6. سورت الأنعام – آیتونه 121–160
سورت الأنعام د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
او تاسو له هغې (مذبوحې) څخه خوراك مه كوئ چې پر هغې باندې د الله نوم نه وي یاد كړى شوى او بېشكه دا (خوراك كول) خامخا فسق او نافرماني ده او بېشكه يقينًا شیطانان خپلو دوستانو ته وسوسې اچوي، د دې لپاره چې له تاسو سره جګړه وكړي او كه چېرې تاسو د هغوى اطاعت وكړئ، (بيا نو) بېشكه تاسو (هم) خامخا مشركان یئ
— Zakaria Abulsalam
ایا هغه څوك چې(مخكې) مړ و، بیا مونږ هغه ته ژوند وركړ او مونږ هغه ته رڼا عطا كړه چې د هغې په رڼا سره به هغه په خلقو كې ګرځي راګرځي؛ د هغه كس په شان دى چې د هغه حال داسې وي چې هغه په تیارو كې پروت وي، له هغو نه كله هم وتونكى نه وي، همدارنګه د كافرانو لپاره هغه عملونه ښايسته كړى شوي دي چې دوى يې كوي
— Zakaria Abulsalam
او همدارنګه مونږ په هر كلي كې د هغه (كلي) مجرمان، مشران ګرځولي دي، د دې لپاره چې دوى په هغه (كلي) كې مكر (فريب) وكړي او دوى يواځې له خپلو ځانونو سره مكر كوي، په دې حال كې چې دوى شعور نه لري
— Zakaria Abulsalam
او كله چې دوى ته كومه نښه راشي، دوى وايي: هیڅكله به مونږ ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې مونږ ته راكړى شي په شان د هغو (نښو) چې د الله رسولانو ته وركړى شوي دي، الله ښه عالم دى پر هغه ځاى چې (هلته) خپل رسالت ږدي، ژر به هغو كسانو ته چې جرم يې كړى دى د الله په نیز ذلت ورسېږي او ډېر سخت عذاب، په سبب د هغه مكر چې دوى به كاوه
— Zakaria Abulsalam
نو هغه څوك چې الله هغهٔ ته د هدایت كولو اراده وكړي، (نو) د هغهٔ سینه د اسلام لپاره فراخه كړي او هغه څوك چې هغه يې د ګمراه كولو اراده وكړي (، نو) د هغهٔ سینه تنګه كړي، بېخي تنګه، ګویا كې هغه پورته اسمان ته په سختۍ سره خېژي، همدارنګه الله پلیتي (عذاب) اچوي په هغو كسانو باندې چې ایمان نه راوړي
— Zakaria Abulsalam
او دا ستا د رب لار ده، چې نېغه ده، یقینًا مونږ ایتونه واضحه بیان كړي دي، د هغه قوم لپاره چې نصیحت اخلي
— Zakaria Abulsalam
د دوى لپاره د خپل رب په نیز د سلامتۍ كور دى او هغه د دوى مددګار دى، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول
— Zakaria Abulsalam
او په هغې ورځ كې چې هغه به دوى ټول راجمع كړي (او ورته وبه وايي:) اى د پېریانو ډلې! تاسو له انسانانو څخه یقینًا ډېر راخپل (او بې لارې) كړل او د دوى هغه دوستان به، چې له انسانانو ځنې دي؛ ووايي: اى زمونږه ربه! زمونږه ځینو له ځینو نورو نه فايده واخيسته او مونږ هغې نېټې ته ورسېدو كومه چې تا زمونږ لپاره مقرر كړې وه، الله به (دوى ته) ووايي: ستاسو ځاى اور دى، چې په هغه كې به همېشه یئ مګر هغه چې الله وغواړي، بېشكه ستا رب ښه حكمت والا، ښه پوه دى
— Zakaria Abulsalam
او همدارنګه مونږ ځینې ظالمان پر ځینو نورو مسلط كوو، په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول
— Zakaria Abulsalam
اى د پیریانو او انسانانو ډلې! ایا تاسو ته له هم تاسو نه رسولان نه وو راغلي چې تاسو ته به يې زما ایتونه بیانول او تاسو به يې د خپلې دې ورځې له ملاقات نه وېرولئ؟ دوى به ووايي: مونږ د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي كوو او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي وو او دوى به د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي وركړي چې بېشكه دوى كافران وو
— Zakaria Abulsalam
دا (د رسولانو لېږل) د دې لپاره (دي) چې ستا رب د ظلم په وجه د كلیو هلاكوونكى نه دى، په دې حال كې چې د هغو اوسېدونكي ناخبره وي
— Zakaria Abulsalam
او د هر چا لپاره درجې دي له هغو اعمالو نه چې دوى كړي دي، او ستا رب له هغو عملونو نه چې دوى يې كوي؛ كله هم غافل نه دى
— Zakaria Abulsalam
او هم ستا رب ښه بې پروا، (او) رحمت والا دى، كه چېرې هغه وغواړي (، نو) تاسو به بوځي او له تاسو وروسته به هغه (خلق) ځاى نیوونكي كړي چې يې وغواړي، لكه څنګه چې يې تاسو د بل قوم له اولادې نه پیدا كړئ
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه چې له تاسو سره يې وعده كولى شي، يقيناً راتلونكى دى او تاسو كله هم (الله لره) عاجزه كوونكي نه یئ
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: اى زما قومه! تاسو په خپل حالت باندې عمل كوئ، بېشكه زه (هم) عمل كوونكى یم، پس تاسو به ژر پوه شئ چې څوك دى چې د هغه لپاره به د اخرت (ښه) انجام وي، بېشكه حقيقت دا دى چې ظالمان برى نه مومي
— Zakaria Abulsalam
او دغو د الله لپاره په هغو څیزونو كې برخه مقرر كړه چې هغه پیدا كړي دي، چې فصل او څاروي دي، نو وايي: دا د الله لپاره دي، د دوى په عقیده، او دا زمونږ د شریكانو لپاره دي، نو هغه چې د دوى د شریكانو لپاره وي، نو هغه خو الله ته نه رسېږي او هغه چې د الله لپاره وي، نو هغه د دوى شریكانو ته رسېږي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي
— Zakaria Abulsalam
او همدارنګه د ډېرو مشركانو لپاره د هغوى شریكانو د خپل اولاد وژل ښايسته كړي دي، د دې لپاره چې هغوى (شريكان)دوى هلاك كړي او د دې لپاره چې په دوى باندې خپل دین ګډوډ كړي او كه چېرې الله غوښتلى (،نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته پرېږده دوى او هغه چې دوى دروغ جوړوي
— Zakaria Abulsalam
او دوى وايي: دا ځینې څاروي او فصلونه دي، چې ممنوع دي، دا به نه خوري مګر هغه څوك چې مونږ يې وغواړو، د دوى په عقیده، او څه څاروي دي چې د هغو شاګانې منع كړى شوي دي (سورېدل او بار وړل پرې بند دي)، او څه څاروي دي چې دوى په هغو باندې د الله نوم نه یادوي،(او دا) په الله باندې د دروغو تپلو لپاره(كوي)، ضرور به الله دوى ته سزا وركړي، په سبب د هغو دروغو چې دوى به جوړول
— Zakaria Abulsalam
او دوى وايي: هغه چې د دې څارویو په ګېډو كې دي (هغه) زمونږ د نرانو لپاره خالص دي او زمونږ پر ښځو باندې حرام دي او كه چېرې هغه مردار وي، نو دوى (نر او ښځه) په هغه كې شریكان دي، ژر به الله دوى ته د خپل دې بیان سزا وركړي، بېشكه هغه ښه حكمت والا، ښه عالم دى
— Zakaria Abulsalam
هغه كسان یقینًا تاوانیان شول چې خپل اولادونه يې قتل كړل، په دې حال كې چې بېوقوفان وو (او) بې پوهې وو او حرام يې كړل هغه څه چې الله دوى ته وركړي وو، په الله باندې يې دروغ وتپل، یقینًا دوى ګمراه شول او دوى هدایت موندونكي نه وو
— Zakaria Abulsalam
او دى همغه ذات دى چې باغونه يې پیدا كړي دي، چې په څپرونو خېژول شوي دي او چې په څپرونو نه دي خېژول شوي او د كجورو ونې او فصل (يې پیدا كړي دي) چې د هغو مېوې مختلفې وي او زیتون او انار (يې پیدا كړي دي) چې(ځينې) په خپلو كې یو شان وي او ځينې غیر مُشابه هم وي، تاسو د هغو(ونو) له مېوو څخه خورئ! كله چې مېوه وكړي او د هغهٔ حق (عشر، زكات) د رېبلو په ورځ وركړئ، او تاسو اسراف مه كوئ، بېشكه الله اسراف كوونكي نه خوښوي
— Zakaria Abulsalam
او (پیدا كړي يې دي) په څارویو كې بار وړونكي او وړوكي (څاروي، نو) تاسو له هغو ځنې خورئ چې الله تاسو ته دركړي دي او تاسو د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ، بېشكه هغه ستاسو ښكاره دښمن دى
— Zakaria Abulsalam
(الله پیدا كړي دي حلال څاروي) اته جوړې (قسمونه)، له ګډو نه دوه (نر او ښځه) او له چېلو (بزو) نه دوه (نر او ښځه)، ته (دوى ته) ووایه: ایا الله دواړه نران حرام كړي دي، یا دواړه ښځې، یا هغه (بچي) چې د دواړو ښځو (ګډې او چېلۍ) رحمونه په هغو مشتمل وي، تاسو ما ته په علم سره خبر راكړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ
— Zakaria Abulsalam
او (پیدا كړي يې دي) له اوښانو نه دوه (نر او ښځه) او له غوایانو نه دوه (نر او ښځه) ته ووایه: ایا الله دواړه نران حرام كړي دي، یا دواړه ښځې، یا هغه (بچي) چې د دواړو ښځو (اوښې او غوا) رحمونه په هغو مشتمل وي، ایا تاسو حاضر وَئ كله چې الله تاسو ته د دې وصیت كاوه، نو له هغه چا نه لوى ظالم (بل) څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، د دې لپاره چې بې له علمه خلق ګمراه كړي، بېشكه الله ظالم قوم ته نېغه لار نه ښیي
— Zakaria Abulsalam
(اى نبي!) دوى ته ووایه: زه نه مومم (هېڅ څیز) په هغه (شریعت) كې چې ما ته وحي كړى شوى دى په كوم خوړونكي باندې حرام كړى شوى، چې هغه يې خوري مګر دا چې هغه (څيز) مرداره وي، یا بهَول شوې وینه، یا د خنزیر غوښه، نو هغه خو پلیتي ده، یا (هغه څيز) نافرماني وي چې پر هغې د غیر الله لپاره اواز اوچت كړى شوى وي، نو هغه څوك چې ناچاره شي، چې نه زیاتي كوونكى وي او نه له حده تېرېدونكى وي، (نو د هغه لپاره يې خوړل حلال دي) نو بېشكه ستا رب ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
— Zakaria Abulsalam
او پر هغو كسانو باندې چې یهودیان دي، مونږ ټول نوكداره څاروي حرام كړي وو او له غوایانو او ګډو چېلو نه مونږه پر هغوى باندې د هغو دواړو وازدې حرامې كړې وې، سِوا له هغو نه چې د هغو شاګانو پورته كړې وي، یا كُلمو، یا هغه چې له هډوكو سره لګېدلې وي، دا مونږ هغوى ته د خپلې سركشۍ سزا وركړه او بېشكه مونږ خامخا رښتیا ویونكي یو
— Zakaria Abulsalam
نو كه چېرې دوى ستا تكذیب وكړي، نو ته ووایه: ستاسو رب د فراخه رحمت والا دى او د هغه عذاب له مجرم قوم نه بېرته نه ګرځول كېږي
— Zakaria Abulsalam
ژر به هغه كسان ووايي چې شرك يې كړى دى، كه چېرې الله غوښتلى (نو) نه به مونږ شرك كړى و او نه زمونږ پلرونو او نه به مونږ څه شى حرام ګرځولى و، همدارنګه هغو كسانو (هم) تكذیب كړى و چې له دوى نه مخكې وو، تر دې چې هغوى زمونږ عذاب وڅاكه، ته ووایه: ایا تاسو سره څه علم شته چې پس مونږ ته يې راوباسئ، تاسو يواځې د ګمان پیروي كوئ او تاسو يواځې اټكل چلوونكي یئ
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: نو خاص الله لره كامل دلیل دى، نو كه هغه غوښتلى تاسو ټول به يې لازمًا پر نېغه لار روان كړي وى
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: تاسو خپل هغه ګواهان راولئ چې د دې خبرې ګواهي كوي چې بېشكه الله دغه (څیزونه) حرام كړي دي، نو كه هغوى ګواهي وركړي، نو ته له دوى سره ګواهي مه وركوه او ته د هغو خلقو په خواهشاتو پسې مه ځه چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي او هغه كسان چې پر اخرت ایمان نه راوړي او هغوى له خپل رب سره (نور څیزونه) برابروي
— Zakaria Abulsalam
ته ووایه: تاسو راشئ چې زه ولولم هغه څه چې ستاسو رب پر تاسو باندې حرام كړي دي، دا چې تاسو له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ او له مور و پلار سره ښېګڼه كوئ، او تاسو خپل اولاد د غریبۍ له وجې مه وژنئ، مونږ تاسو ته روزي دركوو او هغوى ته (هم) او تاسو د بې حیایۍ كارونو ته مه نژدې كېږئ، هغه چې په دغو كې ظاهر دي او هغه چې پټ دي او تاسو هغه نفس مه وژنئ چې الله حرام كړى دى مګر په حقه سره، دا (حكم) چې دى، هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم دركړى دى، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ
— Zakaria Abulsalam
او تاسو د یتیم مال ته نژدې (هم) مه ورځئ مګر په هغې طریقې سره چې تر ټولو ښه وي تر دې چې هغه (یتیم) خپل پوخ والي ته ورسېږي او تاسو پېمانه او تول په انصاف سره پوره وركوئ، مونږ هېڅ یو نفس د هغه له طاقت نه زیات نه مكلف كوو او كله چې تاسو خبره كوئ، نو عدل كوئ، اګر چې هغه د خپلولۍ والا وي او د الله عهد پوره كوئ، دا (حكم) دى چې الله تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ
— Zakaria Abulsalam
او دا چې بېشكه دا زما لار ده، چې نېغه ده، نو تاسو د دې پیروي وكړئ او د (نورو) لارو پیروي مه كوئ، ګنې نو تاسو به (د نورو لارو پیروي) د هغهٔ له لارې نه تار په تار كړي، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ
— Zakaria Abulsalam
بیا مونږ موسٰی ته كتاب وركړ، د نعمت د پوره كولو لپاره پر هغه كس باندې چې نېكي يې وكړه او لپاره د هر شي د تفصیل او هدایت او رحمت، د دې لپاره چې دوى د خپل رب پر ملاقات ایمان راوړي
— Zakaria Abulsalam
او دا كتاب دى چې مونږ نازل كړى دى، نو تاسو د ده پیروي وكړئ او پرهېزګاره شئ، د دې لپاره چې پر تاسو رحم وكړى شي
— Zakaria Abulsalam
دا چې تاسو ونه وایئ چې همدا خبره ده چې زمونږ نه په مخكېنو دوه ډلو باندې كتاب نازل كړى شوى و، او بېشكه مونږ د هغوى له لوستلو نه یقینًا ناخبره وو
— Zakaria Abulsalam
یا چې تاسو ونه وایئ: یقینًا كه چېرې پر مونږه كتاب نازل كړى شوى وَى نو مونږ به لازمًا له دوى نه ښه لارموندونكي وو، نو یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیل راغلى دى او هدایت او رحمت، نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې د الله ایتونه دروغ ګڼي او له هغو نه مخ اړوي؟ عنقریب به مونږ هغو كسانو ته د سخت عذاب سزا وركړو چې زمونږ له ایتونو نه مخ اړوي، په سبب د هغه چې دوى به اعراض كاوه
— Zakaria Abulsalam
دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې دوى ته ملايك راشي، یا ستا رب راشي، یا ستا د رب ځینې نښې راشي، په كومه ورځ كې چې ستا د رب ځینې نښې راشي (نو) هېڅ يو نفس ته به د هغه ایمان راوړل فايده ورنه كړي چې له مخكې نه يې ایمان نه وي راوړى، یا يې په خپل ایمان كې څه خیر نه وي ګټلى، ته (دوى ته) ووایه: تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ (هم) انتظار كوونكي یو
— Zakaria Abulsalam
بېشكه هغه كسان چې خپل دین يې تار په تار كړى دى، او دوى فرقې فرقې شول، ته له دوى نه په هېڅ شي كې نه يې، یقینًا خبره همدا ده چې د دوى معامله الله ته (سپارل شوې) ده، بیا به هغه دوى ته د هغو كارونو خبر وركوي چې دوى به كول
— Zakaria Abulsalam
څوك چې یوه نېكي راوړي، نو د هغه لپاره د هغې لس چنده دي او څوك چې یوه بدي راوړي، نو هغه ته به يواځې د هغې په مثل سزا وركولى شي او پر دوى به ظلم نه كېږي
— Zakaria Abulsalam