QuranPilotQuranPilot
الْأَنْعَامُ

6. سورت الأنعام – آیتونه 81–120

سورت الأنعام د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.

6:81
وَكَيْفَ أَخَافُ مَآ أَشْرَكْتُمْ وَلَا تَخَافُونَ أَنَّكُمْ أَشْرَكْتُم بِٱللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِۦ عَلَيْكُمْ سُلْطَـٰنًا ۚ فَأَىُّ ٱلْفَرِيقَيْنِ أَحَقُّ بِٱلْأَمْنِ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ٨١

او زه له هغو څیزونو نه څنګه ووېرېږم چې تاسو له الله سره شريك كړي دي، حال دا چې تاسو له دې څخه نه وېرېږئ چې واقعًا تاسو له الله سره هغه څه شریك كړي دي چې د هغو په باره كې يې پر تاسو باندې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، نو په دواړو ډلو كې كومه یوه د امن (له عذاب نه د بچ كېدو) زیاته حقداره ده؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ

Zakaria Abulsalam

6:82
ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَلَمْ يَلْبِسُوٓا۟ إِيمَـٰنَهُم بِظُلْمٍ أُو۟لَـٰٓئِكَ لَهُمُ ٱلْأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ٨٢

هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او له خپل ایمان سره يې ظلم )شرك) نه دى ګډ كړى (، نو) دغه كسان دي چې د همدوى لپاره (له عذاب نه) امن (بچاو) دى او دغه كسان هدایت موندونكي دي

Zakaria Abulsalam

6:83
وَتِلْكَ حُجَّتُنَآ ءَاتَيْنَـٰهَآ إِبْرَٰهِيمَ عَلَىٰ قَوْمِهِۦ ۚ نَرْفَعُ دَرَجَـٰتٍ مَّن نَّشَآءُ ۗ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٌ٨٣

او دا زمونږ دلیل دى چې مونږه ابراهیم ته وركړى و د هغه د قوم په مقابله كې، مونږ درجې اوچتوو چا لره چې مونږ وغواړو، بېشكه ستا رب، ښه حكمت والا، ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

6:84
وَوَهَبْنَا لَهُۥٓ إِسْحَـٰقَ وَيَعْقُوبَ ۚ كُلًّا هَدَيْنَا ۚ وَنُوحًا هَدَيْنَا مِن قَبْلُ ۖ وَمِن ذُرِّيَّتِهِۦ دَاوُۥدَ وَسُلَيْمَـٰنَ وَأَيُّوبَ وَيُوسُفَ وَمُوسَىٰ وَهَـٰرُونَ ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ٨٤

او مونږ هغه ته اسحٰق او یعقوب عطا كړ، مونږ هر یو ته هدایت كړى و، او له ده نه مخكې نوح ته مونږ هدایت كړى و او د هغه په اولاد كې داود او سلیمان، او ایوب او یوسف او موسٰی او هارون ته (هم) او همدارنګه مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو

Zakaria Abulsalam

6:85
وَزَكَرِيَّا وَيَحْيَىٰ وَعِيسَىٰ وَإِلْيَاسَ ۖ كُلٌّ مِّنَ ٱلصَّـٰلِحِينَ٨٥

(او هدایت كړى و مونږ) زكریا، او یحیٰی او عیسٰی او الیاس ته، (دوى) هر یو له صالحانو څخه دي

Zakaria Abulsalam

6:86
وَإِسْمَـٰعِيلَ وَٱلْيَسَعَ وَيُونُسَ وَلُوطًا ۚ وَكُلًّا فَضَّلْنَا عَلَى ٱلْعَـٰلَمِينَ٨٦

او اسمٰعیل، او اَلْیسَع او یونس او لوط ته، او (دوى) هر یو مونږه په ټولو عالَمونو باندې غوره كړي دي

Zakaria Abulsalam

6:87
وَمِنْ ءَابَآئِهِمْ وَذُرِّيَّـٰتِهِمْ وَإِخْوَٰنِهِمْ ۖ وَٱجْتَبَيْنَـٰهُمْ وَهَدَيْنَـٰهُمْ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ٨٧

او (فضیلت مو وركړى و) د دوى په پلرونو كې ځینو ته او د دوى په اولاد كې او د دوى په وروڼو كې (ځینو ته) او مونږ هغوى غوره كړي وو او مونږ هغوى ته د نېغې لارې هدایت كړى و

Zakaria Abulsalam

6:88
ذَٰلِكَ هُدَى ٱللَّهِ يَهْدِى بِهِۦ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ ۚ وَلَوْ أَشْرَكُوا۟ لَحَبِطَ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ٨٨

دغه د الله هدایت دى، په دې سره هدایت كوي په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي او كه چېرې هغوى شرك كړى وَى (، نو) له هغوى نه خامخا به ضايع شوي وو هغه عملونه چې دوى به كول

Zakaria Abulsalam

6:89
أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَـٰهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ وَٱلْحُكْمَ وَٱلنُّبُوَّةَ ۚ فَإِن يَكْفُرْ بِهَا هَـٰٓؤُلَآءِ فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْمًا لَّيْسُوا۟ بِهَا بِكَـٰفِرِينَ٨٩

دا هغه كسان دي چې دوى ته مونږ كتاب او حُكم او نبوت وركړى و، نو كه دا خلق په دغو سره كفر وكړي، نو یقینًا مونږ د دې لپاره داسې خلق مقرر كړي دي چې په دغو سره كفر كوونكي نه دي

Zakaria Abulsalam

6:90
أُو۟لَـٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ هَدَى ٱللَّهُ ۖ فَبِهُدَىٰهُمُ ٱقْتَدِهْ ۗ قُل لَّآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا ۖ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَىٰ لِلْعَـٰلَمِينَ٩٠

دا هغه كسان دي چې الله ورته هدایت كړى دى، نو ته د دوى د طریقې اتباع كوه، ته ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې مزدوري نه غواړم، نه دى دا مګر د ټولو عالَمونو لپاره نصیحت

Zakaria Abulsalam

6:91
وَمَا قَدَرُوا۟ ٱللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِۦٓ إِذْ قَالُوا۟ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ عَلَىٰ بَشَرٍ مِّن شَىْءٍ ۗ قُلْ مَنْ أَنزَلَ ٱلْكِتَـٰبَ ٱلَّذِى جَآءَ بِهِۦ مُوسَىٰ نُورًا وَهُدًى لِّلنَّاسِ ۖ تَجْعَلُونَهُۥ قَرَاطِيسَ تُبْدُونَهَا وَتُخْفُونَ كَثِيرًا ۖ وَعُلِّمْتُم مَّا لَمْ تَعْلَمُوٓا۟ أَنتُمْ وَلَآ ءَابَآؤُكُمْ ۖ قُلِ ٱللَّهُ ۖ ثُمَّ ذَرْهُمْ فِى خَوْضِهِمْ يَلْعَبُونَ٩١

او دوى د الله قدر ونه كړ، څنګه چې د هغه د قدر كولو حق دى! كله چې دوى وویل: الله په انسان باندې هېڅ شى نه دى نازل كړى، ته (ورته) ووایه: هغه كتاب چا نازل كړى دى چې موسٰی راوړى و، چې رڼا او هدایت دى د خلقو لپاره؟ چې تاسو يې پاڼه پاڼه كوئ، چې (ځینې) ښكاره كوئ او ډېرې پټوئ، او تاسو ته هغه علم دركړى شو چې نه پرې تاسو پوهېدلئ او نه ستاسو پلرونه، ته ووایه: الله (نازل كړى دى) بیا ته دوى په خپلو باطلو بحثونو كې پرېږده چې لوبې كوي

Zakaria Abulsalam

6:92
وَهَـٰذَا كِتَـٰبٌ أَنزَلْنَـٰهُ مُبَارَكٌ مُّصَدِّقُ ٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ وَلِتُنذِرَ أُمَّ ٱلْقُرَىٰ وَمَنْ حَوْلَهَا ۚ وَٱلَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ يُؤْمِنُونَ بِهِۦ ۖ وَهُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ٩٢

او دا كتاب دى، چې مونږ نازل كړى دى، بركتي دى او د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو او د دې لپاره چې ته د مكې خلق او د هغې ګېرچاپېره خلق ووېروې او هغه كسان چې پر اخرت ایمان لري، دوى پر ده ایمان راوړي، په داسې حال كې چې همدوى د خپلو لمونځونو ساتنه كوي

Zakaria Abulsalam

6:93
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوْ قَالَ أُوحِىَ إِلَىَّ وَلَمْ يُوحَ إِلَيْهِ شَىْءٌ وَمَن قَالَ سَأُنزِلُ مِثْلَ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ ۗ وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذِ ٱلظَّـٰلِمُونَ فِى غَمَرَٰتِ ٱلْمَوْتِ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ بَاسِطُوٓا۟ أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُوٓا۟ أَنفُسَكُمُ ۖ ٱلْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ ٱلْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ غَيْرَ ٱلْحَقِّ وَكُنتُمْ عَنْ ءَايَـٰتِهِۦ تَسْتَكْبِرُونَ٩٣

او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا وايي چې ما ته وحي شوې ده ! حال دا چې هغه ته هېڅ شى نه وي وحي شوى او له هغه چا نه (بل لوى ظالم څوك دى) چې وايي: ژر دى زه به (هم) نازل كړم د هغه په مثل چې الله نازل كړى دى ! او كه چېرې ته ووینې كله چې ظالمان د مرګ په سختیو كې (ګېر) وي او ملايكو خپل لاسونه وراوږده كړي وي (او ورته وايي) تاسو خپلې ساه ګانې راوباسئ، نن ورځ به تاسو ته د سپكوونكي عذاب سزا دركولى شي، په سبب د هغې ناحقه وینا چې تاسو به په الله باندې تپله، او تاسو به د ده د ایتونو له قبلولو نه انكار او تكبر كاوه

Zakaria Abulsalam

6:94
وَلَقَدْ جِئْتُمُونَا فُرَٰدَىٰ كَمَا خَلَقْنَـٰكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَتَرَكْتُم مَّا خَوَّلْنَـٰكُمْ وَرَآءَ ظُهُورِكُمْ ۖ وَمَا نَرَىٰ مَعَكُمْ شُفَعَآءَكُمُ ٱلَّذِينَ زَعَمْتُمْ أَنَّهُمْ فِيكُمْ شُرَكَـٰٓؤُا۟ ۚ لَقَد تَّقَطَّعَ بَيْنَكُمْ وَضَلَّ عَنكُم مَّا كُنتُمْ تَزْعُمُونَ٩٤

او یقینًا یقینًا تاسو مونږ ته يواځې يواځې (ځانله، ځانله) راغلئ، لكه څنګه چې مونږ تاسو اول ځلې پیدا كړي وئ، او تاسو هغه څه د خپلو شاګانو شا ته پرېښودل چې مونږ تاسو ته دركړي وو او مونږ له تاسو سره ستاسو هغه سفارشیان نه وینو چې تاسو به دعوا كوله چې بې له شكه دغه په تاسو كې شريك دي، یقینًا یقینًا ستاسو خپل مینځي تعلق پرې شو او له تاسو څخه هغه څه ورك شول چې تاسو به (سفارشیان) ګڼل

Zakaria Abulsalam

6:95
۞ إِنَّ ٱللَّهَ فَالِقُ ٱلْحَبِّ وَٱلنَّوَىٰ ۖ يُخْرِجُ ٱلْحَىَّ مِنَ ٱلْمَيِّتِ وَمُخْرِجُ ٱلْمَيِّتِ مِنَ ٱلْحَىِّ ۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ٩٥

بېشكه الله د دانې او زړي چوونكى دى، ژوندى له مړي څخه راوباسي او له ژوندي څخه د مړي راوېستونكى دى، همدغه الله دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ!

Zakaria Abulsalam

6:96
فَالِقُ ٱلْإِصْبَاحِ وَجَعَلَ ٱلَّيْلَ سَكَنًا وَٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ حُسْبَانًا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ ٱلْعَزِيزِ ٱلْعَلِيمِ٩٦

د سبا (د رڼا) چوونكى دى او شپه يې د ارام ذریعه ګرځولې ده او لمرسترګه او سپوږمۍ يې د حساب ذریعې ګرځولې دي، دا د ښه غالب، ښه پوه ذات اندازه كول دي

Zakaria Abulsalam

6:97
وَهُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلنُّجُومَ لِتَهْتَدُوا۟ بِهَا فِى ظُلُمَـٰتِ ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ ۗ قَدْ فَصَّلْنَا ٱلْـَٔايَـٰتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ٩٧

او دى همغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې ستوري پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو د هغو په ذریعې سره د وچې او سمندر په تیارو كې لار ومومئ، یقینًا مونږ ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي د هغه قوم لپاره چې پوهېږي

Zakaria Abulsalam

6:98
وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَنشَأَكُم مِّن نَّفْسٍ وَٰحِدَةٍ فَمُسْتَقَرٌّ وَمُسْتَوْدَعٌ ۗ قَدْ فَصَّلْنَا ٱلْـَٔايَـٰتِ لِقَوْمٍ يَفْقَهُونَ٩٨

او دى همغه ذات دى چې تاسو يې له یو نفس څخه پیدا كړئ، نو (تاسو لپاره) یو قرارځاى او یو امانتځاى دى، یقینًا مونږ ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي د هغه قوم لپاره چې ښه پوهېږي

Zakaria Abulsalam

6:99
وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَخْرَجْنَا بِهِۦ نَبَاتَ كُلِّ شَىْءٍ فَأَخْرَجْنَا مِنْهُ خَضِرًا نُّخْرِجُ مِنْهُ حَبًّا مُّتَرَاكِبًا وَمِنَ ٱلنَّخْلِ مِن طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِيَةٌ وَجَنَّـٰتٍ مِّنْ أَعْنَابٍ وَٱلزَّيْتُونَ وَٱلرُّمَّانَ مُشْتَبِهًا وَغَيْرَ مُتَشَـٰبِهٍ ۗ ٱنظُرُوٓا۟ إِلَىٰ ثَمَرِهِۦٓ إِذَآ أَثْمَرَ وَيَنْعِهِۦٓ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكُمْ لَـَٔايَـٰتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ٩٩

او دى همغه ذات دى چې له بره نه يې اوبه نازلې كړې دي، بیا مونږ په هغو سره د هر شي زرغونه راوښكلې ده، بیا مونږ له هغې (زرغونې) څخه شینكى راوښكلى دى، چې له دې (شینكي) نه مونږ پر يو بل سَورې دانې راوباسو او له كجورې څخه د هغې له كڅوړو نه جوخت او نژدې وږي، او د انګورو باغونه او زیتون او انار چې له یو بل سره څه مشابه وي او څه مشابه نه وي، تاسو د هغې مېوې ته وګورئ كله چې مېوه ونیسي او د هغې پخوالي ته، بېشكه په دې كې خامخا د هغه قوم لپاره نښې دي چې ایمان لري

Zakaria Abulsalam

6:100
وَجَعَلُوا۟ لِلَّهِ شُرَكَآءَ ٱلْجِنَّ وَخَلَقَهُمْ ۖ وَخَرَقُوا۟ لَهُۥ بَنِينَ وَبَنَـٰتٍۭ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۚ سُبْحَـٰنَهُۥ وَتَعَـٰلَىٰ عَمَّا يَصِفُونَ١٠٠

او دوى له الله سره پېریان شریكان جوړ كړي دي، حال دا چې الله دوى پیدا كړي دي، او دوى بې له پوهې له ځانه، د هغهٔ لپاره زامن او لوڼه راپیداكړې، هغه لره پاكي ده او هغه (الله) له هغو خبرو نه ډېر اوچت دى چې دوى يې بیانوي

Zakaria Abulsalam

6:101
بَدِيعُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ أَنَّىٰ يَكُونُ لَهُۥ وَلَدٌ وَلَمْ تَكُن لَّهُۥ صَـٰحِبَةٌ ۖ وَخَلَقَ كُلَّ شَىْءٍ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ١٠١

د اسمانونو او ځمكې بې له نمونې پیدا كوونكى دى، د هغه لپاره به اولاد څرنګه وي؟ حال دا چې د هغه لپاره هېڅ ښځه نشته، او هغهٔ، هر شى پیدا كړى دى او هغه په هر شي باندې ښه عالم دى

Zakaria Abulsalam

6:102
ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ ۖ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ خَـٰلِقُ كُلِّ شَىْءٍ فَٱعْبُدُوهُ ۚ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ وَكِيلٌ١٠٢

همدغه الله، ستاسو رب دى، له ده نه غير هېڅ لايق د عبادت نشته، د هر شي پیدا كوونكى دى، نو تاسو د هغه عبادت كوئ او هغه په هر شي باندې نګران دى

Zakaria Abulsalam

6:103
لَّا تُدْرِكُهُ ٱلْأَبْصَـٰرُ وَهُوَ يُدْرِكُ ٱلْأَبْصَـٰرَ ۖ وَهُوَ ٱللَّطِيفُ ٱلْخَبِيرُ١٠٣

سترګې د هغهٔ ادراك نشي كولى او هغه د سترګو ادراك كوي او هغه ډېر باریكبین، ښه خبردار دى

Zakaria Abulsalam

6:104
قَدْ جَآءَكُم بَصَآئِرُ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَنْ أَبْصَرَ فَلِنَفْسِهِۦ ۖ وَمَنْ عَمِىَ فَعَلَيْهَا ۚ وَمَآ أَنَا۠ عَلَيْكُم بِحَفِيظٍ١٠٤

یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه څرګند دلیلونه راغلي دي، نو چا چې بصیرت حاصل كړ، نو د خپل ځان لپاره يې حاصل كړ او څوك چې ړوند شو، نو ضرر يې په همدې نفس باندې دی او زه پر تاسو باندې نګهبان نه یم

Zakaria Abulsalam

6:105
وَكَذَٰلِكَ نُصَرِّفُ ٱلْـَٔايَـٰتِ وَلِيَقُولُوا۟ دَرَسْتَ وَلِنُبَيِّنَهُۥ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ١٠٥

او همدارنګه مونږ ایتونه بیانوو او د دې لپاره چې دوى ووايي: تا لوستل زده كړي دي او د دې لپاره چې مونږه دا ښه بیان كړو د هغه قوم لپاره چې پوهېږي

Zakaria Abulsalam

6:106
ٱتَّبِعْ مَآ أُوحِىَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ۖ لَآ إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ وَأَعْرِضْ عَنِ ٱلْمُشْرِكِينَ١٠٦

ته پیروي كوه د هغه شي چې تا ته د خپل رب له جانبه وحي كولى شي، نشته حق معبود مګر همغه دى او ته له مشركانو څخه مخ واړوه

Zakaria Abulsalam

6:107
وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَآ أَشْرَكُوا۟ ۗ وَمَا جَعَلْنَـٰكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ۖ وَمَآ أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ١٠٧

او كه چېرې الله غوښتلى (، نو) دوى به شرك نه و كړى او ته مونږ په دوى باندې ساتونكى (نګران) نه يې ګرځولى او نه ته يې په دوى باندې نګران

Zakaria Abulsalam

6:108
وَلَا تَسُبُّوا۟ ٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ فَيَسُبُّوا۟ ٱللَّهَ عَدْوًۢا بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ كَذَٰلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّهِم مَّرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ١٠٨

او (اى مومنانو!) تاسو هغو (معبودانو) ته كنځلې مه كوئ چې دغه خلق يې له الله نه غیر بلي، نو دوى به په ناحقه سره، بې له پوهې، الله ته كنځل وكړي، همدارنګه مونږ د هر امت لپاره د هغوى عملونه ښايسته كړي دي، بیا خاص خپل رب ته د دوى واپسي ده، نو هغه به دوى ته د هغو عملونو خبر وركړي چې دوى به كول

Zakaria Abulsalam

6:109
وَأَقْسَمُوا۟ بِٱللَّهِ جَهْدَ أَيْمَـٰنِهِمْ لَئِن جَآءَتْهُمْ ءَايَةٌ لَّيُؤْمِنُنَّ بِهَا ۚ قُلْ إِنَّمَا ٱلْـَٔايَـٰتُ عِندَ ٱللَّهِ ۖ وَمَا يُشْعِرُكُمْ أَنَّهَآ إِذَا جَآءَتْ لَا يُؤْمِنُونَ١٠٩

او دوى د الله قسمونه وخوړل، پاخه قسمونه چې كه چېرې دوى ته مُعجِزه راشي، نو پر هغې به خامخا لازمًا ایمان راوړي، ته (ورته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې مُعجِزې له الله سره دي او تاسو پر دې څه شي پوه كړئ چې بېشكه دغه مُعْجِزه چې كله راشي (بیا به هم) دوى ایمان نه راوړي

Zakaria Abulsalam

6:110
وَنُقَلِّبُ أَفْـِٔدَتَهُمْ وَأَبْصَـٰرَهُمْ كَمَا لَمْ يُؤْمِنُوا۟ بِهِۦٓ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَنَذَرُهُمْ فِى طُغْيَـٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ١١٠

او مونږ د دوى زړونه او د دوى سترګې اړوو، لكه څنګه چې دوى په اول وارې په دې (نورو معجزاتو) باندې ایمان رانه وړ، او مونږ دوى په خپله سركشۍ كې پرېږدو، چې سرګردانه دي

Zakaria Abulsalam

6:111
۞ وَلَوْ أَنَّنَا نَزَّلْنَآ إِلَيْهِمُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةَ وَكَلَّمَهُمُ ٱلْمَوْتَىٰ وَحَشَرْنَا عَلَيْهِمْ كُلَّ شَىْءٍ قُبُلًا مَّا كَانُوا۟ لِيُؤْمِنُوٓا۟ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ يَجْهَلُونَ١١١

او كه مونږ دوى ته ملايك واقعاً نازل كړي وى او له دوى سره مړیو خبرې كړې وى او مونږ هر شى دوى ته مخامخ راجمع كړى وى، (بیا هم) دوى (داسې) نه وو چې ایمان يې راوړى وى مګر دا چې كه الله وغواړي، او لېكن د دوى زیاتره خلق جهالت كوي

Zakaria Abulsalam

6:112
وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِىٍّ عَدُوًّا شَيَـٰطِينَ ٱلْإِنسِ وَٱلْجِنِّ يُوحِى بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ زُخْرُفَ ٱلْقَوْلِ غُرُورًا ۚ وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ ۖ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ١١٢

او همدارنګه مونږ د هر نبي لپاره انساني او جني شیطانان، دښمنان ګرځولي وو، چې د دغو ځینو به ځینو نورو ته ښايسته كړى شوې خبرې د دوكه كولو (غولولو) لپاره ور اچولې او كه چېرې ستا رب، غوښتلى (، نو) دوى به دا (كار) نه و كړى، نو ته دوى پرېږده او هغه هم چې دوى له خپله ځانه څه دروغ جوړوي

Zakaria Abulsalam

6:113
وَلِتَصْغَىٰٓ إِلَيْهِ أَفْـِٔدَةُ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ وَلِيَرْضَوْهُ وَلِيَقْتَرِفُوا۟ مَا هُم مُّقْتَرِفُونَ١١٣

او دا د دې لپاره چې دې (دروغو) ته د هغو خلقو زړونه مايل شي چې پر اخرت ایمان نه راوړي او د دې لپاره چې دوى دا خوښ كړي او د دې لپاره چې دوى هغه (ګناهونه) وكړي چې دوى يې كوونكي دي

Zakaria Abulsalam

6:114
أَفَغَيْرَ ٱللَّهِ أَبْتَغِى حَكَمًا وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ إِلَيْكُمُ ٱلْكِتَـٰبَ مُفَصَّلًا ۚ وَٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَـٰهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ يَعْلَمُونَ أَنَّهُۥ مُنَزَّلٌ مِّن رَّبِّكَ بِٱلْحَقِّ ۖ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُمْتَرِينَ١١٤

ایا نو زه له الله نه سِوا بل كوم حَكم (عادل قاضي) ولټوم، حال دا چې همغه دى چې تاسو ته يې كتاب نازل كړى دى، چې ښه تفصیل يې شوى دى او هغه كسان چې مونږ هغوى ته (له ده نه مخكې) كتاب وركړى دى؛ هغوى پوهېږي چې بېشكه دا ستا د رب له جانبه په حقه سره نازل كړى شوى دى، نو ته هېڅ كله هم له شك كوونكو ځنې مه كېږه

Zakaria Abulsalam

6:115
وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا ۚ لَّا مُبَدِّلَ لِكَلِمَـٰتِهِۦ ۚ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ١١٥

او د رښتینولۍ او عدل له لحاظه ستا د رب خبره كمال ته رسېدلې ده، د هغهٔ كلماتو لره هیڅوك بدلوونكى نشته،او همغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى

Zakaria Abulsalam

6:116
وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِى ٱلْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ١١٦

او كه چېرې ته اطاعت وكړې د هغو كسانو د اكثریت چې په ځمكه كې دي (، نو) دوى به تا د الله له لارې نه واړوي، دوى يواځې د ګمان پیروي كوي او دوى يواځې اټكل چلوي

Zakaria Abulsalam

6:117
إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ مَن يَضِلُّ عَن سَبِيلِهِۦ ۖ وَهُوَ أَعْلَمُ بِٱلْمُهْتَدِينَ١١٧

بېشكه ستا رب پر هغه چا ښه پوه دى چې د هغه له لارې نه ګمراه كېږي او هغه په هدایت موندونكو (هم) ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

6:118
فَكُلُوا۟ مِمَّا ذُكِرَ ٱسْمُ ٱللَّهِ عَلَيْهِ إِن كُنتُم بِـَٔايَـٰتِهِۦ مُؤْمِنِينَ١١٨

نو تاسو له هغې (مذبوحې) څخه خورئ چې پر هغې د الله نوم یاد كړى شوى وي، كه چېرې تاسو یئ چې د هغه پر ایتونو ایمان لرونكي یئ

Zakaria Abulsalam

6:119
وَمَا لَكُمْ أَلَّا تَأْكُلُوا۟ مِمَّا ذُكِرَ ٱسْمُ ٱللَّهِ عَلَيْهِ وَقَدْ فَصَّلَ لَكُم مَّا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلَّا مَا ٱضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ ۗ وَإِنَّ كَثِيرًا لَّيُضِلُّونَ بِأَهْوَآئِهِم بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِٱلْمُعْتَدِينَ١١٩

او پر تاسو څه شوي دي چې له هغې (مذبوحې) څخه به خوراك نه كوئ چې پر هغې د الله نوم یاد كړى شوى وي او یقینًا الله تاسو ته هغه څه واضح كړي دي چې پر تاسو يې حرام كړي دي، سِوا له هغو (څيزونو) نه چې تاسو هغو ته مجبور كړى شئ، او بېشكه ډېر خلق، خامخا د خپلو خواهشاتو په ذرېعې سره، بې له پوهې نه (خلقو لره) ګمراه كوي، بېشكه ستا رب، هغه پر زیاتي كوونكو ښه پوه دى

Zakaria Abulsalam

6:120
وَذَرُوا۟ ظَـٰهِرَ ٱلْإِثْمِ وَبَاطِنَهُۥٓ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكْسِبُونَ ٱلْإِثْمَ سَيُجْزَوْنَ بِمَا كَانُوا۟ يَقْتَرِفُونَ١٢٠

او تاسو ښكاره او پټ ټول ګناهونه پرېږدئ، بېشكه هغه كسان چې ګناه كوي، ژر ده چې دوى ته به سزا وركړى شي د هغو (ګناهونو) په سبب چې دوى به كولې

Zakaria Abulsalam