QuranPilotQuranPilot
الْأَنْفَالُ

8. سورت الأنفال

سورت الأنفال د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

In the Name of Allah—the Most Compassionate, Most Merciful

8:1
يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْأَنفَالِ ۖ قُلِ ٱلْأَنفَالُ لِلَّهِ وَٱلرَّسُولِ ۖ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَصْلِحُوا۟ ذَاتَ بَيْنِكُمْ ۖ وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ١

دوى له تا نه د غنیمتونو په باره كې تپوس كوي، ته ووایه: غنیمتونه خاص د الله او رسول لپاره دي، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او تاسو د خپل مینځي حال اصلاح وكړئ او د الله او د هغه د رسول حكم ومنئ كه چېرې تاسو مومنان یئ

Zakaria Abulsalam

8:2
إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ ٱللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُهُۥ زَادَتْهُمْ إِيمَـٰنًا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ٢

بېشكه خبره همدا ده چې مومنان هغه خلق دي، چې كله الله یاد كړى شي، نو د دوى زړونه ووېرېږي او كله چې دوى ته د هغه (الله) ایتونه تلاوت كړى شي (، نو) دغه (ایتونه) دوى ته ایمان ورزیات كړي او خاص په خپل رب باندې دوى توكل كوي

Zakaria Abulsalam

8:3
ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَمِمَّا رَزَقْنَـٰهُمْ يُنفِقُونَ٣

هغه كسان چې لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى، څه حصه خرچ كوي

Zakaria Abulsalam

8:4
أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ۚ لَّهُمْ دَرَجَـٰتٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ٤

همدغه خلق په حقه مومنان دي، د دوى لپاره د خپل رب په نېز درجې دي او بخښنه او عزتمن رزق دى

Zakaria Abulsalam

8:5
كَمَآ أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِنۢ بَيْتِكَ بِٱلْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ لَكَـٰرِهُونَ٥

(د غنيمت په باره كې هم هغه شان خبره پېښه شوه) لكه څنګه (چې مخكې پېښه شوې وه كله) چې ته خپل رب له خپله كوره په حقه سره راوېستلى وې، او بېشكه یوه ډله له مومنانو څخه خامخا بد ګڼونكې وه (هغوى په دې كار ناخوښه وو)

Zakaria Abulsalam

8:6
يُجَـٰدِلُونَكَ فِى ٱلْحَقِّ بَعْدَ مَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى ٱلْمَوْتِ وَهُمْ يَنظُرُونَ٦

دوى له تا سره په حقه خبره كې جګړه كوله وروسته له هغې چې ښه واضحه شوه، د هغوى حال داسې و ګویاكې دوى مرګ ته بېول كېږي، چې دوى يې ویني

Zakaria Abulsalam

8:7
وَإِذْ يَعِدُكُمُ ٱللَّهُ إِحْدَى ٱلطَّآئِفَتَيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ ٱلشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُحِقَّ ٱلْحَقَّ بِكَلِمَـٰتِهِۦ وَيَقْطَعَ دَابِرَ ٱلْكَـٰفِرِينَ٧

او كله چې الله له تاسو سره په دوه ډلو كې د یوې وعده كوله چې بېشكه دغه تاسو لپاره ده او تاسو خوښوله چې بېشكه دغه بې وسلې ډله دې تاسو لپاره شي او الله اراده كوي چې په خپلو كلماتو سره حق ثابت كړي او د كافرانو بېخ غوڅ كړي

Zakaria Abulsalam

8:8
لِيُحِقَّ ٱلْحَقَّ وَيُبْطِلَ ٱلْبَـٰطِلَ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْمُجْرِمُونَ٨

د دې لپاره چې حق ښه واضحه ثابت كړي او باطل ښه ښكاره باطل كړي (د باطل باطلوالى ښكاره كړي) اګر چې مجرمان (دا كار) بد هم وګڼي

Zakaria Abulsalam

8:9
إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَٱسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّى مُمِدُّكُم بِأَلْفٍ مِّنَ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ مُرْدِفِينَ٩

كله چې تاسو له خپل رب نه مدد غوښتلو، نو هغه ستاسو دعا قبوله كړه چې بېشكه زه ستاسو مدد كوونكى یم په زرو ملايكو سره، چې په یو بل پسې به راتلونكي وي

Zakaria Abulsalam

8:10
وَمَا جَعَلَهُ ٱللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِۦ قُلُوبُكُمْ ۚ وَمَا ٱلنَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ ٱللَّهِ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ١٠

او الله دا (مرسته) نه وه ګرځولې مګر زېرى او د دې لپاره چې په دې سره ستاسو زړونه مطمئن شي او مدد يواځې د الله له جانبه دى، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

8:11
إِذْ يُغَشِّيكُمُ ٱلنُّعَاسَ أَمَنَةً مِّنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً لِّيُطَهِّرَكُم بِهِۦ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ ٱلشَّيْطَـٰنِ وَلِيَرْبِطَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ ٱلْأَقْدَامَ١١

كله چې هغه (الله) پر تاسو باندې له خپل طرف نه پركالي اچوله د امن( او اطمينان) لپاره، او پر تاسو باندې يې له بره نه اوبه نازلولې، د دې لپاره چې تاسو په دې سره ښه پاك كړي او له تاسو نه د شیطان پلیتي لرې كړي او د دې لپاره چې ستاسو زړونه مضبوط كړي او په دې سره (ستاسو) قدمونه كلك كړي

Zakaria Abulsalam

8:12
إِذْ يُوحِى رَبُّكَ إِلَى ٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ أَنِّى مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا۟ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ۚ سَأُلْقِى فِى قُلُوبِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلرُّعْبَ فَٱضْرِبُوا۟ فَوْقَ ٱلْأَعْنَاقِ وَٱضْرِبُوا۟ مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ١٢

كله چې ستا رب ملايكو ته وحي كوله چې بېشكه زه له تاسو سره یم، نو تاسو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى ثابت قدم كړئ، ژر به زه د هغو كسانو په زړونو كې رعب واچوم چې كافران شوي دي، نو تاسو (د هغوى) د څټونو له پاسه وهل وكړئ، او تاسو د دوى پر (هر بند او) ټولو ګوتو باندې ګوزارونه وكړئ

Zakaria Abulsalam

8:13
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَآقُّوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ ۚ وَمَن يُشَاقِقِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَإِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ١٣

دا ځكه چې بېشكه دوى د الله او د هغه د رسول مخالفت كړى دى او څوك چې د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، نو یقینًا الله ډېر سخت عذاب والا دى

Zakaria Abulsalam

8:14
ذَٰلِكُمْ فَذُوقُوهُ وَأَنَّ لِلْكَـٰفِرِينَ عَذَابَ ٱلنَّارِ١٤

دا (دنيايي سزا ده) نو تاسو دا وڅَكئ او دا چې بېشكه د كافرانو لپاره د اور عذاب دى

Zakaria Abulsalam

8:15
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا لَقِيتُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوهُمُ ٱلْأَدْبَارَ١٥

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو له كافرانو سره مخامخ شئ، چې تاسو (ټول) يو لښكر وئ، نو تاسو هغوى ته (خپلې) شاګانې مه وراړوئ

Zakaria Abulsalam

8:16
وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُۥٓ إِلَّا مُتَحَرِّفًا لِّقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَىٰ فِئَةٍ فَقَدْ بَآءَ بِغَضَبٍ مِّنَ ٱللَّهِ وَمَأْوَىٰهُ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ١٦

او هغه څوك چې دوى ته په دغه ورځ كې خپله شا ورواړوي، سوا له هغه نه چې د جنګ لپاره بېرته ورګرځېدونكى وي، یا له (خپلې) ډلې سره یو ځاى كېدونكى وي، نو یقینًا هغه د الله له جانبه په غضب سره راوګرځېده او د هغه استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى

Zakaria Abulsalam

8:17
فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ قَتَلَهُمْ ۚ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ رَمَىٰ ۚ وَلِيُبْلِىَ ٱلْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلَآءً حَسَنًا ۚ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ١٧

نو تاسو هغوى نه دي وژلي او لېكن الله هغوى وژلي دي او تا ویشتل نه دي كړي كله چې تا ویشتل وكړل او لېكن الله (دغه) ویشتل كړي دي او د دې لپاره چې هغه له خپل جانب نه په مومنانو باندې احسان وكړي، ښه احسان، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

8:18
ذَٰلِكُمْ وَأَنَّ ٱللَّهَ مُوهِنُ كَيْدِ ٱلْكَـٰفِرِينَ١٨

دا (احسان لازم و) او دا چې بېشكه الله د كافرانو چلونو (او سازشونو) لره ضعيفه كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

8:19
إِن تَسْتَفْتِحُوا۟ فَقَدْ جَآءَكُمُ ٱلْفَتْحُ ۖ وَإِن تَنتَهُوا۟ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَإِن تَعُودُوا۟ نَعُدْ وَلَن تُغْنِىَ عَنكُمْ فِئَتُكُمْ شَيْـًٔا وَلَوْ كَثُرَتْ وَأَنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلْمُؤْمِنِينَ١٩

كه چېرې تاسو فتح غواړئ، نو یقینًا تاسو ته فتح راغله، او كه چېرې تاسو (له كفر نه) منع شئ، نو دا تاسو لپاره ډېر غوره دي او كه چېرې تاسو راوګرځېدئ (جنګ/كفر ته) مونږ به (هم د مومنانو مدد ته) راوګرځو او تاسو ته به ستاسو ډله د هېڅ شي فايده درونه رسولى شي اګر كه ډېره لویه هم وي او دا چې بېشكه الله د مومنانو ملګرى دى

Zakaria Abulsalam

8:20
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَوَلَّوْا۟ عَنْهُ وَأَنتُمْ تَسْمَعُونَ٢٠

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول حكم منئ او له دې (اطاعت) نه مه ګرځئ، حال دا چې تاسو يې اورئ

Zakaria Abulsalam

8:21
وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ قَالُوا۟ سَمِعْنَا وَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ٢١

او تاسو د هغو خلقو په شان مه كېږئ چې ویل يې: مونږ واورېدل، حال دا چې دوى به نه اورېدل (فايده من اورېدل)

Zakaria Abulsalam

8:22
۞ إِنَّ شَرَّ ٱلدَّوَآبِّ عِندَ ٱللَّهِ ٱلصُّمُّ ٱلْبُكْمُ ٱلَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ٢٢

بېشكه د الله په نیز په حیواناتو كې تر ټولو بدتر هغه كاڼه او ګونګیان خلق دي، چې له عقل نه كار نه اخلي

Zakaria Abulsalam

8:23
وَلَوْ عَلِمَ ٱللَّهُ فِيهِمْ خَيْرًا لَّأَسْمَعَهُمْ ۖ وَلَوْ أَسْمَعَهُمْ لَتَوَلَّوا۟ وَّهُم مُّعْرِضُونَ٢٣

او كه چېرې الله ته په دوى كې څه خیر (اِنابت او د حق د اورېدلو صلاحيت) معلوم وَى (، نو) خامخا به يې دوى ته اورولي وَى او كه چېرې دوى ته يې (له انابته بغير) اورولي وَى، نو دوى به خامخا ګرځېدلي وو، په دې حال كې چې دوي به اعراض كوونكي وو

Zakaria Abulsalam

8:24
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱسْتَجِيبُوا۟ لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ ٱلْمَرْءِ وَقَلْبِهِۦ وَأَنَّهُۥٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ٢٤

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول بلنه منئ كله چې دى تاسو د هغه كار لپاره راوبلي چې تاسو ته ژوند دركوي، او پوه شئ چې بېشكه الله د انسان او د هغه د زړه تر مینځ حايل كېږي (ركاوټ جوړېږي) او دا چې بېشكه خاص د هغه په طرف به تاسو ورجمع كولى شئ

Zakaria Abulsalam

8:25
وَٱتَّقُوا۟ فِتْنَةً لَّا تُصِيبَنَّ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنكُمْ خَآصَّةً ۖ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ٢٥

او تاسو له هغې فتنې نه ځان وساتئ چې په تاسو كې به يواځې خاص ظالمانو ته نه رسېږي او پوه شئ چې بېشكه الله ډېر سخت عذاب وا لا دى

Zakaria Abulsalam

8:26
وَٱذْكُرُوٓا۟ إِذْ أَنتُمْ قَلِيلٌ مُّسْتَضْعَفُونَ فِى ٱلْأَرْضِ تَخَافُونَ أَن يَتَخَطَّفَكُمُ ٱلنَّاسُ فَـَٔاوَىٰكُمْ وَأَيَّدَكُم بِنَصْرِهِۦ وَرَزَقَكُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَـٰتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ٢٦

او تاسو یاد كړئ (هغه وخت) كله چې تاسو ډېر لږ وئ، په ځمكه كې ضعيفه كړى شوي وئ، چې تاسو به وېرېدلئ له دې نه چې خلق به مو په جلتۍ سره وتښتوي، نو هغه تاسو ته ځاى دركړ او په خپل مدد سره يې تاسو مضبوط كړئ او تاسو ته يې له پاكيزه څیزونو نه رزق دركړ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ

Zakaria Abulsalam

8:27
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَخُونُوا۟ ٱللَّهَ وَٱلرَّسُولَ وَتَخُونُوٓا۟ أَمَـٰنَـٰتِكُمْ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ٢٧

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله سره او له رسول سره خیانت مه كوئ او په خپلو امانتونو كې (هم) خیانت مه كوئ، په دې حال كې چې تاسو پوهېږئ

Zakaria Abulsalam

8:28
وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَآ أَمْوَٰلُكُمْ وَأَوْلَـٰدُكُمْ فِتْنَةٌ وَأَنَّ ٱللَّهَ عِندَهُۥٓ أَجْرٌ عَظِيمٌ٢٨

او تاسو پوه شئ چې بېشكه خبره همدا ده چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ازمايش دي او بېشكه الله (چې دى) له هغه سره ډېر لوى اجر دى

Zakaria Abulsalam

8:29
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِن تَتَّقُوا۟ ٱللَّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۗ وَٱللَّهُ ذُو ٱلْفَضْلِ ٱلْعَظِيمِ٢٩

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو له الله نه ووېرېږئ، هغه به تاسو لپاره فرقان (د حق او باطل په مینځ كې فرق كوونكى) مقرر كړي او له تاسو نه به ستاسو ګناهونه ختم كړي او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى

Zakaria Abulsalam

8:30
وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ ۚ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ ٱللَّهُ ۖ وَٱللَّهُ خَيْرُ ٱلْمَـٰكِرِينَ٣٠

او كله چې له تا سره كافرانو مكر (فریب) كاوه، د دې لپاره چې تا بندي كړي، یا تا قتل كړي، یا تا وباسي، او هغوى چلونه كول او الله (هم) پټ تدبیر كاوه او الله تر ټولو بهتر تدبیر كوونكى دى

Zakaria Abulsalam

8:31
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَـٰتُنَا قَالُوا۟ قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَآءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هَـٰذَآ ۙ إِنْ هَـٰذَآ إِلَّآ أَسَـٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ٣١

او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي، دوى وايي: يقيناً مونږ واورېدل، كه چېرې مونږ وغواړو خامخا مونږ به هم د دې (قرآن) په مثل ووایو، نه دي دا مګر د ړومبنو خلقو باطل داستانونه

Zakaria Abulsalam

8:32
وَإِذْ قَالُوا۟ ٱللَّهُمَّ إِن كَانَ هَـٰذَا هُوَ ٱلْحَقَّ مِنْ عِندِكَ فَأَمْطِرْ عَلَيْنَا حِجَارَةً مِّنَ ٱلسَّمَآءِ أَوِ ٱئْتِنَا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ٣٢

او كله چې دوى وویل: اى الله! كه چېرې همدا، ستا له جانبه حق دى، نو ته پر مونږ باندې له اسمان نه كاڼي راووروه، یا مونږ ته ډېر دردوونكى عذاب راولېږه

Zakaria Abulsalam

8:33
وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنتَ فِيهِمْ ۚ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ٣٣

او الله داسې نه دى چې دوى ته عذاب وركړي، په دې حال كې چې ته په دوى كې يې او الله دوى ته عذاب وركوونكى نه دى، په داسې حال كې چې دوى بخښنه (استغفار) غواړي

Zakaria Abulsalam

8:34
وَمَا لَهُمْ أَلَّا يُعَذِّبَهُمُ ٱللَّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ وَمَا كَانُوٓا۟ أَوْلِيَآءَهُۥٓ ۚ إِنْ أَوْلِيَآؤُهُۥٓ إِلَّا ٱلْمُتَّقُونَ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ٣٤

او دوى ته څه (امتیاز حاصل) دى چې الله به دوى ته عذاب نه وركوي، حال دا چې دوى له مسجد حرام نه (خلق) منع كوي، په دې حال كې چې دوى د دې (مسجد) جايز واكداران هم نه دي، نه دي واكداران د دې (مسجد) مګر پرهېزګاره خلق او لېكن د دغو خلقو زیاتره نه پوهېږي

Zakaria Abulsalam

8:35
وَمَا كَانَ صَلَاتُهُمْ عِندَ ٱلْبَيْتِ إِلَّا مُكَآءً وَتَصْدِيَةً ۚ فَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ٣٥

او د بیت الله په خوا كې د دوى لمونځ نه و مګر شپیلي وهل او لاسونه ټكول (پړقول)، نو تاسو عذاب وڅَكئ په سبب د هغه كفر چې تاسو به كاوه

Zakaria Abulsalam

8:36
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ لِيَصُدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ ۗ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ٣٦

بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، دوى خپل مالونه د دې لپاره خرچ كوي چې د الله له لارې نه (خلق) منع كړي، نو ژر به دوى دا (مالونه) ولګوي، بیا به دغه په دوى باندې (د) حسرت (او پښېمانتیا باعث) وي، بیا به دوى مغلوب كړى شي او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هغوى به جهنم ته ورجمع كولى شي

Zakaria Abulsalam

8:37
لِيَمِيزَ ٱللَّهُ ٱلْخَبِيثَ مِنَ ٱلطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ ٱلْخَبِيثَ بَعْضَهُۥ عَلَىٰ بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُۥ جَمِيعًا فَيَجْعَلَهُۥ فِى جَهَنَّمَ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَـٰسِرُونَ٣٧

د دې لپاره چې الله خبیث له پاك نه جدا كړي او (بیا) خبیث كېږدي ځینې يې د ځینو له پاسه، بیا يې یو د بل له پاسه ټول راجمع كړي، بیا به يې جهنم ته وغورځوي، همدغه خلق تاوانیان دي

Zakaria Abulsalam

8:38
قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِن يَنتَهُوا۟ يُغْفَرْ لَهُم مَّا قَدْ سَلَفَ وَإِن يَعُودُوا۟ فَقَدْ مَضَتْ سُنَّتُ ٱلْأَوَّلِينَ٣٨

ته هغو كسانو ته ووایه چې كفر يې كړى دى: كه چېرې دوى منع شي (، نو) دوى ته به د هغو (ګناهونو) بخښنه وشي چې مخكې ترې شوي دي او كه چېرې دوى (كفر ته بيا) راوګرځي، نو تحقیق د ړومبنو خلقو طریقه (قانون) تېره شوې ده. (له هغوى سره شوى عمل له دوى سره هم كېدونكى دى)

Zakaria Abulsalam

8:39
وَقَـٰتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ ٱلدِّينُ كُلُّهُۥ لِلَّهِ ۚ فَإِنِ ٱنتَهَوْا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ٣٩

او تاسو له دوى سره وجنګېږئ تر هغه پورې چې فتنه (له دين نه اړول) پاتې نشي او دین ټول خاص د الله لپاره شي، نو كه چېرې دوى (له كفر او جنګ نه) منع شي، نو بېشكه الله د هغو عملونو چې دوى يې كوي ښه لیدونكى دى

Zakaria Abulsalam

8:40
وَإِن تَوَلَّوْا۟ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ مَوْلَىٰكُمْ ۚ نِعْمَ ٱلْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ ٱلنَّصِيرُ٤٠

او كه چېرې دوى (له ايمان نه) وګرځي، نو تاسو پوه شئ چې بېشكه الله ستاسو مولٰی (ساتونكى) دى، هغه ښه مولٰی دى او ښه مدد كوونكى دى

Zakaria Abulsalam