2. سورت البقرة – آیتونه 161–200
سورت البقرة د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى او په داسې حال كې مړه شول چې كافران وو، (نو) دغه كسان، په دوى باندې د الله لعنت دى او د ملايكو او د خلقو ټولو (لعنت دى)
— Zakaria Abulsalam
په دې حال كې چې همېشه به وي په دې (لعنت) كې، له دوى نه به نه عذاب سپك كړى شي او نه به دوى ته مهلت وركړى شي
— Zakaria Abulsalam
او ستاسو حق معبود یو معبود دى، هېڅ لايق د عبادت نشته مګر يواځې هغه دى چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
یقینًا د اسمانونو او ځمكې په پېدا كولو كې، او د شپې او ورځې په بدلېدو كې، او په هغو بېړیو كې چې په سمندر كې يې هغه څه روان كړي وي چې خلقو ته نفع رسوي، او په هغه څه كې چې الله له بره نه راورَولي دي، چې اوبه دي، نو په دې سره يې ځمكه د هغې د مَړه كېدو (وچېدو) نه پس ژوندۍ كړه، او په دې كې يې هر قسمه خوځنده (شیان) خواره كړل، او د بادونو په ګرځولو (راګرځولو) كې او په هغې ورېځ كې چې د اسمان او ځمكې په مینځ كې مُسَخَّر كړى شوې ده، خامخا د (هغه) قوم لپاره نښې دي چې عقلمند وي
— Zakaria Abulsalam
او په خلقو كې ځېنې هغه څوك دي چې له الله نه غیر شریكان نیسي، له هغوى سره مینه كوي له الله سره د مینې په شان، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ له الله سره په مینه كې ډېر سخت (او كلك) دي، او كه چېری هغه كسان چې ظلم يې كړى دى؛ دا وویني، كله چې دوى عذاب ویني، چې یقینًا قوت ټول خاص د الله لپاره دى او دا چې یقینًا الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
كله چې هغه كسان چې اتباع يې شوې وه، له هغو كسانو نه بېزاره شي چې اتباع يې كړې وه، او عذاب وویني او پر دوى (ټولې) وسېلې غوڅې شي
— Zakaria Abulsalam
او چا چې پیروي كړې ده، هغوى به وايي: ارمان! كه مونږ لپاره (دنیا ته) بیا تلل وي، نو له دوى نه به مونږ بېزاره شو لكه چي دوى له مونږ نه بېزاره شول، همدارنګه به الله دوى ته خپل عملونه په دوى باندې د حسرتونو لپاره ښكاره كوي او دوى له اور نه كله هم وتونكي نه دي
— Zakaria Abulsalam
اى خلقو! له هغو څیزونو نه چي په ځمكه كې دي، حلال پاك خورئ او د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ، یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى
— Zakaria Abulsalam
یقینًا همدا خبره ده چې هغه تاسو ته د بدۍ او بې حیايۍ حكم كوي او دا چې تاسو په الله باندې هغه خبرې وتړئ (وتپئ) چي تاسو پرې نه پوهېږئ
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى ته وویل شي: د هغه څه پیروي وكړئ چې الله نازل كړي دي، (نو) وايي: (نه) بلكې مونږه د هغه څه پیروي كوو چې په هغه باندې مونږ خپل پلرونه (مشران) موندلي دي، ایا اګر كه د دوى پلرونه (داسې) وو چې پر هېڅ شي نه پوهېدل، اونه يې سمه لار موندلې وه
— Zakaria Abulsalam
د هغو كسانو مثال چې كفر يې كړى دى؛ د هغه كس په شان دى چې هغو (څارويو) ته نارې وهي چې نه اوري مګر يواځې تشه بلنه او غږ، (دوى) كاڼه دي، ګونګیان دي، ړانده دي، نو دوى هېڅ نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي، او د الله شكر وباسئ، كه تاسو داسې یئ چې خاص د هغهٔ عبادت كوئ
— Zakaria Abulsalam
بېشكه خبره همدا ده چې هغه په تاسو باندې همدا مرداره او وینه او د خنزیر غوښه حرامه كړې ده او هغه څه (يې حرام كړي دي) چې په هغه باندې د غیرالله لپاره اواز اوچت شوى وي، نو هغه څوك چې مجبور كړى شي، په دې حال كې چې نه سركشي كوونكى وي او نه ( له حد نه) تېرېدونكى وي، نو په هغه باندې هېڅ ګناه نشته، یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
یقینًا هغه كسان چې هغه څه پټوي چې الله له (خپل) كتاب نه نازل كړي دي، او د دې په بدل كې لږ قیمت اخلي، (نو) دغه كسان، نه خوري (نه اچوي) په خپلو خېټو كې مګر اور، او د قیامت په ورځ به الله نه له دوى سره خبرې وكړي او نه به دوى پاك كړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
دا هغه كسان دي چې د هدایت په بدله كې يې ګمراهي اخيستې ده او د مغفرت په بدله كې عذاب، نو (تعجب دى) دوى په اور باندې څومره صبر كوونكي دي!
— Zakaria Abulsalam
دا ځكه چې بېشكه الله كتاب په حقه نازل كړى دى او یقینًا هغه كسان چې په كتاب كې يې اختلاف كړى دى؛ خامخا په ډېر لرې مخالفت كې دي
— Zakaria Abulsalam
نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب په طرف وګرځوئ، او لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې پر الله او پر ورځ د اخرت او پر ملايكو او پر كتابونو او پر نبیانو يې ایمان راوړى دى او د هغه په مینه (كې) خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو او سوالګرو ته مال وركوي او په (ازادولو د) څټونو كې (يې لګوي) او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د خپلو وعدو پوره كوونكي وي كله چې وعده وكړي، (خصوصًا) چې په سختۍ او تكلیف كې او د جنګ په وخت كې صبر كوونكي دي، دا هغه خلق دي چې رښتیني دي او همدغه خلق متقیان دي
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو باندې د وژل شويو په باره كې (د) قصاص (قانون) فرض كړى شوى دى، ازاد د ازاد په بدل كې، او غلام د غلام په بدل كې، او ښځه د ښځې په بدل كې (قصاصېږي)، پس هغه څوك چې هغه ته د خپل ورور له جانبه د څه شي معافي وكړى شي، نو په ښې طریقې سره مطالبه ( لازم) ده، او هغه (د مقتول ولي) ته په نېكې طرېقې سره ادا كول (لازم) دي، دا ستاسو د رب له جانبه اساني او مهرباني ده، نو له دې نه پس چې چا زیاتى وكړ، نو د هغه لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
— Zakaria Abulsalam
او تاسو لپاره په قصاص كې لوى ژوند دى، اى د خالص عقل خاوندانو! د دې لپاره چې تاسو (ځان) وساتئ
— Zakaria Abulsalam
پر تاسو باندې فرض كړى شوي دي د مور و پلار او خپلوانو لپاره په ښې طریقې سره وصیت كول، كله چې په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي، په دې شرط چې مال يې پریښى وي، دا پر متقیانو ډېر لازم (حكم) دى
— Zakaria Abulsalam
نو چا چې دا (وصیت) له اورېدلو نه پس بدل كړ، نو یقینًا همدا خبره ده چې د دې (بدلولو) ګناه پر هغو كسانو ده چې دا (وصیت) بدلوي، یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
بیا چې څوك له وصیت كوونكي نه (په خطا سره) د ظلم، یا (په قصد سره) د ګناه وېره لري، نو د هغوى په مينځ كې يې جوړه وكړه، نو په هغه باندې هېڅ ګناه نشته، یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو باندې روژه فرض كړى شوې ده لكه چې فرض كړى شوې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ
— Zakaria Abulsalam
یو څو ورځې شمېرل شوې، نو څوك چې په تاسو كې مریض وي، یا پر سفر وي، نو (په هغه باندې) د نورو ورځو شمېرل دي، او په هغو كسانو باندې چې د دې (روژې) طاقت لري، د یو مسكین خوراك فدیه لازم ده، پس څوك چې په خوښۍ سره نېكي وكړي، نو د ده لپاره هغه بهتره ده، او دا چه روژه ونیسئ (دا) تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې يئ تاسو چې پوهېږئ
— Zakaria Abulsalam
د رمضان میاشت هغه ده چې په هغې كې قرآن نازل كړى شوى دى، چې د خلقو لپاره هدایت دى، او د هدایت او د فرقان (د حق او د باطل بېلوونكي) ښكاره دلیلونه دي، نو په تاسو كې چې څوك دې میاشتې كې حاضر و، نو هغه دې د دې روژې ونیسي، او څوك چې مریض وي، یا پر سفر وي، نو (پر هغه) د نورو ورځو شمېرل دي، الله پر تاسو د اسانتیا اراده لري او پر تاسو باندې د سختۍ اراده نه لري او د دې لپاره چې تاسو شمېره پوره كړئ او د دې لپاره چې تاسو د الله لويي بیان كړئ، په دې چې هغه تاسو ته هدایت كړى دى، او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
— Zakaria Abulsalam
او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان تپوس وكړي، نو یقینًا زه قریب یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا غواړي، پس دوى دې زما حكم ومني، او پر ما دې ایمان راوړي، د دې لپاره چې دوى سمه لار ومومي
— Zakaria Abulsalam
تاسو لپاره د روژې په شپو كې له خپلو ښځو سره یو ځاى كېدل حلال كړى شوي دي، هغوى تاسو لپاره لباس (جامې) دي او تاسو د هغوى لپاره لباس (جامې) یئ، الله ته معلوم دي چې یقینًا تاسو له خپلو ځانونو سره خیانت كاوه، نو پر تاسو يې (د مهربانۍ) رجوع وكړه، او تاسو ته يې معافي وكړه، نو اوس له هغوى سره مُباشَرت (كوروالى) كوئ او څه چې الله تاسو لپاره لیكلي دي هغه لټوئ، او خورئ، او څښئ تر هغه چې تاسو ته سپین تار د سبا له تور تار نه ښه ښكاره (او بېل) شي، بیا روژه تر شپې پورې پوره كړئ، او له هغوى سره مباشرت (كوروالى) مه كوئ، په داسی حال كې چې تاسو په جوماتونو كې اعتكاف كوونكي یئ، دا د الله پُولې (حدونه) دي، نو دې ته مه نژدې كېږئ، هم په دې شان الله خپل ایتونه خلقو ته واضحه بیانوي، د دې لپاره چې دوى متقیان شي
— Zakaria Abulsalam
او خپل مالونه په خپل مينځ كې په ناحقه سره مه خورئ او حاكمانو ته يې د دې لپاره مه وركوئ چې د خلقو له مالونو نه څه حصه په ظلم سره وخورئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ
— Zakaria Abulsalam
دوى له تا نه د نويو میاشتو په باره كې تپوس كوي، ته (ورته) ووایه: دا (میاشتې) د خلقو او د حج لپاره ټاكلي وختونه دي، او (دا) نېكي نه ده چې كورونو ته د هغو له شاګانو نه راشئ، او لېكن نېكي د هغه چا ده چې متقي شي، او تاسو كورونو ته د هغو له دروازو نه راځئ، او له الله نه وېرېږئ، د دې لپاره چې كامیاب شئ
— Zakaria Abulsalam
او د الله په لاره كې له هغو كسانو سره جنګ كوئ چې له تاسو سره جنګېږي، او له حد نه مه تېرېږئ، یقینًا الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي
— Zakaria Abulsalam
او دوى وژنئ كوم ځاى چې دوى ومومئ، او دوى له هغه ځاى نه وباسئ چې تاسو يې وېستلي وئ، او فتنه (شرك، له دین نه اړول) له قتل نه ډېره سخته (ګناه) ده او له دوى سره د مسجد حرام په خوا كې جنګ مه كوئ، تر دې چې دوى له تاسو سره په ده كې جنګ شروع كړي، نو كه دوى له تاسو سره جنګ شروع كړي، نو بیا دوى قتل كړئ، د دغو كافرانو سزا همداسې ده
— Zakaria Abulsalam
پس كه چېرې دوى منع شول، نو یقینًا الله ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او له دوى سره جنګېږئ تر هغه چې فتنه (د كافرانو زور) پاتې نشي، او دین (ټول) د الله لپاره شي، نو كه دوى منع شول، نو هېڅ زیاتى نشته مګر په ظالمانو باندې
— Zakaria Abulsalam
حرامه میاشت په بدل د میاشتې حرامې كې ده، او حرمتونه (عزتونه) په بدله دي، پس چا چې پر تاسو باندې تېرى وكړ، نو تاسو په هغه باندې (په جواب كې) تېرى وكړئ په مثل د هغه چې هغه پر تاسو باندې تېرى كړى دى، او له الله نه وېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله د متقیانو ملګرى دى
— Zakaria Abulsalam
او د الله په لاره كې خرڅ كوئ او په خپلو لاسونو هلاكت ته غورځول مه كوئ، او نېكي كوئ، یقینًا الله له نېكي كوونكو سره مینه كوي
— Zakaria Abulsalam
او حج او عمره خاص د الله لپاره پوره كړئ، بیا كه چېرې (له حج، یا عمرې نه) ایسار كړى شوئ، نو (بیا لازم ده) هغه هَدي (د حرم قرباني) چې په اسانۍ سره ترلاسه شي او خپل سرونه مه خرَوئ تر هغه چې قرباني خپل (د حلالې) ځاى ته ورسي، پس څوك چې په تاسو كې ناجوړه وي، یا ده ته په خپل سر كې څه تكلیف وي، نو (پر ده) فدیه لازمه ده په روژې سره، یا په صدقې سره، یا په قربانۍ سره، نو كله چې تاسو په امن شئ، پس كه چا فايده واخيسته په عمرې سره حج ته، نو( پر هغه لازمه ده) هغه قرباني چې په اسانۍ سره ترلاسه شي، پس كه چا (قرباني) ونه موندله، نو درې ورځې روژې په حج كې (واجبې) دي او اوه روژې هغه وخت دي چې تاسو راوګرځئ، دا پوره لس (ورځې) دي، دا (حكم د تمتع) د هغه چا لپاره دى چې د هغه ټبر د مسجد حرام اوسېدونكي نه وي، او له الله نه وېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله سخت عذاب وركوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
(وخت د احرام د) حج څو معلومې میاشتې دي، نو چا چې په دې (میاشتو) كې (په ځان باندې) حج فرض كړ، نو په حج كې نه له ښځو سره د شهوت خبرې كول شته او نه (د الله) نافرماني او نه جګړه او تاسو چې څه نېكي كوئ، الله پر هغې پوهېږي، او توښه واخلئ، پس یقینًا بهترینه توښه تقویٰ ده، اى د صفا عقل خاوندانو! له ما نه وېرېږئ
— Zakaria Abulsalam
پر تاسو باندې په دې كې هېڅ ګناه نشته چی د خپل رب څه فضل ولټوئ، نو كله چې له عرفات نه راكوز شئ، نو په مشعرحرام كې د الله ذكر كوئ، او د هغه ذكر كوئ لكه څنګه چې يې تاسو ته ښودنه كړې ده، او یقینًا تاسو له دې نه مخكې خامخا له ګمراهانو څخه وئ
— Zakaria Abulsalam
بیا راكوزېږئ له هغه ځاى نه چې خلق ترې راكوزېږي او له الله نه مغفرت غواړئ، یقینًا الله ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې تاسو خپل د حج عبادتونه (اعمال) ادا كړئ، نو الله یادوئ په شان د یادولو ستاسو خپلو پلرونو لره، بلكې زیات یادول، نو په خلقو كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: اى زمونږ ربه! ته مونږ ته (هر څه) په دنیا كې راكړه، او د دغه كس لپاره په اخرت كې هېڅ برخه نشته
— Zakaria Abulsalam