20. سورت طه – آیتونه 121–135
سورت طه د پښتو ژباړې، تفسیر، غږیزې تلاوتې، کلمه په کلمه معنی او تلفظ سره ولولئ.
نو دوى دواړو (ښځې خاوند) له دغې (ونې) نه خوراك وكړ، نو دوى ته خپل د شرم ځایونه ښكاره شول او دوى شروع شول چې په خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او ادم د خپل رب نافرماني وكړه، نو وښویده
— Zakaria Abulsalam
بیا دى خپل رب غوره كړ، نو د ده توبه يې قبوله كړه او هدایت يې وكړ (ده ته)
— Zakaria Abulsalam
(الله) وویل: تاسو دواړه له دې (جنت) نه كوز شئ ټول، ستاسو ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، نو كه تاسو ته زما له جانبه هدایت راغى، نو چا چې زما د هدایت پیروي وكړه، نو دى به نه ګمراه كېږي او نه به بدبخته كېږي
— Zakaria Abulsalam
او هغه څوك چې زما له ذكر (قرآن) نه مخ وګرځوي، نو بېشكه د ده لپاره ډېر تنګ ګذران (او ژوند) دى او دى به مونږ د قیامت په ورځ ړوند راپورته كوو
— Zakaria Abulsalam
دى به وايي: اى زما ربه! تا زه ولې ړوند راپاڅولم، حال دا چې زه (په دنیا كې) بینا وم
— Zakaria Abulsalam
(الله به) ووايي: همداسې و، تا ته زمونږ ایتونه راغلي وو، نو تا هغه هېر كړل، او همداسې به ته نن ورځ هېرولى شې
— Zakaria Abulsalam
او همداسې مونږ جزا وركوو هغه چا ته چې له حده ووت او د خپل رب په ایتونو يې ایمان رانه وړ او خامخا د اخرت عذاب ډېر سخت دى او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
ایا نو دوى ته نه ده څرګنده شوې چې څومره ډېرې پېړۍ (امتونه) مونږ هلاكې كړې دي، چې دوى د هغوى په استوګنځایونو كې تېرېږي، بېشكه په دغو كې د عقل والاو لپاره ډېرې نښې دي
— Zakaria Abulsalam
او كه چېرې هغه خبره نه وى چې ستا د رب له جانبه مخكې شوې ده (،نو) خامخا دغه (هلاكت د دوى) به لازم و، (او كه چېرې نه وى، مقرر شوې نېټه
— Zakaria Abulsalam
نو (اى نبي!) ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او ته د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختو نه مخكې او مخكې د پرېوتو له ده نه، او د شپې په ځینو وختونو كې، نو ته تسبیح وایه او د ورځې په غاړو كې، ښايي چې ته به خوشاله شې
— Zakaria Abulsalam
او ته خپلې سترګې هرګز مه اوږدوه هغه څیز ته چې مونږ په هغه سره دغو ته نفع وركړې ده چې قسما قسم څیزونه دي د دنيايي ژوند ښايست، د دې لپاره چې مونږ دغه (كفار) په دې كې وازمایو او ستا د رب رزق ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى
— Zakaria Abulsalam
او ته خپل اهل ته د لمانځه حكم كوه او ته هم په دې (لمانځه) ټینګ ولاړ اوسه، مونږ له تا نه رزق نه غواړو، مونږ تا ته رزق دركوو، او ښه انجام د پرهېزګارۍ لپاره دى
— Zakaria Abulsalam
او دوى وايي: دى (محمد) د خپل رب له جانبه مونږ ته كومه نښه (معجزه) ولې نه راوړي؟ ایا دوى ته واضح دلیل له هغه څه نه دى راغلى چې په ړومبنیو صحیفو كې دي
— Zakaria Abulsalam
او كه یقینًا مونږ دوى له دغه (قرآن) نه مخكې هلاك كړي وى (، نو) خامخا دوى به ویلى: اى زمونږ ربه! تا مونږ ته ولې یو رسول راونه لېږه، پس چې مونږ ستا د ایتونو پیروي كړې وى، مخكې له دې نه چې مونږ ذلیله شو او رسوا شو
— Zakaria Abulsalam
ته (دوى ته) ووایه: هر یو انتظار كوونكى دى، نو تاسو (هم) انتظار كوئ، نو ژر ده چې تاسو به پوه شئ چې د نېغې لارې خاوندان څوك دي او څوك دى چې نېغه لار يې موندلې ده
— Zakaria Abulsalam
Build a steady Quran habit
Save your place, set a reading goal, and return to the next chapter without losing momentum.