QuranPilotQuranPilot
الْأَنْعَامُ

6. سورت الأنعام – آیتونه 161–165

سورت الأنعام د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

6:161
قُلْ إِنَّنِى هَدَىٰنِى رَبِّىٓ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِّلَّةَ إِبْرَٰهِيمَ حَنِيفًا ۚ وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ١٦١

ته ووایه: بېشكه زه (چې یم) ما ته زما رب د نېغې لارې هدایت كړى دى، چې بېخي سم دین دى، د ابراهیم ملت دى، چې يواځې په حق پسې تلونكى و او له مشركانو څخه نه و

Zakaria Abulsalam

6:162
قُلْ إِنَّ صَلَاتِى وَنُسُكِى وَمَحْيَاىَ وَمَمَاتِى لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ١٦٢

ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي

Zakaria Abulsalam

6:163
لَا شَرِيكَ لَهُۥ ۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا۠ أَوَّلُ ٱلْمُسْلِمِينَ١٦٣

د هغه هېڅ شریك نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى دى او زه تر ټولو مسلمانانو اول یم

Zakaria Abulsalam

6:164
قُلْ أَغَيْرَ ٱللَّهِ أَبْغِى رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَىْءٍ ۚ وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلَّا عَلَيْهَا ۚ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ١٦٤

ته ووایه: ایا زه له الله نه غیر (بل) رب ولټوم، حال دا چې هغه د هر شي رب دى، او هېڅ یو نفس (د ګناه) كسب نه كوي مګر د خپل (ځان) په ضرر يې كوي او هېڅ بار وړونكى د بل بار نه پورته كوي، بیا خاص خپل رب ته ستاسو واپس تلل دي، نو هغه به تاسو خبر كړي په هغو كارونو چې تاسو به په هغو كې اختلاف كاوه

Zakaria Abulsalam

6:165
وَهُوَ ٱلَّذِى جَعَلَكُمْ خَلَـٰٓئِفَ ٱلْأَرْضِ وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَـٰتٍ لِّيَبْلُوَكُمْ فِى مَآ ءَاتَىٰكُمْ ۗ إِنَّ رَبَّكَ سَرِيعُ ٱلْعِقَابِ وَإِنَّهُۥ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌۢ١٦٥

او دى همغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خلیفګان( ځاى ناستي) جوړ كړئ او ستاسو ځینې يې د ځینو (نورو) له پاسه په درجو كې پورته كړل، د دې لپاره چې تاسو وازمايي په هغه څه كې چې تاسو ته يې دركړي دي، بېشكه ستا رب ډېر ژر سزا وركوونكى دى او بېشكه هغه خامخا ښه بخښونكى، بې حده مهربان دى

Zakaria Abulsalam

مخکینۍ سورت

5. Al-Ma'idah

الْأَنْعَامُ

د سورت الأنعام پای · 165 آیتونه

راتلونکې سورت

7. Al-A'raf

Build a steady Quran habit

Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.

Set a reading goal