QuranPilotQuranPilot
الْأَنْفَالُ

8. سورت الأنفال – آیتونه 41–75

سورت الأنفال د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

8:41
۞ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَىْءٍ فَأَنَّ لِلَّهِ خُمُسَهُۥ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَـٰمَىٰ وَٱلْمَسَـٰكِينِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ إِن كُنتُمْ ءَامَنتُم بِٱللَّهِ وَمَآ أَنزَلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا يَوْمَ ٱلْفُرْقَانِ يَوْمَ ٱلْتَقَى ٱلْجَمْعَانِ ۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ٤١

او تاسو پوه شئ چې بېشكه هر هغه شى چې تاسو يې په غنیمت كې حاصل كړئ، نو بېشكه د الله لپاره د هغه (غنیمت) پنځمه برخه ده او د رسول لپاره او د خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو لپاره، كه چېرې یئ تاسو چې پر الله ایمان لرئ او پر هغه شي چې مونږ پر خپل بنده باندې د فیصلې په ورځ نازل كړ، هغه ورځ چې دوه ډلې یو تربله (د جنګ لپاره) مخامخ شوې او الله په هر شي باندې ښه قادر دى

Zakaria Abulsalam

8:42
إِذْ أَنتُم بِٱلْعُدْوَةِ ٱلدُّنْيَا وَهُم بِٱلْعُدْوَةِ ٱلْقُصْوَىٰ وَٱلرَّكْبُ أَسْفَلَ مِنكُمْ ۚ وَلَوْ تَوَاعَدتُّمْ لَٱخْتَلَفْتُمْ فِى ٱلْمِيعَـٰدِ ۙ وَلَـٰكِن لِّيَقْضِىَ ٱللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا لِّيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَنۢ بَيِّنَةٍ وَيَحْيَىٰ مَنْ حَىَّ عَنۢ بَيِّنَةٍ ۗ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَسَمِيعٌ عَلِيمٌ٤٢

كله چې تاسو په ډېرې نژدې غاړه كې وئ او هغوى په ډېرې لرې غاړه كې وو او قافله له تاسو نه لاندې وه او كه چېرې تاسو یو له بل سره وعده كړې وَى، نو تاسو به خامخا په وعده كې مختلف شوي وَى او لېكن د دې لپاره چې الله هغه كار پوره كړي چې مقرر شوى و، د دې لپاره چې هلاكېدونكى د روښانه دلیل (له قايمېدو) نه (پس) هلاك شي، او ژوندى پاتې كېدونكى د روښانه دلیل (له قايمېدو) نه (پس) ژوندى واوسي او بېشكه الله یقینًا ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

8:43
إِذْ يُرِيكَهُمُ ٱللَّهُ فِى مَنَامِكَ قَلِيلًا ۖ وَلَوْ أَرَىٰكَهُمْ كَثِيرًا لَّفَشِلْتُمْ وَلَتَنَـٰزَعْتُمْ فِى ٱلْأَمْرِ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ سَلَّمَ ۗ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ٤٣

كله چې الله تا ته ستا په خوب كې هغوى ډېر لږ ښودل او كه چېرې تا ته يې هغوى ډېر زیات ښودلي وَى، (نو) تاسو به خامخا بې زړه شوي وى او تاسو به په خپل مینځ كې په دې كار كې خامخا اختلاف او جګړه كړې وَى او لېكن الله (ستاسو) ساتنه وكړه، بېشكه هغه د سینو پر خبرو ښه عالم دى

Zakaria Abulsalam

8:44
وَإِذْ يُرِيكُمُوهُمْ إِذِ ٱلْتَقَيْتُمْ فِىٓ أَعْيُنِكُمْ قَلِيلًا وَيُقَلِّلُكُمْ فِىٓ أَعْيُنِهِمْ لِيَقْضِىَ ٱللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا ۗ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ٤٤

او كله چې يې تاسو ته هغوى، له یو بل سره د مخامخ كېدلو په وخت كې، ستاسو په سترګو كې ډېر لږ ښودل او تاسو يې د هغوى په سترګو كې لږ ښودلئ، د دې لپاره چې الله هغه كار پوره كړي چې مقرر شوى و او خاص د الله په طرف ټول كارونه بېرته ګرځولى شي

Zakaria Abulsalam

8:45
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَٱثْبُتُوا۟ وَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ٤٥

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو د كومې (كافرې) ډلې سره مخامخ شئ، نو ثابت قدم اوسئ او الله ډېر زیات یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ

Zakaria Abulsalam

8:46
وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَنَـٰزَعُوا۟ فَتَفْشَلُوا۟ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَٱصْبِرُوٓا۟ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلصَّـٰبِرِينَ٤٦

او تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او په خپل مینځ كې جګړه (او اختلاف) مه كوئ (ګنې) نو بې زړه به شئ او ستاسو زور به لاړ شي او صبر كوئ، بېشكه الله د صبر كوونكو ملګرى دى

Zakaria Abulsalam

8:47
وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ خَرَجُوا۟ مِن دِيَـٰرِهِم بَطَرًا وَرِئَآءَ ٱلنَّاسِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ وَٱللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ٤٧

او تاسو د هغه خلقو په شان مه كېږئ چې له خپلو كورونو نه ووتل، په دې حال كې چې تكبر كوونكي او خلقو ته ځان ښودونكي وو او دوى د الله له لارې نه (خلق) منع كوي او الله د هغو كارونو احاطه كوونكى دى چې دوى يې كوي

Zakaria Abulsalam

8:48
وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيْطَـٰنُ أَعْمَـٰلَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ ٱلْيَوْمَ مِنَ ٱلنَّاسِ وَإِنِّى جَارٌ لَّكُمْ ۖ فَلَمَّا تَرَآءَتِ ٱلْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّى بَرِىٓءٌ مِّنكُمْ إِنِّىٓ أَرَىٰ مَا لَا تَرَوْنَ إِنِّىٓ أَخَافُ ٱللَّهَ ۚ وَٱللَّهُ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ٤٨

او (یاد كړئ) هغه وخت چې شیطان دوى ته د دوى عملونه ښايسته كړل او ويې ويل:نن ورځ پر تاسو باندې له خلقو څخه هیڅوك غالب راتلونكى نشته او بېشكه زه ستاسو ساتونكى یم، نو كله چې دواړه ډلې یو تربله مخامخ شوې، بېرته په منډه په شا لاړ او ويې ويل:بېشكه زه له تاسو بېزاره یم، بېشكه زه هغه څه وینم چې تاسو يې نه وینئ، بېشكه زه له الله څخه وېرېږم او الله ډېر سخت عذاب والا دى

Zakaria Abulsalam

8:49
إِذْ يَقُولُ ٱلْمُنَـٰفِقُونَ وَٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ غَرَّ هَـٰٓؤُلَآءِ دِينُهُمْ ۗ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ فَإِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ٤٩

كله چې منافقانو ویل او هغو كسانو چې د هغوى په زړونو كې مرض و: دا خلق خپل دین دوكه كړي دي او څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو یقینًا الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

8:50
وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذْ يَتَوَفَّى ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ۙ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَـٰرَهُمْ وَذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْحَرِيقِ٥٠

او كه چېرې ته ووینې هغه وخت چې ملايك د كافر شويو كسانو ساګانې قبض كوي، چې د هغوى مخونه او د هغوى شاګانې وهي او (ورته وايي:) سخت سوزونكى عذاب وڅَكئ

Zakaria Abulsalam

8:51
ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّـٰمٍ لِّلْعَبِيدِ٥١

دا په سبب د هغو (بدو عملونو) چې ستاسو لاسونو مخكې لېږلي دي او په دې چې یقینًا الله پر بنده ګانو هېڅ ظلم كوونكى نه دى

Zakaria Abulsalam

8:52
كَدَأْبِ ءَالِ فِرْعَوْنَ ۙ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ ٱللَّهِ فَأَخَذَهُمُ ٱللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ قَوِىٌّ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ٥٢

(د دې كافرانو حال هم هغه شان دى) لكه حال د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، د الله په ایتونو كافر شول، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول، بېشكه الله قوي، (او) ډېر سخت عذاب والا دى

Zakaria Abulsalam

8:53
ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِّعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَىٰ قَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا۟ مَا بِأَنفُسِهِمْ ۙ وَأَنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ٥٣

دا په دې چې یقینًا الله د هغه نعمت بدلوونكى نه دى چې پر كوم قوم يې پېرزو كړى وي تر هغه چې هغوى هغه (حالت) بدل كړي چې د هغوى په نفسونو كې دى او دا په دې چې یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

8:54
كَدَأْبِ ءَالِ فِرْعَوْنَ ۙ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَـٰتِ رَبِّهِمْ فَأَهْلَكْنَـٰهُم بِذُنُوبِهِمْ وَأَغْرَقْنَآ ءَالَ فِرْعَوْنَ ۚ وَكُلٌّ كَانُوا۟ ظَـٰلِمِينَ٥٤

لكه حال د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، د خپل رب د ایتونو تكذیب يې وكړ، نو مونږ هغوى د خپلو ګناهونو په وجه هلاك كړل او فرعونیان مو غرق كړل او هغوى ټول ظالمان وو

Zakaria Abulsalam

8:55
إِنَّ شَرَّ ٱلدَّوَآبِّ عِندَ ٱللَّهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ٥٥

بېشكه د الله په نیز په ځمكه باندې په ګرځېدونكو كې تر ټولو بدتر هغه كسان دي چې كفر يې كړى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي

Zakaria Abulsalam

8:56
ٱلَّذِينَ عَـٰهَدتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِى كُلِّ مَرَّةٍ وَهُمْ لَا يَتَّقُونَ٥٦

هغه كسان چې تا له هغوى سره مُعَاهَده كړې وه، بیا هر ځله دوى خپل عهد (تړون) ماتوي او دوى (له الله نه) نه وېرېږي

Zakaria Abulsalam

8:57
فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِى ٱلْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِم مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ٥٧

نو كه كله هم ته دوى په جنګ كې ومومې، نو دوى ته په سزا وركولو سره هغه كسان تیت او پرك كړه چې د دوى وروسته دي، لپاره د دې چې دغه (وروستني خلق) نصیحت ومومي

Zakaria Abulsalam

8:58
وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً فَٱنۢبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَىٰ سَوَآءٍ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْخَآئِنِينَ٥٨

او كه چېرې كله هم ته له كوم قوم نه د خیانت (وعده خلافۍ) اندېښنه ولرې، نو ته دوى ته په برابرۍ سره (دغه عهد) وغورځوه (تړون على الإعلان ختم كړه)، بېشكه الله خیانت كوونكي (وعده ماتوونكي) نه خوښوي

Zakaria Abulsalam

8:59
وَلَا يَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ سَبَقُوٓا۟ ۚ إِنَّهُمْ لَا يُعْجِزُونَ٥٩

او كافر شوي كسان دې كله هم (دا) ګمان ونه كړي چې دوى بچ شول، بېشكه دوى (الله لره) نشي عاجزه كولى

Zakaria Abulsalam

8:60
وَأَعِدُّوا۟ لَهُم مَّا ٱسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ ٱلْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِۦ عَدُوَّ ٱللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَءَاخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ ٱللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِن شَىْءٍ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ٦٠

او تاسو قوت او تړلي اسونه تیار كړئ څومره چې استطاعت لرئ، چې په دې سره به تاسو د الله دښمنان او خپل دښمنان وېروئ او له دوى نه سوا نور خلق (هم) چې تاسو هغوى نه پېژنئ، الله هغوى پېژني او تاسو چې د الله په لاره كې څه شى هم خرچ كوئ، تاسو ته به پوره (بدله) دركړى شي او پر تاسو به ظلم نه كېږي

Zakaria Abulsalam

8:61
۞ وَإِن جَنَحُوا۟ لِلسَّلْمِ فَٱجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ٦١

او كه دغه (كفار) سولې ته مايل شي، نو ته هم دې ته مايل شه او په الله باندې توكل وكړه، بېشكه هم هغه، ښه اورېدونكى، ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

8:62
وَإِن يُرِيدُوٓا۟ أَن يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ ٱللَّهُ ۚ هُوَ ٱلَّذِىٓ أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِۦ وَبِٱلْمُؤْمِنِينَ٦٢

او كه دوى له تا سره د دوكې كولو اراده وكړي، نو بېشكه تا لپاره الله كافي دى، دى همغه ذات دى چې ته يې په خپل مدد سره او په مومنانو سره مضبوط كړى يې

Zakaria Abulsalam

8:63
وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ ۚ لَوْ أَنفَقْتَ مَا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًا مَّآ أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّهُۥ عَزِيزٌ حَكِيمٌ٦٣

او د دوى د زړونو په مینځ كې يې محبت واچاوه، كه چېرې تا هغه ټول څه لګولي وى چې په ځمكه كې دي (، نو) تا به د دوى د زړونو په مینځ كې محبت نه و اچولى او لېكن الله د دوى په مینځ كې محبت واچاوه، بېشكه هغه ډېر غالب، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

8:64
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ حَسْبُكَ ٱللَّهُ وَمَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ٦٤

اى نبي! تا لپاره او ستا پیروي كوونكو مومنانو لپاره الله كافي دى

Zakaria Abulsalam

8:65
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ حَرِّضِ ٱلْمُؤْمِنِينَ عَلَى ٱلْقِتَالِ ۚ إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صَـٰبِرُونَ يَغْلِبُوا۟ مِا۟ئَتَيْنِ ۚ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّا۟ئَةٌ يَغْلِبُوٓا۟ أَلْفًا مِّنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ٦٥

اى نبي! ته مومنان (له دغو كفارو سره) په جنګ كولو باندې تېز كړه، كه چېرې په تاسو كې شل تنه صبر كوونكي وي، نو پر دوه سوه كسانو به غالبه شي او كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي (،نو) پر هغو زرو كسانو به غالبه شي چې كافر شوي دي، ځكه چې یقینًا هغوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي

Zakaria Abulsalam

8:66
ٱلْـَٔـٰنَ خَفَّفَ ٱللَّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا ۚ فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّا۟ئَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا۟ مِا۟ئَتَيْنِ ۚ وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوٓا۟ أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ ٱللَّهِ ۗ وَٱللَّهُ مَعَ ٱلصَّـٰبِرِينَ٦٦

اوس الله پر تاسو اساني راوستله او معلومه (څرګنده) يې كړه چې بېشكه په تاسو كې كمزوري ده، نو كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي، (،نو) پر دوه سوه به غالبه شي او كه په تاسو كې زر تنه (صبر كوونكي) وي (،نو) پر دوه زره به غالبه شي، د الله په حكم سره، او الله د صبر كوونكو ملګرى دى

Zakaria Abulsalam

8:67
مَا كَانَ لِنَبِىٍّ أَن يَكُونَ لَهُۥٓ أَسْرَىٰ حَتَّىٰ يُثْخِنَ فِى ٱلْأَرْضِ ۚ تُرِيدُونَ عَرَضَ ٱلدُّنْيَا وَٱللَّهُ يُرِيدُ ٱلْـَٔاخِرَةَ ۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ٦٧

د نبي لپاره لايق نه دي چې د هغه دې بندیان (قيديان) وي، تر هغه چې وینې توى كړي، تاسو د دنیا اسباب غواړئ او الله (تاسو لپاره) د اخرت (د ثواب) اراده لري او الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

8:68
لَّوْلَا كِتَـٰبٌ مِّنَ ٱللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَآ أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ٦٨

كه د الله له جانبه مخكینى لیك نه وى (،نو) تاسو ته به د هغې (فدیې) په بدل كې چې تاسو واخيستله، خامخا ډېر لوى عذاب دررسېدلى و

Zakaria Abulsalam

8:69
فَكُلُوا۟ مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلَـٰلًا طَيِّبًا ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ٦٩

نو تاسو خورئ له هغه (ماله) چې تاسو په غنیمت حاصل كړى دى، چې حلال پاكیزه دى، او له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

Zakaria Abulsalam

8:70
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ قُل لِّمَن فِىٓ أَيْدِيكُم مِّنَ ٱلْأَسْرَىٰٓ إِن يَعْلَمِ ٱللَّهُ فِى قُلُوبِكُمْ خَيْرًا يُؤْتِكُمْ خَيْرًا مِّمَّآ أُخِذَ مِنكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ٧٠

اى نبي! ته هغو بندیانو (قيديانو) ته ووایه چې ستاسو په لاس كې دي: كه چېرې الله ستاسو په زړونو كې خیر (ایمان) معلوم كړي (،نو) تاسو ته به له هغه (مال) نه غوره دركړي چې له تاسو اخيستل شوى دى او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى

Zakaria Abulsalam

8:71
وَإِن يُرِيدُوا۟ خِيَانَتَكَ فَقَدْ خَانُوا۟ ٱللَّهَ مِن قَبْلُ فَأَمْكَنَ مِنْهُمْ ۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ٧١

او كه دوى له تا سره د خیانت كولو اراده لري، نو یقینًا دوى له دې نه مخكې له الله سره خیانت كړى دى، نو هغه پر دوى باندې (د مومنانو) قابو (او غلبه) راوستله، او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى

Zakaria Abulsalam

8:72
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهَاجَرُوا۟ وَجَـٰهَدُوا۟ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ ءَاوَوا۟ وَّنَصَرُوٓا۟ أُو۟لَـٰٓئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ ۚ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَلَمْ يُهَاجِرُوا۟ مَا لَكُم مِّن وَلَـٰيَتِهِم مِّن شَىْءٍ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا۟ ۚ وَإِنِ ٱسْتَنصَرُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ فَعَلَيْكُمُ ٱلنَّصْرُ إِلَّا عَلَىٰ قَوْمٍۭ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَـٰقٌ ۗ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ٧٢

بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې په خپلو ځانونو سره جهاد كړى دى او هغه كسان چې ځاى يې وركړى دى (دوى ته) او مرسته يې ورسره كړې ده، دغه كسان یو تر بله دوستان دي او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې نه دى كړى (دار الاسلام ته) (، نو) ستاسو له هغوى سره د دوستۍ هېڅ شى (تعلق) نشته تر هغه پورې چې دوى هجرت وكړي او كه چېرې دوى له تاسو نه په دین كې مرسته وغواړي، نو پر تاسو باندې مدد كول لازم دي، مګر د هغه (كافر) قوم په خلاف نه چې ستاسو او د هغوى په مینځ كې معاهده وي او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ ؛ ښه لیدونكى دى

Zakaria Abulsalam

8:73
وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ ۚ إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُن فِتْنَةٌ فِى ٱلْأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ٧٣

او هغه كسان چې كفر يې كړى دى؛ دوى یو تر بله دوستان (حمايتيان) دي، كه تاسو دا (كارونه، يعنې له مومنانو سره دوستي او د دغو كفارو سركوبي) ونه كړئ (،نو) په ځمكه كې به لویه فتنه او ډېر لوى ورانى جوړ شي

Zakaria Abulsalam

8:74
وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهَاجَرُوا۟ وَجَـٰهَدُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ ءَاوَوا۟ وَّنَصَرُوٓا۟ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ۚ لَّهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ٧٤

او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې جهاد كړى دى او هغه كسان چې ځاى يې وركړى دى او مدد يې كړى دى، همدغه كسان په حقه مومنان دي، د دوى لپاره بخښنه او ډېر د عزت رزق دى

Zakaria Abulsalam

8:75
وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنۢ بَعْدُ وَهَاجَرُوا۟ وَجَـٰهَدُوا۟ مَعَكُمْ فَأُو۟لَـٰٓئِكَ مِنكُمْ ۚ وَأُو۟لُوا۟ ٱلْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَىٰ بِبَعْضٍ فِى كِتَـٰبِ ٱللَّهِ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۢ٧٥

او هغه كسان چې له دې نه پس يې ایمان راوړ او هجرت يې وكړ او ستاسو په ملګرتیا كې يې جهاد وكړ، نو دغه كسان له هم ستاسو څخه دي او د خپلولۍ والا د الله په كتاب كې د یو بل زیات حقدار دي، بېشكه الله پر هر شي ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

مخکینۍ سورت

7. Al-A'raf

الْأَنْفَالُ

د سورت الأنفال پای · 75 آیتونه

راتلونکې سورت

9. At-Tawbah

Build a steady Quran habit

Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.

Set a reading goal