7. سورت الأعراف – آیتونه 121–160
سورت الأعراف د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
ويې ويل:مونږ پر رب العلمین ایمان راوړ
— Zakaria Abulsalam
د موسٰی او د هارون پر رب
— Zakaria Abulsalam
فرعون وویل: تاسو پر ده ایمان راوړ مخكې له دې چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دا يقينًا یو مكر (سازش) دى چې تاسو دغه په دې ښار كې ترسره كړى دى، د دې لپاره چې تاسو له دې (ښار) نه د هغهٔ اوسېدونكي وباسئ، نو ژر به تاسو پوه شئ
— Zakaria Abulsalam
زه به ستاسو لاسونه او ستاسو پښې ادلې بدلې خامخا لازمًا غوڅې كړم، بیا به خامخا لازمًا تاسو ټول په دار كړم
— Zakaria Abulsalam
وویل (جادوګرو): بېشكه مونږ د خپل رب په طرف بېرته ورتلونكي یو
— Zakaria Abulsalam
او ته بدې نه ګڼې زمونږ نه (هېڅ عمل) سوا له دې نه چې مونږ د خپل رب پر ایتونو ایمان راوړى دى، كله چې دغه (ایتونه) مونږ ته راغلل، اى زمونږه ربه! ته پر مونږ باندې صبر راتوى كړه او مونږ ته وفات راكړه، په داسې حال كې چې مسلمانان یو
— Zakaria Abulsalam
او د فرعون د قوم مشرانو (فرعون ته) وویل: ایا ته موسٰی او د هغه قوم د دې لپاره (ازاد) پرېږدې چې په ځمكه كې ورانى وكړي او تا او ستا معبودان پرېږدي، وویل (فرعون): ژر به مونږ د دوى زامن ووژنو او د دوى ښځې (جينكۍ) به ژوندۍ پرېږدو او بېشكه مونږ د دوى له پاسه زوروَر یو
— Zakaria Abulsalam
موسٰی خپل قوم ته وویل: تاسو له الله نه مدد وغواړئ او صبر كوئ، بېشكه ځمكه د الله لپاره ده، هغه په خپلو بنده ګانو كې هغه څوك د دې وارث ګرځوي چې يې وغواړي او ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى
— Zakaria Abulsalam
(بني اسرائیلو) وویل: مونږ ته تكلیف رسول شوى دى، مخكې له دې چې ته مونږ ته راشې او وروسته له دې چې ته مونږ ته راغلې. (موسٰی) وویل: امېد دى چې ستاسو رب به ستاسو دښمن هلاك كړي او تاسو به په ځمكه كې خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړي، بیا به هغه ګوري چې تاسو څنګه عمل كوئ؟
— Zakaria Abulsalam
او یقینًا یقینًا مونږه فرعونیان په وچكالۍ سره او د مېوو په كم والي سره نیولي (مبتلا كړي) وو، د دې لپاره چې دوى نصیحت ومني
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې به پر دوى خوشحالي راغله، ویل به يې: مونږ د همدې حقدار يو او كه چېرې پر دوى به څه تكلیف راغى، نو بدفالي به يې نيوله، په موسٰی او په هغه چا چې له هغه سره وو، خبردار! بېشكه خبره همدا ده چې د دوى بدفالي له الله سره ده او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي
— Zakaria Abulsalam
او دوى به (موسٰی ته) ویل: ته چې مونږ ته هر قسمه نښه راوړې؛ د دې لپاره چې په هغې سره ته پر مونږه جادو وكړې، نو مونږ په تا باندې كله هم ایمان راوړونكي نه یو
— Zakaria Abulsalam
نو مونږه په دوى باندې (وار په وار) طوفان، او ملخان او سپږې او چیندخې او وینه راولېږل، چې بېلې بېلې نښې وې، بيا هم هغوى تكبر وكړ او هغوى مجرم خلق وو
— Zakaria Abulsalam
او كله چې په دوى باندې عذاب راپرېوتلو (، نو) ويې ويل: اى موسٰی: ته زمونږ لپاره له خپل رب نه دعا وغواړه په هغه څه سره چې له تا سره يې وعده كړې ده، یقینًا كه ته زمونږ نه عذاب لرې كړې، مونږ به خامخا لازمًا پر تا ایمان راوړو او خامخا لازمًا به له تا سره بني اسرائیل ولېږو (خوشې كړو)
— Zakaria Abulsalam
نو كله چې به مونږ له دوى نه عذاب لرې كړ تر هغې مودې پورې چې دوى هغې ته رسېدونكي وو، ناڅاپه به دوى وعده ماته كړه
— Zakaria Abulsalam
بيا مونږ له دوى نه انتقام واخيست، نو په سمندر كې مو غرق كړل، ځكه چې یقینًا هغوى زمونږ د ایتونو تكذیب كړى و او له هغو نه غافله وو
— Zakaria Abulsalam
او مونږه هغه خلق چې ضعيفه كولى شول د ځمكې د مشرِقي اړخونو او د هغې د مغرِبي اړخونو وارثان وګرځول، هغه (اړخونه) چې مونږ په هغو كې بركت اچولى دى، او ستا د رب ډېره ښه كلمه په بني اسرائیلو باندې تمامه شوه، د دوى د صبر كولو په سبب او مونږه تباه كړې هغه (ودانۍ) چې فرعون او د هغه قوم به جوړولې او هغه چې دوى به لوړولې
— Zakaria Abulsalam
او مونږه بني اسرائیل پر سمندر پورې اېستل، نو دوى پر داسې قوم راغلل چې د خپلو بتانو پر عبادت قايم وو، بني اسرائیلو وویل: اى موسٰی! زمونږ لپاره (هم) داسې معبود جوړ كړه، لكه څنګه چې د دوى لپاره معبودان دي، (موسٰی) وویل: بېشكه تاسو داسې قوم یئ چې جهالت كوئ
— Zakaria Abulsalam
بېشكه دا خلق (چې دي) تباه ده هغه (تګلاره) چې دوى په هغې كې دي او باطل دي هغه عملونه چې دوى يې كوي
— Zakaria Abulsalam
(موسٰی) وویل: ایا زه تاسو ته له الله نه سِوا معبود ولټوم، حال دا چې هغه (الله) تاسو په عالمونو باندې غوره كړي یئ
— Zakaria Abulsalam
او كله چې مونږ تاسو ته له فرعونیانو نه نجات دركړ، چې تاسو ته به يې سخت عذاب دررساوه، چې ستاسو زامن به يې وژل او ستاسو ښځې (لوڼه) به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې ستاسو د رب له جانبه ډېر لوى ازمېښت و
— Zakaria Abulsalam
او مونږ له موسٰی سره د دېرشو شپو وعده وكړه او مونږ هغه په لسو(نورو) سره پوره كړې، نو ستا د رب ټاكلې موده څلوېښت ورځې پوره شوه، او موسٰی خپل ورور هارون ته وویل: ته زما په قوم كې زما نايب جوړ شه او اصلاح كوه او د ورانكارو د لارې پیروي مه كوه
— Zakaria Abulsalam
او كله چې موسٰی زمونږ ټاكلي وخت ته راغى او خپل رب يې ورسره خبرې وكړې، ويې ويل: اى زما ربه! ته ما ته (خپل ځان) وښیه چې زه تا ووینم، رب وویل: ته به ما (په دنیا كې ) له سره ونه وینې او لېكن ته غر ته وګوره، نو كه چېرې هغه پر خپل ځاى ثابت پاتې شو، نو بيا به ته ما خامخا ووینې، نو كله چې د هغهٔ رب غر ته تجلي وكړه (، نو) هغه يې ذرې ذرې وګرځاوه او موسٰی بېخوده پرېوتلو، نو كله چې په خود شو، ويې ويل: زه ستا پاكي بیانوم، زه تا ته توبې وباسم او زه تر ټولو اول ایمان راوړونكى یم
— Zakaria Abulsalam
الله وویل: اى موسٰی! بېشكه ما تا ته په ټولو خلقو باندې په خپلو پېغامونو سره او په خپل كلام سره غوره والى دركړى دى، نو ته هغه څه ونیسه چې ما تا ته دركړي دي، او له شكر كوونكو څخه شه
— Zakaria Abulsalam
او مونږ د هغه لپاره په تختیو كې د هر شي باره كې نصیحت او د هر شي تفصیل ولیكه، نو ورته ومو ويل: ته دغه په قوت سره ونیسه او خپل قوم ته حكم وكړه چې د دې په غوره (احكامو) عمل وكړي، ژر به زه تاسو ته د فاسقانو استوګنه وښیم
— Zakaria Abulsalam
زه به له خپلو ایتونو نه هغه كسان لازمًا واړوم چې په ځمكه كې ناحقه تكبر كوي او كه دوى هره نښه وویني (، بیا هم) پر هغې ایمان نه راوړي او كه چېرې دوى د هدایت لار وویني (، نو) هغه خپله لار نه غوره كوي، او كه چېرې د ګمراهۍ لار وویني (، نو) هغه خپله لار ګرځوي، دا ځكه چې یقینًا دوى زمونږ د ایتونو تكذیب كړى دى، او دوى له هغو نه غافله وو
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو او د اخرت د ملاقات تكذیب يې كړى دى، د هغوى عملونه برباد شول، دوى ته به بدله نه وركول كېږي مګر د هغو كارونو چې دوى به كول
— Zakaria Abulsalam
او د موسٰی قوم (طور ته) د هغه (له تلو) نه پس له خپلو زېوراتو نه مجسم سخى جوړكړ چې د هغه اواز د سخي و، ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه دا (مجسم سخى) نه له دوى سره خبرې كولى شي او نه دوى ته څه لار ښودلى شي، دوى دغه (معبود) جوړ كړى دى او دوى ظالمان وو
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى پښېمانه شول او پوه شول چې یقینًا دوى ګمراه شوي دي، ويې ويل: كه چېرې زمونږ رب پر مونږ رحم ونه كړي او مونږ ته بخښنه ونه كړي (، نو) مونږ به خامخا ضرور له تاوانیانو څخه شو
— Zakaria Abulsalam
او كله چې موسٰی خپل قوم ته بېرته راغى، چې ډېر غصّه، افسوس كوونكى و، ويې ويل: تاسو له ما نه وروسته زما بد (او خراب) نيابت كړى دى، ایا تاسو د خپل رب له حكم نه تلوار وكړ؟ او تختۍ يې وغورځولې او د خپل ورور سر يې راونېوه، چې هغه يې خپل ځان ته راښكه، هغه وویل: اى زما د مور زویه! بېشكه دې قوم زه كمزورى كړى وم او نژدې وو چې ما ووژني، نو ته په ما باندې دښمنان مه خوشحالوه او ما له ظالم قوم سره مه ملګرى كوه
— Zakaria Abulsalam
(موسٰی) وویل: اى زما ربه! ته ما ته بخښنه وكړه او زما ورور ته او مونږ په خپل رحمت كې داخل كړه او ته تر ټولو لوى مهربان يې
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې سخى يې (معبود) نیولى دى، ژر به دوى ته د خپل رب له جانبه غضب ورسېږي او په دنيايي ژوند كې ذلت او همدارنګه مونږ بهتان تړونكو ته سزا وركوو
— Zakaria Abulsalam
او هغه كسان چې بد كارونه يې كړي دي، بیا يې له هغو نه وروسته توبه وېستلې ده او ایمان يې راوړى دى، بېشكه ستا رب له دې (توبې) نه پس خامخا ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
— Zakaria Abulsalam
او كله چې د موسٰی غصه سړه شوه، تختۍ يې راواخيستلې او د هغو په لیك كې هدایت او رحمت و د هغو كسانو لپاره چې هغوى يواځې له خپل رب نه وېرېږي
— Zakaria Abulsalam
او موسٰی له خپل قوم نه اویا كسان زمونږ د مقرر كړي وخت لپاره غوره كړل، نو كله چې هغوى زلزلې ونیول، موسٰی وویل: اى زما ربه! كه چېرې تا غوښتلى، نو تا به دوى مخكې هلاك كړي وو او زه (هم)، ایا ته مونږه د هغه كار په وجه هلاكوې چې په مونږ كې بېوقوفو كړى دى؟ نه دي دا مګر ستا ازمایل، ته په دې سره ګمراه كوې چا لره چې ته وغواړې او پر نېغه لار روانوې چا لره چې وغواړې، ته زمونږ كارساز يې، نو ته مونږ ته بخښنه وكړه او پر مونږ رحم وكړه او ته تر ټولو غوره بخښونكى يې
— Zakaria Abulsalam
او ته زمونږ لپاره په دې دنیا كې ښېګڼه ولیكه او په اخرت كې هم، بېشكه مونږه تا ته رجوع كړې ده، الله وویل: زه خپل عذاب رسوم چا ته چې وغواړم او زما رحمت هر شى راګېر كړى دى، نو ژر به زه ولیكم دا (رحمت) د هغو كسانو لپاره چې پرهېزګاره دي او زكات ادا كوي او هغه كسان چې هغوى زمونږ پر ایتونو ایمان لري
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان چې د اُمي رسول (او) نبي پیروي كوي هغه چې دوى يې له خپل ځان سره په تورات او انجیل كې لیكلى مومي، دوى ته د نېكۍ حكم كوي او دوى له بدۍ نه منع كوي او دوى ته پاكیزه څیزونه حلالوي او په دوى باندې خبیث څیزونه حراموي او له دوى نه د دوى درانه بارونه لرې كوي او هغه قیدونه هم چې پر دوى وو، نو هغه كسان چې پر ده يې ایمان راوړ او د ده ادب يې وكړ او د ده مدد يې وكړ او د هغې رڼا پیروي يې وكړه چې له ده سره نازل كړى شوې ده، همدغه كسان كامیاب دي
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: اى خلقو! بېشكه زه ستاسو د ټولو په طرف د هغه الله (رالېږل شوى) رسول یم چې خاص د هغهٔ لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، همدغه ژوند وركوي او مرګ وركوي، نو تاسو پر الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې پر الله او د هغه پر كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ
— Zakaria Abulsalam
او د موسٰی په قوم كې یوه ډله داسې هم ده چې په حقه سره لار ښیي او په همدې (حق) سره انصاف كوي
— Zakaria Abulsalam
او مونږ دغه بني اسرائیل بېل بېل كړل دولس قبیلې، ډلې ډلې او مونږ موسٰی ته وحي وكړه، كله چې له هغه نه خپل قوم اوبه وغوښتې، چې ته په خپلې امسا سره كاڼى ووهه، نو له هغه نه دولس چینې جاري شوې، ټولو خلقو په يقيني ډول خپل خپل ګودر وپېژنده او مونږه پر هغوى باندې وریځ سيورى كړه او پر هغوى باندې مو ’’مَنْ‘‘ او ’’سَلْوٰی‘‘ نازل كړل، تاسو هغه پاكیزه څیزونه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي او دوى پر مونږ ظلم نه و كړى او لېكن دوى خاص پر خپلو ځانونو ظلم كاوه
— Zakaria Abulsalam