QuranPilotQuranPilot
الْبَقَرَةُ

2. سورت البقرة – آیتونه 41–80

سورت البقرة د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

2:41
وَءَامِنُوا۟ بِمَآ أَنزَلْتُ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُونُوٓا۟ أَوَّلَ كَافِرٍۭ بِهِۦ ۖ وَلَا تَشْتَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِى ثَمَنًا قَلِيلًا وَإِيَّـٰىَ فَٱتَّقُونِ٤١

او تاسو ايمان راوړئ پر هغه (كتاب) چې ما نازل كړى دى، چې د هغه (كتاب) تصدىق كوونكى دى چې له تاسو سره دى، او په ده سره اول كفر كوونكي مه جوړېږئ، او زما په ايتونو سره لږ قيمت مه اخلئ او خاص له ما نه وېرېږئ

Zakaria Abulsalam

2:42
وَلَا تَلْبِسُوا۟ ٱلْحَقَّ بِٱلْبَـٰطِلِ وَتَكْتُمُوا۟ ٱلْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ٤٢

او تاسو حق له باطل سره مه ګډوئ، او حق مه پټوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ

Zakaria Abulsalam

2:43
وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱرْكَعُوا۟ مَعَ ٱلرَّٰكِعِينَ٤٣

او تاسو لمونځ قايموئ او زكات وركوئ او له ركوع كوونكو سره ركوع كوئ

Zakaria Abulsalam

2:44
۞ أَتَأْمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ ٱلْكِتَـٰبَ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ٤٤

ايا تاسو (نورو) خلقو ته د نېكۍ حكم كوئ او خپل ځانونه هېروئ، سره له دې چې تاسو كتاب لولئ، ايا نو تاسو عقل نه لرئ؟

Zakaria Abulsalam

2:45
وَٱسْتَعِينُوا۟ بِٱلصَّبْرِ وَٱلصَّلَوٰةِ ۚ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى ٱلْخَـٰشِعِينَ٤٥

او په صبر او لمانځه سره مدد غواړئ او بېشكه چې يقينًا دا (كار) ډېر ګران دى مګر پر عاجزي كوونكو باندې (نه دى)

Zakaria Abulsalam

2:46
ٱلَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَـٰقُوا۟ رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَٰجِعُونَ٤٦

هغه كسان چې يقين كوي چې بېشكه دوى له خپل رب سره ملاقات كوونكي دي او دا چې بېشكه دوى خاص د هغه په طرف واپس ورتلونكي دي

Zakaria Abulsalam

2:47
يَـٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتِىَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّى فَضَّلْتُكُمْ عَلَى ٱلْعَـٰلَمِينَ٤٧

اى بني اسرائيلو! زما هغه نعمتونه ياد كړئ چې ما پر تاسو باندې انعام كړي دي او دا چې يقينًا هم مَا تاسو پر عالَمونو باندې غوره كړي وئ

Zakaria Abulsalam

2:48
وَٱتَّقُوا۟ يَوْمًا لَّا تَجْزِى نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْـًٔا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَـٰعَةٌ وَلَا يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ٤٨

او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ يو نفس به د بل نفس هېڅ په كار نه راځي او نه به له هغه نه څه سفارش قبلېږي او نه به له هغه نه څه (مالي) بدله اخيستل كېږي او نه به له هغوى سره مدد كېږي

Zakaria Abulsalam

2:49
وَإِذْ نَجَّيْنَـٰكُم مِّنْ ءَالِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَآءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَآءَكُمْ ۚ وَفِى ذَٰلِكُم بَلَآءٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ٤٩

او كله چې مونږ له فرعونيانو نه تاسو خلاص كړئ چې تاسو ته به يې سخت عذاب دركاوه، ستاسو زامن به يې حلالول او ستاسو ښځې (لوڼه) به يې ژوندۍ پرېښودلې، او په دې كې ستاسو د رب له طرف نه ډېر لوى ازمېښت و

Zakaria Abulsalam

2:50
وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ ٱلْبَحْرَ فَأَنجَيْنَـٰكُمْ وَأَغْرَقْنَآ ءَالَ فِرْعَوْنَ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ٥٠

او كله چې مونږ ستاسو لپاره سمندر څيرې كړ او تاسو ته مو خلاصى دركړ او فرعونيان مو ډوب كړل او تاسو كتل

Zakaria Abulsalam

2:51
وَإِذْ وَٰعَدْنَا مُوسَىٰٓ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ثُمَّ ٱتَّخَذْتُمُ ٱلْعِجْلَ مِنۢ بَعْدِهِۦ وَأَنتُمْ ظَـٰلِمُونَ٥١

او كله چې مونږ له موسٰى سره د څلوېښتو شپو وعده وكړه، بيا تاسو له هغه نه پس سخى (معبود) جوړكړ او تاسو ظالمان وَئ

Zakaria Abulsalam

2:52
ثُمَّ عَفَوْنَا عَنكُم مِّنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ٥٢

بيا مونږ له دې نه پس تاسو معاف كړئ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

Zakaria Abulsalam

2:53
وَإِذْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْفُرْقَانَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ٥٣

او كله چې مونږ موسٰى ته كتاب او فرقان (د حق او باطل سره بېلوونكى) وركړ، د دې لپاره چې تاسو نېغه لار ومومئ

Zakaria Abulsalam

2:54
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦ يَـٰقَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنفُسَكُم بِٱتِّخَاذِكُمُ ٱلْعِجْلَ فَتُوبُوٓا۟ إِلَىٰ بَارِئِكُمْ فَٱقْتُلُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ عِندَ بَارِئِكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ٥٤

او (ياد كړه) هغه وخت چې موسٰى خپل قوم ته وويل: اى زما قومه! يقينًا تاسو د سخي په (معبود) نيولوسره په خپلو ځانونو باندې ظلم كړى دى، لهٰذا خپل خالق ته توبه وباسئ، نو خپل ځانونه قتل كړئ، دا (وژل) تاسو لپاره ستاسو د خالق په نيز بهتر دي، بيا هغه ستاسو توبه قبوله كړه، يقينًا هم هغه ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

2:55
وَإِذْ قُلْتُمْ يَـٰمُوسَىٰ لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّىٰ نَرَى ٱللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْكُمُ ٱلصَّـٰعِقَةُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ٥٥

او كله چې تاسو وويل: اى موسٰى! مونږ به هېڅ كله هم پر تا ايمان را نه وړو تر هغه پورې چې مونږ الله ښه ښكاره ووينو، نو تاسو تندر ونيولئ او تاسوكتل

Zakaria Abulsalam

2:56
ثُمَّ بَعَثْنَـٰكُم مِّنۢ بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ٥٦

بيا مونږ تاسو ستاسو له مرګ نه پس راژوندي كړئ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

Zakaria Abulsalam

2:57
وَظَلَّلْنَا عَلَيْكُمُ ٱلْغَمَامَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْكُمُ ٱلْمَنَّ وَٱلسَّلْوَىٰ ۖ كُلُوا۟ مِن طَيِّبَـٰتِ مَا رَزَقْنَـٰكُمْ ۖ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَـٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ٥٧

او مونږ پر تاسو ورېځ سيورى كړه او مَن او سلوٰى (ترنجبين او مړز ډوله مرغان) مو پر تاسو نازل كړل، هغه پاكيزه څيزونه خورئ، چې مونږ تاسو ته دركړي دي، او هغوى پر مونږ ظلم نه و كړى، او لېكن هم پر خپلو ځانونو يې ظلم كاوه

Zakaria Abulsalam

2:58
وَإِذْ قُلْنَا ٱدْخُلُوا۟ هَـٰذِهِ ٱلْقَرْيَةَ فَكُلُوا۟ مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَٱدْخُلُوا۟ ٱلْبَابَ سُجَّدًا وَقُولُوا۟ حِطَّةٌ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَـٰيَـٰكُمْ ۚ وَسَنَزِيدُ ٱلْمُحْسِنِينَ٥٨

او كله چې مونږ وويل: دې كلي ته ورننوځئ، نو چرته چې مو خوښه شي، ترې پرېمانه يې خورئ او په دروازه كې داخل شئ، چې سجده كوونكي يئ او وايئ ’’مونږ وبخښه‘‘ مونږ به تاسو ته ستاسو ګناهونه وبخښو، او ژر ده چې مونږ به نېكانو ته (ثواب) نور زيات وركړو

Zakaria Abulsalam

2:59
فَبَدَّلَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ قَوْلًا غَيْرَ ٱلَّذِى قِيلَ لَهُمْ فَأَنزَلْنَا عَلَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ رِجْزًا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ بِمَا كَانُوا۟ يَفْسُقُونَ٥٩

نو هغو كسانو چې ظلم يې كړى و، هغه خبره چې ورته ويل شوې وه، په بل شان بدله كړه، نو په هغو ظالمانو باندې مونږه له اسمان نه عذاب نازل كړ، ځكه چې نافرماني يې كوله

Zakaria Abulsalam

2:60
۞ وَإِذِ ٱسْتَسْقَىٰ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦ فَقُلْنَا ٱضْرِب بِّعَصَاكَ ٱلْحَجَرَ ۖ فَٱنفَجَرَتْ مِنْهُ ٱثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا ۖ قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ ۖ كُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ مِن رِّزْقِ ٱللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ٦٠

او كله چې موسٰى د خپل قوم لپاره اوبه وغوښتې، نو مونږ وويل: په خپلې امسا سره تيږه (ګټه) ووهه، نو له هغې نه دُولس چينې جارې شوې، يقينًا ټولو خلقو خپل خپل ګودر (د څښاك ځاى) وپېژنده، د الله له رزق نه خورئ او څښئ، او په ځمكه كې له حده مه تېرېږئ، چې ورانى كوونكي اوسئ

Zakaria Abulsalam

2:61
وَإِذْ قُلْتُمْ يَـٰمُوسَىٰ لَن نَّصْبِرَ عَلَىٰ طَعَامٍ وَٰحِدٍ فَٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ يُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنۢبِتُ ٱلْأَرْضُ مِنۢ بَقْلِهَا وَقِثَّآئِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا ۖ قَالَ أَتَسْتَبْدِلُونَ ٱلَّذِى هُوَ أَدْنَىٰ بِٱلَّذِى هُوَ خَيْرٌ ۚ ٱهْبِطُوا۟ مِصْرًا فَإِنَّ لَكُم مَّا سَأَلْتُمْ ۗ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ ٱلذِّلَّةُ وَٱلْمَسْكَنَةُ وَبَآءُو بِغَضَبٍ مِّنَ ٱللَّهِ ۗ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ وَيَقْتُلُونَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ ۗ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا۟ وَّكَانُوا۟ يَعْتَدُونَ٦١

او كله چې تاسو وويل: اى موسٰى! مونږ به په يو خوراك باندې كله هم صبر ونه كړى شو، لهذا زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې زمونږ لپاره هغه څيزونه راوباسي چې ځمكه يې زرغونوي (لكه) د هغې سبزي (ساګ) بادرنګ، هوږه، مسور او پياز، هغه وويل: ايا تاسو په بدل كې هغه څيز اخيستل غواړئ چې هغه ادنٰى دى د هغه څيز په ځاى چې هغه بهتر دى، نو تاسو كوم ښار ته كوز شئ، پس بېشكه ستاسو لپاره هغه څه دي چې تاسو غوښتي دي، او پر هغوى ذلت او محتاجي مسلط كړى شوه، او راستانه (اخته) شول په غضب سره د الله له طرف نه، دا په دې سبب چې يقينًا دوى د الله له ايتونو نه انكار كاوه، او نبيان يې ناحقه وژل، دا په دې چې دوى نافرماني كوله، او زياتى يې كاوه

Zakaria Abulsalam

2:62
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱلَّذِينَ هَادُوا۟ وَٱلنَّصَـٰرَىٰ وَٱلصَّـٰبِـِٔينَ مَنْ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَعَمِلَ صَـٰلِحًا فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ٦٢

يقينًا هغه كسان چې ايمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې يهوديان شوي دي، او نصرانيان او صابيان (بې دينه) دي، هر هغه چا چې پر الله او پر ورځ د اخرت ايمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو د خپل رب په نيز د دوى لپاره اجر دى او نه په دوى باندې څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي

Zakaria Abulsalam

2:63
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَـٰقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ ٱلطُّورَ خُذُوا۟ مَآ ءَاتَيْنَـٰكُم بِقُوَّةٍ وَٱذْكُرُوا۟ مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ٦٣

او كله چې مونږ (له تاسو نه) ستاسو پخه وعده واخيسته او راپورته مو كړ ستاسو له پاسه (غر د) طُور (او درته ومو ويل:) كلك ونيسئ هغه څه چې مونږ تاسو ته دركړي دي؛ او څه چې په ده كې دي، (هغه) ياد كړئ، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ

Zakaria Abulsalam

2:64
ثُمَّ تَوَلَّيْتُم مِّنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ ۖ فَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ لَكُنتُم مِّنَ ٱلْخَـٰسِرِينَ٦٤

بيا له دې نه بعد تاسو (له وعدې نه) وګرځېدئ، نو كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى، نو تاسو به خامخا تاوانيان شوي وى

Zakaria Abulsalam

2:65
وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ ٱلَّذِينَ ٱعْتَدَوْا۟ مِنكُمْ فِى ٱلسَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُوا۟ قِرَدَةً خَـٰسِـِٔينَ٦٥

او يقينًا يقينًا هغه خلق تاسو ته معلوم دي، چې له تاسو ځنې يې د خالي د ورځې په هكله زياتى كړى و، نو مونږ هغوى ته وويل: تاسو ذليله بيزوګان (شادوګان) شئ

Zakaria Abulsalam

2:66
فَجَعَلْنَـٰهَا نَكَـٰلًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهَا وَمَا خَلْفَهَا وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ٦٦

نو مونږه دا (واقعه) هغې ته د حاضرو (خلقو) او له هغې نه وروسته راتلونكو لپاره عبرت او د پرهېزګارو لپاره نصيحت وګرځوله

Zakaria Abulsalam

2:67
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تَذْبَحُوا۟ بَقَرَةً ۖ قَالُوٓا۟ أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا ۖ قَالَ أَعُوذُ بِٱللَّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْجَـٰهِلِينَ٦٧

او كله چې موسٰى خپل قوم ته وويل: بېشكه الله تاسو ته حكم كوي چې يوه غوا حلاله كړئ، هغوى وويل: ايا ته مونږ مسخره ګرځوې (په مونږ پورې ټوقې كوې)؟ هغه وويل: زه د الله پناه غواړم له دې نه چې زه شم له جاهلانو نه

Zakaria Abulsalam

2:68
قَالُوا۟ ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِىَ ۚ قَالَ إِنَّهُۥ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لَّا فَارِضٌ وَلَا بِكْرٌ عَوَانٌۢ بَيْنَ ذَٰلِكَ ۖ فَٱفْعَلُوا۟ مَا تُؤْمَرُونَ٦٨

هغوى وويل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې مونږ لپاره واضحه كړي چې هغه (غوا) څنګه ده؟ هغه وويل: يقينًا هغه وايي چې بېشكه هغه يوه داسې غوا ده چې نه زَړه ده او نه نوې ځوانه، (بلكې) د دې دواړو په مينځ كې مِيانَه حاله ده، نو هغه كار وكړئ چې تاسو ته يې حكم كېږي

Zakaria Abulsalam

2:69
قَالُوا۟ ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا لَوْنُهَا ۚ قَالَ إِنَّهُۥ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ صَفْرَآءُ فَاقِعٌ لَّوْنُهَا تَسُرُّ ٱلنَّـٰظِرِينَ٦٩

هغوى وويل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې مونږ ته بيان كړي چې د هغې رنګ څنګه دى؟ هغه وويل: يقينًا هغه وايي چې بېشكه هغه يوه زېړه غوا ده، رنګ يې تك زېړ دى، كتونكي خوشحالوي

Zakaria Abulsalam

2:70
قَالُوا۟ ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِىَ إِنَّ ٱلْبَقَرَ تَشَـٰبَهَ عَلَيْنَا وَإِنَّآ إِن شَآءَ ٱللَّهُ لَمُهْتَدُونَ٧٠

هغوى وويل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې زمونږ لپاره بيان كړي چې هغه څه قسم ده؟ بېشكه چې غواګانې پر مونږه ګَډې وډَې (مشتَبِه) شولې، او كه الله وغواړي، بېشكه مونږ خامخا لارموندونكي يو

Zakaria Abulsalam

2:71
قَالَ إِنَّهُۥ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لَّا ذَلُولٌ تُثِيرُ ٱلْأَرْضَ وَلَا تَسْقِى ٱلْحَرْثَ مُسَلَّمَةٌ لَّا شِيَةَ فِيهَا ۚ قَالُوا۟ ٱلْـَٔـٰنَ جِئْتَ بِٱلْحَقِّ ۚ فَذَبَحُوهَا وَمَا كَادُوا۟ يَفْعَلُونَ٧١

(موسٰى) وويل: يقينًا هغه وايي چې بېشكه هغه يوه داسې غُوا ده چې نه كار كوونكې ده، چې ځمكه قُلبه كوي او نه فصل اوبه كوي، روغه رَمَټه ده، هېڅ داغ ټكى په كې نشته، هغوى وويل: اوس دې واضحه خبره راوړه، نو هغه يې حلاله كړه، او دوى نژدې نه وو چې دا كار يې كړى وى

Zakaria Abulsalam

2:72
وَإِذْ قَتَلْتُمْ نَفْسًا فَٱدَّٰرَْٰٔتُمْ فِيهَا ۖ وَٱللَّهُ مُخْرِجٌ مَّا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ٧٢

او كله چې تاسو يو كس ووژلو، نو د هغه په باره كې تاسو په خپل مينځ كې په جګړه شوئ، او الله د هغه څه ښكاره كوونكى و چې تاسو پټول

Zakaria Abulsalam

2:73
فَقُلْنَا ٱضْرِبُوهُ بِبَعْضِهَا ۚ كَذَٰلِكَ يُحْىِ ٱللَّهُ ٱلْمَوْتَىٰ وَيُرِيكُمْ ءَايَـٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ٧٣

نو مونږ وويل: دا د ده په څه حصې سره ووهئ، الله همداسې مړي ژوندي كوي او تاسو ته خپلې نښې درښَىِي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ

Zakaria Abulsalam

2:74
ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ فَهِىَ كَٱلْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً ۚ وَإِنَّ مِنَ ٱلْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ ٱلْأَنْهَـٰرُ ۚ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ ٱلْمَآءُ ۚ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ ٱللَّهِ ۗ وَمَا ٱللَّهُ بِغَـٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ٧٤

بيا له دې نه بعد ستاسو زړونه سخت شول، نو هغه د تيږو په شان دي، يا په سخت والي كې نور هم زيات دي او بېشكه يقينًا ځينې تيږې هغه دي چې له هغو نه وَلِې بهېږي او بې شكه يقينًا ځينې هغه دي چې چوي، نو له هغو نه اوبه راوځي، او خامخا يقينًا ځينې هغه دي چې د الله له وېرې نه رارغړي، او الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى

Zakaria Abulsalam

2:75
۞ أَفَتَطْمَعُونَ أَن يُؤْمِنُوا۟ لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلَـٰمَ ٱللَّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُۥ مِنۢ بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ٧٥

ايا نو تاسو تمه كوئ چې دوى به ستاسو (د وينا) له وجې ايمان راوړي، او يقينًا په دوى كې يوه ډله وه چې د الله كلام به يې اورېده، بيا به يې په هغه كې له پوهېدو نه وروسته تحريف كاوه، حال دا چې دوى به پوهېدل

Zakaria Abulsalam

2:76
وَإِذَا لَقُوا۟ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَا بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ قَالُوٓا۟ أَتُحَدِّثُونَهُم بِمَا فَتَحَ ٱللَّهُ عَلَيْكُمْ لِيُحَآجُّوكُم بِهِۦ عِندَ رَبِّكُمْ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ٧٦

او كله چې دوى له مومنانو سره ملاقات وكړي، نو وايي: مونږ ايمان راوړى دى او كله چې د دوى ځينې له ځينو نورو سره يواځې شي (بيا) وايي: ايا تاسو دوى (مومنانو ) ته هغه خبرې بيانوئ چې الله تاسو ته ښودلي دي؟ د دې لپاره چې پر تاسو باندې په دغو (خبرو) سره د خپل رب په وړاندې غالبه شي، ايا نو تاسو عقل نه لرئ!

Zakaria Abulsalam

2:77
أَوَلَا يَعْلَمُونَ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ٧٧

ايا دغه (خلق) پر دې نه پوهېږي چې يقينًا الله پر هغو خبرو پوهېږي چې دوى يې پټوي او پر هغو چې دوى يې ظاهروي

Zakaria Abulsalam

2:78
وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لَا يَعْلَمُونَ ٱلْكِتَـٰبَ إِلَّآ أَمَانِىَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ٧٨

او په دوى كې ځينې اَميان دي، په كتاب نه پوهېږي، مګر په تشو بې دليله ارزوګانو، او دوى يواځې تش ګمانونه كوي

Zakaria Abulsalam

2:79
فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ ٱلْكِتَـٰبَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَـٰذَا مِنْ عِندِ ٱللَّهِ لِيَشْتَرُوا۟ بِهِۦ ثَمَنًا قَلِيلًا ۖ فَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا يَكْسِبُونَ٧٩

نو د هغو كسانو لپاره هلاكت دى چې په خپلو لاسونو (له ځانه) كتاب لىكي، بيا وايي: دا د الله له جانبه دى، د دې لپاره چې د هغه په بدل كې لږ قيمت واخلي، نو د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه څه چې د دوى لاسونو ليكلي دي، او د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه چې دوى څه عمل كوي

Zakaria Abulsalam

2:80
وَقَالُوا۟ لَن تَمَسَّنَا ٱلنَّارُ إِلَّآ أَيَّامًا مَّعْدُودَةً ۚ قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِندَ ٱللَّهِ عَهْدًا فَلَن يُخْلِفَ ٱللَّهُ عَهْدَهُۥٓ ۖ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ٨٠

او دوى وايي: له څو په شمار ورځو نه سوا به مونږ ته كله هم اور را ونه رسېږي، ته (ورته) ووايه: ايا تاسو له الله نه څه وعده اخيستې ده؟ (كه داسې وي)، نو الله به كله هم د خپلې وعدې خلاف ونه كړي، بلكې تاسو په الله باندې هغه دروغ تپئ(اړوئ) چې تاسو پرې نه پوهېږئ

Zakaria Abulsalam