QuranPilotQuranPilot
الْأَعْرَافُ

7. سورت الأعراف – آیتونه 81–120

سورت الأعراف د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

7:81
إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ ٱلرِّجَالَ شَهْوَةً مِّن دُونِ ٱلنِّسَآءِ ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ٨١

بېشكه تاسو د شهوت (پوره كولو) لپاره سړیو ته ورځئ، په دې حال كې چې له ښځو بېلېږئ، بلكې تاسو له حد نه تېرېدونكى قوم یئ

Zakaria Abulsalam

7:82
وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِۦٓ إِلَّآ أَن قَالُوٓا۟ أَخْرِجُوهُم مِّن قَرْيَتِكُمْ ۖ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ٨٢

او د هغه د قوم (بل) جواب نه و سِوا له دې نه چې (ويې ويل:) دا خلق له خپل كلي نه وباسئ، بېشكه دوى داسې خلق دي چې ځان ډېر پاك ساتي

Zakaria Abulsalam

7:83
فَأَنجَيْنَـٰهُ وَأَهْلَهُۥٓ إِلَّا ٱمْرَأَتَهُۥ كَانَتْ مِنَ ٱلْغَـٰبِرِينَ٨٣

نو مونږ هغهٔ ته او د هغهٔ خاندان ته نجات وركړ؛ د هغهٔ له ښځې نه سِوا، هغه په پاتې كېدونكو كې وه

Zakaria Abulsalam

7:84
وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًا ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُجْرِمِينَ٨٤

او مونږ پر هغوى باندې ناشنا باران ووراوه، نو ته وګوره چې د مجرمانو انجام څنګه و ؟

Zakaria Abulsalam

7:85
وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا ۗ قَالَ يَـٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُۥ ۖ قَدْ جَآءَتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ فَأَوْفُوا۟ ٱلْكَيْلَ وَٱلْمِيزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا۟ ٱلنَّاسَ أَشْيَآءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَـٰحِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ٨٥

او (لېږلى و مونږ) مدین ته د هغوى ورور شعیب، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ حق معبود نشته، یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیل راغلى دى، نو تاسو پېمانه او وزن پوره كوئ او خلقو ته د هغوى شیان كم مه وركوئ او په ځمكه كې ورانى مه كوئ، د هغې له اصلاح نه پس، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې تاسو ایمان راوړونكي یئ

Zakaria Abulsalam

7:86
وَلَا تَقْعُدُوا۟ بِكُلِّ صِرَٰطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ مَنْ ءَامَنَ بِهِۦ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًا ۚ وَٱذْكُرُوٓا۟ إِذْ كُنتُمْ قَلِيلًا فَكَثَّرَكُمْ ۖ وَٱنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُفْسِدِينَ٨٦

او تاسو په هره لار كې مه كېنئ، چې تاسو (خلق) وېروئ او تاسو د الله له لارې نه هغه څوك منع كوئ چې پر الله ایمان راوړي او تاسو په هغې (لاره د الله كې) كې كوږوالى لټوئ او تاسو هغه وخت یاد كړئ كله چې تاسو ډېر لږ وئ، نو هغهٔ تاسو ډېر كړئ او تاسو وګورئ چې د ورانكارو انجام څنګه و؟

Zakaria Abulsalam

7:87
وَإِن كَانَ طَآئِفَةٌ مِّنكُمْ ءَامَنُوا۟ بِٱلَّذِىٓ أُرْسِلْتُ بِهِۦ وَطَآئِفَةٌ لَّمْ يُؤْمِنُوا۟ فَٱصْبِرُوا۟ حَتَّىٰ يَحْكُمَ ٱللَّهُ بَيْنَنَا ۚ وَهُوَ خَيْرُ ٱلْحَـٰكِمِينَ٨٧

او كه په تاسو كې یوه ډله داسې ده چې پر هغه شي يې ایمان راوړى دى چې زه ورسره رالېږل شوى یم او بلې ډلې ایمان نه دى راوړى، نو تاسو صبر كوئ تر دې چې الله زمونږ په مینځ كې فیصله وكړي او هغه تر ټولو بهتر فیصله كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

7:88
۞ قَالَ ٱلْمَلَأُ ٱلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦ لَنُخْرِجَنَّكَ يَـٰشُعَيْبُ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَكَ مِن قَرْيَتِنَآ أَوْ لَتَعُودُنَّ فِى مِلَّتِنَا ۚ قَالَ أَوَلَوْ كُنَّا كَـٰرِهِينَ٨٨

د هغه له قوم څخه كبرجنو مشرانو وویل: اى شعیبه! مونږ به تا او هغه كسان چې له تا سره يې ایمان راوړى دى؛ له خپل كلي نه خامخا لازمًا وباسو، یا به تاسو زمونږ دین ته خامخا لازمًا راګرځئ، هغه وویل: ایا اګر كه مونږ (دا) بدګڼونكي یو

Zakaria Abulsalam

7:89
قَدِ ٱفْتَرَيْنَا عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا إِنْ عُدْنَا فِى مِلَّتِكُم بَعْدَ إِذْ نَجَّىٰنَا ٱللَّهُ مِنْهَا ۚ وَمَا يَكُونُ لَنَآ أَن نَّعُودَ فِيهَآ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ رَبُّنَا ۚ وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَىْءٍ عِلْمًا ۚ عَلَى ٱللَّهِ تَوَكَّلْنَا ۚ رَبَّنَا ٱفْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِٱلْحَقِّ وَأَنتَ خَيْرُ ٱلْفَـٰتِحِينَ٨٩

یقینًا مونږ به په الله باندې سخت دروغ تپلي وي كه مونږ ستاسو دین ته در وګرځو وروسته له دې چې مونږ ته الله له هغه نه خلاصى راكړ، او مونږ ته دا حق نشته چې هغه ته وګرځو مګر دا چې زمونږ رب الله (څه) وغواړي، زمونږ رب هر شى په (خپل) علم كې راګېر كړى دى، خاص په الله باندې مونږ توكل كړى دى، اى زمونږه ربه! ته زمونږ په مینځ كې او زمونږ د قوم په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړه او ته تر ټولو غوره فیصله كوونكى يې

Zakaria Abulsalam

7:90
وَقَالَ ٱلْمَلَأُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦ لَئِنِ ٱتَّبَعْتُمْ شُعَيْبًا إِنَّكُمْ إِذًا لَّخَـٰسِرُونَ٩٠

او د هغه له قومه كافرو مشرانو وویل: یقینًا كه چېرې تاسو د شعیب تابعداري وكړه، بېشكه تاسو به په دغه وخت كې خامخا له تاوانیانو څخه یئ

Zakaria Abulsalam

7:91
فَأَخَذَتْهُمُ ٱلرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا۟ فِى دَارِهِمْ جَـٰثِمِينَ٩١

نو دوى زلزلې ونیول، نو دوى شول په خپلو كورونو كې پړمخې (مړه) پراته

Zakaria Abulsalam

7:92
ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ شُعَيْبًا كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا۟ فِيهَا ۚ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ شُعَيْبًا كَانُوا۟ هُمُ ٱلْخَـٰسِرِينَ٩٢

هغه كسان چې شعیب يې دروغجن ګڼلى و، (داسې هلاك شول) لكه چې دوى په دغو (كورونو) كې بېخي اباد نه وو، هغه كسان چې شعیب يې دورغجن ګڼلى و، همغوى تاوانیان وو

Zakaria Abulsalam

7:93
فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَـٰقَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَـٰلَـٰتِ رَبِّى وَنَصَحْتُ لَكُمْ ۖ فَكَيْفَ ءَاسَىٰ عَلَىٰ قَوْمٍ كَـٰفِرِينَ٩٣

نو دى له هغوى نه وګرځېده او ويې ويل:اى زما قومه! یقینًا یقینًا ما تاسو ته د خپل رب پېغامونه درورسول او ستاسو خیرخواهي مې وكړه، نو زه څنګه په كافر قوم باندې افسوس وكړم

Zakaria Abulsalam

7:94
وَمَآ أَرْسَلْنَا فِى قَرْيَةٍ مِّن نَّبِىٍّ إِلَّآ أَخَذْنَآ أَهْلَهَا بِٱلْبَأْسَآءِ وَٱلضَّرَّآءِ لَعَلَّهُمْ يَضَّرَّعُونَ٩٤

او مونږ په هېڅ یو كلي كې هېڅ یو نبي نه و لېږلى مګر دا چې مونږ به د هغه (كلي) اوسېدونكي په سختۍ او تكلیف كې ونیول، د دې لپاره چې دوى (الله ته) عاجزي او زاري وكړي

Zakaria Abulsalam

7:95
ثُمَّ بَدَّلْنَا مَكَانَ ٱلسَّيِّئَةِ ٱلْحَسَنَةَ حَتَّىٰ عَفَوا۟ وَّقَالُوا۟ قَدْ مَسَّ ءَابَآءَنَا ٱلضَّرَّآءُ وَٱلسَّرَّآءُ فَأَخَذْنَـٰهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ٩٥

بیا مونږ (هغوى ته) د بدۍ په ځاى خوشحالي په بدل كې وركړه، تر دې چې دوى ډېر شول او ويې ويل: یقینًا زمونږ پلرونو ته (هم) زمونږ په شان تكلیف او خوشحالي رسېدلې وه، نو مونږه دوى ناڅاپه راونیول او دوى شعور نه لاره

Zakaria Abulsalam

7:96
وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ ٱلْقُرَىٰٓ ءَامَنُوا۟ وَٱتَّقَوْا۟ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَـٰتٍ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ وَلَـٰكِن كَذَّبُوا۟ فَأَخَذْنَـٰهُم بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ٩٦

او كه چېرې د كلیو اوسېدونكو ایمان راوړى وَى او پرهېزګاره شوي وَى (، نو) مونږ به خامخا په دوي باندې له اسمان او ځمكې نه بركتونه پرانستلي وى او لېكن دوى تكذیب وكړ، نو مونږ دوى د هغو عملونو په سبب ونیول چې دوى كول

Zakaria Abulsalam

7:97
أَفَأَمِنَ أَهْلُ ٱلْقُرَىٰٓ أَن يَأْتِيَهُم بَأْسُنَا بَيَـٰتًا وَهُمْ نَآئِمُونَ٩٧

ایا د كلیو اوسېدونكي له دې نه بې غمه شوي دي چې په دوى باندې زمونږ عذاب د شپې راشي، په داسې حال كې چې دوى به ویده وي

Zakaria Abulsalam

7:98
أَوَأَمِنَ أَهْلُ ٱلْقُرَىٰٓ أَن يَأْتِيَهُم بَأْسُنَا ضُحًى وَهُمْ يَلْعَبُونَ٩٨

ایا د كلیو اوسېدونكي له دې نه بې غمه شوي دي چې په دوى باندې زمونږ عذاب په څاښت كې راشي، په داسې حال كې چې دوى به لوبې كوي

Zakaria Abulsalam

7:99
أَفَأَمِنُوا۟ مَكْرَ ٱللَّهِ ۚ فَلَا يَأْمَنُ مَكْرَ ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْقَوْمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ٩٩

ایا نو دوى د الله له مكر (پټ تدبير) نه بې وېرې دي، پس د الله له مكر نه يواځې تاواني خلق بې وېرې كېږي

Zakaria Abulsalam

7:100
أَوَلَمْ يَهْدِ لِلَّذِينَ يَرِثُونَ ٱلْأَرْضَ مِنۢ بَعْدِ أَهْلِهَآ أَن لَّوْ نَشَآءُ أَصَبْنَـٰهُم بِذُنُوبِهِمْ ۚ وَنَطْبَعُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ١٠٠

او ایا څرګنده شوې نه ده هغو كسانو ته چې د ځمكې له (مخكينو) اوسېدونكو نه وروسته دوى د هغې وارثان ګرځي دا چې كه مونږ غوښتلى (، نو) مونږ به دوى ته د دوى د ګناهونو په وجه سزا وركړې وَى او مونږ به د دوى په زړونو باندې مهر ولګوو، بیا به دوى (هېڅ) نه ویني

Zakaria Abulsalam

7:101
تِلْكَ ٱلْقُرَىٰ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنۢبَآئِهَا ۚ وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَـٰتِ فَمَا كَانُوا۟ لِيُؤْمِنُوا۟ بِمَا كَذَّبُوا۟ مِن قَبْلُ ۚ كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِ ٱلْكَـٰفِرِينَ١٠١

دغه كلي دي چې مونږ يې تا ته څه خبرونه بیانوو، او یقینًا یقینًا دوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې، نو دوى كله هم داسې نه وو چې پر هغه څه ایمان راوړي د څه چې يې مخكې تكذیب كړى و، همدارنګه الله د كافرانو په زړونو باندې مهر لګوي

Zakaria Abulsalam

7:102
وَمَا وَجَدْنَا لِأَكْثَرِهِم مِّنْ عَهْدٍ ۖ وَإِن وَجَدْنَآ أَكْثَرَهُمْ لَفَـٰسِقِينَ١٠٢

او مونږ په دوى كې د زیاترو هېڅ وعده نه ده موندلې (چې دوى پرې وفا كړې وي) او بېشكه مونږ د دوى زیاتره لازمًا نافرمان (وعده ماتوونكي) موندلي دي

Zakaria Abulsalam

7:103
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنۢ بَعْدِهِم مُّوسَىٰ بِـَٔايَـٰتِنَآ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ فَظَلَمُوا۟ بِهَا ۖ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَـٰقِبَةُ ٱلْمُفْسِدِينَ١٠٣

بیا وروسته له دوى نه مونږ فرعون او د هغهٔ سردارانو ته موسٰی ولېږه له خپلو ایتونو (معجزو) سره، نو هغوى له دغو (ایتونو) سره ظلم وكړ، نو ته وګوره د ورانكارو انجام څنګه شو؟

Zakaria Abulsalam

7:104
وَقَالَ مُوسَىٰ يَـٰفِرْعَوْنُ إِنِّى رَسُولٌ مِّن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ١٠٤

او موسٰی وویل: اى فرعونه! بېشكه زه د رب العلمین له جانبه رسول یم

Zakaria Abulsalam

7:105
حَقِيقٌ عَلَىٰٓ أَن لَّآ أَقُولَ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْحَقَّ ۚ قَدْ جِئْتُكُم بِبَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَرْسِلْ مَعِىَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ١٠٥

ټینګ ولاړ (یم) په دې خبره چې نه وایم پر الله مګر حقه خبره، یقینًا ما تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره معجزه راوړې ده، نو ته زما سره بني اسرائیل خوشې كړه (ويې لېږه)

Zakaria Abulsalam

7:106
قَالَ إِن كُنتَ جِئْتَ بِـَٔايَةٍ فَأْتِ بِهَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّـٰدِقِينَ١٠٦

فرعون وویل: كه چېرې تا كومه نښه راوړې وي، نو هغه راوړاندې كړه، كه چېرې ته له رښتینو څخه يې

Zakaria Abulsalam

7:107
فَأَلْقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِىَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ١٠٧

نو هغه خپله اَمسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغه ښكاره اژدها وه

Zakaria Abulsalam

7:108
وَنَزَعَ يَدَهُۥ فَإِذَا هِىَ بَيْضَآءُ لِلنَّـٰظِرِينَ١٠٨

او خپل لاس يې راوښكه، نو ناڅاپه هغه د كتونكو لپاره تك سپین و

Zakaria Abulsalam

7:109
قَالَ ٱلْمَلَأُ مِن قَوْمِ فِرْعَوْنَ إِنَّ هَـٰذَا لَسَـٰحِرٌ عَلِيمٌ١٠٩

د فرعون د قوم مشرانو وویل: بېشكه دا خامخا ډېر پوه جادوګر دى

Zakaria Abulsalam

7:110
يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُمْ ۖ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ١١٠

دى غواړي چې تاسو له خپلې ځمكې (وطن) نه وباسي، نو تاسو څه حكم كوئ؟

Zakaria Abulsalam

7:111
قَالُوٓا۟ أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَأَرْسِلْ فِى ٱلْمَدَآئِنِ حَـٰشِرِينَ١١١

خلقو وویل: ته ده ته او د ده ورور ته مهلت وركړه او په ښارونو كې راټولوونكي ولېږه

Zakaria Abulsalam

7:112
يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَـٰحِرٍ عَلِيمٍ١١٢

چې تا ته هر ښه پوه جادوګر راولي

Zakaria Abulsalam

7:113
وَجَآءَ ٱلسَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالُوٓا۟ إِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ ٱلْغَـٰلِبِينَ١١٣

او جادوګر فرعون ته راغلل، ويې ويل:بېشكه زمونږ لپاره به لازمًا اجرت وي كه چېرې همدا مونږ غلبه موندونكي شو

Zakaria Abulsalam

7:114
قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ لَمِنَ ٱلْمُقَرَّبِينَ١١٤

(فرعون) وویل: هو! یقینًا لازمًا تاسو به له مقربینو څخه یئ

Zakaria Abulsalam

7:115
قَالُوا۟ يَـٰمُوسَىٰٓ إِمَّآ أَن تُلْقِىَ وَإِمَّآ أَن نَّكُونَ نَحْنُ ٱلْمُلْقِينَ١١٥

(جادوګرو) وویل: اى موسٰی! یا ته (امسا) وغورځوه او یا به همدا مونږ (خپلو رسيو او امساګانو لره) غورځوونكي یو

Zakaria Abulsalam

7:116
قَالَ أَلْقُوا۟ ۖ فَلَمَّآ أَلْقَوْا۟ سَحَرُوٓا۟ أَعْيُنَ ٱلنَّاسِ وَٱسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَآءُو بِسِحْرٍ عَظِيمٍ١١٦

ويې ويل: تاسو يې وغورځوئ، نو كله چې هغوى وغورځولې (، نو) د خلقو پر سترګو يې جادو وكړ او هغوى يې ښه ووېرول او ډېر لوى جادو يې وكړ

Zakaria Abulsalam

7:117
۞ وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنْ أَلْقِ عَصَاكَ ۖ فَإِذَا هِىَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ١١٧

او مونږ موسٰی ته وحي وكړه چې خپله امسا وغورځوه، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې هغوى به جوړول

Zakaria Abulsalam

7:118
فَوَقَعَ ٱلْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ١١٨

نو حق ثابت شو او هغه څه باطل شول چې هغوى به كول

Zakaria Abulsalam

7:119
فَغُلِبُوا۟ هُنَالِكَ وَٱنقَلَبُوا۟ صَـٰغِرِينَ١١٩

نو هغه ساحران په دغه ځاى كې مغلوب شول او دوى ذلیله سپك وګرځېدل

Zakaria Abulsalam

7:120
وَأُلْقِىَ ٱلسَّحَرَةُ سَـٰجِدِينَ١٢٠

او (جادوګر) وغورځول شول، چې سجده كوونكي وو

Zakaria Abulsalam