7. سورت الأعراف
سورت الأعراف د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful
الف، لام، ميم، صاد
— Zakaria Abulsalam
(دا) كتاب دى چې تا ته نازل كړى شوى دى، نو د ده په وجه دې ستا په سینه كې څه تنګي نه وي، د دې لپاره (نازل كړى شوى دى) چې ته د ده په ذرېعې سره (خلق) ووېروې او د مومنانو لپاره نصیحت دى
— Zakaria Abulsalam
تاسو پیروي كوئ د هغه (دین) چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او تاسو له ده نه سِوا (د نورو) دوستانو پیروي مه كوئ، (خو) تاسو ډېر كم نصیحت اخلئ!
— Zakaria Abulsalam
او څومره ډېر كلي دي چې مونږ هغه هلاك كړي دي، نو زمونږ عذاب هغو ته راغى، په دې حال كې چې دوى به د شپې ویده وو، یا به په غرمه كې ارام كوونكي وو
— Zakaria Abulsalam
نو نه وه د دوى دعوٰی (بلنه) كله چې پر دوى زمونږ عذاب راغى، مګر دا چې دوى به ویل: بېشكه مونږ ظالمان وو
— Zakaria Abulsalam
نو مونږ به له هغو خلقو نه خامخا لازمًا تپوس وكړو چې رسولان ورته استول شوي وو او خامخا لازمًا به مونږ له رسولانو نه (هم) تپوس وكړو
— Zakaria Abulsalam
نو خامخا او يقيناً به مونږ دوى ته په علم سره بیان وكړو او مونږ (څه) غايب خو نه وو
— Zakaria Abulsalam
او په دغه ورځ (د عملونو) تول بېخي حق دى، نو هغه څوك چې تولونه (یا میزانونه) يې درانه وختل، نو همدغه خلق كامیاب دي
— Zakaria Abulsalam
او هغه څوك چې تولونه (یا میزانونه) يې سپك وختل، نو دغه خلق هغه دي چې دوى خپلو ځانونو ته تاوان رسولى دى، په سبب د دې چې دوى به زمونږ له ایتونو سره ظلم كاوه
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ تاسو ته په ځمكه كې قدرت دركړى دى او تاسو لپاره مو په هغې كې د ژوند اسباب پیدا كړي دي،(خو) تاسو بېخي ډېر لږ شكر وباسئ!
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ تاسو پیدا كړئ، بیا مو ستاسو صورتونه جوړ كړل، بیا مونږ ملايكو ته وویل: ادم ته سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه سِوا له ابلیس نه، هغه له سجده كوونكو ځنې نه و
— Zakaria Abulsalam
وویل (الله): ته څه شي منع كړې، چې سجده دې ونه كړه كله چې ما تا ته حكم وكړ؟ وویل (شیطان): زه له هغه نه غوره یم، تا زه له اوره پیدا كړى یم او هغه دې له خَټې پیدا كړى دى
— Zakaria Abulsalam
(الله) وویل: نو ته له دې (جنت) نه كوز شه، پس تا ته دا حق نشته چې ته په دې (جنت) كې تكبر وكړې، نو ته وځه، بېشكه ته له ذلیلو څخه يې
— Zakaria Abulsalam
وویل (ابلیس چې اى الله!) ته ما ته مهلت راكړه، تر هغې ورځې پورې چې خلق به بيا راژوندي كولى شي
— Zakaria Abulsalam
وویل (الله): بېشكه ته له مهلت وركړى شويو څخه يې
— Zakaria Abulsalam
(ابلیس) وویل: نو په سبب د هغه چې تا زه ګمراه كړم، زه به خامخا ضرور دوى ته ستا په نېغه لار كې كېنم
— Zakaria Abulsalam
بیا به خامخا لازمًا زه دوى ته راځم د دوى له مخې نه او د دوى له شا نه او د دوى له ښیو اړخونو نه او چپو اړخونو نه او ته به د دوى اكثره شكر ګذاره ونه مومې
— Zakaria Abulsalam
وویل (الله): وُځه ته له دې ځاى نه، چې بدحاله غمجن كړى شوى، رټل شوى يې، یقینًا په دوى كې چې چا ستا پیروي وكړه (، نو) خامخا لازمًا به زه له تاسو ټولو نه جهنم ډكوم
— Zakaria Abulsalam
او اى ادمه! ته او ستا ښځه په جنت كې اوسئ، نو تاسو خوراك كوئ له كوم ځاى نه چې مو خوښه شي، او دې ونې ته مه نژدې كېږئ (،ګنې) نو له ظالمانو نه به شئ
— Zakaria Abulsalam
نو دوى دواړو ته شیطان وسوسه واچوله، د دې لپاره چې هغه (شیطان) دوى دواړو ته هغه څه ورښكاره كړي چې له دوى نه پټ وو، چې د دوى د شرم ځایونه دي او (ورته) ويې ويل: تاسو دواړه ستاسو رب له دې ونې نه نه یئ منع كړي مګر له دې وجې چې تاسو دواړه به ملايك شئ، یا چې شئ به له تل پاتې كېدونكو نه
— Zakaria Abulsalam
او هغه دوى ته پوخ قسم وخوړ چې بېشكه زه تاسو لپاره یقینًا له خیر خواهي كوونكو ځنې یم
— Zakaria Abulsalam
نو هغه دوى دواړو ته په دوكې سره تمه وركړه، نو كله چې دوى هغه ونه وڅكله، دوى ته خپل شرم ځایونه ښكاره شول او دواړه لګیا شول چې پر خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او دوى ته خپل رب اواز وكړ چې ایا ما تاسو دواړه له دې ونې نه نه وئ منع كړي او تاسو ته مې نه وو ویلي چې بېشكه شیطان ستاسو د دواړو ښكاره دښمن دى؟
— Zakaria Abulsalam
دوى وویل: اى زمونږه ربه! مونږ پر خپلو ځانونو ظلم كړى دى او كه چېرې ته مونږ ونه بخښې او پر مونږ رحم ونه كړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانیانو څخه شو
— Zakaria Abulsalam
وویل (الله): تاسو كوز شئ، ستاسو ځینې به د ځینو نورو لپاره دښمنان وي او تاسو لپاره په ځمكه كې استوګنه ده او تر یو وخته پورې فايده اخيستل دي
— Zakaria Abulsalam
(الله) وویل: په همدې (ځمكه) كې به تاسو ژوندون كوئ او په همدې كې به تاسو مرئ او له همدې نه به تاسو راوښكل كېږئ
— Zakaria Abulsalam
اى د ادم اولاده! یقینًا مونږ پر تاسو باندې لباس نازل كړى دى چې ستاسو د شرم ځایونه پټوي او د زینت جامې (مو نازلې كړې دي) او د پرهېزګارۍ لباس؛ دغه ډېر غوره دي، دا د الله له ایتونو څخه دي، د دې لپاره چې دوى نصیحت حاصل كړي
— Zakaria Abulsalam
اى د ادم اولاده! تاسو لره دې شیطان هیڅكله هم په فتنه كې وانه چوي، لكه څنګه چې يې ستاسو مور وپلار له جنت نه وويستل، چې له هغوى نه يې د هغوى لباس وښكلو، د دې لپاره چې هغوى ته خپل شرم ځایونه وښیي، بېشكه هغه او د هغهٔ قبیله تاسو له هغه ځایه ویني چې تاسو يې نه وینئ، بېشكه مونږ شیطانان د هغو خلقو لپاره دوستان جوړ كړي دي چې ایمان نه راوړي
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى څه بې حیايي وكړي (،نو) وايي: مونږ په دې باندې خپل پلرونه موندلي دي او الله مونږ ته د دې حكم كړى دى، ته (ورته) ووایه: بېشكه الله د بې حیایۍ حكم نه كوي، ایا تاسو په الله باندې هغه دروغ تپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: زما رب د انصاف حكم كړى دى او (دا چې) تاسو خپل مخونه د هر لمانځه په وخت كې نېغ (سیده) كړئ او تاسو هغه بلئ، چې د هغه لپاره د دین (عبادت) خالص كوونكي یئ، لكه څنګه چې يې تاسو اول ځل پیدا كړي یئ (هماغه شان به) تاسو راګرځئ
— Zakaria Abulsalam
یوې ډلې ته يې هدایت كړى دى او بله ډله (يې ګمراه كړې ده) چې په هغو باندې ګمراهي ثابته شوې ده، بېشكه دوى له الله نه سِوا شیطانان (د ځان) دوستان نیولي وو او دوى دا ګمان كاوه چې بېشكه همدوى نېغه لار موندونكي دي
— Zakaria Abulsalam
اى د ادم اولاده! تاسو خپل زینت (لباس) راواخلئ د هر لمانځه په وخت كې او خوراك كوئ او څښاك كوئ او تاسو اسراف مه كوئ، بېشكه هغه (الله) اسراف كوونكي نه خوښوي
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: هغه زینت چا حرام كړى دى چې الله د خپلو بنده ګانو لپاره راوېستلى دى او له رزقه څخه پاكیزه شیان (چا حرام كړي دي؟) ته ووایه: دا (نعمتونه) په دنيايي ژوند كې د هغو كسانو لپاره دي چې ایمان يې راوړى دى، چې (د دوى لپاره به) د قیامت په ورځ بېخي خالص وي، همدارنګه مونږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو د هغه قوم لپاره چې پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: یقینًا همدا خبره ده چې زما رب د بې حیایۍ كارونه حرام كړي دي، هغه چې له هغو څخه ظاهِر وي او هغه چې باطن وي او (حرامه كړې يې ده) ګناه او ناحقه ظلم كول او دا چې تاسو له الله سره هغه شى شریك كړئ چې د هغه په هكله الله هېڅ دلیل نه وي نازل كړى، او دا چې تاسو په الله باندې هغه دروغ وتپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ
— Zakaria Abulsalam
او د هر امت لپاره یوه نېټه ده، نو كله چې د دوى نېټه راشي، دوى به نه یوه ګړۍ تاخیر كوي او نه به دوى ړومبى كېږي
— Zakaria Abulsalam
اى د ادم اولاده! كه تاسو ته له هم ستاسو نه واقعًا رسولان راشي، چې تاسو ته زما ایتونه بیانوي، نو هغه څوك چې پرهېزګاره شو او (د ځان) اصلاح يې وكړه، نو په دوى باندې به نه څه وېره وي او نه به دوى غمجن كېږي
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى او له هغو نه يې سركشي (لويي) كړې ده، دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې همېشه وي
— Zakaria Abulsalam
نو له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا د هغه د ایتونو تكذیب كوي؟ دغه كسان دي چې دوى ته به له لیكل شوي (عمر، رزق وغیره) نه خپله برخه ورسېږي، تر دې چې كله دوى ته زمونږ استازي راشي، چې دوى مړه كوي (، نو ورته) وايي به: چېرته دي هغه معبودان چې تاسو به له الله نه غیر بلل؟ هغوى به ووايي: هغه له مونږ نه ورك شول، او دوى به د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي وكړي دا چې بېشكه دوى كافران وو
— Zakaria Abulsalam
(ورته) وبه وايي: تاسو له هغو امتونو سره یو ځاى اور ته داخل شئ چې له تاسو نه مخكې په پېریانو او انسانانو كې تېر شوي دي، هر كله چې یوه ډله ننوځي (، نو) د خپل ځان په مثل ډلې باندې به لعنت وايي، تر دې چې كله دوى ټول په دې (اور) كې راجمع شي، د دوى وروستنۍ به د خپلو ړومبنو په هكله وايي: اى زمونږه ربه! دغه هغه كسان دي، چې مونږ يې ګمراه كړي وو، نو دوى ته د اور دوه چنده عذاب وركړه، وبه وايي (الله) د هر یو لپاره دوه چنده (عذاب) دى او لېكن تاسو نه پوهېږئ
— Zakaria Abulsalam
د دوى ړومبني به خپلو وروستنو ته ووايي: نو تاسو لپاره پر مونږ باندې هېڅ فضیلت نشته، پس تاسو عذاب وڅَكئ د هغو عملونو په سبب چې تاسو به كول
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي او له هغو نه يې تكبر كړى دى، د دوى لپاره به د اسمان دروازې نه پرانستل كېږي او نه به دوى جنت ته داخلېږي تر هغه پورې چې اوښ د ستنې په سوري كې ننوځي او همدارنګه مونږ مجرمانو ته سزا وركوو
— Zakaria Abulsalam