7. سورت الأعراف – آیتونه 41–80
سورت الأعراف د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
د دوى لپاره له جهنم څخه فرش دى او د دوى له پاسه به (د اور) اغوستنى وي او همدارنګه مونږ ظالمانو ته سزا وركوو
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، مونږ هېڅ یو نفس نه مكلف كوو مګر د هغه د وَس مطابق، دغه كسان د جنت ملګري دي، دوى به په هغه كې همېشه وي
— Zakaria Abulsalam
او مونږ به د دوى په سينو كې پرته كينه راوباسو، د دوى له لاندې به ولې بهېږي، او دوى به وايي: ټولې ستاينې هغه الله لره دي؛ هغه چې مونږ ته يې د دې هدایت وكړ او مونږ پخپله (داسې) نه وو چې دا لار مو موندلې وَى، كه چېرې الله مونږ ته دا لار نه وه راښودلې، یقینًا یقینًا زمونږ د رب رسولان په حقه سره راغلي وو او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول
— Zakaria Abulsalam
او جنتیان به دوزخیانو ته اواز وكړي چې یقینًا مونږ هغه وعده چې زمونږ رب له مونږ سره كړې وه حقه وموندله، نو ایا تاسو (هم) هغه وعده حقه وموندله چې ستاسو رب (له تاسو سره) كړې وه؟ هغوى به ووايي: هو! نو د دوى په مینځ كې به یو اعلان كوونكى اعلان وكړي چې د الله لعنت په ظالمانو باندې دى
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې د الله له لارې نه منع كول كوي او په دې كې كوږوالى لټوي او هم دوى د اخرت منكر دي
— Zakaria Abulsalam
او د دواړو په مینځ كې پرده ده او د اَعراف له پاسه به څه نور كسان وي چې دوى به هر یو (له جنتیانو او دوزخیانو نه) په خپلو علامو سره پېژني او دوى به جنتیانو ته اواز وكړي چې پر تاسو دې سلام وي، دوى لا جنت ته داخل شوي نه دي او دوى (جنت ته د ننوتلو) طمع لري
— Zakaria Abulsalam
او كله چې د دوى سترګې د دوزخیانو په طرف واړول شي، دوى به وايي: اى زمونږه ربه! مونږ له ظالم قوم سره مه یو ځاى كوه
— Zakaria Abulsalam
او د اَعراف ملګري به داسې سړیو ته اواز وكړي چې دوى به يې په خپلو نښو سره پېژني، دوى به (ورته) وايي: تاسو ته نه خو ستاسو ډلې فايده درورسوله او (نه) هغه چې تاسو به تكبر كاوه
— Zakaria Abulsalam
ایا دا هغه كسان دي چې تاسو به قسمونه خوړل چې الله به دوى ته رحمت ونه رسوي (دوى ته خو ویل شوي دي چې) تاسو جنت ته داخل شئ، پر تاسو باندې هېڅ وېره نشته او نه به تاسو غمجن كېږئ
— Zakaria Abulsalam
او دوزخیان به جنتیانو ته اواز وكړي چې تاسو پر مونږ باندې څه اوبه راتوى كړئ، یا له هغه څه نه چې الله تاسو ته دركړي دي (څه راكړئ)، وبه وايي (جنتیان) بېشكه الله دا دواړه په كافرانو باندې حرام كړي دي
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې خپل دین يې تماشه او لوبه ګرځولى دى او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي (غولولي) دي، نو نن ورځ به يې مونږ (په سخت عذاب كې) پرېږدو، لكه څنګه چې هغوى د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى (او عمل يې پرېښى) و او هغه چې دوى به زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږ دوى ته كتاب راوړى دى چې مونږ د علم له مخې په تفصیل سره بیان كړى دى، چې هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي
— Zakaria Abulsalam
دوى انتظار نه كوي مګر د هغه (قیامت) د انجام، په هغې ورځ چې د هغه انجام راشي؛ (نو) هغه كسان به وايي چې دا يې مخكې هېر كړى و: یقینًا زمونږ د رب رسولان په حقه سره راغلي وو، نو ایا زمونږ لپاره څه سفارشیان شته چې زمونږ لپاره سفارش وكړي؟ یا مونږ واپس كړى شو، نو (بیا) له هغه عمل نه سِوا نور عمل وكړو چې مونږه كاوه، یقینًا دوى خپلو ځانونو ته نقصان رسولى دى او له دوى څخه هغه دروغ ورك شول چې دوى به جوړول
— Zakaria Abulsalam
بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقراره شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په دې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړې يې ده) لمرسترګه، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، اګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله چې رب العلمین دى
— Zakaria Abulsalam
تاسو خپل رب وبلئ په عاجزۍ سره او په پټه سره، بېشكه هغه له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي
— Zakaria Abulsalam
او تاسو په ځمكه كې ورانى مه كوئ، د هغې له اصلاح نه پس، او تاسو هغه (الله) رابلئ په وېرې سره او په طمع سره، بېشكه د الله رحمت نېكي كوونكو ته ډېر نژدې دى
— Zakaria Abulsalam
او دى همغه ذات دى چې هواګانې لېږي، چې د هغه له رحمت نه وړاندې زېرى وركوونكې وي، تر دې چې كله دا (هواګانې) درنې ورېځې راپورته كړي (، نو) مونږ هغه مړ ښار ته روانوو، نو مونږ په دې سره اوبه نازلوو، نو په هغو سره هر قسمه مېوې راوباسو، همدارنګه به مونږ مړي راوباسو (راژوندي كوو)، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ
— Zakaria Abulsalam
او پاكیزه ښار، د هغې زرغونه د خپل رب په حكم سره راوځي او هغه (ځمكه) چې خرابه (ښوره) وي (د هغې زرغونه) نه راوځي مګر ناقصه، همدارنګه مونږ ایتونه بیا، بیا بیانوو د هغه قوم لپاره چې شكر وباسي
— Zakaria Abulsalam
یقینًا یقینًا مونږ نوح خپل قوم ته لېږلى و، نو هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته، بېشكه زه پر تاسو د لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم
— Zakaria Abulsalam
د هغه د قوم سردارانو وویل: بېشكه مونږ تا لازمًا په ښكاره ګمراهۍ كې وینو
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: اى زما قومه! په ما كې هېڅ ګمراهي نشته او لېكن زه د رب العلمین رسول یم
— Zakaria Abulsalam
زه تاسو ته د خپل رب پېغامونه دررسوم او ستاسو خیرخواهي كوم او زه د الله له جانبه پر هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ
— Zakaria Abulsalam
ایا تاسو په دې تعجب كوئ چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغى پر داسې سړي چې له هم ستاسو څخه دى، د دې لپاره چې تاسو ووېروي او د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ او د دې لپاره چې پر تاسو رحم وكړى شي
— Zakaria Abulsalam
نو هغوى دا دروغژن وګاڼه، نو مونږ هغه ته او هغو كسانو ته چې له ده سره په كشتۍ كې وو، نجات وركړ او هغه كسان مو غرق كړل چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي وو، بېشكه هغوى ړانده خلق وو
— Zakaria Abulsalam
او (مونږ لېږلى و) عاد (قوم) ته د هغوى ورور هود، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ!
— Zakaria Abulsalam
د هغه د قوم كافرو سردارانو وویل: بېشكه مونږ خامخا تا په بېوقوفۍ كې وینو او بېشكه مونږ خامخا پر تا ګمان كوو له دروغجنو څخه
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: اى زما قومه! په ما كې هېڅ بېوقوفي نشته او لېكن زه د رب العلمین رسول یم
— Zakaria Abulsalam
زه تاسو ته د خپل رب پېغامونه دررسوم او زه ستاسو لپاره خیرخواه، امانت دار یم
— Zakaria Abulsalam
ایا تاسو پر دې تعجب كوئ چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغى پر داسې سړي باندې چې له هم ستاسو څخه دى، د دې لپاره چې تاسو ووېروي، او تاسو هغه وخت رایاد كړئ كله چې يې تاسو له نوح نه پس خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړئ او تاسو ته يې په تخلیق كې زیات فراخ والى دركړ، نو تاسو د الله نعمتونه یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
— Zakaria Abulsalam
هغوى وویل: ایا ته د دې لپاره مونږ ته راغلى يې چې مونږ د یو الله عبادت وكړو او هغه معبودان پرېږدو چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو هغه (عذاب) راوله چې تهٔ مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رښتينو څخه يې
— Zakaria Abulsalam
هغه وویل: یقینًا پر تاسو باندې د خپل رب له جانبه عذاب او غضب ثابت شو، ایا تاسو زما سره په هغو نومونو كې جګړه كوئ چې هغه تاسو پخپله او ستاسو پلرونو نومولي دي، الله د هغو په باره كې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، نو تاسو انتظار كوئ، بېشكه زه تاسو سره له انتظار كوونكو ځنې یم
— Zakaria Abulsalam
نو مونږ هغه (هود) ته او هغو كسانو ته چې له ده سره يې ایمان راوړى و، په خپل رحمت سره نجات وركړ او د هغو كسانو جرړه (بېخ) مو غوڅه كړه چا چې زمونږ ایتونه دروغ ګڼلي وو او هغوى له سره مومنان نه وو
— Zakaria Abulsalam
او ثمودیانو ته مو د هغوى ورور صالح (لېږلى و)، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ حق معبود نشته، یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره معجزه راغلې ده، دا د الله اوښه ده ستاسو لپاره، چې نښه ده، نو تاسو دا پرېږدئ چې د الله په ځمكه كې خوراك كوي او دې ته تكلیف مه رسوئ (ګنې) نو تاسو لره به ډېر دردوونكى عذاب ونیسي
— Zakaria Abulsalam
او تاسو هغه وخت یاد كړئ چې هغه (الله) تاسو له عادیانو نه پس خلیفګان (ځاى ناستي، نايبان) جوړ كړئ او تاسو ته يې په ځمكه كې ځاى دركړ، چې تاسو د دې (ځمكې) په نرمو هوارو ځایونو كې هسكې ماڼۍ جوړوئ او تاسو غرونه د كورونو لپاره توږئ (كنئ)، نو تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ او په ځمكه كې وراني كوونكي مه ګرځئ، چې فسادیان شئ
— Zakaria Abulsalam
د هغه په قوم كې تكبر كوونكو مشرانو هغو كسانو ته وويل چې كمزوري كړى شوي وو، هغه چا ته چې له دوى ځنې يې ایمان راوړى و: ایا تاسو پوهېږئ چې بېشكه صالح د خپل رب له جانبه رالېږل شوى (رسول) دى؟ هغو (كمزورو) وویل: بېشكه مونږ پر هغه څه ایمان لرونكي یو چې په هغه سره هغه (صالح) رالېږل شوى دى
— Zakaria Abulsalam
تكبر كوونكو كسانو وویل: بېشكه مونږ په هغه څه چې تاسو پرې ایمان راوړى دى، كفركوونكي یو
— Zakaria Abulsalam
نو هغوى اوښه ووژله او د خپل رب له حكم نه يې سركشي وكړه او ويې ويل:اى صالحه! پر مونږ راوله هغه (عذاب) چې ته مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رسولانو څخه يې
— Zakaria Abulsalam
نو دوى سختې زلزلې ونیول، نو شول دوى په خپلو كورونوكې پړمخې مړه پراته
— Zakaria Abulsalam
نو هغه، له دوى نه وګرځېده، او ويې ويل:اى زما قومه! یقینًا یقینًا ما تاسو ته د خپل رب پېغام دروساوه او ستاسو خیرخواهي مې وكړه او لېكن تاسو نصیحت (خیرخواهي) كوونكي نه خوښوئ
— Zakaria Abulsalam
او (لېږلى و مونږ) لوط كله چې هغه خپل قوم ته وویل: ایا تاسو داسې بد كار كوئ چې په مخلوقاتو كې هېڅ یو كس له تاسو نه دغه (بد كار) ته ړومبـى شوى نه دى
— Zakaria Abulsalam