبوطولو (او پخلي) نه او پرېكوي هغه څه چې الله يې د پيوست ساتلو حكم كړى دى، او په ځمكه كې ورانى كوي، همدغه خلق تاوانيان دي

Zakaria Abulsalam

2:28
كَيْفَ تَكْفُرُونَ بِٱللَّهِ وَكُنتُمْ أَمْوَٰتًا فَأَحْيَـٰكُمْ ۖ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ٢٨

څنګه تاسو له الله نه منكرېږئ، حال دا چې تاسو نِشت وئ، نو هغه تاسو راژوندي كړئ، بيا به هغه تاسو مړه كوي، بيا به تاسو راژوندي كوي، بيا به خاص د هغه په طرف ستنولى شئ

Zakaria Abulsalam

2:29
هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ لَكُم مَّا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ ٱسْتَوَىٰٓ إِلَى ٱلسَّمَآءِ فَسَوَّىٰهُنَّ سَبْعَ سَمَـٰوَٰتٍ ۚ وَهُوَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ٢٩

همدى هغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې هغه ټول څه پيدا كړل چې په ځمكه كې دي، بيا يې پورته قصد وكړ، نو هغه يې ښه برابر اوه اسمانونه جوړ كړل، او هغه پر هر شي ښه عالم دى

Zakaria Abulsalam

2:30
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَـٰٓئِكَةِ إِنِّى جَاعِلٌ فِى ٱلْأَرْضِ خَلِيفَةً ۖ قَالُوٓا۟ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ ٱلدِّمَآءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ۖ قَالَ إِنِّىٓ أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ٣٠

او كله چې ستا رب ملايكو ته وويل: بې شكه زه په ځمكه كې يو خليفه پيدا كوونكى يم، هغوى وويل: ايا ته په هغې كې داسې څوك پيدا كوې چې په هغې كې به ورانى كوي او وينې به تُويَوي؟ حال دا چې مونږ ستا له ستايلو سره تسبيح وايو او ستا پاكوالى بيانوو، (الله) وويل: يقينًا زه پوهېږم پر هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ

Zakaria Abulsalam

2:31
وَعَلَّمَ ءَادَمَ ٱلْأَسْمَآءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ فَقَالَ أَنۢبِـُٔونِى بِأَسْمَآءِ هَـٰٓؤُلَآءِ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ٣١

او ادم ته يې ټول نومونه وښودل، بيا يې هغه ملايكو ته وړاندې كړل، نو ويې ويل: ما د دوى په نومونو خبر كړئ كه تاسو (په خپله خبره كې) رښتوني يئ

Zakaria Abulsalam

2:32
قَالُوا۟ سُبْحَـٰنَكَ لَا عِلْمَ لَنَآ إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَآ ۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْحَكِيمُ٣٢

هغوى وويل : ته پاك يې، مونږ ته هېڅ علم نشته سِوا له هغه نه چې تا مونږ ته راښودلى دى، بېشكه، خاص ته، ښه عالم، ښه حكمت والا يې

Zakaria Abulsalam

2:33
قَالَ يَـٰٓـَٔادَمُ أَنۢبِئْهُم بِأَسْمَآئِهِمْ ۖ فَلَمَّآ أَنۢبَأَهُم بِأَسْمَآئِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّىٓ أَعْلَمُ غَيْبَ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ٣٣

(الله) وويل: اى ادمه! دوى د هغو (څيزونو) پر نومونو خبر كړه، نو كله چې يې دوى د هغو پر نومونو خبر كړل، (الله) وويل: ايا ما تاسو ته نه و ويلي چې بېشكه زه د اسمانونو او ځمكې پر غيبو (پټو څيزونو) پوهېږم، او پوهېږم پر هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او پر هغه څه چې تاسو پټول

Zakaria Abulsalam

2:34
وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَـٰٓئِكَةِ ٱسْجُدُوا۟ لِـَٔادَمَ فَسَجَدُوٓا۟ إِلَّآ إِبْلِيسَ أَبَىٰ وَٱسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ ٱلْكَـٰفِرِينَ٣٤

او كله چه مونږ ملايكو ته وويل: ادم ته سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه خو ابليس نه، هغه انكار وكړ او تكبر يې وكړ، او هغه و له كافرانو نه

Zakaria Abulsalam

2:35
وَقُلْنَا يَـٰٓـَٔادَمُ ٱسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ ٱلْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَـٰذِهِ ٱلشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ ٱلظَّـٰلِمِينَ٣٥

او مونږ وويل: اى ادمه! اوسېږه ته او ستا ښځه په جنت كې، او دواړه له هغه (د جنت له مېوو) نه پرېمانه (په مزې سره) خوراك كوئ كوم ځاى چې مو خوښه وي، او تاسو دواړه دې ونې ته مه نژدې كېږئ، ګنې تاسو به له ظالمانو نه شئ

Zakaria Abulsalam

2:36
فَأَزَلَّهُمَا ٱلشَّيْطَـٰنُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ ۖ وَقُلْنَا ٱهْبِطُوا۟ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۖ وَلَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَـٰعٌ إِلَىٰ حِينٍ٣٦

پس شيطان دوى دواړه د دغې (ونې) په سبب، وښُويَوَل، نو له هغه (ځاى) نه يې راووېستل چې دوى په كې وو، او مونږ وويل: تاسو ټول كوز شئ، ستاسو ځينې به د ځينو نورو لپاره دښمنان وي، او ستاسو لپاره په ځمكه كې تر يو وخته پورې استوګنه او فايده اخيستل دي

Zakaria Abulsalam

2:37
فَتَلَقَّىٰٓ ءَادَمُ مِن رَّبِّهِۦ كَلِمَـٰتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ٣٧

نو ادم له خپل رب نه څو كلمې زده كړې، نو د هغه توبه يې قبوله كړه، بېشكه هم هغه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

2:38
قُلْنَا ٱهْبِطُوا۟ مِنْهَا جَمِيعًا ۖ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّى هُدًى فَمَن تَبِعَ هُدَاىَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ٣٨

مونږ وويل: تاسو ټول له دې(جنت) نه كوز شئ، نو كه زما له طرف نه تاسو ته كوم هدايت راغى، نو چا چې زما د هدايت پىروي وكړه، نو پر هغوى باندې نه هېڅ وېره شته او نه به هغوى غمژن كېږي

Zakaria Abulsalam

2:39
وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَآ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَـٰلِدُونَ٣٩

او هغه خلق چې كفر يې كړى دى او زمونږ ايتونه يې دروغ ګڼلي دي، همدغه كسان د (دوزخ د) اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي

Zakaria Abulsalam

2:40
يَـٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتِىَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا۟ بِعَهْدِىٓ أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّـٰىَ فَٱرْهَبُونِ٤٠

اى بني اسرائيلو! زما هغه نعمتونه ياد كړئ چې ما پر تاسو باندې پېرزو كړي دي او زما لوظ پوره كړئ، زه به ستاسو لوظ پوره كړم، او خاص له ما نه وېرېږئ

Zakaria Abulsalam