QuranPilotQuranPilot
الْأَعْرَافُ

7. سورت الأعراف – آیتونه 201–206

سورت الأعراف د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

7:201
إِنَّ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ إِذَا مَسَّهُمْ طَـٰٓئِفٌ مِّنَ ٱلشَّيْطَـٰنِ تَذَكَّرُوا۟ فَإِذَا هُم مُّبْصِرُونَ٢٠١

بېشكه هغه كسان چې پرهېزګاره شوي دي؛ كله چې هغوى ته د شیطان له طرف نه څه وسوسه ورسېږي (، نو) دوى (د الله حكم) رایاد كړي، بيا نو ناڅاپه دوى لېدونكي (او بينا) وي

Zakaria Abulsalam

7:202
وَإِخْوَٰنُهُمْ يَمُدُّونَهُمْ فِى ٱلْغَىِّ ثُمَّ لَا يُقْصِرُونَ٢٠٢

او د دوى وروڼه دوى لره ګمراهۍ ته راكاږي، بیا نو هغوى هېڅ كمى نه كوي

Zakaria Abulsalam

7:203
وَإِذَا لَمْ تَأْتِهِم بِـَٔايَةٍ قَالُوا۟ لَوْلَا ٱجْتَبَيْتَهَا ۚ قُلْ إِنَّمَآ أَتَّبِعُ مَا يُوحَىٰٓ إِلَىَّ مِن رَّبِّى ۚ هَـٰذَا بَصَآئِرُ مِن رَّبِّكُمْ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ٢٠٣

او كله چې ته دوى ته څه نښه رانه وړې، دوى وايي: ولې دې له خپله ځانه غوره نه كړه، ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې زه د هغه څه پیروي كوم چې ما ته د خپل رب له جانبه وحي كېږي، دا ستاسو د رب له جانبه د پوهنې دلايل دي او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان لري

Zakaria Abulsalam

7:204
وَإِذَا قُرِئَ ٱلْقُرْءَانُ فَٱسْتَمِعُوا۟ لَهُۥ وَأَنصِتُوا۟ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ٢٠٤

او كله چې قرآن لوستل كېږي، نو تاسو هغه په غور سره اورئ او خاموشه اوسئ، د دې لپاره چې پر تاسو رحم وكړى شي

Zakaria Abulsalam

7:205
وَٱذْكُر رَّبَّكَ فِى نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَخِيفَةً وَدُونَ ٱلْجَهْرِ مِنَ ٱلْقَوْلِ بِٱلْغُدُوِّ وَٱلْـَٔاصَالِ وَلَا تَكُن مِّنَ ٱلْغَـٰفِلِينَ٢٠٥

او ته خپل رب سبا او بېګاه په خپل زړه كې یادوه په عاجزۍ او وېرې سره او له اوچت اواز نه ټیټ د خبرو (په انداز) كې او له غافلانو څخه مه كېږه

Zakaria Abulsalam

7:206
إِنَّ ٱلَّذِينَ عِندَ رَبِّكَ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِۦ وَيُسَبِّحُونَهُۥ وَلَهُۥ يَسْجُدُونَ ۩٢٠٦

بېشكه هغه مخلوق چې خپل رب ته نږدې دي، هغوى د هغه له عبادت نه تكبر نه كوي او د هغه پاكي بیانوي او خاص هغهٔ ته سجده كوي

Zakaria Abulsalam

مخکینۍ سورت

6. Al-An'am

الْأَعْرَافُ

د سورت الأعراف پای · 206 آیتونه

راتلونکې سورت

8. Al-Anfal

Build a steady Quran habit

Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.

Set a reading goal