QuranPilotQuranPilot
الْأَعْرَافُ

7. سورت الأعراف – آیتونه 161–200

سورت الأعراف د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

7:161
وَإِذْ قِيلَ لَهُمُ ٱسْكُنُوا۟ هَـٰذِهِ ٱلْقَرْيَةَ وَكُلُوا۟ مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ وَقُولُوا۟ حِطَّةٌ وَٱدْخُلُوا۟ ٱلْبَابَ سُجَّدًا نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطِيٓـَٔـٰتِكُمْ ۚ سَنَزِيدُ ٱلْمُحْسِنِينَ١٦١

او كله چې دوى ته وویل شول چې تاسو په دې كلي كې اوسئ او د دې له پيداوار نه خوراك كوئ كوم ځاى چې مو خوښه شي، او تاسو وایئ: وبخښه (زمونږ ګناهونه) او په دروازه كې سجده كوونكي داخل شئ، مونږ به ستاسو ګناهونه وبخښو، نېكي كوونكي به خامخا په نور زیات فضل سره ونازوو.

Zakaria Abulsalam

7:162
فَبَدَّلَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْهُمْ قَوْلًا غَيْرَ ٱلَّذِى قِيلَ لَهُمْ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِجْزًا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ بِمَا كَانُوا۟ يَظْلِمُونَ١٦٢

نو هغو كسانو چې ظلم يې كړى و، هغه خبره چې دوى ته ویل شوې وه په بل شان بدله كړه، نو مونږه پر هغوى باندې له اسمان نه عذاب راولېږه، په سبب د هغه ظلم چې دوى به كاوه

Zakaria Abulsalam

7:163
وَسْـَٔلْهُمْ عَنِ ٱلْقَرْيَةِ ٱلَّتِى كَانَتْ حَاضِرَةَ ٱلْبَحْرِ إِذْ يَعْدُونَ فِى ٱلسَّبْتِ إِذْ تَأْتِيهِمْ حِيتَانُهُمْ يَوْمَ سَبْتِهِمْ شُرَّعًا وَيَوْمَ لَا يَسْبِتُونَ ۙ لَا تَأْتِيهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ نَبْلُوهُم بِمَا كَانُوا۟ يَفْسُقُونَ١٦٣

او ته له دوى نه د هغه كلي په باره كې تپوس وكړه چې د سمندر پر غاړه پروت و، كله چې به هغوى د خالي په ورځ له حد نه تېرېدل، كله چې به هغوى ته د هغوى د خالي په ورځ خپل كبان ښكاره راتلل، او په هغې ورځ كې چې دوى به په خالي كې نه وو داخل (، نو) دوى ته به نه راتلل، همدارنګه مونږه دوى ازمایو، په سبب د هغې نافرمانۍ چې دوى به كوله

Zakaria Abulsalam

7:164
وَإِذْ قَالَتْ أُمَّةٌ مِّنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا ۙ ٱللَّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا ۖ قَالُوا۟ مَعْذِرَةً إِلَىٰ رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ١٦٤

او كله چې په دوى كې یوې ډلې وویل: ولې تاسو داسې خلقو ته نصیحت كوئ چې الله د هغو هلاكوونكى دى، یا هغو ته ډېر سخت عذاب وركوونكى دى؟ هغوى وویل: خپل رب ته د عذر وړاندې كولو لپاره او د دې لپاره چې دوى پرهېزګاره شي

Zakaria Abulsalam

7:165
فَلَمَّا نَسُوا۟ مَا ذُكِّرُوا۟ بِهِۦٓ أَنجَيْنَا ٱلَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ ٱلسُّوٓءِ وَأَخَذْنَا ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ بِعَذَابٍۭ بَـِٔيسٍۭ بِمَا كَانُوا۟ يَفْسُقُونَ١٦٥

نو كله چې دوى هغه (دین) پرېښوده چې په هغه سره ورته نصیحت شوى و، مونږ هغو كسانو ته نجات وركړ چې له بدۍ نه يې منع كوله او په ډېر سخت عذاب سره مو هغه كسان راونیول چې ظلم يې كړى و، په سبب د هغې نافرمانۍ چې دوى به كوله

Zakaria Abulsalam

7:166
فَلَمَّا عَتَوْا۟ عَن مَّا نُهُوا۟ عَنْهُ قُلْنَا لَهُمْ كُونُوا۟ قِرَدَةً خَـٰسِـِٔينَ١٦٦

نو كله چې دوى سركشي وكړه د هغه څه باره كې چې ترې منع شوي وو، مونږ دوى ته وویل: تاسو ذلیله شادوګان شئ

Zakaria Abulsalam

7:167
وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبْعَثَنَّ عَلَيْهِمْ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ مَن يَسُومُهُمْ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ ۗ إِنَّ رَبَّكَ لَسَرِيعُ ٱلْعِقَابِ ۖ وَإِنَّهُۥ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ١٦٧

او كله چې ستا رب اعلان وكړ چې خامخا ضرور به په دوى باندې د قیامت د ورځې پورې داسې څوك مسلط كوي چې دوى ته به سخت عذاب رسوي، بېشكه ستا رب خامخا ډېر تېز عذاب والا دى او بېشكه هغه خامخا ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

Zakaria Abulsalam

7:168
وَقَطَّعْنَـٰهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ أُمَمًا ۖ مِّنْهُمُ ٱلصَّـٰلِحُونَ وَمِنْهُمْ دُونَ ذَٰلِكَ ۖ وَبَلَوْنَـٰهُم بِٱلْحَسَنَـٰتِ وَٱلسَّيِّـَٔاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ١٦٨

او مونږه دوى په ځمكه كې ټكړې ټكړې كړل (ووېشل)، ډلې ډلې، په دوې كې ځینې نېكان دي او ځینې په كې راكم (لاندې) دي، او مونږ دوى په نعمتونو او تكلیفونو سره وازمایل، د دې لپاره چې دوى (الله ته) راوګرځي.

Zakaria Abulsalam

7:169
فَخَلَفَ مِنۢ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ وَرِثُوا۟ ٱلْكِتَـٰبَ يَأْخُذُونَ عَرَضَ هَـٰذَا ٱلْأَدْنَىٰ وَيَقُولُونَ سَيُغْفَرُ لَنَا وَإِن يَأْتِهِمْ عَرَضٌ مِّثْلُهُۥ يَأْخُذُوهُ ۚ أَلَمْ يُؤْخَذْ عَلَيْهِم مِّيثَـٰقُ ٱلْكِتَـٰبِ أَن لَّا يَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْحَقَّ وَدَرَسُوا۟ مَا فِيهِ ۗ وَٱلدَّارُ ٱلْـَٔاخِرَةُ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ١٦٩

نو له دوى نه وروسته داسې نالايقه خلق د دوى ځاى ناستي شول، چې د كتاب وارثان وګرځېدل، چې د دې ډېرې خسیسې دنیا سامان اخلي او (بیا هم) وايي: مونږ ته به ضرور بخښنه وشي او كه چېرې دوى ته د دې په مثل سامان راشي (، نو) هغه (هم) اخلي، ایا له دوى نه په كتاب كې پخه وعده نه وه اخيستل شوې چې دوى به پر الله باندې نه وايي مګر حقه خبره او دوى هغه (احكام) لوستي وو چې په هغه (كتاب) كې ليك وو، او د اخرت كور د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې پرهېزګاره دي، ایا نو تاسو ولې له عقل نه كار نه اخلئ!

Zakaria Abulsalam

7:170
وَٱلَّذِينَ يُمَسِّكُونَ بِٱلْكِتَـٰبِ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُصْلِحِينَ١٧٠

او هغه كسان چې (د الله) كتاب ښه ټینګ نیسي او لمونځ قايموي، بېشكه مونږ د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوو

Zakaria Abulsalam

7:171
۞ وَإِذْ نَتَقْنَا ٱلْجَبَلَ فَوْقَهُمْ كَأَنَّهُۥ ظُلَّةٌ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُۥ وَاقِعٌۢ بِهِمْ خُذُوا۟ مَآ ءَاتَيْنَـٰكُم بِقُوَّةٍ وَٱذْكُرُوا۟ مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ١٧١

او كله چې مونږ د دوى له پاسه غر راپورته كړ، ګویا كې هغه سايبان دى، او دوى یقین وكړ چې بېشكه دا پر دوى راپرېوتونكى دى، تاسو په قوت سره ونیسئ هغه (تورات) چې مونږ تاسو ته دركړى دى او یاد كړئ هغه څه چې په هغه كې دي، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ

Zakaria Abulsalam

7:172
وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِنۢ بَنِىٓ ءَادَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ۖ قَالُوا۟ بَلَىٰ ۛ شَهِدْنَآ ۛ أَن تَقُولُوا۟ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَـٰذَا غَـٰفِلِينَ١٧٢

او كله چې ستا رب د ادم له اولادې نه د هغو له شاګانو نه د هغوى اولاد راواخیست او دوى يې په خپلو ځانونو باندې ګواه جوړ كړل، (او ورته ويې ویل:) ایا زه ستاسو رب نه یم؟ دوى وویل: ولې نه! مونږ (د دې) ګواهي كوو، (دا د دې لپاره) چې تاسو د قیامت په ورځ و (نه) وایئ چې بېشكه مونږ له دې نه غافله وو

Zakaria Abulsalam

7:173
أَوْ تَقُولُوٓا۟ إِنَّمَآ أَشْرَكَ ءَابَآؤُنَا مِن قَبْلُ وَكُنَّا ذُرِّيَّةً مِّنۢ بَعْدِهِمْ ۖ أَفَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ ٱلْمُبْطِلُونَ١٧٣

یا دا و(نه) وایئ چې بېشكه خبره دا ده چې شرك زمونږ پلرونو كړى و مخكې، او مونږ له هغوى نه وروسته (د هغوى) اولاد وو، ایا ته به مونږ په هغه جرم سره هلاكوې چې باطل پرستو ترسره كړى دى؟

Zakaria Abulsalam

7:174
وَكَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَـٰتِ وَلَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ١٧٤

او همدارنګه مونږ په تفصیل سره ایتونه بیانوو او د دې لپاره چې دوى (له تقلیده) راوګرځي

Zakaria Abulsalam

7:175
وَٱتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ٱلَّذِىٓ ءَاتَيْنَـٰهُ ءَايَـٰتِنَا فَٱنسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ ٱلشَّيْطَـٰنُ فَكَانَ مِنَ ٱلْغَاوِينَ١٧٥

او ته دوى ته د هغه كس خبر ولوله چې مونږ هغه ته خپل ایتونه وركړي وو، نو دى له هغو نه ووتلو، نو شیطان په هغه پسې شو، نو هغه له ګمراهانو څخه شو

Zakaria Abulsalam

7:176
وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَـٰهُ بِهَا وَلَـٰكِنَّهُۥٓ أَخْلَدَ إِلَى ٱلْأَرْضِ وَٱتَّبَعَ هَوَىٰهُ ۚ فَمَثَلُهُۥ كَمَثَلِ ٱلْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ۚ ذَّٰلِكَ مَثَلُ ٱلْقَوْمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا ۚ فَٱقْصُصِ ٱلْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ١٧٦

او كه چېرې مونږ غوښتلى (، نو) خامخا به مو هغه په دغو (ایتونو) سره پورته كړى و او لېكن هغه ځمكې ته پوخ مايله شو (هغه ځمكې ته مینه وكړه) او د خپل خواهش پیروي يې شروع كړه، نو د هغه مثال د سپي په شان دى، كه ته په هغه حمله وكړې، (نو هغه) ژبه راوباسي او تیګاه وهي او كه ته يې پرېږدې (بیا هم) ژبه راوباسي او تیګاه وهي، دا د هغو خلقو مثال دى چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو ته (دا) قصې بیان كړه، د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي

Zakaria Abulsalam

7:177
سَآءَ مَثَلًا ٱلْقَوْمُ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا وَأَنفُسَهُمْ كَانُوا۟ يَظْلِمُونَ١٧٧

د مثال له مخې هغه قوم بد دى چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى او دوى به خاص پر خپلو ځانونو ظلم كاوه

Zakaria Abulsalam

7:178
مَن يَهْدِ ٱللَّهُ فَهُوَ ٱلْمُهْتَدِى ۖ وَمَن يُضْلِلْ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ١٧٨

چا ته چې الله هدایت په نصیب كړي، نو همغه هدایت موندونكى دى او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو همدغه خلق تاوانیان دي

Zakaria Abulsalam

7:179
وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ ۖ لَهُمْ قُلُوبٌ لَّا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَّا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ ءَاذَانٌ لَّا يَسْمَعُونَ بِهَآ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ كَٱلْأَنْعَـٰمِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْغَـٰفِلُونَ١٧٩

او یقینًا یقینًا مونږ د جهنم لپاره ډېر زیات داسې پېریان او انسانان پیدا كړي دي چې د هغوى زړونه شته (خو) په هغو سره هغوى نه پوهېږي او د هغوى سترګې شته (خو) لیدل پرې نه كوي او د هغوى غوږونه شته (خو) اورېدل پرې نه كوي، دغه خلق د څارویو په شان دي، بلكې دوى (له دغو نه هم) زیات ګمراه دي، همدغه خلق غافله دي

Zakaria Abulsalam

7:180
وَلِلَّهِ ٱلْأَسْمَآءُ ٱلْحُسْنَىٰ فَٱدْعُوهُ بِهَا ۖ وَذَرُوا۟ ٱلَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِىٓ أَسْمَـٰٓئِهِۦ ۚ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ١٨٠

او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ او هغه كسان پرېږدئ چې د هغهٔ په نومونو كې الحاد (كوږوالى) كوي، ژر به هغوى ته د هغو عملونو بدله (سزا) وركړى شي چې هغوى به كول

Zakaria Abulsalam

7:181
وَمِمَّنْ خَلَقْنَآ أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِٱلْحَقِّ وَبِهِۦ يَعْدِلُونَ١٨١

او په هغو كسانو كې چې مونږ پیدا كړي دي؟ یوه ډله داسې هم شته چې د حق مطابق نېغه لار ښیي او په دې (حق) سره انصاف كوي

Zakaria Abulsalam

7:182
وَٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا سَنَسْتَدْرِجُهُم مِّنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ١٨٢

او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو يې تكذیب كړى دى؛ ژر به مونږ دوى له داسې لوري په تدریج سره راونیسو چې دوى به نه پوهېږي

Zakaria Abulsalam

7:183
وَأُمْلِى لَهُمْ ۚ إِنَّ كَيْدِى مَتِينٌ١٨٣

او زه دوى ته مهلت وركوم، بېشكه زما تدبیر (چل) ډېر مضبوط دى

Zakaria Abulsalam

7:184
أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا۟ ۗ مَا بِصَاحِبِهِم مِّن جِنَّةٍ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ١٨٤

ایا دوى هېڅ فكر نه دى كړى، چې د دوى په ملګري پورې هېڅ لیونتوب نشته، نه دى هغه مګر یو ښكاره وېروونكى

Zakaria Abulsalam

7:185
أَوَلَمْ يَنظُرُوا۟ فِى مَلَكُوتِ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا خَلَقَ ٱللَّهُ مِن شَىْءٍ وَأَنْ عَسَىٰٓ أَن يَكُونَ قَدِ ٱقْتَرَبَ أَجَلُهُمْ ۖ فَبِأَىِّ حَدِيثٍۭ بَعْدَهُۥ يُؤْمِنُونَ١٨٥

ایا دوى د اسمانونو او ځمكې په سلطنت (او انتظام) كې غور نه دى كړى او په هغو شيانو كې چې الله پیدا كړي دي او په دې كې چې كېداى شي چې د دوى اجل ډېر نژدې شوى وي، نو له دې (قرآن) نه وروسته به دوى پر كومه خبره ایمان راوړي؟

Zakaria Abulsalam

7:186
مَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَلَا هَادِىَ لَهُۥ ۚ وَيَذَرُهُمْ فِى طُغْيَـٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ١٨٦

هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغهٔ لپاره هېڅ هدایت وركوونكى نشته او الله دوى په خپلې سركشۍ كې پرېږدي، په دې حال كې چې سرګردان وي

Zakaria Abulsalam

7:187
يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلسَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَىٰهَا ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ رَبِّى ۖ لَا يُجَلِّيهَا لِوَقْتِهَآ إِلَّا هُوَ ۚ ثَقُلَتْ فِى ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۚ لَا تَأْتِيكُمْ إِلَّا بَغْتَةً ۗ يَسْـَٔلُونَكَ كَأَنَّكَ حَفِىٌّ عَنْهَا ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ ٱللَّهِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ١٨٧

دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د دې (قیامت) پېښېدل كله دي؟ ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې د هغهٔ علم زما له رب سره دى، پر خپل وخت به يې يواځې هغه ظاهروي، دغه (پېښه) په اسمانونو او ځمكه كې درنه ده، پر تاسو به نه راځي مګر ناڅاپه، دوى له تا نه (په داسې انداز كې ) تپوس كوي ګویا كې ته د ده په باره كې پوره تحقیق ته رسېدلى يې، ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې د ده علم له الله سره دى او لېكن زیاتره خلق نه پوهېږي

Zakaria Abulsalam

7:188
قُل لَّآ أَمْلِكُ لِنَفْسِى نَفْعًا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُ ۚ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ ٱلْغَيْبَ لَٱسْتَكْثَرْتُ مِنَ ٱلْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِىَ ٱلسُّوٓءُ ۚ إِنْ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ١٨٨

ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه پر غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي

Zakaria Abulsalam

7:189
۞ هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَٰحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا ۖ فَلَمَّا تَغَشَّىٰهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِۦ ۖ فَلَمَّآ أَثْقَلَت دَّعَوَا ٱللَّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ ءَاتَيْتَنَا صَـٰلِحًا لَّنَكُونَنَّ مِنَ ٱلشَّـٰكِرِينَ١٨٩

دى همغه ذات دى چې تاسو يې له یو ځان نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړه، د دې لپاره چې د هغې ترڅنګ ارام او سكون حاصل كړي، بیا كله چې سړي (خپله جوړه) پټه كړه (جماع يې ورسره وكړه، نو) هغه حامله شوه په سپك حمل سره، نو هغه به يې ګرځاوه، نو كله چې درنه شوه، دواړو له خپل پالونكي الله نه دعا وغوښتله، (چې) كه چېرې تا مونږ ته روغ بچـى راكړ (، نو) مونږ به خامخا ضرور له شكر كوونكو څخه شو

Zakaria Abulsalam

7:190
فَلَمَّآ ءَاتَىٰهُمَا صَـٰلِحًا جَعَلَا لَهُۥ شُرَكَآءَ فِيمَآ ءَاتَىٰهُمَا ۚ فَتَعَـٰلَى ٱللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ١٩٠

نو كله چې الله دوى ته روغ بچى وركړ، دوى له الله سره په هغه څه كې شریكان جوړ كړل چې دوى ته يې وركړى و، نو الله ډېر اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شريكوي

Zakaria Abulsalam

7:191
أَيُشْرِكُونَ مَا لَا يَخْلُقُ شَيْـًٔا وَهُمْ يُخْلَقُونَ١٩١

ایا دوى (له الله سره) هغه شیان شريكوي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، حال دا چې دوى پخپله پیدا كاوه شي

Zakaria Abulsalam

7:192
وَلَا يَسْتَطِيعُونَ لَهُمْ نَصْرًا وَلَآ أَنفُسَهُمْ يَنصُرُونَ١٩٢

او نه له دوى سره د څه مدد كولو طاقت لري او نه هم له خپلو ځانونو سره مدد كولى شي

Zakaria Abulsalam

7:193
وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى ٱلْهُدَىٰ لَا يَتَّبِعُوكُمْ ۚ سَوَآءٌ عَلَيْكُمْ أَدَعَوْتُمُوهُمْ أَمْ أَنتُمْ صَـٰمِتُونَ١٩٣

او كه چېرې تهٔ دوى هدایت ته راوبلې، دوى به ستاسو پیروي ونه كړي، ستاسو لپاره يو شان ده كه تاسو دوى راوبلئ، یا تاسو خاموشه واوسئ

Zakaria Abulsalam

7:194
إِنَّ ٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ ۖ فَٱدْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُوا۟ لَكُمْ إِن كُنتُمْ صَـٰدِقِينَ١٩٤

بېشكه هغه خلق چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، (هغوى) ستاسو په شان بنده ګان دي، نو هغوى راوبلئ، پس هغوى دې ستاسو بلنه قبوله كړي، كه چېرې تاسو رښتیني یئ

Zakaria Abulsalam

7:195
أَلَهُمْ أَرْجُلٌ يَمْشُونَ بِهَآ ۖ أَمْ لَهُمْ أَيْدٍ يَبْطِشُونَ بِهَآ ۖ أَمْ لَهُمْ أَعْيُنٌ يُبْصِرُونَ بِهَآ ۖ أَمْ لَهُمْ ءَاذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا ۗ قُلِ ٱدْعُوا۟ شُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ كِيدُونِ فَلَا تُنظِرُونِ١٩٥

ایا د هغوى لپاره پښې دي چې په هغو سره تلل كوي، یا د هغوى لپاره لاسونه دي چې په هغو سره نیول كوي، یا د هغوى لپاره سترګې دي چې په هغو سره لیدل كوي، یا د هغوى لپاره غوږونه دي چې په هغو سره اورېدل كوي؟ ته ووایه: تاسو خپل شریكان راوبلئ، بیا زما په خلاف څه چل (او تدبير) وكړئ، بيا ما ته (هېڅ) مهلت مه راكوئ

Zakaria Abulsalam

7:196
إِنَّ وَلِـِّۧىَ ٱللَّهُ ٱلَّذِى نَزَّلَ ٱلْكِتَـٰبَ ۖ وَهُوَ يَتَوَلَّى ٱلصَّـٰلِحِينَ١٩٦

بېشكه زما مددګار هغه الله دى چې كتاب يې نازل كړى دى او هغه د نېكانو مدد او ملګرتيا كوي

Zakaria Abulsalam

7:197
وَٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلَآ أَنفُسَهُمْ يَنصُرُونَ١٩٧

او هغه خلق چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، دوى ستاسو د مدد كولو هېڅ وَس نه لري او نه له خپلو ځانونو سره مدد كولى شي

Zakaria Abulsalam

7:198
وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى ٱلْهُدَىٰ لَا يَسْمَعُوا۟ ۖ وَتَرَىٰهُمْ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ وَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ١٩٨

او كه چېرې ته دوى هدایت ته راوبلې (، نو) دوى (ستا بلنه) نه اوري (نه يې قبلوي) او ته به دوى وینې چې (ګويا كې) تا ته ګوري، په داسې حال كې چې دوى لیدل نه كوي

Zakaria Abulsalam

7:199
خُذِ ٱلْعَفْوَ وَأْمُرْ بِٱلْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ ٱلْجَـٰهِلِينَ١٩٩

ته معاف كول راونیسه (د عفوه كولو طريقه راخپله كړه) او د نېكۍ حكم كوه او له جاهلانو نه مخ وګرځوه

Zakaria Abulsalam

7:200
وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ ٱلشَّيْطَـٰنِ نَزْغٌ فَٱسْتَعِذْ بِٱللَّهِ ۚ إِنَّهُۥ سَمِيعٌ عَلِيمٌ٢٠٠

او كه چېرې د شیطان له طرفه كومه وسوسه تا (په ګناه كولو) ورتېز كړي، نو په الله پورې پناه ونيسه، بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam